د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمهوررئیس احمدزي ته د سمنګانو ولایت انځور

شریف 20.10.2014 00:39

چهارشنبې ورځ ماسپښین مې له کابل ښار څخه په یوه سراچه ډوله موټرکې د سمنګانو په ولایت کې د یوه دوست حاجي سیف الدین چې په خټه ازبک دی، لیدو او هغه ته د ځوانیمرګ زوی اکرام الدین فاتحې لوستو ته روان شوم. په دغه سفر کې راسره نور ملګري هم وو. له ټولو ملګرو لا زیات نږدې د ژوند ملګرې یعنی خپله کډه هم راسره وه. د شپې څه ناوخته د سمنګانو ولایت ورسیدو. حاجې سیف الدین او دده د کورنۍ نور غړي او خپلوان را ته په دروازه کې د ښه راغلاست ویلو لپاره ولاړ وو. له روغبړ وروسته مې د حاجې سیف الدین د ځوانیمرګ زوی فاتحه او دعا ولوستله او له هغې وروسته مو د ماخوستن ډوډۍ وخوړه او ویده شولو. سهار چې مو لمونځ وکړ او سهارنی مو وخوړ، حاجي سیف الدین راته د خپل زوی د مرګ غم لړلې کېسه اوپه همدې موضوع پورې تړلی د حکومتي چارواکو د ناروا او کرغیړن چلند په داسې معلومات راکړل:
زه په کورکې نه ووم چې دوکان ته را پسې تلیفون وشو چې راشه زوی دې ځان وژلی دی... سمدلاسه له دوکان کورته راغلم او خپل زوی مې ولید چې ځان یې د باغ په یوه څنډه کې په پړي را ځړولی دی. اکرام الدین مو را کوز کړ، تردې دمه یې هم د زړه درزا او خوځښت د حس کیدو وه او په بېړه مې په موټر کې د سمګانو ولایت دولتي روغتون ته ورساوه. هلته ډاکټرانو پرې خپل زده تمام کړل مګر الله تعالی د اکرام الدین د ژوند د پای ټکی هماغلته پوره کړی وه.
کله چې کورته را غلم نو په ما پسې جوخت د جنایی کسان هم راغلل او له ما، داکرام الدین له مور او زمونږ له بزګر نه یې هم پوښتنې او ګرویږنې وکړې. په سبا باندې مې خپل زوی خاورو ته وسپاره او له هماغه ورځې زما ځوریدنه پیل شوه... هره ورځ یا یوه ورځ نه بله ورځ به را پسې جنایي احوال را واستاوه چې دا زوی خو تا پخپله وژلی دی... که چیرې مونږ دغه شان د پولیسو محضر ولیکو نو بیا تاته سخت مشکل جوړوي. ته راشه چې سره جوړ یې کړو... ته خو پوهیږی او مخور سړی یې چې زمونږ نه هم پوښتنه شته او بل داچې دا نور لوړ کسان خو هم پیسې غواړی... ته راشه او څه وکړه چې دا قضیه خلاصه شي. ما به له ځانه سره وویل چې: خدایه یوخو مې زوی له لاسه ورکړ او بل دا وګوره حکومتي چارواکي مې د خپل زوی غم او دعاء تغر ته هم په کراره نه پریږدي.
له پولیسو وروسته د څارنوال صاحب وار شو. هغه زمونږ شناخته او آن څه ناڅه دوستۍ مو هم لرله او څوځله ما ورته د تنګ لاسۍ په وخت کې نغدې پیسې هم ورکړې وې. څارنوال وروغوښتلم. زه هم په ډاډه زړه ورغلم او له ځانه سره مې ویل چې ځه دا خو یو خپل او دوست دی او بل له راپېښې بدې او غم لړلې کیسې هم ښه خبر دی، مرسته به راسره وکړي.
کله چې د ولایت ښاري څارنوالۍ ته ورغلم نوموړی څارنوال را مخې راغی او راته ویې ویل: راځه حاجې صاحب دې شعبې ته راځه او بیا یې را ته وویل چې سخته بده پېښه درته وشوه خدای دې صبر اوزغم درکړي. له دې وروسته یې رانه په ډانګ پیلو ټکو د پیسو غوښتنه وکړه. اوراته ویې ویل چې ستا د پولیسو په محضر کې همدا ته د خپل زوی په قتل متهم یې او که څه را نکړې نو خامخا په ۳۹۵ مادې ته برابر شې! زه هک پک شوم چې دا لږ مخکې یې څه ویل او اوس څه وایې؟
ما هم د الله تعالی په توکل سره ورته وویل چې بس څارنوال صاحب چې کومې مادې ته مې برابروې هغسې وکړه خو په خدای سوګند چې یوه افغانۍ به هم درنکړم... پریږده چې ما هم د کرزي صاحب قانون اعدام کړي او له خپل ځوانیمزګ زوی سره یوځای شم. څارنوال راته داسې کوز بروکتل او ویې ویل: بیا به آرمان کوې اوڅه به په لاس نه درځي.
حاجې سیف الدین همدا کیسه له ماسره شریکه کړه او ما هم ورته وویل چې یوه افغانۍ هم چاته ورنکړې... خدای مهربانه دی ته لږ صبر وکړه او دلته کابل کې ما سمدلاسه زما یوه دوست او مخلص ملکزي صاحب ته زنګ وواهه او کیسه مې ورته وکړه. هغه هم را په ځواب کې وویل: اوس خوهمدا حال دی... خو د سمنګانو د ولایت د ښاري اواړوند ادارې د څارنوال نوم او د اړیکې شمېره را کړه زه به وګورم که مې څه اړیکه ورسره پیدا کړه.
بیرته ما ته ملکزي صاحب زنګ وواهه او راته ویې ویل چې دا کس خو زما شاګرد ځان بولي او دمرستې اوسم چلند ژمنه یې راسره وکړه. زه هم سخت زیات خوشحاله شوم او ښاغلي حاجې سیف الدین ته زنګ وواهه او څه چې تېر وو ورته ومې ویل.
لنډه داچې له څه پیسو اخیستلو وروسته د لومړۍ محکمې او استیناف یا مرافعې محکمی له خواهم ورته براءت وکړل شو. دا کيسه مې چې واوریدله د سمګانو ولایت د روغتیا ریاست ته ولاړو چې ډاکټر صاحب عبدالحمید وګرو.
ستاسې سره دا پوښتنه وي چې ډاکټر عبدالحمید څوک دی؟ دا یو په ځان ډنګر او غنم رنګی منځ ونی سړی دی چې په خټه را هزاره ښکاریږی او په مذهبي لوري د افغانستان د اسماعیوو له فرقی دی. د روغتیا په برخه کې یې ښې زیاتې لوړې زده کړې کړي دي او د کرزي صاحب د حکومت له پیل څخه تراوسه د سمنګانو ولایت د روغتیا عمومي رییس دی.
د ښاغلي ډاکټر عبدالحمید ریاست ته ورغلو... په زیاته ګڼه ګوڼه کې مو له ده سره ولیدل، زما لپاره ډیره په زړه پورې دا وه چې یوې سپين سرې میرمنې د هغه د دفتر خيښه وکړنګوله او ډاکټر عبدالحمید ته یې د وروتلو اشاره وکړه او کله چې دی ورووت نو هغې ورته وویل چې دا وګوره دا دارو زما لپاره سم دي او که نه؟ هغه په مسکا ورته ویل هو همدا ستا د ناروغۍ دارو دي.
کله ما د سمنګانو ولایت دولتي روغتون ولید په الله تعالی باور وکړی چې زمونږ په کابل کې له وزیر محمد اکبرخان روغتون څخه زیات پاک او هرڅه پکې په نظم وو. له دې ورسته ما د ډاکټر عبدالحمید د حالت پوښته وکړه اودهغه اړه داسې معلومات راکړل شول:
ډاکټرصاحب عبدالحمید ډیر ښه پوه او زړه سواندی ډاکټر دی. مسکین هیڅوک نلری... ښځه، اولاد، کورنۍ او داسې نور یې نشته، له سهار تر ماښامه همدلته وي بیا ځي خپل پلارني کورته او هلته ورته ګاونډي څه پاخه کړي وي هغه خوري او بیا چې شپه سهار بیا راځې روغتون ته او دخلکو خدمت کوي. کله چې ماښام خپل کورته په دولتي موټر کې لاړ شي، موټر بیرته شفاخانې او ریاست را لیږی او هلته دروي.
ډاکټر صاحب عبدالحمید له دې سر ټکاوه چې والي صاحب پدې خبر شوی چې څو میلیونه پیسې راغلې دي نو زما برخه به پکې څنګې شي؟ دا خو لا پریږده چې والي صاحب ورته د منفکۍ مکتوب په لاس ورکړی او ورته ویلی یې چې ورځه چې په کومه لاره راغلی یې په هماغه بیرته کابل ته لاړ شه او زه تا د سمنګانو ولایت د روغتیا درییس په توګه نه منم.
ما ورته وویل چې ډاګتر صاحب ته خپل صداقت کوه الله تعالی به دې تل ساتي او ته وار مه خطا کوه خدای به خیر کړي، اوس خو ډاکټر صاحب محمد اشرف غني راغی او دی خو له لومړي سره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې خبره کوي. هغه زما ملګري ته داسې ناهیلي وکتل او ویې ویل خدای پوهیږي چې څه به وشي.
ډاکټر صاحب احمدزیه!
اوس ته فکر وکړه چې تاته څومره کسان د هیلو او امیدونو ځولۍ غوړولې دي؟ د څومره مظلومانو او بېوزلو سترګې تاته پرانیستې پاته دي؟ او تا هم د مخلوق په وړاندې ځان د الله تعالی په وړاندې مسؤول او تر پوښتنې لاندې بللي وو. اوس وار ستا دی چې ددغه شان نااهله او بېکاره کسانو او چارواکو سره څه کوې؟
یو شي ښه یاد لره که چېری ته هم د کرزي صاحب په شان داړه ماران له ځان را چاپېر کړې او د ولس غوښتنو ته سم ځواب ورنکړې نو ددې ولس د آرمانونو دوهم قاتل او غاصب به ته وې.
مونږ خپل ځانونه نه درنه وباسو. مونږ هم ستا سره اوږه به اوږه یو ځای ددغه ناخوالو په ورکولو کې مل یو. ملا دې تړو او دالله تعالی د رضا لپاره درسره ولاړ یو. ترهغه پورې چې ته دخپل هیواد، خلکو او الله تعالی په وړاندې مخلص وې مونږ ستاسره یو او کله چې دې له دې یون څخه ځان ویوست نو بیا مونږ مه شمېره او نه له تاسره یو. دالله تعالی په خاطر ددې خلکو پوښتنه وکړه او دخپلې ژمنې سره لږ تر لږه د مظلوم حق له ظالم څخه واخله او مظلوم ته یې وسپاره.
کابل– افغانستان