د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرفي رسنۍ!

فاروق افغان 26.10.2014 11:36

د اشرف غني له واک ته رسیدو سره سم، په ځینو رسنیو کې یو ډول بنسټیز بدلون وبرېښېدو. داسې چې د دوهم مفکر دی که متفکر په اړه هغه خبرونه نه خپروي، په کومو کې چې د فکر او تفکر د خاوند تاوان وي. یوازې دا نه، بلکې په هغو کې چې یې ګټه وي، په هغو داسې شخوند وهي، لکه د پسرلي په نویو را شنو شویو شفتلو کې چې وږي خوسکي خوشي کړې!
په لومړي سر کې ما فکر کولو چې کېدای شي اشرفي رسنۍ به په ځینو خبرونو نه خبرېږي؛ ځکه به یې نه خپروي. خو وروسته پوه شوم چې کیسه داسې نه ده. ځکه یو او دوه خبرونه نه وو چې دوی خپاره نه کړل. بلکې  ډېر داسې دي چې په رڼا ورځ یې په رډو سترګو ورته توره شپه شي. که ځینې خپاره هم کړي ډېر سر نه پسې خوږوي، هسې سرسري پرې تېر شي.
د اسلام په ضد د ګوډ شیطان څرګندونې اشرفي رسنیو بابېزه وګڼلې. الله جل جلاله ته له سپکاوې ډکې لیکنې په اړه اشرفیانو روژه نیولې وه. د قرآن کریم د عدل او انصاف په اړه اوتو بوتو خو د متفکرخېلو غریبانو تریخی هم ونه خوځولو. چې کم تر کمه خبر یې خپور کړي او یا یو دوه وړې کرښې په دې اړه تورې کړي!
 خو کله چې د اشرف په مشرۍ اشرفیان د خلکو د تېر ایستلو لپاره سعودي ته روان شول، اشرفي رسنۍ یو په یو داسې ور سره مستې شوې، تا به ویل کوم غیر مسلمان د کعبې لوري ته مخه کړې! د هرې اشرفي رسنۍ د سر ټکی سعودي ته د اشرفخېلو د سفر په اړه سندرې دي!
 که اشرف غني مسلمان وي، نو عمره خو په ملیونونو مسلمانان ادا کوي، بیا یې دومره رنګینول د څه لپاره؟ او که غیر مسلمان وي، بیا نو اشرفي رسنۍ هغه د چا خبره حق په جانب دي! ځکه چې د لومړي ځل لپاره عمرې ته د یو بل دین د پیرو د تګ خبر خپروي! په دې اړه به اشرفي رسنۍ ښې خبرې وي. چې یوازې همدوی ښه رڼا پرې اچولی شي! د یادونې ده چې اشرف غني صاحب له دې مخکې هم فکر کوم یو ځل عمرې ته تللی و، او دا هغه وخت چې کله یې ځان نوماندولو! نه پوهېږم چې  کله د مالیې وزیر و، هغه وخت یې هم کوم ځل کعبې ته مخ کړی و که نه؟
 د پام وړ دا چې ولسمشر اشرف غني د هغو کسانو په اړه هېڅ ډول غبرګون نښيي کوم چې دین ته سپکې سپورې ووايي؟ له دین څخه دفاع په هر مسلمان فرض ده، په ځانګړي ډول په داسې یو چا چې ځان د یو مسلمان ولس مشر بولي!، خو عمره سنت یا مستحب ده. نوموړی چې د الله جل جلاله سپېڅلي ذات ته سپکې سپوې ویونکو ته څه نه وايي، او له بلې خوا عمرې کوي، داسې دی لکه هغه د نجیب او کارمل د وخت سر پټې او بېخ لوڅې ښځې!
 د کمونیستانو په وخت کې په کابل کې په رسمي ادارو کې ښځو پایجامې نه اغوستې! زما یادېږي چې په حکومتي دوایرو او ښوونځیو کې به ښځینه ښوونکې لغړې وې، یوازې یو کمیس او وړوکی غوندې ټوکر به یې په سر او هغه هم زیاتره وخت په اوږو پروت و.
 د ماشومانو لپاره بلکې د لویانو لپاره هم د پام وړ به دا وه چې، ځینو بوډیو ښځو به چادریانې په سر کړې وې، او لاندې به یې جرابې اچولې وې!!! او دا کار به یې ځکه کولو چې د غریبې مخ به د کتو نه و! یا به بد رنګه وه او یا به یې په ځوانۍ کې د ډېرو کریمونو له کارولو بڼه بدله شوې وه! دا ډول کومه بوډۍ به چې کله په کومه کوڅه کې تېرېده او د ماشومانو به ور پام شو، نو به یې ورپسې منډې کړې، او  نارې به یې پسې وهلې چې سر پټ او ...لوڅه! دا غرېبه به هم وارخطا شوه، په بېړه بېړه به یې ځان د ماشومانو له بیرو بار نه وایست! البته دا لوبه په هر ځای کې نه برابرېده، بلکې په ځینو ځینو له ښار نه لېرې سیمو کې به پېښېدله.
  ولسمشر اشرف غني هم لکه چې هماغه د نجیب او کارمل د وختونو د زړو بوډیو لوبه پیل کړې ده. خو اشرفي رسني هڅې کوي، خلکو ته حقایق بل ډول وښيي. دوی باید سر خلاص کړي چې حقایق هېڅ وخت نه پټېږي. که څه هم چې ځینې به کوشش کوي. مګر د ګټې په ځای به تاوان ورته وکړي.
  د بیان د آزادۍ په اړه خو  دې اشرف غني ته د حامد کرزي بلا ور واوړي. هغه که هر څو مارګیر و. رسنۍ یې خپلې مخې ته خوشې کړې وې! خو اشرف غني لکه چې څه ټونګه ور اچولې ده. او یا دا چې د دې ځینو رسنیو مشران څه تمه ترې لري. ځکه یې له یوې مخې د اشرف غني خوا ته اچوي.