د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روانې لوبې پسمنظر

ډاکتر عبدالواسع قانع 27.10.2014 11:37

یادونه: دا لیکنه د یوشمیرنویو او حساسو معلوماتو په رڼا کې ترتیب شوېده او د موضوع د حساسیت له امله د اوس لپاره دخپلو معلوماتو منبع نه یادوم. ددې لیکنې لوستل حزب اسلامي، طالبانواو حکومتي چارواکو ته اړین دي.
زما په آند د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان زعماوو دوې لویې اشتباه ګانې درلودې:
لومړۍ اشتباه: د تاریخ په اوږدو کې البته له احمدشاه بابا وروسته تر اوسه پورې افغان زعماء پدې ندي توانیدلي چې د نړۍ له لویو طاقتونو سره تفاهم ولري، خپلې ملي ګټې د نړیوالو لویو طاقتونو له ګټو سره همغږې کړي، حتی د وخت او زمان د ضرورتونو او اړتیاوو د درک د نشتوالي له امله له نړیوالو لویو ځواکونو سره ټکر شویدي او په پایله کې افغانان ځپل شوی او هیواد د ثبات، سولې اوسوکالۍ څخه محروم شویدی.
دویمه اشتباه: د تاریخ په اوږدو کې اکثرا د افغانستان زعامت د پښتنو په لاس کې وو، خو نن له دې حقیقت څخه هیڅ څوک سترګې نشي پټولای چې همدا پښتانه د خپلو زعماوو له توجه څخه دومره لیرې او بې برخې پاتې شویدي چې د هیواد د نورو اقلیتونو لخوا حتی د پس ماندګئ پیغور ورکول کیږي. ددې لوی علت داوو چې پښتون زعیم چې هروخت واک ته رسیدلی نو خوا او شا یې یو شمیرچاپلوسانو او غوړه مالانو نیولې ده  چې هغوی به د زعیم له ذهنه پښتانه ایسته کړي وو او زعیم ته به یې دا مفکوره ورکړیوه چې زعیم د پښتنو په وړاندې مسولیت نه لرې، نو پښتانه به له زعیم نه مرور وو او زعیم له پښتنو نه او ... او له بلې خوا د تاریخ په اوږدو کې واک ته رسیدل هم د یوې دسیسې نتیجه وه چې په هغه کې دپښتنو دښمنان حتما په یو شکل دخیل وو او بیا هم افغان زعیم حالات نشوای درک کولای. دپښتنو یادول ځکه دلته راته ضروري وبریښیدل چې پښتانه د افغانستان د ملا د تیر حیثیت لري که دا قوم جوړ نشي نو افغانستان به جوړ نشي او دا نور وروڼه قومونه به هم ورسره زیانمن وي.
اوسنۍ وضعه: موثق معلومات ښيي چې امریکا او پاکستان له یوبل سره دیوه عمیق تفاهم او ګډې ستراتیژۍ له مخې یوه نويې لوبه مخ ته بیايي.
دا لوبه څه او دڅه هدف لپاره ده؟!
هدف: ددې لوبې هدف دادی چې امریکا او پاکستان خپلې عمده ګټې چې لاندې به شرحه شي، ترلاسه کړي.
ستراتیژي: هدفونو ته درسیدو لپاره پاکستان ته دنده  سپارل شوې ده چې په څو ابعادو کې خپل فعالیتونه ترتیب او تنظیم کړي:
    •    چین او روسیې ته اطمینان ورکول: پاکستان خپل ټول تفکر پدې متمرکز کړیدی چې چین او روسیې ته اطمینان ورکړي چې د امریکې حضور په سیمه کې او خصوصا په افغانستان کې د چین او روسیې په ګټه دی. ددې لپاره هغوی ته دلیل وړاندې کوي چې امریکه د هغو اسلامي افراطیانو پرضد جګړه کوي او هغوی پخپلو کورونو کې له منځه وړي چې که امریکا نه وي، نو دهغوی فعالیتونه به چین او روسیې ته هم ورسیږي.
    •    ایران او د مرکزي آسیا نورو هیوادونو ته اطمینان ورکول: پاکستان همدا راز ایران او د مرکزي آسیا نورو هیوادونو ته اطمینان ورکوي چې د امریکې حضور هغوی ته خطر نه بلکې ګټه ده، ځکه چې افراطیون چې عمدتا سني او سخت مذهبه دي ایران ته تاوان لري او امریکه دا تاوان یا تهدید له منځه وړي.
    •    د خطر مصنوعي تولید: ددې لپاره چې پاکستان وکولای شي چین، روسیې، ایران او دمرکزي آسیا نورو هیوادونو ته خپل تفکر توجیه کړي، نو په پټه دداسې ډلو په جوړولو، تنظیمولو او تجهیزولو باندې کارکوي چې عملا د یوه تهدید شکل غوره کړي او یاد هیوادونه ترې اندېښنه ولري.
    •    په افغانستان کې دننه فعالیت: پاکستان په تیرو انتخاباتو کې د ډاکټرعبدالله ملاتړ وکړ او همدا اوس د ټولو هغو ډلو، افرادو او ټولنو ملاتړ کوي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان ددریځ ملاتړ کوي او همداراز د طالبانو او حزب اسلامي سره دښمني او جګړه غواړي. دا پداسې حال کې ده چې د ډيرو په آند پاکستان د طالبانو او حزب اسلامي ملاتړ هم کوي، یعنې هم دا کوي هم دا.
    •    له هند سره تفاهم: پاکستان له خپل ظاهري دښمن هند سره هم د افغانستان په اړه تفاهم لري او د هغوی تفاهم پردې دی چې پښتانه او سخت دریځي دواړه د هند او پاکستان ګډ دښمنان دي او له همدې امله باید په ګډه دهغوی د ځپلو پروژه عملي کړي.
د امریکې رول: امریکه د خپلو ستراتیژیکوڅو بعدي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د سیمې له هرهیواد سره خپلې اړیکې ساتي او هرهیواد ته یوډول نه یو ډول امتیاز هم ورکوي. پاکستان ته به لږترلږه درې امتیازونه ورکوي:
لومړی: مالي مرستې چې په کال کې ترڅو ملیارډو ډالرو پورې رسیږي.
دویم: د ډیورنډ د کرښې رسمي کیدل، چې پدې برخه کې یې پاکستان ته شین څراغ ورکړیدی او پاکستان عملا خپل نظامي ځواکونه د ډیورنډ پرکرښه ځای پرځای کړیدي.
دریم: د هند له احتمالي خطرڅخه د امریکا لخوا پاکستان ته اطمینان ورکول. ددې ترڅنګ به پاکستان خلاص لاس ولري چې خپل بیلتون غوښتونکي مخالفین پدې پلمه وځپي چې ګواکي پاکستان د تروریستانو او طالبانو په وړاندې جګړه کوي او امریکه به ددې حمایت کوي.
هند: امریکه به هند ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابروي او د کانونو په قراردادونو کې به ونډه ورکوي او همدا راز به هند پلوه عناصر په واک کې ساتي.
ایران: امریکه به شیعه ګانو ته امتیازات مني، سني طالبان به ځپي، ایران پلوه عناصر به په واک کې ساتي او د ایران د فرهنګي نفوذ مخه به نه نیسي او همدارنګه به د افغانستان په اوبو کې د ایران ګټې خوندي کوي لکه څرنګه چې انګریزانوپخوا سیستان ولایت ایران ته وباښه اوس به هم د افغانستان له جیبه ایران ته بښنې کوي.
چین: امریکه به چین ته دا امتیاز ورکوي چې د چین مرور تندلاري مسلمانان وځپي، د هانګ کانګ په مسله کې به د چین مزاحمت نه کوي او په افغانستان کې به چین ته د سرمایه ګذارۍ یا د قراردادونو د ترلاسه کولو زمینه مساعدوي.
ترکیه: امریکه به ترکتباران نازوي، په قراردادونو خصوصا په شمال کې به ترکیې ته ډیره ونډه ورکول کیږي، د کردانو په مسله کې به د ترکیې نظر تاییدیږي او ترکیه به د ناټو د غړي او د اروپايي اتحاديې د برخې په توګه په پام کې نیول کیږي همداراز به د ترکیې – عربي هیوادونو او ایران په مسایلو کې امریکه بیلانس رامنځ ته کوي او د ترکیې رول ته به ارزښت ورکوي.
د مرکزي آسیا هیوادونه: دهغوی په امنیت او ثبات کې به هم امریکه مرسته کوي او د روس له ویرې او تهدید څخه به هغوی ته اطمینان ورکوي.
د جنوبي آسیا هیوادونه: امریکه به د هغوی خیال هم ساتي، یوشمیر افراد به یې افغانستان کې په دندو ګماري او د هیوادونو په سطحه به هم هغوی ته مرستې ورکوي.
امریکه څه ترلاسه کوي یا په بل عبارت په افغانستان کې د امریکایانو د حضور ګټې هغوی ته څه دي؟!
زما په آند امریکه لاندې بیلابیلې ګټې ترلاسه کوي:
    •    دسیمې او نړۍ رهبري او کنټرول
    •    د خپلو مخالفینو له منځه وړل
    •    سیاسي نظامونه د خپل میل مطابق جوړول
    •    په سیمه او نړۍ کې نظامي او استخباراتي حاکمیت ترلاسه کول
    •    فرهنګي نفوذ او حاکمیت ترلاسه کول
    •    دمرکزي آسیا منابعو ته ورنږدې کیدل
    •    خپلو هیوادوالو ته د کار پیدا کول
    •    د لویو جنګي کمپنیو تولیداتوته بازار پیدا کول
    •    دافغانستان له نادره معادنو څخه بې توله، بې حسابه او بې قرارداده ګټه اخیستل
    •    په لنډ مهال کې د روسيې تضعیفول
    •    په اوږد مهال کې د چین تضعیفول
    •    په اوږدمهال کې د اتومي سلاح لرونکو هیوادونو خلع سلاح
    •    د جنګي وسایلو او تکتیکونو او تکنالوژۍ تمرین او تجربه کول
    •    له خپل کورڅخه د اختلافاتو او جګړو د لیرې کولو په موخه د نړۍ په لیرې پرتو برخو کې جګړې رامنځ ته کول او بیل یې کړه اییل کړه پالیسي عملي کول.
    •    د فلسطین له قضيې څخه نورو خواوو ته د نړیوالو توجه ګرځول.

افغانانو ته څه کول په کار دي، څه باید ترلاسه کړو؟!
عامو افغانانو او خصوصا د افغانستان زعامت ته په کاردي چې خپل ذهنونه تازه کړي. د طالبانو، اسلامي حزب او موجوده دولت مشران باید پدې پوه شي چې دوی د لوبې لوبغاړي ندي، دوی که متفرق وي نو دنورو د مفاداتو لپاره به د وسایلو په توګه لوبول کیږي، خو که سره یو شي نو د یوه لوبغاړي هیواد په توګه به مطرح شي. اوس په کارده چې هیواد او هیوادوال مو ترهرڅه درته مقدم شي. او داکار د الله د رضا په مقصد وکړۍ. الله پاک له هرمسلمان انسان څخه د تعقل او تدبر توقع لري او که په پاک او ښه نیت د مسلمان افغان ولس د سولې لپاره یو تاریخي سیاسۍ زړور اقدام وکړۍ نو له یوې خوا به د الله رضا ستاسو په برخه شي، له بلې خوا به مو ولس د پردیو له دسیسو وژغورل شي او دې ولس ته به نیکمرغي او سوله راشي چې بیا به هرافغان تاسو ته دعاء او درناوی کوي او دا به ستاسو، افغان ولس او ټول اسلامي امت ته دنیوي او اخروي بریالیتوب وي.
په درنښت و ما علینا الاالبلاغ