د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي دولت د نړی ترټولو ثروت منده سخت دريځه ډله

محب الله همتي 05.11.2014 23:37

 اسلامي دولت ډله چي پخوانۍ نوم يې  ( داعش ) يعني الدولة الاسلاميه فی العراق و الشام وء   دغه جنګي ډلې  پخوا      د القاعده  ډلې  سره يوي ځاي  خپل کاري فعاليت کاوه  چي اوس مهال په عراق او سوريه کې جنګيږي او همدارنګه د عراق ا و سوريي يو زيات شمير ښارونه يې ترخپلي لکې لاندې راوستي دي او د نړي له ګوټ ګوټ نه اسلامپاله  سخت دريځه مسلمانان ورسره يو ځاي شوي دي او همدارنګه يو ځاي کيږي.
کله چي دغه ډلې  د  ۲۰۱۴عيسوی کال  د جون  مياشت کې د عراق شمال کې د تيلو زېرمو ته لاس رسي پيدا کړ  او دغه زېرمې يې تر خپلې ولکې لاندې يې  راوستيې نو سمديلاسه يې د تيلوپه  صادرولو لاس پوري کړ  چي د وخت په تېريدو سره د نړي ثروت منده سخت دريځه ډله وپژندل شوه.
 لکه څرنګه چي د نړۍ  نوري سخت دريځه ډلي له مختلفو لاري خپل ځانونه تقويه کوي، لکه طالبان په اففانستان کې په زياته پيمانه پيسې د ترياکو  او خارجي  کړيو نغدي مرستي  له لاری  لاس ته راوړي او خپل امکانات  پري پوره کوي،  همدارانګه د کولمبيا انقلاب راوستونکي ډله چي د دولت پر ضد فعاليت کوي خپل ټول امکانات د کوکينو د صادراتو  په واسته پرمخ بيايې.
لکه څرنګه چي ټولو ته معلومه ده  په  ۲۰۱۱  عيسوي کال کې طالبان د نړی ترټولو ثروت منده ډله پيژندل کيده چي ورځني عايد يې له يو ميليون  امريکاي ډالرو خڅه زيات و، او په  ۲۰۱۱  عيسوي کال کې د طالبانو کلنې عايد  ټولټال ۴۰۰ سوه ميليونه امريکاي ډالره و .  نود طالبانو کلني عايد  ته په کتلو سره ويلاي شو چي  د اسلامي دولت ورځني او کلني عايد د طالبانو په نسبت ډېر زيات دي ،  لکه څرنګه چي  د اسلامي دولت ورځني عايد له دوه ميليونه امريکاي ډالرو څخه زيات دي  چي زياته اندازه پيسې يې  د تيلو  پلورلو خڅه لاس ته راوړي .
داعش د خپل نوم په بدلولو سره  (اسلامي دولت)  ته خوارا  زيات شهرت وموند،  او د زياتو اسلامپاله  سخت دريځه ډلو لکه بوکو حرام، الشباب، القاعده او تحريک طالبان پاکستان ملاتړ  يې تر لاسه کړ،  او  دغه ډلو د اسلامي دولت په جنګياليو غږ وکړ چي ټول بايد د امريکا په مشرۍ ايتلاف پروړاندي يوښکلاک جوړ کړو او د دې ښکلاک په واسته په ټول نړي کې اسلامي نظام قايم کړو.  چي په نتجه کې د نړي له ګوټ ګوټ نه اسلامپاله جنګيالي له اسلامي دولت سره يوځاي شول . چي په  دي سره   د اسلامي دولت  دځواکنو شمير له ۱۰۰۰۰ زره نه تر ۳۳۰۰۰ زره پوري ورسيد.
 دغه ثروت منده ډله خپل ټول‍  تيل  کوم چي په لاس کې لري  په تور بازار کې پلوري (Black market)  او خپل ټول معاملات له منځني کلاس تجارانو سره کوي ځکه په دې سره کولاي شي  نغدي پيسي تر لاسه کړي  او د بانکې  حساب (اکونټ )  نه خوندي وساتلي شي  تر څو د اکونټ له بلاک کيدو سره مخ نه شي لکه څرنګه چي د امريکا دولت د اسامه بن لادن د کورنۍ بانکې حساب  ( اکونټ)  بلاک کړي وء.
اسلامي دولت اوس مهال  اووه   د تيلو زېرمې د عراق په شمال او (۱۰) زېرمې  د سوريې په جنوب کې تر خپلې ولکې لاندي لري چي له دغه زېرمو خڅه د ورځي  ټولټال ۸۰۰۰۰ زره بيلره تيل صادروي، چي په ډېره ارزانه بيه يې په تور بازار کې پلوري  چي د يو بيلر بيه له ۲۵ امريکاي ډالر څخه تر ۶۰ امريکاي ډالرو پوري ده حال دا چي په نړی وال مارکيټ کې د يو بيلر بيه له ۱۰۰ امريکايي ډالرو زیاته ده .