د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې دښوونکو رونې ته لنډه کتنه

صحراني ګل آشنا 13.11.2014 10:40

د څو کلونو را وروسته په هېواد یو ډول پرمختګونه رامنځته شول، همدارنګه د لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ بدلون ولیدل شو، په ولایتونو پوهنتونونه تاسیس شو، تعمیرات جوړ شو، دمحصلینو په شمیر کې زیاتوالی، لوړو زده کړو ته دانجونو لاس رسی او ټول ټال دولتي او نادولتي ۱۲۳ پوهنتونونو تاسیس شول، د لوړو زده کړو لخوا یوه اندازه استادان د ظرفیت د لوړیدا او یا دماسترۍ لپاره نورو هېوادونو ته واستول شول، دهېواد په داخل پوهنتونونو کې د ماسترۍ د پروګرامونو او PHD لپاره پلانونه په نظر کې نیول شوي دي. د ولایتونو په پوهنتونونو کې لنډ مهاله ورکشاپونه او سیمنارونه په لار واچول شول چې دا خپله یو بدلون دی مګر د کیفیت له مخې یې اوس هم د فیصدۍ کچه په ډېره ټېټه اندازه کې پاتې ده، چې لاندې په لنډو ټکو کې ورته کره کتنه کوو.

په هر هېواد کې د هېواد د پرمختګ لپاره پرمختللې ښوونې او روزنې ته اړتیا لیدل کېږي هغه هېوادونه چې منظمه او پرمختللې ښوونه اوروزنه ولري نو د هغو د پرمختګ لامل همدغه ښوونه او روزنه ده. هغه هېوادونه چې ښوونې او روزنې ته زیات پاملرنه کوي؛ نو هېواد یې هم د پرمختګ او د اولې درجي هېوادونو په لیست کې شمېرل کیږې، چې د وګړو لپاره لازم فرصتونه، دهېواد فرهنګ او تاریخ، اقتصاد، نظامی سکتور. خداماتې سکتورونه او په هغه ټولنه کې عدالت قایم او جهل له منځه ځي. هغه هېواد چې لسګونه کاله په سرو لمبو کې وسوځید او له جکړو وروسته یې د پرمختګ په لور لومړي ګامونه واخیستل افغانستان دی، چې د ښوونې بهیر یې دکمیت له مخې په چټکۍ او د کیفیت له پلوه یوه څه وروسته پاتې شو. دنا سمې حکومتدارۍ، ټوپک سالارۍ، فیوډالیزم او تش په نوم دیموکراسۍ د هېواد په هر برخه کې منفي اغیزې وکړې چې یوه برخه یې د لوړو زده کړو د استادانو روزنه ده.

د لوړو زده کړو د استادانو روزنه
د څو کلونو را وروسته په هېواد یو ډول پرمختګونه رامنځته شول، همدارنګه د لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ بدلون ولیدل شو، په ولایتونو پوهنتونونه تاسیس شو، تعمیرات جوړ شو، دمحصلینو په شمیر کې زیاتوالی، لوړو زده کړو ته دانجونو لاس رسی او ټول ټال دولتي او نادولتي ۱۲۳ پوهنتونونو تاسیس شول، د لوړو زده کړو لخوا یوه اندازه استادان د ظرفیت د لوړیدا او یا دماسترۍ لپاره نورو هېوادونو ته واستول شول، دهېواد په داخل پوهنتونونو کې د ماسترۍ د پروګرامونو او PHD لپاره پلانونه په نظر کې نیول شوي دي. د ولایتونو په پوهنتونونو کې لنډ مهاله ورکشاپونه او سیمنارونه په لار واچول شول چې دا خپله یو بدلون دی مګر د کیفیت له مخې یې اوس هم د فیصدۍ کچه په ډېره ټېټه اندازه کې پاتې ده، چې لاندې په لنډو ټکو کې ورته کره کتنه کوو.
په تېرو ۱۳ کلنو کې هغه موخې چې د لوړو زده کړو په پالیسۍ کې شتون درلود په بریالي توګه سرته ونه رسیدلې، یواځې په ځېنو مواردو کې د کمیت په لحاظ ورته لاس رسی شوی، زیاتې برخې همداسې په سنتې او رواجي شکل پاتې شوي دي لکه د تدریس کیفیت لوړول، د څېړنې څانګې پرانستل، دمدیرانو تمویل او دټولنې خدمت په نظر کې نه دی نیول شوی، په لوړو زدکړو کې د استادانو لپاره کومه خاصه بنیادي پاملرنه ده شوې. د افغانستان په لوړو زده کړو کې اکثریت برسونه په اړیکه باندې اشغال شوي او پایله یې منفي ده، چې زیاته برخه ماستري په فلسفه او روانشناسۍ کې تر سره شوي دي، مګر دساینس په برخه کې نه نړیوالوهېوادونو کومک کړی او نه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، دنړیوالو پوهنتونونو سره د بنیادې او پرمختیایې پروژو په اړه کوم پروتوکول نه دی لاسلیک شوی، چې ښه مثال یې په افغانستان کې د فزیک د دوکتور نشتوالی دی.

د پوهنتونونو لپاره پالیسي
• د پوهنتون د کیفیت د ښه والي لپاره بودیجه باید په واقعي توګه مصرف شي.
• د لوړو زده کړو لپاره معیار وټاکل شي او دولت ترې ملاتړ وکړي.
• د پوهنتون لپاره باید بدیل په نظر کې ونیول شي لکه د طب پوهنځي لپاره صحت عامه، د انجینرۍ لپاره شرکتونه، د زراعت لپاره زراعتي فارمونه او د ښوونې او روزنې لپاره ښونځي په نظر کې ونیول شي.
• د پوهنتنونو استقلالیت، دټولنې او پوهنتون ترمنځ اړیکه، لازم دزده کړې چاپریال، عامه پوهاوي دلوړو زده کړو لپاره بالخصوص د ښوونې او روزنې په برخه کې، اداري تقویت ، خق التعلیم، داستادانو لپاره استوګن ځایونه او امین شخصیتونه په دندو ګومارل دي چې د استادانو د ظرفیت په لوړیدو کې مرسته کولای شي.
• د نوي عصر سره سم په نصاب کې بدلون رامنځته کول، چې اوس هم زیاتره استادان له پخواني لکچرنوتونو څخه استفاده کوي او تر څنګ یې د تدریس کیفیت لوړ شي.

د استادانو د روزنې لپاره پالیسي
 علمي کدرونه روزل، د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو ته وده ورکول.
 په هر پوهنتون کې د استادانو لپاره د تګنالوژۍ اسانتیاوي برابرول.
 د استادانو لپاره د امکاناتو برابرول، لابراتوار، کتابتونونه ، د چاپ وسایل او درسي چاپریال.
 د اوله درجه نړیوالو پوهنتونونو سره د ماسترۍ او دوکتورا د پروګرامونو لپاره تړونونه او استادان په پراخه کچه دماسترۍ لپاره لیږل.
 په هېواد کې دښځینه استادانو لپاره د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه په ځانګړې توګه په نظر کې ونیول شي او ښځينه استادانې وروزي.
 هغه بودیجه چې د ظرفیت د لوړیدا لپاره د لسګونو استادانو لپاره په مصرف رسیږي باید د یواستاد د بنیادي روزنې لپاره مصرف شي.
 په هر پوهنتون کې د تحقیق یوه څانګه جوړه شي.

په دارالمعلیمین کې د ښوونکو روزنه
د دارالمعلیمین د استادانو د روزنې لپاره په افغانستان کې مختلف پروګرامونه په لار اچول شوي دي، چې په هغې کې د ایران د دولت لخوا د ظرفیت د لوړاوي شپږ میاشتنۍ دوره، د نصاب، ادارې، میتودیک او د مسئلې د خل لپاره بېلا بېل سمینارونه او ورکشاپونه تر سره شوي دي. ددې تر څنګ اوسنې د ماسترۍ پروګرام او په راتلونکي کې د دوکتورا لپاره د ماستر استادانو پلان په نظر کې نیول شوی دی. هغه څه چې په دې دوره کې تر سره شوي خپله یوه لویه لاسته راوړنه ده اما د افسوز خبره ده چې زیات ستونزې هم پر ځای پاتې دي چې دلته ورته لنډه کره کتنه کوو.
هغه ورکشاپونه او سمینارونه چې استادانو ته تیار شوي وو په ځینو سیمنارونو کې استادانو مادیات په نظر کې نیولي و او په ځینو سیمنارونو کې وزارت خپله بودیجه مصرف ته وړاندې کوله، ډونرانو خپلې ګټې په نظر کې ساتلې او اکثره استادان یې سفر خرچ ته خوشاله وو. ځېنې مثالونه هم شته هغه سمینارونه چې مادیات یې نه درلودل اکثریت استادانو په کې ګډون ته زړه نه دي ښه کړی، د دارالمعلیمن د استادانو د زده کړې کچه لېسانس ده چې خپله په لوړو زده کړو کې د انتقاد لادې راغلي ده.
• هغه بودیجه چې د ظرفیت د لوړیدا لپاره د لسګونو استادانو لپاره په مصرف رسیږي باید د یواستاد د بنیادي روزنې لپاره مصرف شي.
• هغه ښوونکي چې نوي تقرر کوي باید هغوی ته یوه اونۍ د دارالمعلمین او تدریس ټول اصول د یو سمینار په شکل واضح شي، هغه کمه تجربه چې استاد یې لري مرسته ورسره وکړي.
• ښوونکو ته د ژوند اسانتیاوي برابري شي او معاشونه یې لوړ شي.
• ښوونکو ته د ماسترۍ او PHD پروګرامونه برابر شي لکه همدغه ماستري یې یو ښه مثال دی.
• ښوونکی باید د تقرر پر وخت فلتر او د روابطو د لارې مقرر نه شي.

د ښوونځیو دښوونکو روزنه
د څولسیزو جکړو وروسته په افغانستان کې د ښوونې او روزنې نوی باب پرانستل شو نو ښوونځي جوړ شول د مکاتبو لپاره سرپنا جوړې شوي، د سلګونو ښوونځيو شمیر زرګونو ته لوړ شو، ابتدائيه ښوونځي متوسطو او متوسطي لیسو ته لوړې شولې، په هره لېسه کې لابراتوار او کتابتون جوړ شو، د هلکانو ترڅنګ انجونې هم ښوونځيو ته شاملې شوي، د زرګونو شاګردانو شمير لکونو ته پورته شوو، دبې سوادي ښوونځيو په افغانستان کې په فعالیت پیل وکړ، د ښوونکو په تقر هم ډيرښت رامنځته شو، د ښوونکو د روزنې لپاره په هرولایت کې یو دارالمعلیمین جوړ شو او په ولسوالیو کې الحاقیه او حمایوی مرکزونه فعال شول، خارجي مؤسساتو لکه جایکا، PIN, GTZ او دې ورته نورو مؤسسو د ښوونکو د روزنې لپاره پروګرامونه رامنځته کړل، خو ددې سره په کیفیت کې کوم روڼ بدلون ونه لیدل شو چې په لاندې کرښو کې پرې کرکتنه کوو.
په دې هېواد کې ټولې ستونزې دناسمې ادارې او زورواکۍ له امله زیږدلي دي، د څورالس زرو ښوونځيو څخه یې تر نمایې زیات سرپنا نه لري او هغه سرپنا چې په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې جوړ شوي د خراب کیفیت له امله په ورانیدو دي، د ښوونکو د روزنې لپاره جوړې شوي الحاقیه او حمایوي مرکزونو د ښوونکو ظرفیت یواځې په کمیت کې لوړ کړ او زیات شمیر داسې حمایو او الحاقیه شتون لري چې ښوونکی یو امتحان او بل امتحان سر ورښکاره کوي، داسې حمایوي مرکزونه شته چې یواځې په نوم شتون لري او په کال کې لسګونه فارغین هم ټولنې ته وړاندې کوي، په ځېنو ځایونو کې زوراکان دښوونکو واسطه او هغوي تش په نوم له څوارلسم ټولګي فارغ کړل، د ښوونکو د ظرفیت د لوړیدو لپاره د جایکا او GTZ مؤسسو کارونه مؤثر مګر خپله ښوونکي ژمن پاتې نه شول او یواځې مادیاتو ته توجه کول، داټول هغه څه دې چې د کیفیت په لحاظ یې موږ نور هم روسته پاتې کړلو او یواځې کمیت او ډېرښته یې پام وشو.

دښوونکو د روزنې پالیسي
• دحمایوي او الحاقیو څخه په جدې ټوګه څارنه وشي.
• سالمه او شفافه اداره رامنځ ته شي.
• په ولسوالیو او ولایتونو کې په منظم ډول ترینګونه او میتودیک کورسونه جوړ شي.
• د ښوونکو معاش هم باید په نظر کې ونیول شي.
• هغه ښوونکي چې د پوهې کچه یې ټېټه ده په جبري توګه خپلې زده کړي وکړي.
• د ښوونې او روزنې پوهنځي ته باید خاصه پاملرنه وشي.
• د ښوونکو لپاره مسلکي زده کړې په پام کې ونیول شي.

په پایله کې ویلای شو چې تر څو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ همغږي رامنځته نشي په کره ټوګه پرمختګ کول ناشونی دی. دلته باید څو نقطو ته اشاره وکړو، د زده کړي کیفیت ته پاملرنه، دعلمي کدرونو روزل، د نړیوالو لومړۍ درجه پوهنتونو سره اړیکې جوړول، په پوهنتونونوکې د څېړنې مرکزونو جوړول، دپوهنتونونو استقلالیت او فارغینو ته د کار موندنې لپاره چټک ګامونه واخلي.