د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر ظاهر شاه د سردار داود خان د کودتا لاملونه

صحراني ګل 15.11.2014 12:08

داود خان څوک و؟
ارواښاد سردار محمد داود خان د سردار محمد عزیز زوی دی. په ۱۹۰۹ کال په کابل کې زېږدلی دی. متوسطه زده کړي د استقلال په لېسه کې سرته رسولې دي. په فرانسي کې د مهندسۍ په څانګه کې درس لوستلی او دکابل په نظامي تعلیمګا کې یې نظامي زده کړي سرته ورسولي. په ۱۹۳۴ کال د دمشرقي ولایت نایب الحکمه شو. په ۱۹ ۳۵ کال د کندهار ولایت نایب الکحمه په حیث مقرر شو. د ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۷ پورې د مرکزي قواو قوماندان، ۱۹۴۸ کال دیوه کال لپاره داخله وزیر شو. ۱۹۴۵ کال څخه تر ۱۹۵۳ پورې د شامحمود په کابینه کې د دفاع وزیر پاتې شوی دی. ډېر په وطن مین، صادق، باتقوا،دعیاشي او روشوت خورۍ څخه پاک افغان. په ۱۹۶۳ کال کې ظاهر شاه د صدراعظمۍ له دندې ګوښه کړ چې بالاخره بیرته په یوه کودتا کې د هېواد واک لاسته راوړ(عطایې، ۱۳۸۳).
د سردار محمد داود خان د کودتا عوامل
• د روسانو اغیزه وه چې سردار داود خان افغانستان له بې طرفۍ څخه لري کړ او په روسي بلاک کې یې افغانستان شامل کړ.په ۱۳۵۴ کال کې د افغانستان په تعلیمي ادارو کې روسي استادانو شاملیدل هم د کودتا لپاره یو لامل دی. داسې ویل کیدل چې روسان د کودتا په شپه په کابل ښار کې لیدل شوي وو.ددې مخکې روسانو ته دافغانستان په ملازمت کې برخه ورکول یو لوی نفرت کڼل کیده(ریحان، ۲۰۱۲)
• په ۱۹۵۳ کې ظاهر شاه د هیواد دچارو اختیارات په لاس کې واخستل. مطلق العنان حکمران جوړ شواو ټول اختیارات دهغه په لاس کې شول(فرهنګ، ۱۳۸۹).
• سردار داود دخپل فوج افسرانو ته تربیت ورکولو لپاره روس ته د لیږلو پریکړه هم لاسلیک کړه، نو همدا لامل و چې روسي استادان په افغانستان کې او دافغانانو افسرانو تربیت په روس کې لا دوړاندې خطرناک و او روسي لاسوهنو ته زمینه براره شوه(ریحان، ۲۰۱۲، ص، ۵۳).
• هغه افسران چې د روزنې لپاره روس ته تللی و هغو د روزنې سره د کمونیزم تابع شو او دافغانستان پرځای روس ته وفادار پاتې شول. چې وروسته یې روسانوته دحملي کولو لار هم اواره کړ(حکمتیار،ـــــــــــ).
• کله چې داود خان د خپلې صدراعظمۍ په دوره کې د روس سره ځېنې لاسلیکونه وکړل د ظاهر شاه اعتبار پرې کم شو او له صدراعظمۍ له دندې یې ګوښه کړ(فرهنګ، ۱۳۸۹).
• له دندې ګوښوالي د داود خان عوسه زیاته کړه او د اوږده او ژورتصمیم په نیولو سره یې د کمونیزم د پرمختیا لپاره کار شروع کړ او نتایجو ته یې په صبر منتظر شو(فرهنګ، ۱۳۸۹).
• ظاهر شاه چې د داود خان څخه په ویره کې و. په خپل قانون کې داسې ماده ورکړه چې د شاهي خاندان هیڅ یو وګړی نه شي کولای، چې په سیاست کې دخیل شي. دې مادي د سردارمحمد داود خان مخه پارلمان او مشرانو جرګي ته بنده کړه (موسوي،۱۳۸۸).
• په هېواد کې د سردار عبدالولي او دمحمد هاشم میوند وال د کودتا اوازي وي، چې له دې فرصت څخه داود خان ګټه واخېسته دکودتا په فکر شو او دا یې د خپلې کودتا لپاره یو ښه فرصت وګاڼه چې له دواړو یې خپله کودتا مخکې کړه (فراهي، ۱۳۸۰).
• په افغانستان کې د سیاسي ګوندونه لکه. د روس دقیادت لاندې د (خلق ډیموکراتیک)، د چین د کمونستانو حمایت (شعله جاوید)، د اخوان المسلمین تر الهام لاندې د (خزب اسلامي)، سوسیال ډیموکرات (افغان ملت) او د محمد هاشم میوندوال ګوند چې د (مترقي ډیموکرات) په نوم یادیدل په پراخه کچه خپل فعالیتونه مخکې وړل (عطایې، ۱۳۸۳).
• سردار محمد داود خان دهغه اشخاصو څخه و، چې هیڅکله په خپل ژوند کې په دوهم مقام نه راضي کیده(فرهنګ، ۱۳۸۹).
• د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پرچم ډلې پورې تړلې یو شمېر صاحب منصبانو په پوځ کې یوه کوچنۍ کړۍ جوړه کړي وه، چې دا کسان بیا د حسن شرق په واسط سردار داود خان ته ورپيژندل شوي وه چې دکودتا په باب له دغې ډلې سره د سردار محمد داود موافقه هم وشوه او مفصلې نقشي لپاره یې په سره غونډې هم وکړي (فرهنګ، ۱۳۸۹).
• د اسلامي نهضت چټکې او پراخې ودي په ټولو علمي مؤسساتو ددې نهضت تسلط د افغاني ټولنې د ځوان نسل او دمنورینو لوی شمېر له هغه سره یوځای کیدل د کمونستي ډلو په شاتګ او ضعف دوئ وویرول او له سردار داود سره دکمونستانو اړیکو په ښه والي سردار داود خان ته دکودتا لپاره یو ضمینه سازی وه (حکمتیار، ــــــــــ ).
• کله چې ظاهر شاه هند د سترګو د تداوۍ لپاره او بیا ایټالی ته تفریح لپاره ستون شو نو د سردار محمد داود لپاره یوه ښه چانس پیدا شو او ګټه ترې واخېسته(ریحان، ۲۰۱۲).
کودتا څرنګه سرته ورسیده؟
د جولای ۶/ ۱۹۷۳ کال د عراق په سفارت کې د هغه هېواد د ملي ورځي په مناسبت میلمستا وه او دحکومت وزیرانو او جنرالانو په دې ملمستیا کې سخت نشیې اومستې ورکونکي توکې وڅښل. د مراسمو وروسته دامریکا د سفیر په کور کې د هغه هېواد له خوا د کابل په سفارت کې دنوې نظامي اتشه دمقررۍ او معرفي ملمستیا وه،چې د امسته ډله هلته هم ورغله او نوره هم پسې مسته شوه. په دوی کې جنرال خان محمد او سردار عبدالولي هم شامل وو(رفیع،۱۳۸۷).
د شپې پر یوه نیمه بجه د کودتا دلارښود محمد داود له خوا دعملیاتو د پلان دتطبق امر وشواو لومړي یې د تلیفون تلګراف دستګا له منځه یوړه، چې سمدستې یې د ظاهر شاه وفاداران د شپې تر درې بجو پورې ونیول. جنرال خان محمد د کور په زیر خانه کې چې د اوړو دبوجیو شاته پټ شوی وو او سردار عبدالولي هم ونیول شو. مارشال شاولي خان او میرمن یې له پغمان څخه بندیان راوستل، صدراعظم محمد موسی شفیق په قرغه کې ونیول شو. ملکه حمیرا او د باچایې کورنۍ ټول غړي د صدارت په زندان کې واچول شو او همدارنګه د اردو د مختلفو قواو قوماندانان د کودتا په لاس کې پریوتل (فرهنګ، ۱۳۸۹).
د سهار په اووه نېمي بجي سرداد محمد داود خان له کابل راډیو څخه خپله وینا وکړه. هغه له بسم الله ویلو وروسته وویل. ((همیشه وطن ته دخدمت لپاره په فکر کې وم او کله چې مې په قلابي ډیموکراسۍ کې د وطن د ارزښتونو تباهي لیدله، نو ډ ېر عمجن کیدلم. ده وویل ډیموکراسي په یوه انار شیزم او مشروطه سلطنت په یو مطلق العنان رژیم بدله شوه))(عطایې، ۱۳۸۳، ص، ۲۸۳). په وینا کې افغانستان د صلح علاقمند هیوادونو د کتار ملګری وباله او د ملګرو ملتونو سره یې هم علاقمندي وښودله. یواځې د پاکستان سره د پښتونیستان پر سر دختلاف یادونه وکړه او دهغې دمسالمت آمیزه حل غوښتنه یې وکړه او په اخر کې وویل ((ژوندی دې وی افغانستان او تل دې وي جمهوریت)) (عطایې، ۱۳۸۳، ص، ۲۸۳).


د ظاهر شاه استعفانامه
کله چې ظاهر شاه د سترګو د تداوۍ لپاره هند ته تللی و او له هغه ځایه بیا دتریفح لپاره یې ایټالیه ته سفر وکړ نو له دې چانس څخه سردار محمد داود ګټه واخیسته او کودتا یې وکړه. کله چې ظاهر شاه له ټولو خواوو څخه خپل ځان کمتر احساس کړ او هلته یې دکورنې ټول غړي هم نظر بندوو نو په روم کې د افغانستان سفیر ورته مشوره ورکړه چې خپله استعفا کابل ته ولیږی. دغه لاره یې غوره کړه او خپله استعفا يې په لاندې الفاظو ښاعلي سردار داود ته راواستوله چې اصلي متن یې په دې ډول دی (شمس، ۱۳۹۳). ورور جلالتمآب جمهور رئیس!
((دهغه وخته چې ما دوروستیو جریاناتو خبرواوریده. تر اوسه زما فکر هېواد ته متوجه و او د هېواد راتلونکي ته غمجن وم. ولې کله چې پوه شوم چې د افغانستان خلکو د خپلو ملي کارونو د راتلونکې ادارې له پاره په لوی اکثریت د جمهوریت استقبال کړی دی، نو د خپلو خلکو د رایې په احترام ځان د افغانستان د سلطنت څخه مستعفي شمیرم او په دې وسیله خپل تصمیم تاسې ته ابلاغوم. په داسې حال کې چې زما هېله د هېواد سعادت او لوړوالی دی. ځان د یوه افغاني فرد په حیث د افغانستان د بیرغ تر سیوري لاندې راولم. زما دعا داده چې لوی او عښتلی خدای دي د وطن حامي او وطنوالو مل وي)).
محمد ظاهر شاه د افغانستان پخوانی پاچا
د ۱۳۵۲ کال د اسد دمیاشتي ۱۲ نېټه (فراهي، ۱۳۸۰، ص، ۲۴۳).
پایله یا نتېجه
د ظاهر شاه د واکمنۍ وروسته د سردار داودخان کودتا او واکمني هغه دوره ده چې ساسي حزبونو څخه د کمونیزم د ګوند واک ته رسیدلو لپاره یوه ښه دوره شمیرل شوي ده. که څه هم افغانستان د یولړ ترقۍ او بدلونونو شاهد و خو د لیکوالانو په وینا د بدمرغۍ ورځې له همدې کودتا څخه شروع شوي چې روسانو ته یو ښه موقع په لاس ورغله. د ظاهر شاه په ورستیو دیموکراسي کلونو کې د سیاسي حزبونوپرمختګ لکه د روس دقیادت لاندې د (خلق ډیموکراتیک)، د چین د کمونستانو حمایت (شعله جاوید)، د اخوان المسلمین تر الهام لاندې د (خزب اسلامي)، سوسیال ډیموکرات (افغان ملت) او دحکومت پر واړندې دخلق ډیموکراتیک ګوند توطیې وي چې د د ثور د اوومې کودتا لپاره یې لار هواره کړه. د روسي د هېواد سره د سردار محمد داود د اړیکو د ظاهر شاه اعتبار پر داود راکم کړ او داسې فرمان وکړ چې د شاهي کورنۍ غړي په دولت کې په لویو چوکیو دنده نشي کولی.