د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلي ولسمشر څخه په هند کې د محصلینو هیله

په هند کې محصلین 22.10.2014 11:21

ښاغلی داکترغنی ته یولنډ وړاندیز
نن سبا په هندوستان کې موږ دلسو زرو په شاوخواکې زده کونکی اوسیزو او درس وایو ، په موږ کې یوشمیر د هند د دولت په مرسته د بورسونو له لارې راغلی ، یوزیات شمیرپه شخص مصرف درس وایو او یوشمیرنور واسطه والو د کرزی صاحب له خوا دافغانستان دکوندي او یتیمانو په مصرف درس ویلو ته را استولی یو ، موږ له کرزی څخه په دی شکرګذار وو چې زموږ دسرپرستي په خاطر یي دافغانستان نامتو لیکوال ، شاعر او دپوهنتون استاد پروفیسور عبدالخالق رشید موظف کړی و چې باید له محصلینو سرپرستی وکړي چې په رښتیاهم موږ ترې ممنون یو او دیوه فداکاراو دلسوز استاد په توګه یې له موږ سره خپله همکاري وکړه ، په دې ورستیو کې داسې اوریدل کیږي چې نوموړي استاد ته عبیدالله عبید او ضرارمقبل په ګډه یوه توطیه وکړه او ده ته یې د تیدلی لیک را استولی ، چې موږ په دغه ټکی ډیرخواشینی یو ، ترکومه ځایه چې موږ له سفارت او استاد څخه پوښتنه وکړه ، هغه وویل چې ما شپږمیاستې بی معاشه رخصت اخیستی دی ، خو خدای پوهیږي چې اصلی خبره به څه وي ؟
راځو اصلی خبرې ته ، دتیرو انتخاتو په ترڅ کې دغه استاد دمحصلینوپه منځ کې دومره کارو کړ چې ستایومرستندوی به هم نه وي ، ده تل موږ ته همداویل چې یوه داسې چا ته چې پرهغه دوطن ګټې ګرانې وي رایه ورکړۍ ، تر:څلور زرو زیاتو محصلینو په انتخاباتوکې یوازې له هندوستان څخه برخه واخیسته ، چې زیاترو تاته رایه درکړې او په خپل دغه کار باندې پښیمانه هم نه یو .
زموږ وړاندیز تامحترم ولس مشر ته دادی چې داستاد رشید په سویه استاد چې دټول هند په پوهنتونونو کې د نومیالي افغان پروفیسور نوم لري او پنځه لس کاله یې په نهرو پوهنتون کې درس ورکړی ، او په پوهنتوني چارو کې لوړه تجربه لري هیله من هغه بیرته افغانستان ته دروغواړي او له دغه استاد څخه چې نوریی له تجربو اوعلمی ذیرمو استفاده کوي دافغانستان په اکادمیکو برخو کې کار واخلۍ . او که هغه هم نه کیږي نو هیله من یو چې بیرته له نهروپوهنتون څخه سفارت ته راشي او دلته د دردیدلی افغانستان د بچیانوسره مرسته وکړي .موږپه هند کې د زرګونو محصلینو په استازیتوب له تاسو درانه مشرڅخه هیله کوو چي دغه دروند او خواخوږۍ استاد بیرته زر په هند او یا په کابل کې دوطن په ګټه په کاروګمارۍ
په درناوي
په هند کې دافغان محصلینوپه استازیتوب
رسول خان له پوني
محمد علی له اله آباد
طماس خان مهدی زاده له ډیلی ،
نوید خان بارکز ی له بنګلور
شریفه له چندیګر
علی سینا له لبلی څخه اوپه رزګونو نور دهند له بیلابیلو پوهنتونو څخه
دتاسی دبریالیتوبونو په هیله
او دیوه مثبت ځواب په انتظار









ن