د خدای (ج) عظمت
13.11.2014 11:37په عظمت کې یې ورک شوی افلاطون دی
دا جهان یې لوی کتاب او لوی قانون دی
دغه ځمکه د همدې کتاب یو باب دی
چې فضا یې د لامبو یو ستر دریاب دی
د اغاز او د انجام نه څوک خبر دي
ډیر پوهان په دغه لار کی کور او کر دي
چا لیدلی خپل اواز په کوم زمان دی
بې زمانه په کوم ځای کې کوم مکان دی
د خپل عقل جسم ورک و له سقراطه
نه یې مخې ته لیدی شو نه یې شاته
پښتورګي او زړه درې پروفیسران دي
بې له زده کړې خپل مسلک کې ماهران دي
بې د مغز له ښوونې رهبران دي
په خپل فن کې له هر چا نه هوښیاران دي
چې هر څومره شو دقیق دغه خپل ځانته
ته به وايې چې موږ ګورو ټول جهان ته
هم به پوه شو چې ورک کړی موخپل ځان دی
زموږ فکر په دې کار کې ناتوان دی
یوه سترګه جوړلی کوم هوښیار شي
فکر نه کوم که ادم دېته تیار شي
موږ تر اوسه پېژندلی نشو ځان
لا خوښېږو چې څوک و وايې راته خان
غریزه له شونډو جوړ کاندې جامونه
د اسمان ستورو ته وايې شنه خالونه
یو ته برېښي د بل سترګې دریابونه
یا له زلفو ورته جوړ کاندې ټالونه
تصویرونه د خیالاتو یو صنعت دی
(اشنا) دا په شاعرۍ کې لوی حکمت دی