د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مسلمانو بده ورځ

يا قو ت خا ن شينواري 11.11.2014 11:52

بسم الله الرحمن ا لرحیم . نحمد ه ونصلې ونسلم علی رسوله الکریم .اما بعد : زما خوږو او خائسته مسلمانانو عزیزانو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته : عزیزانو د ډېرې مودې راهیسې په مسلمان ملت باندې په هرځائې کښې ځمکه سره کړے شوې ده او د هرې خوانه پرې داسې ګزارونه کیږي چې هر ګزار د مسلمان د نابودئۍ سبب ګرزي . په داسې حالاتو کې چې څوک په مسلمان ملت باندې ګزارونه کوی هم هغوی ورته د زخميا قو ت خا ن شينواريونو لپاره دوا هم تجویز کوی چې دا ډېر د ظلم خبره ده . د افغانستان ، پاکستان ، کشمیر ، فلپین ، ارکان ، سوریه ، لیبیا ، عراق ، فلسطین ، الجزائر ، صحرا ، ګینی ، مالې ، او په داسې نورو اسلامی هیوادونو کې په مختلفو نومونو باندې مسلمان په پڅه چاړه خلالولے شي . د مثال په ډول په افغانستان کې ئې امریکا او متحدین په دې بهانه وژنی چې دوی ( افغانان ) سخت دریزی او توریرستان دي . او د ټولې دنیا لپاره خطره ده . برعکس طالبان او دولتی اربکیان ئې په دې ګناه وژنی چې ( افغانان ) د دولت په خواکې ولاړدي يي او دولت وائې چې ( افغانان ) د طالبانو په څنګ کې ولاړدي او طالبانو ته په خپلو منطقو کې سهولتونه برابروي . اد عاوې به تر یو څه حده درستې هم وي . امریکایان او متحدین ئې ادعا لري چې مونږ دلته ډیموکراسي پلی کولو ته راغلي یو او د ډیموکراسئۍ د پلیکولو په وړاندې چې دلته کوم خنډونه راولاړېږي نو امریکا او متحدین ئې دا حق ځان ته ورکوي چې هغه خنډونه به د ( افغانانو ) د سرونو په قیمت له منځه وړو . مخالف طرف یا په اصطلاح طالبان محترم بیا دا ادعا لری چې دلته کفر راغلے دے او ( افغانان ) د یوې مخې مسلمانان دي دلته به فقط اسلامی نظام وی او بس د دې نظام د راوستلو او قایمولو لپاره به ( افغانان ) د سر او مال قربانئۍ ورکوي او دا د دوی مسلم حق دے چې قرباني ورکړي . عزیزانو : د افغانانو د قربانئو لړۍ تقریباََ څلویښتو کلونو ته نژدې کیږي . پخوا هم (افغانانو ) ته د ډیمکراسئۍ ، کور ، کالی ، ډوډۍ په شکل کې د اور ګولۍ ، کفن ، او قبر ور په برخه کړے شو دے . خو بدبختانه په دغو ټولو بد بختیو کې د شرقی بلاک او غربی بلاکونو سره سره هغه مقامی دسالم فکر څخه خالي اودپردئۍ دپوچې مفکورې لاندې تربیه شوي ایجنټان اوقلابی حکمتونه اوهغه تش په نامه ډيموکراټان اوسيکولرستان هم شریک دي . یواځې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې هم دغه خال دی او هم دغه شان ورته مسله ده . که چیر ته په غور سره د دې ټولواسلامي هیوادونو پخوانی او اوسنی حالات د مطالعې لاندې ونیسئۍ نو بیا به پخپله درته ټوله وضعه او د دې اسلامی هیوادونو د ترقۍ او کامیابئۍ او ناکامئۍ ټول رازونه معلوم شي او دې نتیجې ته به پخپله ورسیږئۍ چې هغه کوم علت وُ چې د مسلمان ملت د ترقئۍ ، تمدن ، او اخلاقو هر طرف سندرې ویل کیدې ؟ راځئۍ چې لږ د تاریخ یو څو پاڼې شاته مطالعه کړو او وګورو چې ولې ن ن مسلمان ملت د بتاهئۍ کندې پرېوتے دے ؟ . عزیزانو: د اسلام د ظهور نه وړاندې چې کوم جهالت د ځمکې د کُرې په مخ موجود وُ په هغې کښې د لورانو ژو ندۍ په ځمکه کې ښخول ، سود خوړل ، زنا کول ، ناحقه قتلونه او بې ګناه انسانان وژل ، سړی غلامان او ښځې وینځې ګرزول او داسې بې شمیره . په اوسنیز ډیمکراټیک دور کې د لور سره زنا کول د هغې څخه اولاد پیداکول ، د خور سره واده کول خپل حق ګڼل او د هغې څخه اولاد پیداکول ، یو سړے د بل سره سړی سره وداه کول . سود خوړل ، بې ګناه انسانان وژل ، د نورو په مال ، خاوره قبضه کول دي . عزیزانو : اوس د ړوند د تقلید خاوندانو او د ډیمکراسئۍ د ډول په مخکې ګډیدونکو ته لږ د نبوی ص انقلاب یو څو کرښې وړاندې کوم . ښه پوهیږم چې په دې لیکنه باندې به د ځینو دوستانو د سانتیګراد درجه پورته خیژي خو ډېر په معزرت سره . عزیزانو : د ن ن څخه تقریباََ څوارلس سوه کاله اګاهو چې کله نړۍ د ګمراهئۍ او کفر ، جهالت او ناپوهئۍ په تیارو کې ډوبه وه د مکې معظمې د سختو او وچو غرونو څخه د اسلامې تمدن ، د روشد وهدایت سپوږمئۍ راښکاره شوه د دې خاورینې کُرې مشرق ، مغرب ، شمال ، جنوب حتی چې د ڼرۍ یو یو ګوټ ئې په خپلې رڼا سره روښانه کړ. او د درویشتو کالنو په لنډه موده کې ئې هر انسان د ترقۍ هغې اوچتې مرتبې ته ورسولو چې نړۍ ټول تاریخونه د هغې مثال وړاندې کولوڅخه عاجز دي . دې محمدی ص انقلاب د روشد وهدایت ، د اصلاح او کامیابۍ هغه مشال ئې د مسلمانانو په لاس کې ورکړ چې د هغې د رڼا دلاندې د تل لپاره د ترقۍ په لویه لیار روان وُ. چې د هغه مصطفوی انقلاب په برکت ئې سلګونه کاله داسې په شان اوشوکت په دنیا حکومت وګر چې د کوم مخالف قوت سره ئې ډغره وهلې نو پاش پاش او زرې زرې ئې کړے دی . عزیزانو : دا یو حقیقت دے چې انکار ترې نه شي کیدے خو بیا هم دا یوه پخوانۍ قصه ده چې دهغې باربار تکرارول او ویل نه څه تسلی ورکوی او نه څه په کار راځي . ځکه چې موجوده په نظر راتلونکی حالات او واقعات په خپله زمونږ په پخوانی ژوند او زمونږ د پخوانیو مشرانو په کارنامو خراب داغ لګوی . د مسلمانانو دا څوارلس سوکلن ژوند چې هر کله د تاریخ په اوراقو کې وکتل شی نو معلومیږي چې مونږ د عزت ، شان او شوکت ، دبدبې او حشمت یواځې خاوندان ، مالکان او اجاره دار وُ . خو هر کله چې د تاریخ دا پاڼې بندې کړے شي او دې خپلو مجوده حالاتو ته وکتلے شي نو مونږ ډېر زیات خوارۍ ، مفلسۍ او ذلت کې راګیر شوی ښکارو . نه زور او قوت شته نه زراو دولت شته نه شان اوشوکت شته . نه په خپلو کې ورورولی او محبت شته نه عادتونه ښه ، نه اخلاق ښه ، نه عملونه ښه ، نه د ژوند لیار اوطریقې ښې . هره بدی په مونږ کې موجود او د هرې خیګړې نه په میلینونو لیرې یو . اغیار او دشمن زمونږ په دې بد حالۍ باندې خوشخاله او ښکاره زمونږ کمزوریانې بیانوی او برملا په مونږ پورې خنداګانې کوی . په دې بس نه بلکې پخپله زمونږ د زړه ټوټې د ډیموکراسۍ په نوم مین ځوانان د اسلام د مقدس دین په پاکو لارښونو پورې ټوقې کوی مونږ ګورو لولو او اورو په خبره خبره اعتراض کوی او دې پاک شریعت او دې پاک دین ته ناقابل عمل ، لغوه بې مقصد او بې کاره وائۍ . عزیزانو : عقل حیران دی چې کوم قوم د دنیا تنده مړه کړې وه ن ن هغه ولې تږے دی ؟ کوم ملت چې دنیا ته تمدن او تهذیب ( پاک صاف ژوند او طرز معاشرت ) خودلےوُ ن ن هغه ولې بې تمدنه او بې تهذیبه دے ؟ د دې ملت مشرانو ډېر پخوا زمونږ د دې بد حال اندازه ولګوله اوپه ډېرو شکلونو او طریقوئې زمونږ د اصلاح کولو کوششونه وکړه خومرض بڑهتاگیا جوں جوں داوکی ( مرض زیاتېده څومره چې علاج کیده ). ن ن هرکله چې حالت د بد نه ډېر بدتر شوےدی او راتلونکې زمانه د پخوانئۍ څخه زیاته د تیارو او خطرو ډکه ښکاری په داسې حالاتو کې زمونږ پټه خوله کیناستل او میدان ته نه راوتل یو داسې جرم دے چې د هغې جبیره او اصلاح کیدل یو نه معاف کیدونکے جرم دے . خو د دې څخه مخکې چې مونږ کوم عملی قدم پورته کړو ضروری ګڼم چې په هغو اسبابو غور اوفکر وکړو د کومې په وجه چې دا ملت د ذلت او خوارئۍ په عذاب کې راګیر کړے شوے دی . زمونږ د دې پستۍ او ذوال مختلف اسباب بیانولے شي او د هغې د رفع کولو پلاره مختلف تدبیرونه په کار واچولے شو خو هر یو پلان او تدبیر ناکام ثابت شو . چې د هغې له وجې زمونږ مشران هم په نا اومیدۍ او ویره کې ښکاري . نور بیا انشا الله