د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاچاق انسان، اختطاف، یرغمل نیول

محمد ظهور پوپلزی 19.10.2014 23:39

د انسانانو د قاچاق جرم:
مقدمه:
د انسانانو د قاچاق جرم هم د نورو جرايمو په څير اوږده سابقه لری، او په مختلفو تاريخی دورو کی له دغه ناحيی څخه د انسانانو فطری او بشری حق ته چی د آزادی څخه عبارت دی صدمه رسيدلی دی.
که چيری مونږ د بشر تاريخ او د هغی پايلی ته مراجعه وکړو و به مومو چی د انسانانو د غلامولو لپاره مختلف عوامل شتون درلود، يو له هغه عواملو څخه هم د انسانانو د قاچاق جرم ؤ. انسانان د يوی ټولنی څخه بلی ټولنی ته قاچاق کيدل او بيا په نوی ټولنه کی د مال او متاع په شان اخيستل او خرڅول کيدل.
د انسانانو د قاچاق جرم د يوی خطرناکی جرمی پديدی په حيث نن ورځ د انسانانو آزادی او مصونيت تر تهديد لاندی نيسی، او پدی وروستيو کی هغه هيوادونه چی د اقتصادی ستونزو سره لاس ګريوان دی، ددی جرم په سبب د سترو ګواښونو سره مخامخ شوی.
په هغه هيوادونو کی چی اوسيدونکي يي د اقتصادی نقطی نظره ضعيف وضعيت کی قرار لری او د ژوندانه لازمه وسايلو ته لاس رسی نه لری، د انسانانو د قاچاق جرم په ډير اسانی سره ترسره کيږی، او ددی هيوادونو اوسيدونکی ډير ژر قاچاق کيدو ته اماده کيږی، ترڅو د قاچاق له لاری ځان پرمختللي هيوادونو ته ورسوی.
دغه خلک پرمختللي هيوادونو ته د تلو او هلته د آرامه او هوسا ژوند په ارمان د قاچاق وړونکو د خبرو ښکار ګرځی. چی وروسته بيا د قاچاق وړونکو له خوا دوی په نامشروع کارونو، د بدن د غړو په خرڅولو باندي، مسلحانه جنګونو ته په تګ او يا هم نورو پرمختللی (سازمان يافته) جرايمو په ارتکاب لپاره مکلف کيږی، او له دوی څخه ناوړه استفاده کيږی.
هرکال ۲۴۰۰۰۰۰ اشخاص د نړی په سطحه قاچاق کيږی چی ددغه شميری پنځوس سلنه ماشومان جوړوی. ددغه قاچاق شوی اشخاصو څخه ۵۶٪ د اسيا، په خاصه توګه د چين هيواد څخه ؛ ۱۰ ٪ د لاتينی امريکی د هيوادونو څخه ؛ ۹٪ د منځني ختيځ او افريقايي هيوادونو څخه قاچاق کيږی. چی ددوی څخه ۱۰۰۰۰۰ تنه د امريکی متحده ايالتونو ته قاچاق کيږی.
هرکال د اشخاصو د قاچاق د جرم څخه ۳۵ ميليارډه ډالر د قاچاق وړونکو شبکو اکاونټونو کی جمع کيږی. په نړيواله سطحه چی کوم شميره اخيستنه شوی، دا راښايي چی د وسلی (سلاح) خرڅلاو او مخدره موادو د قاچاق وروسته په دريمه کټګوری کی د انسانانو د قاچاق جرم دی چی د لږی (کمی) سرمايي په مصرف سره ډير عايد د لاسته راوړلو زمينه جنايتکارانو شبکو ته برابروی.
له بده مرغه پدی ورستيو دريو لسيزو کی سياسی بحرانونه او پرلپسی جنګونه نه يوازی دا چي زمونږ د ګران هيواد په اقتصادی او ټولنيزو جوړښتونو باندی منفی اثر وکړ، بلکه ددی ترڅنګ په تعليمی، فرهنګي او صنعتي برخو کی هم خپل منفی اثرات پرځای پريښی ، چی د دولس کلونو په تيريدو سره سره هم خپل اصلی حالت ته ندی را ګرځيدلی.
په پورته ذکر شويو برخو کی د هيواد وروسته والي ددي سبب شوی چی ډيری کورنی د خپلو زامنو د ښی راتلونکی لپاره دی ته اماده شی، چی دوی بهرنی هيوادونو ته وليږدوی.
د ثبت شويو پيښو له مخی ويلی شو چی د افغانستان د اتباعو قاچاق بهرنی هيوادونو ته د لاندينيو اهدافو لپاره ترسره کيږی.
غلامی، د کار د قوی استثمار، د بدن د غړو څخه استفاده، او همدارنګه جنسی استفاده او نور......... .
په افغانستان کی د انسانانو د قاچاق ۹۸٪ نارينه ماشومان جوړوی.
پدی وروستيو د اشخاصو د قاچاق د جرم سره د مبارزی په اړه مختلف ملی او بين المللی اسناد رامنځته شوی، چی زمونږ دولت هم ددی جرم سره د مبارزی په اړه د ۱۳۸۷ کال د سرطان د مياشتی په ۲۵ تاريخ د انسانانو د قاچاق او اختطاف په وړاندی د مبارزی قانون په ۴ فصلونو او ۲۳ مادو کی تصويب کړ.
په پای کی ځای دی چی د محترم استاد پوهندوی احمد ګل واثق څخه د زړه له تله مننه وکړو چی د موثرو پروګرامونو په لاره اچولو له لاری د محصلينو استعداد او وړتيا ته پراختيا ورکوی.

د انسانانو د قاچاق د جرم پيژندنه
د پرمختللی جرايمو په وړاندی د مبارزی کنوانسيون له مخی:
د انسانانو قاچاق د اشخاصو استخدام، انتقال، تبادله او پټولو په معنی دی؛ چی د زور، تهديد، فشار، تزوير، فريب او د قدرت څخه د سؤ استفادی له لاری؛ د ګټی اخيستنی په منظور ترسره کيږی.
د افغانستان د جزائی قوانينو له نظره:
د انسانانو دقاچاق او اختطاف د په وړاندی د مبارزه قانون دريمه ماده دوهمه فقره د انسانانو د قاچاق جرم داسی تعريفوی:
د اقتصادی ضعف يا کمزوری څخه په استفادی د شخص حمل و نقل، ساتنه يا په واک کی نيول؛ د ګټی اخيستنی په منظور؛ د مجنی عليه په رضايت؛ چی دغه رضايت د پيسو په مقابل کی يا هم د نورو فريبکارانه وسايلو په کار اچولو له لاری کسب شوی وی.
د انسانانو د قاچاق يو داخلی (ملی) جرم دی، خو ځينی وختونه بيا دغه جرم د يو هيواد پوری مربوط نه بلکه بين المللی جرم ګڼل کيږی.
دا چي په کله دانسانانو د قاچاق جرم يو نړيوال جرم باندی بدليږی د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۰ کال د پرمختللی جرايمو په وړاندی د مبارزی د کنوانسيون دريمه ماده دوهم بند پدی اړه دری حالتونه پيش بينی کړی:
- هر کله چی د اشخاصو د قاچاق جرم د يوه هيواد څخه په زياتو هيوادونو کی ترسره شی.
- هرکله چی دغه جرم د يو هيواد د سرحداتو په داخل کی تر سره شی خو د هغه بانډونو او جنايتکارو ډلو لخواچی د يوه څخه په زياتو هيوادونو کی فعاليت ولری.
- په يوه هيواد کي تر سره شی خو په بل هيواد باندی هم خپل اثرات پريږدی.
د انسانانود قاچاق،د مهاجرينو قاچاق،يرغمل او برمته کول او اختطاف ترمنځ توپير:
د انسانانو قاچاق:
د يو شخص انتقال د هغه د سکونت د محل څخه بل محل ته د ګټی اخيستنی په منظور(فزيکی او جنسی) چی په لمړی سر کی مجنی عليه خپل رضايت ښکاره کوی خو د پايلی لپاره بيا رضايت نه لری.
پدی معنی چی مجنی عليه د قاچاق د عمل لپاره خپل رضايت ښايي خو دده څخه د بهره برداری يا ګټه اخيستنی لپاره بيا رضايت نلری.
لمړی مثال: جنسی ګټه اخيستنه:
جان يو جاپانی تبعه ده او په دبئ کی يو هوټل لری، جان د جاپان نه يوه ۲۰ کلنه نجلی (يوهان) ددی لپاره دبئ ته انتقالوی چی په هوټل کی د ۱۰۰۰ امريکايي ډالرو په بدل ګارسون مقرره کړی، يوهان هم ورسره منی او دبئ ته راځی، کله چی دغه جلی دبئ ته رسيږی، د جلي پيژندپاڼه او نور اسناد د جان لخوا قيد کيږی، او په يوه هوټل کی د جاپانيانو د هوټل تر عنوان لاندی په غير مشروع کارونو باندی مجبوره کيږی او په بدل کی ورته د مياشتی ۱۰۰۰ ډالره ورکول کيږی. دا چی د يوهان اسناد د جان لخوا قيد شوی دی نو نشی کولای د هوټل څخه دباندی وځی.
دوهم مثال: فزيکی ګټه اخيستنه:
اکبر د مزار د دهدادی د ولسوالی اوسيدونکی دی، غواړي په خپله مملوکه ځمکه کی ځانته يوه مجلله ماڼی جوړه کړی، کله چی په خپل ځمکه باندی کار پيلوی ګوری چی دده په ځمکه کی دډپرو سکرو کان (زيرمه) وجود لری. اکبر ددی لپاره چی دده د سيمی خلک او چارواکی پری خبر نشی، د چمتال ولسوالی ته ځی او ۲۰ تنه ځوانان د روز مزدوری په نامه دهدادی ولسوالي ته انتقالوی ، کله چی دغه ۲۰ تنه ځوانان د اکبر کور ته رسيږی، اکبر دوی محبوسوی او پردوی باندی د ورځی ۱۸ ساعته کار کوی او په عوض د ۸ ساعتونو مزد ورکوی، د ۸ ساعتونو د مزد څخه نيمايی برخه د ډوډی په نوم بيرته تری اخلي. ددی لپاره چی دوی فرار ونه کړی يو تن مسلح شخص پر دوی باندی مسلط کړی دی.
د مهاجرينو قاچاق:
د مهاجرينو قاچاق عبارت دی د يو اشخاص د انتقال څخه د هغه په رضايت سره د هغه د متبوع هيواد څخه بل هيواد ته چی د هغي تابعيت و نه لری البته د مالی ګټو د لاسته راوړلو په منظور .
مثال: قريب الله يو افغانی تبعه ده غواړی چی کاناډا هيواد ته لاړ شی، طاهر يو قاچاق وړونکي دی او د ۳۰۰۰۰ امريکايي ډالرو په بدل قريب الله د کاناډا هيواد ته انتقالوی البته په غير قانوني ډول.
اوس د انسانانو دقاچاق او مهاجرينو د قاچاق ترمنځ توپيرونه:
- د مهاجرينو د قاچاق په جرم کی قاچاق هدف دی، يعنی همدا چی د شخص محل په برياليتوب سره تغير وکړی او بل هيواد ته ورسيږی جرم تکميليږی. اما د انسانانو د قاچاق په جرم کی قاچاق هدف نه بلکه قاچاق د هدف لپاره يوه لاره ده، جرم هغه وخت تکميليږی چی د شخص څخه ګټه واخيستل شی (بهره برداری). يعنی دلته هدف ګټه اخيستنه ده نه قاچاق.
- د مهاجرينو د قاچاق په جرم کی وهل، ټکول، په نامشروع کارونو باندی ګمارل او د شخص څخه د سؤ استفادی مسايل مطرح ندی، پداسی حال کی د انسانانو د قاچاق په جرم کی بيا دغه ټول پورتني موارد شتون لری.
- د مهاجرينو په قاچاق کی جنس او عمر مطرح نه وی، اما د انسانانو د قاچاق په جرم کی ډيری قربانيان ښځی او ماشومان دی.


يرغمل او برمته کول:
د معلومو ګروپونو لخوا په يو ټاکلی ځاي کی د سياسی اهدافو د لاسته راوړلو په منظور د يو تعداد اشخاصو په بند کی نيولو ته يرغمل کول او برمته کول وايي.
مثال: د ازبکستان څخه يوه ترهګري ډله د افغانستان شبرغان ولايت راځي او په ښار کی د مناسبی موقع په تمه وی ترڅو د شبرغان د ولايت په مقام باندی حمله وکړی، خو دحملی څخه مخکی د پوليسو لخوا پيژندل کيږی. دوی د خپل محل څخه فرار او يوه خصوصی ښوونځی ته ننوځی او د ښوونځی استادان په خپل بند کی نيسی. ددی لپاره چی دوی ځان مصؤن وی او په محفوظ ډول خپل هيواد ته بيرته ستانه شی د افغانستان دولت څخه غواړی تر څو دوی ته يو فروند الوتکه ورکړی ترڅو د هغی په واسطه خپل هيواد ته بيرته ستانه شی.
د يرغمل نيولو جرم او د انسانانو د قاچاق د جرم ترمنځ توپيرونه:
- د اهدافو له حيثه: د يرغمل نيولو(برمته کول) په جرم کی ديرغملګرو(برمته کوونکو) هدف سياسی وی، کيداي د يو هيواد سياسی اوضاع ګډوډ کړی. اما د انسانانو د قاچاق په جرم کي بيا د قاچاق وړونکو هدف سياسی نه بلکه د مادی ګټو لاس ته راوړل دی.
- د مرتکبينو له حيثه: د يرغمل نيولو په جرم کی مرتکبين اکثره اوقات مشخص وي، اما د انسانانو د قاچاق د جرم مرتکبين اکثره اوقات مشخص نه وی.
اختطاف:
عبارت دی د يو شخص د انتقال څخه د هغه د اقامت د محل څخه بل محل ته په جبر او اکراه سره، يا هم د حيلی اوفريب په وسيله د ځينو قانونی او يا غير قانوني اعمالو د ترسره کولو په منظور .
يا:
د قانونی يا غير قانونی اعمالو د انجام په منظور د يو شخص انتقال د هغه د سکونت د محل څخه بل محل ته د جبر او اکراه يا حيله اوفريب په وسيله عبارت دی د اختطاف څخه.
لمړی مثال: د قانونی عمل د انجام غوښتنه:
د جلال آباد- تورخم سرک د جوړولو قرار داد د فوايد عامی وزارت لخوا داوطلبی ته وړاندی کيږی، د نثار کاوون ساختمانی شرکت د قرارداد لپاره خپل آفر(وړانديز) د فوايد عامی وزارت ته وړاندی کوی. ددی ترڅنګ د څار ساختمانی شرکت هم خپل آفر (وړانديز) د فوايد عامی وزارت ته وړاندی کوی. په وړانديزونو کی د څار ساختمانی شرکت آفر(وړانديز) نسبت د نثار کاوون ساختمانی شرکت ته جګ دی، د اصولو له مخی دغه قرار داد بايد نثار کاوون ساختمانی شرکت ته ورکړل شی.
حسام الدين چی يو غير مسؤول وسله وال شخص دی او زوی يی د څار ساختمانی شرکت رئيس دی، د نثار کاوون د ساختمانی د شرکت د رئيس زوی اختطاف کوی او د شرکت په رئيس باندی فشار راوړی ترڅو د قرارداد څخه انصراف وکړی. ليدل کيږی چی د رئيس د زوی اختطاف ددی باعث شو چی دی د قرارداد څخه وکړی، او د قرارداد څخه انصراف يو قانونی عمل دی. نو ويلی شو چی اختطاف د يو قانونی عمل د ترسره کولو په مقصد ترسره شوی وی.
دوهم مثال: د غير قانونی عمل د انجام غوښتنه:
ساحل د کمپيوټر استاد او ماهر دی، يوه ډله غله چی تعداد يی پنځه تنه دی، غواړی د جلال آباد په ښار کی د عزيزی بانک په څانګی باندي چاپه واچوی، دا چی په بانک کی امنيتی کيمری او کمپيوټری صندوقونه شتون لری نو د کيمری د خاموشولو او صندوقونو د خلاصولو لپاره د کمپيوټر يو ماهر ته ضرورت دی. ساحل ددغه ډلی لخوا اختطاف کيږی، او په مرګ ګواښل کيږی تر څو دغه کيمری ګل کړی او د صندوقونو کوډونه(رمزونه) خلاص کړی.د ساحل اختطاف او په مرګ ګواښل ددی سبب کيږی چی ساحل د يو محفوظ محل امنيتی کيمرو ګل کړي او صندوقونو خلاص کړی، او د يو محفوظ محل د امنيتی کيمرو ګل کول او د صندوقونو خلاصول د قانون خلاف عمل دی.

د انسانانودقاچاق دجرم داواختطاف جرم ترمنځ ترمنځ د مشابهت او افتراق وجوهات:
لمړی: د مشابهت وجوهات
- د مجنی عليه څخه ګټه اخيستنه: په دواړه جرايمو کی د مجنی عليه څخه په جنسی فعاليتونو، اجباری کارونو باندی ګمارل، د اخلاقو ضد فلمونو کی په نقش لوبولو ، مسلحانه جنګونو ته ليږلو او همدارنګه ددوی د بدن د غړو څخه استفاده امکان شته.
- د فريب او حيليي استعمال: په دواړه جرايمو کی د فريب او حيليی څخه استفاده کيږی. د اختطاف په جرم کی د مجنی عليه د اغفال (غفلت) لپاره د فريب او حيلي کار اخيستل کيږی.
اما د انسانانو د قاچاق په جرم کي بيا د مجنی عليه د رضايت د کسب لپاره د حيليی او فريب څخه کار اخيستل کيږی.
دوهم: د افتراق وجوهات:
- د آزادی د سلب له حيثه: د اختطاف په جرم کی د شخص آزادی په بشپړه توګه سلب کيږی، اما د انسانانو د قاچاق په جرم کی بيا د شخص آزادی په بشپړه توګه نه سلبيږی، بلکه آزادی يي محدوديږی.
- د مجنی عليه د رضايت له حيثه: د اختطاف په جرم کی د مجني عليه رضايت په کلي توګه موجود نه وی، اما د انسانانو د قاچاق په جرم کي بيا د مجنی عليه رضايت موجود وی او يو شخص په خپل رضايت د قاچاق وړونکو سره ځی.
- د منفعت د لاس ته راوړلو له حيثه: په ځينو حالاتو کی کيدای شی د اختطاف د جرم هدف د منفعت لاس ته راوړل نه وی، بلکه يوازی شخص ته ضرر رسول وی، يا هم پرته لدی چه ماشوم ته ضرر ورسوی د ماشوم ساتل(فرزند خواندګی) وی. اما د انسانانو د قاچاق په جرم کی په هر حالت کی د شخص هدف د قاچاق څخه د منفعت لاس ته راوړل وی.
د انسانانو د قاچاق جرم نسبت د اختطاف جرم ته سپک دی، ولي؟
نظر لاندينی دوو دلائيلو ته:
- د انسانانو د قاچاق په جرم کی د مجني عليه آزادی په قسمي ډول سلب کيږی، په داسی حال کی چی د اختطاف په جرم کی د مجنی عليه آزادی په بشپړه توګه سلب کيږی.
- د انسانانو د قاچاق په جرم کی د مجني عليه رضايت شتون لری، پداسی حال کی چی د اختطاف په جرم کی د مجنی عليه آزادی شتون نه لری.













د انسانانو د قاچاق ډولونه
ددی لپاره چی يو شخص د قاچاق لپاره اماده شی مختلف روشونه په کار اچول کيږی، ددی سيستم لوبغاړی مختلف نقشونه لوبوی، دعاشق او ميړه له نقش څخه شروع بيا تر کارفرما پوري. دغه ټول د يو زنځير په څير سره تړلی دی.
اوس د انسانانو د قاچاق جرم ډولونه په لاندی ډول تر څيړنی لاندي نيسو.
1- د ازدواج په اساس قاچاق:
- د ټيټی انګيزی ازدواج: په ځينو هيوادونو کی ځينی ښځی د خپل کورنی، ټولنيز او عقيدوی موقف ته په کتو سره قاچاق ته نه اماده کيږی. دغسی حالاتو کی قاچاق وړونکی د مذهبی وسلی څخه کار اخلی، او دغه ښځی د خپلو هيوادونو پوری تړلی سړيو سره يا د نورو هيوادونو د اتباعو سره چی قاچاق په سيستم که دخيل وي د نکاح په عقد کی راولی، او د رسمي مراسمو د ترسره کولو څخه وروسته مقصد هيواد ته يي ليږدوی.
- صوری يا هم نقلی يا هم جعلی ازدواج: ځينی کورني پدي ډير ټينګار کوی چی زامن يی د هيواد څخه بهر ژوند وکړی، نو دغه کورني د هيواد څخه بهر ته اسانه لاره د قاچاق وړونکو په ذريعه تګ ګڼی، قاچاق وړونکی ددغسی کورنيو زامنو لپاره په خارج کی د مصنوعی يا جعلي واده زمينه برابروی، او د ازدواج څخه وروسته د تلو زمينه برابروی، چی وروسته د انتقال څخه بيا په مختلفو جنايي بانډونو ته سپارل کيږی.
2- د انسان بدن د غړو قاچاق: دا ډول قاچاق هم دوه حالته لری.
- لمړی حالت: ځينو حالاتو کی شخص په خپله ديته اماده کيږی چی دده د بدن غړی دی قاچاق شی، پدی حالت کی قاچاق وړونکی ځانته مخصوص ځايونه لری، چی شخص هلته انتقاليږی او بيا مربوطه غړی تری پری کيږی او قاچاق کيږی.
- دوهم حالت: شخص دی ته اماده نده چی دده د بدن غړی دی قاچاق شی، پدی حالت کی لمړی شخص اختطاف کيږی او بيا وروسته د اختطاف څخه دده دبدن غړی پری او قاچاق کيږی.
د انسانانو د قاچاق څخه د قاچاق وړونکو اهداف:
قاچاق وړونکی د انسانانو بيا په خاصه توګه د ښځو، نجونو او ماشومانو د قاچاق څخه لاندی اهداف لری.
1- په هوټلونو او کارخانو کی په اجباری کارونو باندی ګمارل
2- اجباری ازدواج
3- د مخدره موادو قاچاق کی استفاده
4- د بدن د غړو قاچاق
5- کيسه بری
6- په قمارخانو کی په کار ګمارل
7- ګدايی ګري او سوال کول
8- ځان خرڅونه او فحشا باندی ګمارل
او داسی نور.

د انسانانو د قاچاق په جرم کی ښکيلی ډلی:
هغه اشخاص چی د انسانانو د قاچاق په جرم کی ښکيل دی په ډير پرمختللي (سازمان يافته) ډول فعاليت کوی، او دغه اشخاص په څلورو ډلو ويشل شوی دی.
1- پيمپ يا بوړئ : هغه اشخاص دی چی د ښځو پواسطه د نامشروع لارو څخه پيسی لاس ته راوړی.
2- قاچاق کوونکی
3- توزيع کوونکی
4- معرفی کوونکی
د انسانانو د قاچاق په جرم کی ښکيل اشخاص نارينه دی خو په ځينو مواردو کی په هغه صورت کی چی د ښځو د قاچاق مسئله مطرح وی بيا د ښځو څخه استفاده کيږی.
دانسانانو د قاچاق د جرم د مخنيوی لاری چاری
د انسانانو دقاچاق د جرم د مخنيوی لپاره د انسانانو د قاچاق د منع او مجازاتو د پروتوکول نهمه ماده صراحت لری، او لاندينی تدابير پيش بينی کوی.
- عامه پوهاوی: د انسانانو د قاچاق د منع او مجازاتو د پروتوکول غړی دولتونه مکلف دی چی د مدنی ټولنو او موسسو په همکاری د روزنيزو برنامه تر څنګ ټولنيز او اقتصادی پروګرامونه په خپل قلمرو طرح او تطبيق کړی.
- امنيتی تدابير: د ذکر شوی پروتوکول غړی دولتونه مکلف دی چی په خپلو سرحداتو او بندرونو کی کلک امنيتی تدابير ونيسی ترڅو د قاچاق د جرم مخنيوی وشی، او هيوادونو ته د اسناد نه لرونکو اشخاصود تګ او راتګ څخه مخنيوی وشی.
- غړی دولتونه مکلف دی چی دغه جرم د جنائی جرايمو په کټګوری کی وشميری او په دی برخه کی خاص قوانين تصويب کړی.
- د قاچاق د جرم د قربانيانو سره مرسته، حمايت او خپل متبوع هيواد ته د بيرته سپارلو برخه کی لازمه همکاری.
ددی ترڅنګ ځينی نوری حل لاری د پوهانو لخوا وړاندی شوی دی:
1- د انسانانو د قاچاق د جرم د مخنيوی په اړه د مبداء او مقصد هيوادونو ترمنځ همکاری.
2- په مبداء هيواد کی د انسانانو د قاچاق د مخنيوی لپاره د لازمو تدابير وضع، د مجرمينو تعقيب او دقاچاق شويو اشخاصو د حقوقو ساتنه.
3- د څيړنيزو مرکزونو او موسسو له لاری د انسانانو د قاچاق د جرم په اړه څيړنه، ترڅو د دی جرم علت او انګيزه مشخصه شي.
4- د انسانانو د قاچاق د جرم پوری تړلی شبکو د نيولو او ددوی د دوسيو تعقيب لپارهد خاصو پوليسو او قضايي ارګانونو ايجاد.
5- د انسانانو د قاچاق د جرم په وړاندی د مبارزی لپاره د انسانانو د قاچاق د منعی او مجازاتو د پروتوکول امضاء.


د اشخاصو د قاچاق په اړه بين المللی اسناد او د هغی مجازت
د اشخاصو د قاچاق جرم لکه څرنګه مخکی مو ذکر کړه ډيره اوږده سابقه لری، پدی اړه لمړی بين المللی سند په کال ۱۹۰۴ کی رامنځ ته شو، له ۱۹۰۴ کال څخه مخکی د سپين پوستانو قاچاق د جنايتکارانه اعمالو ترسره کيده، د ۱۹۰۴ کال د مي په مياشت کی د فرانسی د هيواد دپاريس په ښار کی د سپين پوستانو د قاچاقو په وړاندی د مؤثری مبارزی لپاره د اروپايی هيوادونو ترمنځ يو پروتوکول لاس ليک شو، چی ددي پروتوکول په اساس په اروپايي هيوادنو کی د انسانانو د قاچاق محکوم شو.
خو دا چی دغه پروتوکول ځينی خلاګاني او نواقص درلود اوتر ټولو لويه خلا يي داوه چی دغه پروتوکول يواځی د سپين پوستانو څخه ملاتړ کړی ؤ، پداسی حال کی چی د تورپوستانو قاچاق په دغه وخت د سپين پوستانو دقاچاق په نسبت څو چنده زيات ؤ. هماغه وه چی په ۱۹۱۰ کال کی يو بل پروتوکول د اروپايي هيوادونو لخوا لاسليک او د ۱۹۰۴ کال د پروتوکول ضميمه شو، ترڅو د ۱۹۰۴ کال د پروتوکول خلاوی رفع کړی.
د ۱۹۲۳ کال د ډسمبر په ۳۰ يو بل قرارداد هم د انسانانو د قاچاق د مخنيوی لپاره د اروپايي هيوادونو لخوا امضاء او د ۱۹۰۴ کال د پروتوکول ضميمه و ګرځيده، تر دی دمه ټول پروتوکولونه سيمه ايز جنبه درلود.
په کال ۱۹۳۳ کی د ملتونو د ټولني د ښځو او ماشومانو کميټی لخوا يو بين المللی قرارداد ترتيب شو او د ښځو او ماشومانو قاچاق يی منع اعلان کړ.
په کال ۱۹۴۹ کی د پورتنی څلور واړه پروتوکونو د اصلاح لپاره يو بل پروتوکول د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا تصويب شو، دغه قرارداد يو مشکل درلود او هغه دا وه چی د اشخاصو د قاچاق او ځان خرڅوونی (جنسی آميزش) لپاره تعريف نه درلود.
په کال ۲۰۰۰ کی وه چی د ملګرو ملتونو د سازمان د پرلپسی هڅو په نتيجه د ايټاليی د پالرمو په ښار کی يو نړيوال کنوانسيون د ۱۳۳ هيوادنو لخوا امضاء شو چی په دغه کنوانسيون د پرمختللو جرايمو په اړه د ملګروملتونو کنوانسيون په نوم ياديږی پدی کنوانسيون کی د انسانانو د قاچاق په اړه ځينی مواد شتون درلود او د لمړی لپاره د انسانانو د قاچاق جرم پدی کنوانسيون کی تعريف شو.
بالاخره د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۵ نيټه د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا يو بل پروتوکول چی د انسانانو د قاچاق د مخنيوی او مبارزی په نوم ياديږی ترتيب شو، چی ددغه پروتوکول د اشخاصو قاچاق د جرم په اړه په هراړخيز ډول معلومات لری.
د بشر د حقوقو نړيوالي اعلاميي په ۴ ماده کی هم د انسانانو قاچاق، اخسيتل او خرڅول د برده په څير منع اعلان شوی دی.
لکه څرنګه چی تاسو ټولو ته بهتره معلومه ده چی د اسلام مبارک دين يو شامل او کامل دين دی او د ژوندانه ټولو برخو ته احکام لری، د اسلام مبارک دين د انسانانود قاچاق او همدارنګه د انسانانو د اخيستلو او پلورلو په هکله ۱۴۰۰ کاله وړاندی خپل دريځ روښانه کړی، د اسلام دغه دريځ د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) له دغه قول څخه را په روښانه توګه راڅرګنديږی.
(( زه د هغه چا دښمن يم چی آزاد انسان وپلوری يا يی و پيري)).
د انسانانو د قاچاق د جرم مجازات په افغانستان کی
د ۱۳۸۷ کال څخه مخکی د انسانانو د قاچاق او اختطاف جرايمو ته د ۱۳۵۵ کال د جزا قانون له مخی رسيده ګی کيده، خو دا چی د ۱۳۵۵ کال د جزا قانون پدی اړه بشپړ مواد نه درلود او دغه جرايم يي په هر اړخيز ډول تر څيړنی لاندی نشو نيولای، د افغانستان دولت اړينه و ګڼله چی په دغه برخه کی يو جلا قانون وضع کړی. هماغه وه چی د انسانانو د اختطاف او قاچاق په وړاندی دمبارزی قانون د ۱۳۸۷ کال د سرطان په ۲۵ باندی د افغانستان د ملی شورا لخوا په ۴ فصلونو او ۲۳ مادو کی تصويب شو. او س ددی قانون له مخی د انسانانو د قاچاق د جرم مجازات بيانوو.
اتمه ماده( لمړی بند): دانسانانو د قاچاق د جرم مرتکب په اوږود حبس چی د اتو کالو څخه زيات نه وی محکوميږی.
دوهم بند: که مجنی عليه طفل يا هم ښځه وی، مرتکب په اوږود حبس چی د ۱۲ کالو څخه کم نه وی محکوميږی.
دريم بند: که چيری د قاچاق عمل سره د زنا او لواط عمل صورت موندلی وی، د قاچاق د جرم د مجازاتو سربيره د زنا او لواط په جزا هم محکوميږی.
نهمه ماده: که چيری د قاچاق د جرم سره د شخص د بدن غړی پری شی، د عمدی جرح په حزا؛ او که چيری د شخص د مړينی سبب وګرځی مرتکب د عمدی قتل په اټکل شوی جزا محکوميږی.
يوولسمه ماده: که د شخص د قاچاق جرم د حکمي شخص پواسطه صورت نيولی وی، د فاعل او شريکانو د مجازاتو سربيره، حکمی شخص د پنځه ميليونه افغانيو په نغدی جريمی او د فعاليت د جواز په سلبيدو محکوميږی.
دولسمه ماده: که چيری د انسانانو د قاچاق جرم د يوی جنايتکاری ډلی پواسطه صورت ومومی، مرتکب يا مرتکبين د اټکل شوي جزاء په حداکثر مجازات باندی محکوميږی.
پنځلسمه ماده: د انسان د قاچاق د جرم اهمال کوونکی په متوسط حبس محکوميږی.

اخذ ليکونه:
1- دعدليي وزارت ،د انسانانو د اختطاف او قاچاق په وړاندی دمبارزی قانون، رسمي جريده، ګڼه ۹۵۲، کابل افغانستان.
2- ملګری ملتونه، د پرمختللی جرايمو په وړاندی مبارزه کنوانسيون، پالرمو، ايټاليا ۲۰۰۰ کال..
3- ملګری ملتونه، د انسانانو د قاچاق د مخنيوی او مجازاتو پروتوکول ، عمومی اسامبله، نيويارک، ۲۰۰۵ کال.
4- د جمعيت مجله،ګڼه ۶۹ او ۷۰، ايران، کال ۱۳۸۸
5- http://sedayiran.com/fa/news/
6- https://www.facebook.com/DanstnyHayHqwqyAzLablayQwanynAfghanstan/posts/549652418419719