د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حاجیانو قربانی څه کیږی ؟

محب الله زهیر 08.11.2014 13:09

حج یوه مقدسه اسلامی فریضه ده چی هرکال په مکه معظمه کی دیو شمیرمسلمانانو له خوا د خاصو مناسکو په ترسره کولو سره ،پر ځای کیږی . دلته زمونږ د بحث موضوع د حج د مراسمو د پای ته رسیدو وروسته د هغو څارویو د غوښو د څرنګوالی موضوع ده چی د حجاجو له خوا د قربانی وروسته پاتی کیږی او پخپله حاجیان نشی کولای د هغی نه استفاده وکړی . زه هیله مند یم چی دی بجث ته داسی بڼه ورنکړل شی چی ګواکی خدای مکړه زمونږ خبری د دینی فریضی سره په وړاندی دی یا خدای مکړه د حج یا قربانی په هکله کومه بی حرمتی وګڼل شی بلکی دا پوښتنه به نه یوازی ماته بلکی ډیرو نورو کسانو ته هم پیدا کیږی چی د حج د مراسمو د پای ته رسیدو وروسته د قربانی له څارویو څخه څه ډول استفاده کیږی . یو تن حاجی صیب چی په عربستان کی یی کار هم کاوه په دی هکله وویل چی پرهغه ملیونونو څارویو چی قربانی کیږی ، وروسته د دی لپاره چی تعفن منځته رانه وړی چونه پری شیندل کیږی او بیا په معین ځای کی ښخیږی . البته ډیر لږ داسی پیښ شویدی چی دا د قربانی غوښی ځینو هیوادونو ته د اړو کسانو لپاره ولیږل شی چی کله ناکله به په پاکستان کی افغان میشتو کیمپونو ته هم راوړل کیدل او یو ځلی هم فکر کوم چی د طالبانو په وخت کی افغانستان ته هم راوړل شوی وو. داچی دقیقاْ دقربانی غوښی څه کیږی اټکل دادی چی :
لومړی : که د یاد شوی حاجی صیب خبره سمه وی نو دا غوښی به چیرته ښخیږی ( همدغه د حیواناتو فوسیلونه د مودو په تیریدو سره په نفتو بدلیږی چی دا پخپله د سعودی هیواد ته یوه پانګونه هم ده ).
دوهم : کیدای شی دا غوښی د سعودی هیواد د دولتی بنسټونو لکه د اردو او پولیسو ځواکونو او نورو برخو د استفادی لپاره په سړو خونو کی ذخیره او بیا ورڅخه استفاده وکړی .
دریم : لږ احتمال دادی چی ووایو دا غوښی د اسلامی ملکونو بی وزلواو محتاجه خلکو ته ولیږدول شی خو دا اتفاق ډیر لږ پیښیږی او که هر کال دا غوښی کومو هیوادونو ته لیږدول کیدای نو مونږ به د رسنیو له لاری پری خبریدلو خو دا کار ډير لږ او په ندرت سره کله کله پیښیږی چی البته د دی غوښولیږدول نورو هیوادونو ته هم ډیر لګښت غواړی چی ښایی د سعودی هیواد دی کارته چندان زړه نه ښه کوی .
اوس پوښتنه دا ده چی که چیری دا قربانی د مشخص حاجی په نوم د هغه په متبوع هیواد کی وشی آیا دا به کومه شرعی ستونزه ولری که نه؟ که چیری شرعی ستونزه موجوده نه وی او د لوی اختر په ورځ د مشخص حاجی په نوم د هغه په هیواد کی قربانی وشی دا به د هغه هیواد بی وزلو خلکوته ګټه ورسوی .
مونږ وینو چی هرکال دافغانستان څخه د ( ۳۰۰۰۰ ) دیرش زره شاوخوا حاجیان د حج د فریضی د ادا کولو لپاره سعودی عربستان ته ځی نو که چیری هر حاجی صیب ( ۱۰۰ ) سل ډالر یوازی د قربانی لپاره مصرفوی نو (۳۰۰۰۰۰۰ ) دری ملیونه ډالر کیږی . که چیری دا دری ملیونه ډالر د حج او اوقافو وزارت د حاجیانو څخه ستنی کړی او بیا د لوی اختر په ورځ د یو هیئت په موجودیت کی چی د حج او اوقافو د ریاست ، سری میاشتی، کار او ټولنیزو چارو وزارت ، د مهاجرینواو راستنیدونکو چارو وزارت او داسی نورو ارګانونو څخه جوړ وی دا قربانی تر سره شی او بیا دا غوښی پر بی وزلو او اړو کورنیو وویشل شی ، دا به لویه مرسته د داسی کورنیو سره وی . کیدای شی دا قربانی د هر ولایت د حاجیانو د نوم لړ له مخی په هر ولایت کی تر سره شی او دهماغه ولایت اړو کورنیو ته وویشل شی . تر هغه ځایه چی می د ځینو دینی علماوو څخه پوښتلی دی دا کار کومه شرعی مانع نلری او کیدای شی چی په جوماتونو کی زمونږ امامان هم د خلکو د ذهن د روښانتیا او د سوء تفاهم د مخنیوی لپاره دا موضوع د یو ګټورعمل په توګه تبلیغ کړی.
په همدی توګه غواړم د موضوع په اړوند یو بل ټکی ته هم اشاره وکړم او هغه داچی حج د اسلام د مقدس دین پنځم بنسټ یا بنا ده او د هغی نه وړاندی د کلمی ، لمونځ او روژی نه وروسته د زکات فریضه راځی نو کوم حاجی صیب چی حج ته ځی خامخا د خپلی شتمنی په حساب زکات هم ورکوی نو ښه به دا وی چی د حج او اوقافو وزارت داسی یو بنسټ منځ ته راوړی چی بانکی حساب ولری او ټول هغه مسلمانان چی زکات ورباندی فرض دی خپل زکات نوموړی حساب ته ولیږدوی او خصوصاْ هغه حاجی صاحبان چی غواړی حج ته ولاړ شی باید د خپل غوښتنلیک سره لږ تر لږه دیوکال د زکات بانکی آویز چی پورتنی حساب ته یی لیږدولی وی یو ځای وسپاری او دحج او اوقافو وزارت دی دهمدی اسنادو له مخی نوموړی حاجی صیب حج ته د تللو لپاره د قرعی په نوم لړ کی شامل کړی . البته دا پیسی که چیری په دقیق ډول محاسبه او داسی نورو بسپنو سره یو ځای د بی وزلو کورنیو ، سوالګرو او هغه کورنیو سره چی ماشومان یی د بی وزلی له امله ښوونځیو ته تللای نشی او شاقه کارونه کوی ؛ مرسته وشی نو باور دی چی د فقر په له منځه وړلو کی به ډیره مرسته شوی وی او دا به داسلام دین په رڼا کی د هیواد بی وزله مسلمانانو ته یوه ښه اقتصادی لاسته راوړنه وی .