د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مطالعې دود او دوې وروستۍ مقالې

پوهندوی آصف بهاند 29.10.2014 12:05

د خوشالۍ خبره ده چې د لوست، کتاب او مطالعې په لوري، د استادانو،شاګردانو او نوي نسل پام اوړي. هیله ده چې دا هڅې نورې هم بیړنۍ شي او د مطالعې کلتور دومره عام شي چې کوراکور د کتاب او مطالعې په ارزښت باندې خلک پوه شي.
کله چې مطالعه وي، نو ورسره پوهه وي.چې پوهه وي د کتاب او مطالعې وال خپله لار د ښیګڼې او پرمختګ پر لوري پرانیزي. کله چې کتاب او مطالعه وي، د نا پوهۍ او تیارې لمن ټولیږي، د خلکو او ټولنې سترګې غړیږي، بیا نو خپل منزل ته د رسیدو لار پیدا کولای شي.
د کتاب، مطالعې او مطالعې ته د هڅونې په باب چې هر څومره وویل شي، ولیکل شي او خپاره شي، بې ګټې، تکراري او زاړه به نه وي. په دې وروستیو کې د نورو لږو، خو ګټورو مقالو په سلسله کې دوې په زړه پورې او ګټورې مقالې خپرې شوي چې په رښتیا سره د کتاب، مطالعې او زدکړې په باب نوې او د ښیګڼې پر لوري هڅونکې خبرې لري.
د کتاب او مطالعې د ارزښت په باب چې کومې دوې مهمې مقالې خپرې شوې دي، هغه دا دي:

۱ـ د کور کتابتون او ماشومان، د ښاغلي اسدالله غضنفر لیکنه.(۱)
    •    ـ ملګري کتابونه، د ښاغلي بارکوال مياخېل لیکنه.(۲) 2
 ښاغلي غضنفر د مقالې په پیل کې په عالمانه ډول ټینګار کوي چې کتاب د ماشوم په ذهن باندې څومره مثبت اثر لري، که په یوه کور کې کتابتون یا حد اقل څو ټوکه کتابونه وي، د ماشوم سترګې هره ورځ په کتاب باندې ولږیږي، هغه هغه ماشوم څومره مطالعې او زدکړو او لا لوړو زدکړو ته هڅول کیږي. ښاغلی غضنفر د یوې اوږدې څیړنې پایله په یوه جمله کې را اخیستې ده، په دې ډول:«كه په يوه كور كې هيڅ كتاب نه وي او په بل كې پنځه سوه عنوانه كتابونه وي، د كتاب لرونكي كور زده كوونكى ممكن تر هغه بل درې كاله ډېر سبق ووايي»(۱)
ښاغلی غضنفر د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار کوي چې:« خیر دی که میندې او پلرونه نالوستي وي یا یې له مطالعې سره دلچسپي نه وي، خو د اولاد په خاطر دې د خپل وس په اندازه خامخا یو څه کتابونه رانیسي او په کور کې دې یوه کوټه، یوه المارۍ یا یو کونج کتابونو ته ورکړي.»(۱)
خلاصه په هر کور کې بابد د کتاب شته والی او لوستل په یوې ورځنۍ اړتیا بدله کړای شي.
دغه راز د ښاغلي بارکوال میاخیل په مقاله کې هم د کتاب او مطالعې په باب نوې او د پام وړ خبرې راغلې دي. ښاغلي میاخیل په خپله مقاله کې د کتاب لوستنې او مطالعې د عامیدو په باره کې داسې بیساری مثال راوړی دی چې زما له خوښۍ نه ورته اوښکې تويې شوې . ښایې دا نوښت به یا زما له پاره نوی وي او یابه د ټولو له پاره نوي وي چې په موږ کې داسې یو زړه سواندی شخص، داسې یو زړه سواندی پلار او داسې په وطن او پوهې باندې مین څوک پیدا کیږي چې خپلې ودیدونکې لور ته د واده د نورو توکو په ډله کې کتابونه هم ږدي. د میاخیل صاحب د مقالې په استناد دا کار ښاغلي ډاکتر عبدالرووف ر فیقي کړی دی. زما په نظر  دا په اوسني وخت کې داسې نوښت دی چې تر اوسه هیڅ چا نه و کړی او دا ډالۍ چې یو پلار خپل اولاد ته د ګاڼو په څنګ کې کتابونه هم ډالۍ کوي؛ دا د علم په لوري ، د زدکړې پر خوا یو حرکت دی او د پوهې او مطالعې بام ته زینه ایښودل دي. خپل اولاد او خپل نوی نسل د پوهې لوړو پوړیو ته تشویقول او خیژول دي. ښاغلي رفیقي په فرهنګي محافلو کې دې کارته نور هڅول، خو خپله یې عملا د خپلې لور د واده په توکو کې  د ډالۍ په ډول څو ټوکه کتابونه هم ایښي وو.(۲)
دا زما له پاره ډیره د خوشالۍ او سر لوړۍ خبره ده چې داسې یو نیک او متمدن عمل نه خبریږم او زده کوم یې. دا زما له پاره یو نوی زیری دی چې یو افغان پلار د خپلې لور په جهیز کې څو ټوکه کتابونه هم ږدي. زه فکر کوم چې د پلار له خوا او د پلار ګنۍ له خوا یوې ودیدونکې جلۍ ته او دهغې نوي ژوند ته له ټولو ګاڼو، جامو او نورو ورکړل شوو توکو نه به قیمتي ډالۍ همدا وي چې اثرات به یې په جلۍ، دهغې په نوي ژوند، نوې کورنۍ او بچیانو باندې هم ښه محسوس وي او مثبت اثرات به ولري.
زه ډاکتر صاحب رفیقي نه پیژنم، خو د دغه کار او دغه نوښت په خاطر د زړه له کومې مبارکي ورته وایم، ځکه چې د دې نوښت سر لاری دی شو او هیله مې دا ده چې دا دود په ټولو کې باب شي.
ښاغلی میاخیل په خپله ګټوره مقاله کې د دې زیري تر څنګ د مطالعې د ارزښت په باب نورې نوې خبرې هم لري او د ټولو خبرو اصلي موخه یې دا ده چې د مطالعې فرهنګ باید عام شي. دی وايي:«موږ لا په ټوليز ډول د پيتاوي خبرو له کلچره کتابي کلچر ته ور داخل شوي خلک نه يو. که د کتاب د کلچر د عامیدو او په خلکو کې مو د مطالعې د ذوق د پيدا کولو له پاره په دې ټولنيزه رسنۍ کې جدي مبارزه وکړو، په يوه کال کې به مو زرګونه تعليميافته ځوانان له مطالعې سره روږد کړي او په دې پوهولي وي، چي تعليم يواځې د نوکرۍ له پاره نه، په ټولنه کې د موجودو هر ډول ناروغيو د له منځه وړله له پاره بايد وکاروو»(۲)
ښاغلي میاخیل بل نوښت دا دی چې د خپلې مقالې په ترڅ کې یې د خپلو ورستیو لوستلو کتابونو لنډه یادونه هم کړې ده، چې دا یو نیک او په ځای کار دی. زما وړاندیز خو لا داسې دی: که هر فرهنګي چې هر کتاب لولي د خپلو مطالعاتو پایله په خلاصه ډول که د یوې لنډې مقالې په ډول یې ولیکي او ټولنیزو رسنیو او یا کوم داسې عام ویبسایت کې چې ډیر لوستونکي ولري، خپاره کړي، ګټې به یې زښته ډیرې وي او هغه کسان چې هغو نوو چاپ شو کتابونو ته لاسرسی  نه لري ورسره آشنا به شي.
دی د خپلې مقالې په پای کې وايي:« ... پکار ده، چي کتابونه مو د ژوند نه بیلیدونکي ملګري کړو.»(۲)
د وطن د بیا آبادولو په سلسله کې ډیری خلک د سرکونو د غځولو، د ودانیو د جوړولو، د کانونو د را ایستلو په باب، د مځکو د آبادولو او خړوبولو په باب او ... په هکله سوچونه کوي، پلانونه جوړوي، وړاندیزونه لري او د عملي لارو چارو په هکله یې هڅې کوي. دا ټول سم او په ځای کارونه دي، خو زه یې داسې انګیرم چې د لوړ پوړیزو ودانیو په هسکولو او په لوکسو موټرو کې په سپریدلو سره، ترقي او زدکړه، سواد او تمدن نه شي راتلای. تر څو چې د خلکو هغه ذهنیت چې په جګړې عادت شوی دی، د جګړې په لوګو دودغړن شوی دی او ډیر ځلې په منفي لوري په حرکت کې وي، بدل کړای نه شي، ټولنه نه شي بدلیدلای. تر څو چې د ذهن سرک پوخ او سم نه شي، تر څو چې د فکر ودانۍ لوړه نه شي، هیڅ هم نه شي کیدای او دا کار د زدکړې او مطالعې له لارې ښه تر سره کیدای شي.
موږ باید لومړی په ښوونه روزنه کې بدلون او انقلاب راولو، ښوونیز نظام سم او له اوسنیو غوښتنو سره یې برابر کړو، په ټولو نسلونو کې د کتاب لرلو او مطالعې دود دومره عام کړو چې لکه تنفس او خواړه خلک ورته د کمبود احساس وکړي او د ټولنې هر غړی یې داسې اړتیا وګڼي لکه د آکسیجن تنفس، د خوراک خوړل او د جامو اغوستل.
 فرهنګیانو او قلموالو له څو کلونو را په دې خوا دې نیمګړتیا ته په پام سره، د کتاب د لوستلو او مطالعې د مهم والي او عامیدو په برخه کې یادونې کړي، مقالې یې لیکلي دي، د کتاب نندارتونونه او ښار ګوټي یې برانستي دي، چې هر یو یې په خپل وار سره د قدر وړ دي.
ما په خپله له څو کلونو را په دې خوا د نوي نسل د روزنې، زدکړې، مطالعې او کتاب لوستنې پر مهم والي باندې یو شمیر مقالې خپرې کړي دي. په ځانګړي ډول د کتاب او مطالعې په باب زما د مقالو سر لیکونه دا دي:
ــ مطالعه او له مطالعې سره اړوندې ستونزې(۳)
ــ نوی نسل، مطالعه ستونزې او نوې هیلې(۴)  
ــ کتاب، مطالعه اوزموږ دریځ(۵)

څوبیسواده نسلونه او زموږ مسوولیت(۶)
زه داسې فکر کوم چې کتاب تر غرونو او تر ډیرو جګو څوکو لا لوړ دی. راځئ چې له کتا سره مینه وکړو، په هر کور کې میلمه کړو او د لوستلو دود یې عام کړو.
کتاب او د کتاب لوستل لکه وقایوي طب د انسان وجود، ذهن او ضمیر د ډیرو بلا ګانو په مقابل کې وقایه کوي. راځئ چې کتاب او مطالعه لکه خوب خوراک د خپل ورځني ژوند یوه برخه وګرځوو او دې راسره نسل ته او راپسې نسل ته د مطالعې دود د یوې ښې ډالۍ په ډول په میراث پریږدو.
زه خو یې داسې ګڼم چې د کتاب، مطالعې او زدکړو په باب بحث، خبرې او تبلیغ هر څومره چې ډیر وي، ګټه به یې ټولو ته رسیږي. په تیره ځوانانو او نوي نسل ته. له مطالعې سره د ځوانانو او نوي نسل روږدیدل، له پوهې سره د خپلوۍ مانا لري.    
له بده مرغه چې زموږ یو نسل نه، بلکې څو نسلونه له وسلې او د وسلې  له کارولو سره روږدي شوي دي. زما خو وړاندیز دا دی چې دا سلاح اوس باید بدله کړای شي، د کارولو ډول او دود یې باید بل ډول شي. که یې طنز ډوله ووایم، نو داسې به وي:
که د ټو پک ګرځول په اوږه باندې ډیر اړین وي، نه شي کیدای چې د کلاشینکوف په توره شپیلۍ کې یو قلم وټومبو؟
د انځور جوړونکي او ټولو ته یې د رسوونکي منتبار، پور وړی او منندوی یم:

مآخذونه:
1-http://www.taand.com/archives/32645
    •    http://www.taand.com/archives/32881
    •    http://tolafghan.com/posts/26938
    •    http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_nawy_nasel_motala.pdf  
    •     http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_ketab_motalia_auw_zamug_dariz.pdf
    •    http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_zubeswada_nslona.pdf
    •    http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_zubeswada_nslona.pdf