د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان.. د ولسمشرد سفرونو په لړۍ کې برخليک ټاکونکی تمځای

عبدالرحمن فرقاني 15.11.2014 00:58

که يوه لور ته په اسلامي نړۍ کې د سپيڅليو، منځلارو او متوازنو اسلامي ارزښتونو او مفاهيمو د بدنامولو لپاره پخپله د اسلامي امت د سختدريځه ډلو د ناوړه، بې منطقه او بې اټکله کړنو څخه داسلام د سپيڅلي الهي دين پر ضد ګټه پورته کېږي؛ بل لور ته په نوموړې نړۍ کې ډېموکراسي د ولسواکۍ د تمثيل لپاره د يوه غولونکي شعار په توګه د مادي نړۍ د استعماري ځواک د مادي ګټو د خونديتوب لپاره په معکوس ډول ګمارل کېږي، چې له بدمرغه په ټول کې پر اسلامي نړۍ باندې د دغو ناوړه تپل شوو ښکارندو بيه بيا په لوي لاس د اسلامي امت کړېدلي ولسونه ورکوي، کوم چې د سوکالۍ او نيکمرغۍ له بهير څخه وروسته پاتې، د وحشت اوبربريت له عالم سره لاس ګريوان د وژنې او رټنې په نړۍ کې د ژوند سپېرې او ترخې شپې او ورځې تېروي.
دافغانستان کړېدلي ملت چې د يوې اوږدې خونړۍ جګړې څخه د راوتلو لپاره هر لور ته په دې هيله سترګې غړوي او په هر څه باندې منګولې خښوي، چې کېداي شي د نجات د سمندر غاړې ته به يې ورسوي، له بدمرغه په پاي کې بيا پر خپل اعتماد او اعتبار باندې پيښمانه، ناهيلي او غمجن وي!.
د يادونې وړ ده، چې دا په دې معنا هم نه ده، چې د افغانستان کړېدلي ملت د خپل برخليک په ټاکلو کې په غوره انتخاب باندې نه پوهېږي او د خپل سرنوشت لپاره هغه انتخاب نه شي موندلي، چې د ولسونو د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ثبات او تيکاو لپاره تر دې وړاندې د بشريت د تاريخ په لوړ او ځوړ کې خورا اغيزمن ثابت شوي، بلکې د افغانستان کړېدلي ملت او د اسلامي نړۍ ملتونو خپل رسالت په ټول خلوص او ريښتنولۍ سره ادا کوي، پر هغو انتخابونو د خپل برخليک په اړه تکيه کوې، چې د نورو ملتونو لپاره يې نيکمرغي او سوکالي راوړې، پرمختګ او پراختيا راوړې.
اوس پوښتنه دا را پورته کېږي، چې ولې هغه څه چې د تاريخ په اوږدو کې د نورو ګڼ شمېر ملتونو لپاره اغيزمن او ګټور ثابت شوي، د تاريخ په دې پړاو کې د اسلامي امت او په تېره بيا د افغانستان د کړېدلي ملت لپاره د ژغورتيا پيغام نه شي راوړلي او هغه څه چې د نورو ملتونو لپاره د وګړو سياسي،اقتصاد ي او ټولنيز حقوق تامينوي د اسلامي نړۍ او د افغانستان د ملت لپاره خپله اغيزتيا له لاسه ورکوي، يا د مادي استعماري ځواک او يا هم د زورواکۍ په چوپړ کې لويږي!؟
ريښتيا ده، چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي. په افغانستان کې د دېموکراسۍ د پلېکېدو لپاره چې کوم بار په بون ښار کې کوږ کېښودل شو، تر منزله و نه رسېد، يا په بل عبارت دېموکراسي په افغانستان کې ځکه تېرو ديارلس کلونو کې بنسټيزه نه شوه، چې ډېموکراسي د زورواکانوله خوا يرغمل کېږي، د امتياز اخيستلو او مصلحت پاللو په پايله کې د ملت او ولس ادارده نه تمثلېږي، د خلکو انتخاب د زورواکانو او په نامه ديموکراتانو د هوسونو قربانېږي.
بيا هم کله چې افغانانو په ورستيو ټاکنو کې په خپله پرېکړه وکړه او په دې باور را ووتل تر څو د ډيموکراسۍ هغه ګوږ بهير چې په بون کې يې تهداب کېښودل شو، په افغانستان کې سم کړي، لوبه پخپله په لاس کې واخلي، نو هغه هېوادونو چې د افغانستان په سياسي کشاله کې ښکيل دي، په دې لټه کې شول تر څو د لوبې اصول بدل کړي او په پاي کې د افغانستان سياسي برخليک داسې لور ته سوق کړي، چې د دوي مادي او استراتيژيک مصلحتونه پکې خوندي پاتي شي.
په هره توګه په پاي کې يو ځل بيا په افغانستان کې د ډېموکراسۍ د ټيکدارانو په لاسوهنه او تاييد د ديموکراسۍ او زورواکۍ تر منځ د ملي وحدت تر عنوان لاندې حکومت په افغانستان کې را منځته شو، د نوموړي حکومت لومړنۍ کړنې تر ډېره بريده د افغانستان د خلکو لپاره د نويو اميدونو او انګېزو د را زېږولو لامل ګرځېدلي، د نويو کړنو په پايله کې چې ولسمشر "غني" په لاره اچولې دي، خلکو ته څه نا څه هيلې پيدا شوې دي، د ولسمشر د وروستيو سفرونو لړۍ د افغانستان د کړېدلي ملت سره د يوه نوي تحول او بدلون هيلې زېږولې دي.
د ولسمشر وروستي سفرونه چې په لنډ مهال کې د افغا نستان کړېدلي ملت ته کوم پيغام رسوي، هغه دا دي، چې په سيمه کې هغه هېوادونه انتخاب شوي، چې د افغانستان په سياسي، اقتصادي او امنيتي تيکاو او ثبات کې پرېکنده اغيز لري، او که نوموړي هېوادونه ريښتيا وغواړي، او افغانستان وتوانيېږي، چې هغه د فشار لاملونه او عوامل د خپلو ګټو د خوندي کېدو لپاره په سمه توګه په کار واچوي، په افغانستان کې تل پاتې سوله په ټول يقين سره ټينګيداي شي، خوتر دې وړاندې چې د ولسمشر د سفرونو پر اهميت او اغيز باندې بحث وکړو د هغو هېوادونو ګټو او مصلحتونو ته په افغانستان کې ځغلنده کتنه کوو، چې د خپلو مصلحتونود خوندي کېدو په موخه د افغانستان په سياسي، اقتصادي او امنيتي ټيکاو کې پرېکنده اغيز لري:
• سعودي عربستان:
چې په اسلامي نړۍ کې د خپل اقتصاد او اسلامي مقدساتو له کبله خپل ژور اغيز او ونډه لرلي شي، د پاکستان سره د سعودي عربستان استراتيژيکې اړيکې توانېدلي شي، د افغانستان د ټيکاو لپاره موثرې واقع شي، له بل لوري سعودي عربستان د افغانستان د نظام له مخالفينو سره هم څه داسې تارونه لري، چې و کولاي شي د تل پاتې سولې په رامنځته کولو کې ترې ګټه پورته شي.
همدا راز سعودي عربستان غواړي د ايران په وړاندې په افغانستان کې خپل عمق ولري، چې تر دې وړاندې نوموړي عمق متضرر شوي او ايران توانېدلي د ځينو کړيو او شرايطو له مخې په افغانستان کې نفود ولري، که چېرې د سعودي عربستان لپاره په افغانستان کې د نفود شرايط چمتو شي، چې حتما به سعودي عربستان ته مادي او اقتصادي ګټې ولري، د بيلګې په توګه د چين توليدي ماشين ته به دسون د موادو بازار ومومي، نوله دې ځايه هرو مرو به سعودي عربستان پر خپل استراتيژيک ملګري پاکستان باندې فشار وارد کړي، تر څو د سولې لپاره په افغانستان کې ريښتنې ګامونه پورته کړي..
چين او هند:
ډېري سياسي شننونکي په دې باور دي، چې افغانستان د هغې ايديالوژيکې جګړې تر څنګ چې د روسي يرغل څخه پيل او د ترهګرۍ تر ځپلو پورې يې ادامه موندلې ده، دا ځل د يوې نوې سيالۍ ډګر ګرځي، داسې ښکاري، چې افغانستان هغه لور ته په حرکت کې شوي، تر څو د نويوځواکونو د نفود د کړکيچ ساحه وګرځي، او دا ځل نوموړې سيالي يوه څه متفاوته ده، ځکه تر دې وړاندې هغه کشمکشونه چې د افغانستان خاوره يې شاهده وه، ايديالوژيکه بڼه درلوده، خو اوس موږ په افغانستان کې د دو داسو راتلونکو لويو ځواکونو د نفود د کشمکش پر وړاندې يوو، چې استعماري عقليت نه لري او يوازې د خپلو اقتصادي پراختيا او ودې په موخه د خپل نفود لپاره هلې ځلې په لاره اچوي او هغه نوي اقتصادي ځواکونه دقيقا د چين او هند هېوادونه دي او د نوموړو هېوادونو په څنګ کې ترکيه هم يو هغو هېوادونو څخه دي، چې په سيميزه توګه ځانته ونډه غواړي.
امريکا له پيله د چين د اقتصادي پراختيا او ودې څخه اندېښمنه وه او ده، او غواړي په هر ډول چې شونې وي، د چين د پرمختګ مخه ډب کړي او له دې ځايه دخپل استراتيژيک ملګري "هند" لپاره زمينه چمتو کوي تر څو د چين د نفود په سيمه کې پرمختګ ولري او د نفود کړۍ يې پراخه شي.
امريکا غواړي، چې هند په يو ډول د امريکا د بديل په توګه په افغانستان کې حضور ومومي، او په دې سره غواړي هغه پاکستان ته چې تر ډېره برېده د خپلو استراتيژيکو پلانونو د پلېکېدو په برخه کې پرې د ښه ملګري او متحد باور نه لري، او آن تر دې چې د امريکا د دفاع وزير خو پاکستان د ترهګرو د پټنځاي په توګه پېژني، نو له دې مخې د هند حضور په افغانستان کې او په تېره بيا په هغه سيمه کې چې د اسلام آباد لپاره د انديښنې وړ او د خطر څخه ډکه سيمه ګڼل کېږي، لوي ګواښ دي.له بل لوري امريکا غواړي هند ته په افغانستان کې په دې موخه وده ورکړي، چې په سيمه کې د چين د پراختيا او ودې مخه ډب کړي.
يوازې د افغانستان جيو سياسي موقعيت چين دې ته نه دي اړ ايستلي، تر څو په افغانستان کې د يوه کارنده او فعال ځواک په توګه حضور پيدا کړي، بلکې نور داسې عوامل او لاملونه شته، چې تر ټولو روښانه او په زړه پورې لامل پټرول دي، چې د امريکا جيولوژي سرچينو د بيلونونو ډالرو په بيه په افغانستان کې اټکل کړيدي، تر څو پټرول ته تږي چين په افغانستان کې حضور پيدا کړي او په خپل ګاونډ کې د پټرولو چينېو ته لاس رسي پيدا کړي او په حقيقت کې چين له څو کلونو راهيسې دا هڅه کوي، او د امريکايانو سره په نوموړي ډګر کې سيالي کوي او سربېره په دې چين اراده لري تر څو د افغانستان د معدنياتو په ډګر کې هم په ټول قوت ونډه ولري، چې د "مس عينک "څخه يادونه کيداي شي او دا دقيقا هغه څه دي، چې د نړۍ اقتصادي ځواکونه اړ باسي، تر څو د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمو څخه د خپل اقتصادي او توليدي ماشين په کار واچوي.
يو بل لامل چې چين هڅوي، تر څو په افغانستان کې حضور پيدا کړي، هغه دا دي، چې چين افغانستان ته د منځني ختيځ د سيمې لپاره د هغې کړکۍ په توګه ګوري، چېرې چې د انرژۍ لوې سرچينې شتون لري، سره له دې چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ګډه پوله لري او دا هم د چين او هند تر منځ بله د سيالۍ سيمه ده. او هلته هم امريکا غواړي هند ته په دې موخه ونډه ورکړي، تر څو د چين مخه ډب شي.
چين، پاکستان او افغانستان:
افغانستان د چين لپاره تر نورو ګاونډيو هېوادونو څخه د دريو لاملونو له کبله ډېر اهميت او ارزښت لري:
• د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمې لا تر اوسه په خپل طبيعي ډول لاس نا خوړلې پاتې دي، او افغانستان د خپل سياسي هويت په لټه کې دي او چين داسې هېواد دي، چې د افغانستان سره په تير لنډ کړکيچن تاريخ کې ستونزه نه لري، آن تر دې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې هم د افغانستان سره ستونزه نه درلوده، بلکې د افغانستان سره يې د ستونزو پر مهال د روسي يرغل پر مهال مرسته کړې ده، په دې سره د چين لپاره په افغانستان کې شرايط ډېر مناسب دي، تر څو خپل حضور او د نفود کړۍ په کې پراخه کړي.
• د چين د پخواني او غوره ملګري پاکستان حضور په ياده سيمه کې د افغانستان په ولسي انځور کې او چين دلته د هند او پاکستان له دښمنۍ څخه ګټه پورته کولاي شي، او همدا راز د پاکستان او امريکا تر منځ د باور او اعتماد فضا ورځ تر بلې کړکيچنه کيداي شي، نو له دې مخې په افغانستان کې د پاکستان د نفود او حضور څخه چين ګټه پورته کولاي شي.
• د چين ليوالتيا د ورېښمو د لارې پرانيستلو ته، چې د امريکا د وريښمو د نوې لارې د پروژې ضد پروژه ده، کومه چې امريکا غواړي، د سويلۍ او منځنۍ آسيا بازارونه د افغانستان سره وتړي او په زړه پورې خبره دا ده، چې تاريخ له پېړيو وروسته په دې سیمه کې تکرارېږي او په دې سره به افغانستان داسې مرکزيت ومومي، چې د ټولې نړۍ ګټې او مصلحتونه به پرې وټړل شي.
افغانستان او پاکستان:
د پورتنيو توضيحاتو له مخې استدلال کولي شو، چې په هيڅ ډول پاکستان ته دا د زغملو وړه خبره نه ده، تر څو هند د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې پراخ نفود ومومي، د افغانستان په مقداراتو باندې واکمن شي او بلاخره د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمال کړي، له دې کبله کېداي شي، دا ورته د منلو وړ ده، تر څو چين په افغانستان کې نفود ولري او د هند د نفود مخه ډب کړي او د سولې په ټينګښت کې د چين فشارونو او وړانديزونو ته غاړه کېږدي.
په سيمه کې بدلونونه او د سيمې د هېوادونو دريځونه او نوې مادي ګټې افغانستان ته هغه د فشار ميکانيزمونه په لاس ورکړي،چې پورته مو ورته اشاره درلوده، که چېرې په سمه توګه د پاکستان پر وړاندې وکارول شي، پاکستان ـ چې د افغانستان د سولې په لړۍ کې هغه ورکه کړۍ ده، او تر دې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله موږ افغانان نه يو توانېدلي، چې هغه نښلونکې کړۍ وموموـ به دې ته حاضره شي، تر څو د افغانستان د سولې په ټينګښت کې پرېکنده اقدامات په لاره واچوي او د افغانستان د ولسمشر د سفرونو په لړۍ کې پاکستان هغه ارزښتناک تمځاي دي، چې د سولې په ټينګښت کې غوڅ اغيز لري او د پاکستان سفر د ولسمشر غني او د ملي وحدت حکومت لپاره هغه آزموينه ده، چې د نوموړي حکومت ټوله وړتيا او تابتيا به ملت ته څرګنده کړي، د پاکستان تر سفر وروسته به د نوموړي حکومت د هلو ځلو پايلې څرګندې شي.
د افغانستان کړېدلي ملت د ملي وحدت د ولسمشر ورستيو کړنو هيله من کړي او داسې نښې او نښانې را څرګندې شوې، چې ګواکې پاکستان هم د سيمې نوي بدلونونه درک کړي دي، چې يو له دغو نښو څخه د پاکستان د حکومت هغه کړۍ( استخبارات او فوځ) ده، کومه چې تر د وړاندې د افغانستان د حکومت سره پر مسايلو د بحث کړلو لپاره نه حاضرېده او اوس پخپله حاضره شوې او د افغانستان حکومت ته يې مراجعه کړې ده.
الله تعالي دې د افغانستان پر کړېدلي ملت رحم وکړي، تر څو د افغانستان ولسمشر او په ټول کې د ملي وحدت حکومت په دغه آزموينه کې بريا ومومي او افغانستان ته د سولې د ټينګښت پيغام راوړي.
و ما دلک علي الله بعزيز.