د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه نه نه؛ دا به هغه خلک نه وي !!

عبدالغني (هاشمي) 10.11.2014 11:54

نه نه نه؛ دا به هغه خلک نه وي !!!
هغه وسله وال همدا دي؟!

هغه ورځ په ښار کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو، پر هر سړک نوې امنیتي پوستې جوړې شوې وې او خلک یې ډېر کلک تلاشي کول، موظفو امنیتي مسوولینو له ولسوالیو او کلیو بانډو راتلونکيو وسایطو ته ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله،د تل پرخلاف په هغه ورځ د ښار سړکونه ډېر پاک وو، د ښاروالۍ موظقینو د شپې له خوا سړکونه ښه جارو کړي وو او په شنه سهار یې ابپاشي روانه وه، د امنیه قوماندانۍ شاوخوا سړکونه ټول بند وو او د مخې پر سړک یې د رنجرو او نورو پوځي او غیر پوځي لکسو موټرو یو لوی کتار ولاړ او پر پوځي وسایطو پر سپکو او درنو وسلو سمبال سرتېري برچه پک ناست او ولاړ وو، د ښار د لوړو ودانیو پر بامونو او شاوخوا تپو او غرونو هم په وسلو سمبالو سرتېرو پیرې کولې او سنګرونه یې نیولي وو، د ملي امنیت ریاست پرمخ هم وضعیت تر نورو ورځو بدل ښکارېده.
د ښار خلکو به یوه له بله د علت پوښتنه کوله، خو هیڅوک نه پوهېده، ډېریو به فکر کاوه، چې ولسمشر یا کوم بل لوړ پوړی دولتي چارواکی راځي، ان موظف سرتېري او پوځي افسران هم له اصلي هدفه خبر نه وو او یا خو ځينو یې د مصلحت او دولتي دستور له امله حال نه ویل.
څو شېبې وروسته مخصوصو الارمونو او هارنونو د ښار ټوله فضا ونیوله، د ښار د استوګنځایونو له ډېریو کړکیو خلکو سرونه رایستلي وو او په ډېرې خیرانتیا یې ددې وضعیت ننداره کوله. یو لوی پوځي او غیر پوځي کتار چې د ولایت د ډېریو لوړ پوړو چارواکو ځانګړي وسایط هم پکې وو، د ښار له خالي سړکونو په ډېرې چټکۍ تېر شو او د یوې ولسوالۍ د سړک پر لور سم شو، ډېریو خلکو به همدا فکر کاوه، چې ښايي د وسله والو مخالفیو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل شوي وي، خو بیا به یې له ځانه سره ویل: «نو والي یې له عملیاتو سره څه ؟»....
خیر کتار د ولسوالۍ پر لور ولاړ او بېرته کراره کراري شوه، خو د ښار امنیتي تدابیر لا هماغسې کلک نیول شوي وو، د ښار ډېریو دوکاندارانو خپل دوکانونه بند کړل او خپلو کورونو ته ولاړل، د صرافۍ مارکېټ هغه ورځ له سره خلاص نه شو، هغه ورځ خلک سخت اندېښمن وو او په تمه وو، چې څه به کېږي.
نږدې غرمه د ولسوالۍ له سړکه بیا ګردونه راپورته شول او د ځانګړو الارمونو او هارنونو تت تت غږونه به د ښار تر ځينو سیمو رسېدل، د الارمونو او هارنونو غږونه ورو ورو لوړ شول او کتار ښار ته رانږدې شو، خلکو به له کورونو او هر لوري سترګې د کتار لارې ته ښخې کړې وې، په څو شېبو کې کتار ښار ته راورسېد، پر پوځي وسایطو ولاړ سرتېري پر دوړو او ګردونو پوښل شوي وو او پر لارو ولاړو نندارچیانو ته یې د خوشحالۍ لاسونه ښورول، خلکو فکر کاوه چې لوی بری به یې راوړی وي، خو د حیرانتیا خبره دا وه، چې د کتار په منځ منځ کې په ځینو پوځي وسایطو کې څو څو تنه ګردو وهلي ملکي کسان هم ښکارېدل او ځينو یې خلکو ته لاسونه ښورول، چې مخونه یې په تورو ټوټو پټ وو او د ځينو تر ملاوو له مرمیو ډکې پټۍ هم راتاوې وې.
ماښام ټولو سیمه ییزو، هېوادنیو او نړیوالو غږیزو او انځوریزو رسنیو یې تر دې سرلیک لاندې خبر خپور کړ چې: «په ... ولایت کې د دولت ضد ۱۵ کسیزه وسله واله ډله له دولت سره یوځای شوه» او بېلابېل جزئیات او تبصرې ... خو ملي راډیو ټلویزیون د خبر په پای کې وویل، چې له خبري سرویس وروسته یې په دې اړه بشپړ راپوتاژ چمتو کړی دی.
ما یې بشپړ راپورتاژ هم وکوت، د ښه راغلاست له ځانګړو مراسمو وروسته د وسلو تسلیمولو ځانګړي مراسم پیل شول. په سپینې ټوټې یو پوښل شوی ډېر اوږد مېز په منځ کې ایښی و، د والي او سولې شورا رییس په ګډون د ولایت پوځي او غیر پوځي لوړپوړي چارواکي یې شاوخوا ولاړ وو، له دولت سره یوځای شوي وسله وال به یویو راتلل، یو زوړ، پمن ګرد وهلی ټوپک به یې پر مېز کېښود، له والي، سولې شورا رییس او نورو چارواکو سره به غاړې وت، بیا به د سولې شورا رییس لونګۍ ورته په سر کړ او والي صیب به یې چپنه پراوږه واچوله او د لاسونو په پړقها به د لوړ پوړو چارواکو په منځ کې تېرېده.
له قوماندان او یوه تن پرته چې یو نسبتاُ نوی کلاشینکوف او زوړ راکټ لنچر یې پر مېز کېښودل، نورې ټولې زړې او خدای وهلې وسلې وې. په دوی کې ځینې داسې وسلې هم وې، چې اټوماټ نه، بلکې شلخي یو ټکه او ښکاري ټوپکونه وو.
ددې صحنې په لیدلو زما په ذهن کې په څو شېبو کې ډېرې پوښتنې او انګېرنې ښکته پورته شوې....
ما ویل، دا هماغه وسله وال مخالفین دي، چې نړیوال او افغان ځواکونو به یې له هوايي او زمکنیو پراخو عملیاتو پر ترسره کولو هم د له منځه وړلو وس نه درلود؟
زموږ وسله وال ځواکونه د روزنې له پلوه کمزوري دي، که نه دا خلک دومر په لوړو پوځي مهارتونو روزل شوي، چې کولای شي په همدغو وسلو آن تش لاس زموږ په عصري وسلو سمبالو امنیتي ځواکونو سره وجنګنېږي او هغوی ته درانه تلفات واړوي؟
دا هماغه وسله وال دي، چې ورځ تر بلې د دولتي امنیتي پوستو پر وهلو د ولسوالۍ او ولایت مرکزونو ته رانږدې کېدل؟
دا هماغه وسله وال دي، چې له لاسه به بې هره ورځ په ... ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو د تلفاتو خبرونه خپرېدل؟
همدا خلک په همدغو وسلو له امنیتي ځواکونو سره جنګېدل؟
نه نه نه، ښايي دا هغه کسان نه وي، په دې که به کوم بل چل وي!!!
نه نه نه، ښايي دا هماغه کسان وي، خو اصلي وسلې به یې له ځانه سره نه وي راوړې!!!
او ....