د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل دهوائی پله معما

حفیظ الله خالد 27.10.2014 10:50

  میرویس میدان یاپخوانئ کوته سنګی د کابل ښار له قدیمي سیمو څخه شمیرل کیږی چی د ښار په لویدیځی برخی کی پرته ده. دا سیمه له یوطرفه د کابل له سوداګریزو سیمو ګنل ګیږي او له بلې خوا ټول هغه نقلیه وسایط چې د پغمان او یو شمیر ولایاتو لکه وردک ،غزني، زابل، قندهار، هرات  او نورو لویدیځو او سویلي سیمو څخه کابل ښارته راخي لمړې باید دمیرویس میدان له څلورلاري څخه تیر او د دهمزنگ د سړک له لاری کابل ښار ته داخل شي ،نو له همدې امله میرویس میدان په حقیقت کې د کابل د ښار د لویدیځی دروازی حیثیت هم لري او همیشه پکی د موټرو گڼه گوڼه وي٬ پدی ورستیو وختو کی خو د ترافیکو بیروبار دی حد  ته رسیدلې چی نقلیه وسیلی سره د میرویس میدان  له څلور لارې نه تیریدل د وسایطو د بندیدو له کبله  زیات وخت او حوصله غواری.


د میرویس میدان د هوائي پله لاندې د ترافیکو ګڼه ګوڼې

   له نیکه مرغه دوه کاله مخکی کابل ښارولی میرویس میدان کی د یوه هوائی پله د جوریدو کار پیل او دا اقدام د کابل دښاریانو په تیره بیا د موټرچلوونکو له مثبت غبرگون سره مخامخ شو، دا پُل چی ۵۰۰ متر اوږد والئ ۲۴٬ متره پرخوالئ او ۱۴ متر جگوالئ لری د یوولسو میلونو او اته سوه زرو ډالرو په لگښت  د ښاروالۍ له بودجی نه د یوی ترکی کمپنئ  په واسطه د افغانی  اوترکی  انجینرانو په مرسته د یو کال په موده کی جوړ او  دا د کابل  تر ټولو اوږد او قیمتی هوائی پُل تیر کال ګټه اخستو ته چمتو شو مگر دا هوائی پُل د میرویس میدان د نقلیه وسایطو دگڼه گوڼو ستونزه نه یوازی  دا چې حل نکړه بلکه د ترافیکو ستونځې یی هلته نوری هم زیاتی کړې  او وجه یی هم دا وو چی  دا پُل ددی پر ځای چی  د پغمان د سړک او کابل ښار په استقامت چی څه د پاسه ۹۵ په سلو کی نقلیه وسایط په همدی استقامت تگ او راتگ لري جوړ سی   د توقع پرخلاف  د سیلو  او د برچی د دښتی  د سرک ( شمال او جنوب ) په استقامت  جوړ سو چی پنځه په سلو کی نقلیه وسایط  هم پدی استقامت  کی تگ او راتگ نلری .
  اوس دا قیمتې پُل چی هغه باندی څه کم دولس میلونه ډالره لګیدلي  د موټرو نه تش پروت مګر د هغه لاندی  میرویس میدان څلولارې  د پخوا په شان د موټرو ګڼه ګوڼو نه ډک ده ځکه اوس هم تول هغه نقلیه وسایط چی د پغمان  او لویدیځو ولایتونو نه کابل ښار ته راځی لکه پخوا باید دی څلور لارې نه چی د هوائی پله په جوړیدو سره یی ساحه نوره هم تنگه سوی  تیرسی که د دی څلورلاری نه د نقلیه وسایطو تیریدل مخکی شلو دقیقو ته اړتیا درلود د هوائې پُل په جوړیدو سره اوس  دا کارپه نیم ساعت کی هم نشي ترسره کیداې ٬ مګر انصافأ دا هوائی پُل یوه ګټه خلکو په تیره بیا اوزګارو او د ساختماني کارګرانو ته رسولی او هر سهار دوی د همدی هوائی پله لاندی د کوم کار د پیدا کولو لپاره راټولیږي او دا پُل دوی د یوی لوئ چترئ په سیر د لمر د وړانګو او باران نه ساتي ، په هرحال دا چی د ښاروالی محترم چارواکي ولی د میرویس میدان دڅلولارې اود پغمان او د ده بوری د سړک  په اوږدو کی د ورځني ګڼه ګوڼې د ستونځی د حلولو ته پام ندی کړې تر ډیره وخته پوری  خلکو ته یوه معما وو، ځینو به  د دی کار علت تخنیکي ستونځی په ګوته کول، مگر یو شمیر خلک به  بیا اداری فساد د دی کاراصلی عامل گڼل نورو به د هوائی پله په جوریدو کی د با نفوذو خلکو لاس وهنو ته اشاره کوله، خلاصه دا چی دی پوښتنی ته چې په یوه معما اوښتې وه  او هر چا به د خپل تحلیل له مخی ورته  ځواب ورکاوه هیچا قناعت بښوونکې ځواب پیدا نکړ  .



د څه کم دولسو میلونو ډالرو په لګښت  د موټرو نه تش دمیرویس میدان هوائي پُل  

   په پای کی  د شاروالی چارواکو پخپله دی پوښتنی ته ځواب ورکړ پدی معنی چی دا هوائی پل اصلا د میرویس میدان د ترافیکو د ګڼه ګوڼی دستونزو دحل لپاره نه بلکه په راتلوکی کی د ملی شورا دمحترمو وکیلانو د تگ راتگ د آسانتیا لپاره جوړ سوئ، ځکه ملی شورا به په راتلونکي وخت کی خپل نوی ودانئ ته د دارالامان  سیمی ته کډه وکړي، هغه وخت به  د دارالامان او دښت برچي سړک چی له همدی هوائی پله نه تیریږي د لویی جرگی خیمه او کانتننټال هوتل سیمې به له دارالامان له سیمو سره ونښلوي او پدی ترتیب به د ملی شورا وکیل صیبان به د ضرورت په وخت کی بی له کومی ستونزی په آسانئ  سره له دارالامان  نه دی سیمو تا تگ او راتگ وکړي .

      تر اوسه داسی دیر شکایتونه اوریدل کیده چی ګواکې د ښاروالی کارونه یوازی د لوړپورو چارواکو او د هغوی د کورونو او هستوگونو شاوخوا کی څرخي اوښاروالی چی هدف یی باید  د عامو خلکوهوساینه او هغو ته د ښاری آسانتیاو برابرول وی د عامو خلکو پرستونزو سترګې پټوي او دادی موږ  دا حقیقت د میرویس میدان د هوائي پله په جوړیدو کی  د سرپه سترگو وینو، دلته یوه خوا د لس هاو زره عامو خلکو ورځنی ستونزه پرته  وه  او بلی خواته د یو څو محدودو وکیل صیبانو د تګ راتګ آسانتیا هغه هم په راتلونکي نامعلوم وخت کی چی د ملي شورا نوئ ودانۍ جوړ سي، د یوه  با انصافه او ولس  ته ضمه وار چارواکي ته کوم یو لمړیتوب لری ؟
دی پوښتنی ته  باید د کابل ښاروالۍ محترم مسئولین ځواب ورکړی.
 .
والسلام