د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له یوه، یوه سره د هیلو یو جهان ځي !

عبدالغني (هاشمي) 10.11.2014 10:55

موږ تل شاعر ستایو او شاعر لمانځو، د مړو لیکوالو تلینونه لمانځو او د ژوندیو هغو لپاره ستاینغونډې او لمانځغونډې جوړوو. موږ تل علمي، فرهګي، سیاسي شخصیتونه او ستر مفکرین او مخترعین په بېلابېلو ډولونو ان په ډېرو لوړو لګښتونو او شاندارو مراسمو لمانځو، خو بیا یې کله کله د افکارو، نظریاتو، کړنو، فعالیتونو او اختراعاتو مخالفت، غندنه او سپکاوی هم کوو.
زموږ د ټولو نظر د دغو مفکرینو، سیاستوالو، شاعرانو، لیکوالو، مبلغینو او مخترعینو په اړه یوډول نه وي. هغه سیاستوال چې یوه ډله خلک یې پلونه ښکلوي بله ډله یې پلونه په ډزو ولي، هغه فاتحین او امپراتوران چې د یوه هېواد خلک ورته د معبود تر بریده درنښت لري، په بل هېواد کې د یوه قاتل، جلاد، سفاک او سړي وژونکي ډاکو په نامه پېژندل کېږي، هغه مخترعین چې د بشر د خیر- ښېګڼې او نېکرغۍ په موخه یې ډېرې سترې او ګټورې اختراعګانې او پنځونې کړې دي، په بل اړخ کې یې بشر ته تر ټولو ستر زیانونه هم رسېږي.
موږ انشټاین د اټوم د ځواکمنې مادې د کشف په خاطر ستایو او لمانځو، خو له اټوم څخه د بشري نړۍ د تباه کوونکې وسلې د جوړېدا له کبله یې دا کشف او نړۍ بدلوونکی فعالیت غندو چې انشټاین هم ورسره غندل کېږي.
موږ اډیسن ته د برښنا د اختراع له کبله په زړونو کې ځای ورکوو، خو هغه څوک چې خپل نازولی اولاد یا د کورنۍ بل غړی یې د برښنا د نیولو له کبله له لاسه ورکړی، ورته ښېرې کوي او د هغو شارټیو له کبله چې ښارونه او بازارونه سوځوي او د ځينو له خوا له برښنا څخه د ناوړه ناانساني ګټې اخستنې له کبله چې زیان یې نورو ته رسېږي، کله کله مو له دې مادې او د هغې له مخترع او پنځوونکي څخه کرکه راځي....
موږ په خپله ټولنه کې ډېر داسې ښاغلي او ټولمنلي واقعي خدمتګاران لرو، چې ټولنې ته یې بې له خیره شر نه رسېږي؛له بده مرغه نه مو یې په ژوندني خدمتونه ستایلي، نه مو پس له مرګه لمانځلي او نه مو دې اصل ته هډو پام کړی دی.
زه په ټولنه کې داسې ډېر واقعي خدمتګاران وینم او پېژنم، چې نه د غونډو او محافلو له دریځونو خلکو ته ویناوې، لاپې او شاپې کوي، نه یې څوک راډیو ګانو او ټلویزیونو ته راغواړي، نه پخپله ددې کارونو شوق او لېوالتیا لري او نه پر چا د خپلو خدمتونو احسان کوي؛ بلکې تل هڅه کوي خلکو ته یې ګڼه او خیر ورسېږي او بس!
دا ښاغلي تل د بېوزلو لاس نیوی کوي، د خپلې خولې مړۍ له نورو اړمنو سره وېشي، د خلکو په مړي - ژوندي، جرګو او مرکو کې د ګډون او خدمت لپاره خپل شخصي مهم کارونه او ګټې پرېږدي او ډېرو لرو ځایونو ته د لوړ لګښتب په منلو هم پسې ځي. ته به وایې د نورو ښېګڼو ترڅنګ د صدقې، انسانپالنې، عطوفت، مهربانۍ، همدردۍ، ځوانمردۍ، حقپالنې او رښتینوالي احساس او جوهر ددوي د وجود په خټه کې اخښل شوي او په رګ رګ کې چلېږي.
دوی د یو چا ډېر کوچنی احسان هم تر عمره نه هېروي او هڅه کوي د خدای له دې امر سم یې په ډېر اخلاص د احسانونو پور پرځای کړي چې: (هل جزاءلاحسان الی الاحسان).

ددوی پراخې حوصلې، نرم، ښاغلي او منلي کرکټر او شخصیت، له هر چا سره مالي او معنوي مرستې، په اخلاص دوستۍ او منډو ترړو، د بېوزلو لاسنیوي، د زړه له تله محبت او صمیمت یې ورته د هرچا په زړه کې ځانګړی ځای ورکړی وي، خو افسوس چې نه په ژوندني او نه پس له مرګه ورته څوک لمانځغونډې او ستاینغونډې جوړوي او نه یې د خدمتونو او احسانونو ډېر پاس ساتي. ما این نمونه ها را علاوه بر اینکه ستیژ نمیدهیم و ارج می گذاریم، در بسیاری از حالات متوجه نقش آنها در ترویج فرهنگ همزیستی و تعاون نیستیم.
هدف دا نه دی، چې د ادب، فرهنګ، علم او ... ډګرونو شخصیتونه دې ونه لمانځل شي، بلکې موخه مو داده، چې ددوی ترڅنګ خیراندېشه او انسپال ټولنیز شخصیتونه هم ولمانځل شي. که موږ ددغو فکټورونو لا زیات عزت او لمانځنه وکړو، په بشپړ باور سره ویلای شو، چې په حقیقت کې مو ټولنیز ګټور او منلي اخلاق او کړنې لمانځلي او انساني ارزښتونه مو ترویج کړي دي.
په همدغو انساني ارزښتونو او ځانګړنو پوره او کره شخصیت یو هم الحاج مدیر صاحب دل اغا (هادي) وو، چې اجل یې تېره اوونۍ په دې نړۍ کې ویاړلي ژوند ته د پای ټکی کېښود، موږ یې د دنګ قامت، سپینې نوراني څېرې، موسکو شونډو له لیدلو او ګټورو ناستو پاستو له فیضه بې برخې کړو، خو هغه د له ابدي ویاړلي ژوند سره ملګری شو.
الحاج مدیر دل اغا (هادي) له بې شمېرو ټولنیزو خدمتونو سربېره د مهاجرینو په چارو، معارف، ښاروالۍ او ګمرکونو برخو کې هم د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي او په هرځای کې د خپلو دوستانو او کارکوونکو او همکارانو په منځ کې لکه لمر ځلاند پاتې شوی او رڼا او فیض یې هر چاته رسېدلی دی.
زه ورسره نږدې ۳۰ کاله دوست پاتې شوی یم، د هغه د خوږو خاطرو ډېر سمسور او ښېراز کلګڅونه زما په زړه کې غوړېدلي دي، خو یوه خاطره یې له تاسې سره شریکوم.
غالبآ د روژې لسمه دولسمه ورځ وه، زه ورسره په حجره کې ناست وم. زوی ته یې د سودا پیسې ورکولې، یو دم یې راپه زړه شو، چې یو تن یې له ډېرو کلونو شل زره کلدارې پوروړی دی، هغه مهال شل زره کلدارې ډېرې پیسې وې، زوی ته یې وویل: ورځه له پلاني معلم نه شل زره کلدارې راواخله، سودا پرې راوړه او نورې پیسې بېرته ماته راوړه. زوی يې ولاړ او له ښایسته ځنډه وروسته بېرته راغی، ویې ویل: هغه وویل زه پخپله درځم او مدیر صیب له نږدې ګورم، شېبه وروسته هغه هم راغی، هغه یو ښوونکی وو، زړې جامې او زوړ واسکټ یې په تن او زړې پلاسټیکې چپلکې یې په پښو وې، چپلکې یې د حجرې په دروازه کې وویستلې او ننوت، مدیر صیب دل اغا ورته حجرې ته تر ننوتلو وړاندې جوخت ودرېد، د حجرې تر دروازې ولاړ، هغه یې کلک په غېږ کې ونیوه او روغبړ یې ورسره وکړ، هغه کېناست او له کېناستو سره جوخت یې خپل عذر داسې وړاندې کړ: «باور وکړه حاجي صیب که ما یا اولادونو مو د روژې له پیله تر اوسه غوښه په خوله ایښې وي، زما یو د معلمۍ معاش دی، په دې څه کېږي، ستا پیسې راباندې دي، منکر پرې نه یم، چې خدای راکړې اول به ستا پور پرې کوم....»
هغه په خبرو لګیا وو، خو حاجي دل اغا خپل څادر سترګو ته ونیوه او په زوره زوره یې وژړل.
ښوونکي خپلې خبرې ودرولې او غلي شو، حاجي دل اغا خپلې اوښکې پاکې کړې او په داسې حال کې چې ښوونکي ته یې د کتلو وس نه درلود، ویې ویل: «ای خدایه، ما څومره عظیمه ګناه کړې ده، زما یو مسلمان ورور په دې حقه روژه کې وږی دی او زه هره شپه یوازې درې ډوله غوښه خورم»، بیا یې له ښوونکي د بښنې پر غوښتلو ورته وویل: «ځه معلم صیب، ما درته دا پیسې د مور د شیدو غوندې بښلې دي، خدای دې تاته ډېرې درکړي او که خدای درکړې هم؛ نه یې درنه غواړم».
ښوونکی ولاړ، مدیر صیب بیا خپل هماغه زوی راوغوښت، پیسې یې ورته ورکړې او ورته یې وویل: «نور به هره ورځ د روژې تر پایه له خپلې سودا سره یوځای، یوه یوه کیلو غوښه د معلم صیب کور ته هم وروړې، ګوره چې هېر دې نه شي، سر له ننه دا کار شروغ کړه، پوه شوې!!!»
زوی یې وویل: په دواړو سترګو پلار جانه او په سودا پسې ولاړ.
نه پوهېږم موږ داسې شخصیتونه او خدمتګاران ولې نه لمانځو؟؟؟