د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انس حقاني او حافظ رشید نیول! شننه، څېړنه او پایله!

محمد قاسم زمری 24.10.2014 13:59

  انس حقاني او حافظ رشید، څومره مهم کسان وو؟ چېرته او د چا له خوا ونیول شول؟ ولې ونیول شول؟  په دې پېښه کې پړه د چا په غاړه کېدی شي؟ اوس طالبان باید څه وکړي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې په لاندې کرښو کې به په یې سره وڅېړو.
لومړی: انس حقاني او حافظ رشید څومره مهم کسان وو؟
 د معلوماتو له مخې نوموړي په طالبانو کې لوړ پوړي کسان نه وو. که څه هم چې حکومت لوړ پوړي او مهم کسان وبلل. انس حقاني د مدرسې طالب و. زده کړې یې کولې، له سیاست سره یې سرو کار نه و. ویل کېږي چې د جلال الدین حقاني په زامنو کې نوموړي له زده کړې، کتاب او قلم سره زیاته مینه کوله.
  حافظ رشید هم د انس په څېر په طالبانو کې کوم ځانګړی رول نه درلود. د دوی نومونه په لومړي ځل هغه وخت خلکو واورېدل کله چې ونیول شول. له دې مخکې نه چا پېژندل، نه یې چا نومونه اورېدلي وو، او نه يې په اړه چا ته معلومات وو. خپله زه په لومړي ځل پوه شوم چې جلال الدین حقاني د انس په نامه هم کوم زوی لري. کله مې یې چې نوم واورید یو ډول تعجب را ته ښکاره شو، ځکه د جلال الدین حقاني د مشهورو زامنو نومونه دده په څېر په دین پای ته رسي، ډاکتر نصیر الدین، خلیفه سراج الدین، قوماندان بدر الدین.  
 د طالبانو مهم کسان که څه هم په څېرو نه پېژندل کېږي، خو نومونه یې په رسنیو کې وخت په وخت ښکته پورته کېږي. یا یې کم تر کمه له خلکو سره په اړه یو څه معلومات وي. خو دا کسان داسې نه وو.
   دا چې حکومت وايي مهم کسان وو، ځکه باور نشي پرې کېدی چې استخبارات معمولا د خپلو ځانګړو موخو لپاره د غره له سر نه د مچ وزر، او د مچ له وزر نه د غره سر جوړوي. حکومت د نوموړو نیول د ځان ویاړ وګڼلو، خو ډېر زر خبره سرچپه شوه.  له همدې نه د نورو دعوو درک هم لګېدی شي. هغه چې وايي مشت نمونهء خروار است.
دوهم: د چا له خوا، او چېرته ونیول شول؟
  د حکومت استخباراتي ادارې ویل چې دا دوه کسان دوی د یو لړ پېچلو عملیاتو په ترڅ کې نیولي، په لومړي سر کې یې د نیولو د ځای په اړه ګونګه خبره کوله، او وروسته یې په هېواد کې د ننه نیولو خبره وکړه.  
  خو دطالبانو د اعلاميې له خپرېدو وروسته خبره جوته شوه، چې نوموړي د حکومت استخباراتو نه، بلکې امریکايي استخباراتو نیولي، او په هېواد کې د ننه نه، بلکې په یو خلیجي هېواد کې یې نیولي. د یادونې ده چې د طالبانو له اعلامیې پرته دوه نړیوالو معتبرو ورځپاڼو: نیویارک ټایمز او وال سټريټ ژورنال کټ مټ د طالبانو خبره وکړه.
  په دې توګه زما په نظر طالبانو  د حقایقو په ویلو سره یو ډول رسنیز او نړیوال مصداقیت او اعتبار تر لاسه کړ. هم په نړیواله کچه، هم د هېواد او سیمې په کچه، او هم دولس او خپلو ملګرو په وړاندې. خو حکومت بیا ددې ټولو سرچپه، هم په نړیواله کچه، هم په سیمه ایزه او د هېواد په کچه او هم د خواخوږو او ملګرو په وړاندې خپل مصداقیت او باور ته زیان واړولو. ځکه په ډېر لنډ وخت کې یې دلاس له تڼاکو پرته ګټلی ویاړ له ګروته وووت. او د نیولو د ځای په اړه خو یې خپله خوله ورته بلا شوه.
   نوموړي دوه کسان په بحرین هېواد کې د امریکایانو له خوا نیول شوي، او دا هغه وخت کله چې دوی له قطر نه د بحرین په لار بېرته را روان وو، الوتنه نېغ په نېغه له قطر نه پاکستان ته نه وه، بلکې ترانزیټ و. کله چې په بحرین کې طیاره  ناسته وه، امریکایانو سمدستي دوی نیولي وو. له هغه ځای نه یې قطر ته، او له قطر نه اماراتو ته، او له هغه ځای نه یې کابل ته رسولي.
 دریم: ولې او د څه لپاره ونیول شول؟  
   له بحرین نه قطر ته په استولو کې که فکر وشي، داسې برېښي چې د پردې تر شا یو څه وو، ځکه که د امریکایانو موخه یوازې ددې کسانو نیول وای، په بحرین کې له نیولو وروسته یې په خپله ځانګړې الوتکه کې کابل ته بیولی شوی ، دا چې بېرته یې قطر ته بیولي، او بیا یې له هغه ځای نه دبۍ ته او بیا یې حکومت ته سپارلي؟ د شا له خوا په کيڼ لاس، ښی غوږ، یا په ښي لاس کيڼ غوږ نیولو کې خامخا یو څه شته؟
   لیرې نه ده چې دا کار د یوې ځانګړې موخې لپاره تر سره شوی وي، چې هغه د قطر او طالبانو تر منځ اړیکې ګډوډل ګڼل کېدی شي. ځکه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل، او هلته د طالبانو د لوړو پوړو ديپلوماتانو اوسېدل، ډېرو لوریو ته خوند نه ورکولو، او نه یې ور کوي، بلکې ځینې خو یې د خپلو ګټو او موخو لپاره تاواني بولي. په ځانګړي ډول له ګوانتانامو څخه د پنځو تنو لوړ پوړو طالب چارواکو آزادېدل، او هغه هم د یو عادي امریکايي عسکر په بدل کې، یقینا چې په عام ډول دطالبانو لپاره، او په ځانګړي ډول د دوی دسیاسي دفتر لپاره یوه لویه او تاریخي لاسته راوړنه وه.
 د نوموړو پنځو تنو آزادېدلو طالبانو ته یو ډول نړیوال ديپلوماتیک او سیاسي ځواک او حیثیت ور کړ. ددې تر څنګ دا چې دا لویه لاسته راوړنه د قطر په منځګړيتوب تر سره شوه، قطر هم، هم په نړیواله کچه، هم په سیمه ایزه کچه، په ځانګړي ډول په عربي نړۍ کې، او هم د خپل ولس په وړاندې لوی حیثیت او اعتبار وګټلو. د قطر لپاره په دې وړه جغرافیه، او وړه خوله دومره لویه مړۍ کول، او هضمول، بې له شکه چې لویه لاسته راوړنه وه او ده.
 له همدې ځایه، به ډېرو غوښتي وي، چې په دې لوبه کې یو څه ګډوډي رامنځ ته کړي، خو داسې ښکاري چې و نه توانېدل. د اسلامي نړۍ په نړیوالو او سیمه ایزو پېښو کې د قطر ځلیدل ښيي چې قطر په دې وړه تنه. ژور فکر، پراخه سینه، لویه او لوړه وړتیا لري.
 که څه هم چې ځینې شنونکي په پېښه کې قطر پړ بولي، خو که واقعیت ته دهغو ملعوماتو په رڼا کې چې خپله طالبانو، او نورو نړیوالو ورځپاڼو خپاره کړل، وکتل شي، او هم له پېښې، قطر او طالبانو سره تړاو لرونکي لوري له پامه و نه غورځول شي، جوتیېږي چې په دې پېښه کې یوازې قطر او طالبان تاواني کېدل.نو قطر به څه ډول خپل ځان په خپله تاواني کولو؟
  که دوی دواړه په غور، هر اړخیز ژور او پراخ فکر ونه کړي، کېدای شي تر منځ یې ستونزې را پورته شي. خو زما په نظر که  قطر او طالبان خپلو مخکنیو حالاتو، اوسنیو اړیکو، او راتلونکو پروګرامو ته فکر وکړي، فکر نه کوم چې دا پېښه به یې په اړیکو کومه  ځانګړې اغیزه وکړي. او یا به دوی ددې وړتیا ونه لري چې په خپلو کې ستونزې سره هوارې کړی.   
څلورم: ددې پېښې پړه د چا په غاړه کېدی شي:
  نوموړي کسان کله چې قطر ته تللي، له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي. په قطر کې یې چې یوه اونۍ شاوخوا وخت تېر کړی، هلته هم له کوم ګواښ یا ستونزې سره نه دي مخ شوي، کله چې له قطر نه وتلي هم چا څه نه دي ورته ویلي. چې په دې توګه قطر ته په دې پېښه کې قانونا ګوته نشي نیول کېدی؛ ځکه په عادي توګه ورغلي، په عادي توګه یې هلته وخت تېر کړی، او بېرته په عادي توګه راوتلي.
  ستونزه په بحرین کې رامنځ ته شوې. اوس خبره دلته ده چې بېرته قطر ته بیولو یې قانوني بڼه درلوده او که نه؟ د معلوماتو له مخې نوموړو د قطر اقامه نه درلوده، په عادي ویزو قطر ته تللي وو، له قطر نه له وتلو سره سم نوموړو ویزو نور قانوني حیثیت نه درلود. که دوی بېرته قطر ته تلی، باید له سره یې د قطر ویزې درلودی، لومړی خو باید بحرین اجازه نه وی ور کړې چې بېرته قطر ته لاړ شي، ځکه چې د قطر ویزه یې نه درلوده. لنډه دا چې بېرته قطر ته لېږل یې غیر قانوني وو!
  ددې کړنې تر شا دوه شونتیاوې کېدی شي، یا دا چې بحرین دې په لوی لاس یا خپله یا د خپل کوم ګاونډي په غوښتنه دا کار کړی وي، او په دې توګه یې  دې غوښتي وي، چې په لوبه کې قطر هم ورګډ کړي، بلکې پړه یې په غاړه ور واچوي، خو دې ته یې فکر نه دی شوی، چې که پړه راځي لومړی خپله په بحرین راځي؛ ځکه چې دا کسان بحرین نیولي، یا په بحرین کې نیول شوي، او بېرته قطر ته غیر قانوني استول شوي.
   او یا دا چې په پېښه کې بحرین کوم لاس نه وي لرلی؛ ځکه چې ښکار د امریکایانو وو، هغوی خپل ښکار وکړ، نور یې خوښه وه چې په هر لور یې بیول، څوک یې مخې ته درېدی شوی؟ یا به یې له دې وروسته څوک مخې ته ودريږي؟ او له دې مخکې یې څوک مخې ته درېدلي دي؟ په دې توګه به په پېښه کې د بحرین هم لاس تړلي وي.
  زما په نظر اصلا اشتباه ددې کسانو په تګ کې شوې، په ځانګړي ډول د انس حقاني، که څه هم چې انس حقاني کوم سیاسي فعالیت نه درلود، خو پلار او وروڼه یې د ده د نیولو لپاره هغه دښمن ته چې هېڅ ارزښت او اصل ته ژمنتیا نه لري یوه ښه بهانه وه. کله کله سړی د خپلوانو له امله له ستونزو سره مخ کېږي.
پنځم: پایله: طالبان اوس باید څه وکړي؟
   زما په نظر طالبان باید په دې اړه ډېر ژور او اوږد فکر وکړي، که څه هم چې کره معلومات نشته، خو کېدای شي دا کسان قطر ته له تګ نه مخکې د امریکایانو تر څارنې لاندې وو، یا به يې په قطر کې ور پام شوی وي، خو دا چې په قطر کې ونه نیول شول، یا قطر ورته ونه نیول، کوم څه چې په بحرین کې وشول! دا ښيي چې قطر له قانوني مسولیت نه ځان خلاص کړی. یا په چالاکۍ او یا په رېښتینولۍ! داسې ځای یې نه دی پرېښی چې ګوته ورته ونیول شي.
  که دا کسان په قطر کې، او یا قطر ورته نیولي وای، بې له شکه ټولو به قطر ته ګوته نیوله، چې سړیه! دې کسانو ته ویزه تا ور کړې، ستا تر څارنې را تېر شوي، بیا څه ډول ستا په خاوره کې یا تا یل بل ونیول؟
او که دا خبره کېږي چې کله دوی بېرته قطر ته غیر قانوني راوستل شول، قطر یې ولې په اړه کوم ګام پورته نه کړ. دا د پوښتنې ځای دی، خو دا کار یوازې په قطر کې نه، بلکې په عربي متحده امارتو کې هم شوی. بیا باید دواړو ته ګوته ونیول شي. او که قطر ته له دې وجې ګوته نیول کېږي چې دوی له امریکایانو سره د ګوانتانامو له زندان څخه د آزاد شویو بندیانو په هکله معاهده کړې، او په دې بهیر کې له هغوی سره وو. دوی باید امریکایانو ته ویلي وای چې دا کسان ولې نیسئ! ځکه دوی د هغو پنځو تنو د لیدو لپاره راغلي وو. او دمعاهدې له مخې دوی کولی شي ورته راشي. زما په نظر دا اندېښنه به ځکه په ځای نه وي چې دا کسان په قطر کې نه دي نیول شوي، که په قطر کې نیول شوي وای، دا ګوته بیا قطر ته نیول کېدای شوی. هسې خو به اوس امریکایان په هر ځای کې کسان نیسي، څوک به پوښتنه ترې کوي چې دا دې ولې ونیول؟ خو که یې د هغه په خاوره کې ونیسي، بیا کولی شي پوښتنه ترې وکړي.
 له دې پرته که په عام ډول وګورو، په ټوله یا اکثریت نړۍ کې هېڅوک د امریکې مخې ته  نشي درېدی. ځینو خو له امریکایانو سره دومره مرسته کړې چې تصور یې نشي کېدی، یوازې له امریکایانو سره نه، بلکې د خپلو موخو او ګټو لپاره یې له مسلمانانو سره، له امریکایانو زیات ظلم کړی.
 څه وخت مخکې د اسامه بن لادن زوم په ترکیه کې ونیول شو، اردن ته یوړول شو، او امریکې ته ورسېد. هلته محاکمه شو، په عمري بند محکوم شو! ترکيې له دومره لوی نړیوال سیاسي، نظامي او اقتصادي وس او حیثیت سره سره ونه شو کولی، د امریکې مخې ته ودرېږي. د اردن په اړه خو خبره کول نه دي په کار.
  پاکستان د طالبانو رسمي سفیر په داسې حال کې ونیو، چې په پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل، او هغه هم پاکستان ور کړي وو. خو چې امریکې سترګې ورته برګې کړې، یا یې هسې ورو ګوته ورته وخوځوله. نه یوازې دا چې ویې نیولو، بلکې لپ لغړ یې د امریکایانو په پښو کې لاس تړلی واچولو!!! دا خپله دطالبانو دسفیر ښاغلي ضعیف د کتاب خبرې دي. دا کار هغه چا وکړ چې اتومي ځواک لري! او اتوم په نړۍ کې یو څو دګوتو په شمېر هېوادونه لري!
 ملا عبید الله دطالبانو ددفاع وزیر، ونیول شو، دا درک هم نشته چې آیا د امریکې په امر و، که د نورو ګټو او موخو لپاره؟ په زندان کې ووهل شو، او په زندان کې ووژل شو. چې دا د ټولو ارزښتونو او قوانینو خلاف عمل، او یو ظلم و. د معلوماتو له مخې اوس یې ورثه وو ته مړی هم نه سپارل کېږي!
 استاذ محمد یاسر یو و خت د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر، هم په ورته ډول ونیول شو. او له ورته برخلیک سره مخ شو. ملا برادر تر اوسه پورې د یو تت او نامعلوم برخلیک په لوري شپې ورځې تېروي. د ډاکتر نصیر الدین پېښه خو له چا پټه نه ده. دا هغه یو څو لوی لوی کسان وو، د انس حقاني او حافظ رشید په څېر له عادي افغانانو همدا اوس په حقه یا ناحقه د پاکستان زندانونه ډک دي.
  سعودي عربستان چې په اسلامي نړۍ کې له یو ځانګړي معنوي حیثیت نه برخمن دی، او د ټولو مسلمانانو په زړونو کې د حرمینو له امله ځانګړی ځای لري. او کفار هم په دې پوهېږي. خو د امریکې لپاره یې په سعودي کې د طالبانو نومول شوی سفیر حافظ شبیر احمد له څلورو زامنو سره درې څلور کاله په زندان کې واچولو، دمعلوماتو له مخې اوس هم نظر بند دی. مولوي عبد الحکیم شرعي فکر کوم دطالبانو کوم مشر و، اوس هم لکه چې د سعودي په زندان کې دی. له مولوي ضیاء الرحمن مدني سره چې ویل کېږي د طالبانو کوم مشر دی. د ورته چلن خبرې کېږي.
  طالبان چې له دومره لویو لویو ناخوالو سره سره له پاکستان او سعودي سره اړیکې نه ورانوي، یا د مصلحت او یا د مجبوریت له مخې. ددې دوه کسانو په سر باید په هېڅ ډول له چا سره اړیکې ورانې نه کړي، او دا په داسې حال کې چې طالبان په اوس وخت کې تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري چې سیاسي فعالیتونه یې پراخ او زیات وي. فکر کوم طالبان په دې پوه شوي، ځکه خو یې سیاسي فعالیتونه پراخ کړي دي. او باید پراخه یې کړي. ځکه چې تر اوسه د طالبانو زور په نظامي اړخ و، له دې وروسته چې حالات د بدلیدو په درشل کې دي، اړتیا لري چې سیاسي اړیکې یې پراخه او زیاتې شي.