د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسپوږمۍ تندرنیونه (Blood Moon) او له پنځه پیړیو څخه د یهودانو انتظار

پوهیالی رسول خان امیني 18.10.2014 18:23

کله چی ځمکه ، لمر او مریخ په یوه مستقیم خط واقع شي نو سپوږمۍ په مکمل ډول سور رنګ غوره کوي، چې داډول تندر نیونه د (Blood Moon) په نوم یادیږی. دغه پېښه په ډیر ندرت سره واقع کیږی. ځینې خلک دې ډول تندر نیونې ته د نړۍ د ختمیدو او عیسی (ع) د راتګ په نظر ګوري خو د نړۍ یهودان دې ډول تندر نیونې ته د ښه پال په نظر ګوري او د نړۍ د بادشاهي د لاسته ورتلو پیلامه یې ګڼي. د امریکا فضایي ادارې یا ناسا منلې، چی دا ډول د سپوږمۍ تندر نیونه به په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په وقفه یي ډول څلور ځلي ولیدل شي ددې پیښې په رامنځته کیدو سره د نړۍ یهودانو په غیر محسوس ډول په ټوله نړۍ د حکمراني کولو خبره راپورته کړې ده.
د روان کال د اپریل په شلمه او بیا د اکتوبر په اتمه دا ډول تندر نیونه رامنځته شوه او دا به ترهغه وخته پوری دوام ومومي ، چې ترڅو د مریخ او ځمکې تر منځ فاصله نهه کروړه او شل میله نشي. د سپوږمۍ تندر نیونه یا Blood Moon په تیرو پنځو پیړیو کې درې ځلي رامنځته شوې ده. د یهودانو په مقدس کتاب (تالمود) کې لیکلي دې، چې دا ډول تندر نیونه د اسرائیلو لپاره بد شګون لریي؛ خو د دوی په عقیده دا د غم نه وروسته دفتحې علامه ده، نو ځکه له کلونو راهیسې دا ډول پېښی ته متوجه او په انتظار کې دي.
لومړی ځل په ۱۴۹۲-۱۴۹۳ کال، چې کله دا ډول سپوږمۍ تندر ونیوله ، هسپانیه د ملکه ازابیلا او فرډیننډ لخوا فتح شوه نو یهودان او مسلمانان یې په زوره عيسویت ته اړویستل او که څوک به نه عيسوي کیدل وژل به یی او یا به یې غلامانول او یهودان یې د شنبې په ورځ کار کولو او د خوک غوښې خوړولو ته په زوره اړ ویستل.
په دوهم ځل په کال ۱۹۴۹-۱۹۵۰ میلادي کې دا پېښه رامنځته شوه، چې په دې وخت کې د اسرائیلو دولت منځته راغی او په عین وخت کې عرب سره یوځای شول او په اسرائیلو يې حمله وکړه.
درېیم ځل ۱۹۶۷-۱۹۶۸ کلونو کې څلور ځلي سپوږمۍ تندر ونیوله په دې وختونو کې دعربو او اسرائیلو تر منځ جنګ رامنځته شو او د اسرائیلو د کومک لپاره امریکا میدان ته راودانګل، چې په دی ډول وروسته له دوه زره ۲۰۰۰ کلونو څخه اسرائیلو بیت المقدس تر خپلې ولکې لاندې راوست . اوس دی نوی پېښې یو ځل بیا د اسرائیلو امید زیات کړ تر څو په ټوله نړۍ د خپلې حکمرانۍ جنډه لوړه کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې په نړۍ کې هر ډول وحشت او فساد پیل کړی دی.
د یوویشتمې پیړۍ لومړی تندر نیونه ۲۰۱۴ د اپریل په شلمه په داسې وخت کې پیلیږي، چې یهودان به اوه ورځني مذهبي مراسم د یدش په نامه جریان درلود په کومه ورځ، چې یهودان خپله مخصوصه مذهبي ډوډی خوري. بله تندر نیونه د اکتوبر په اتمه، چې دا هم د یهودانو د مذهبي ورځې داسکوټ په نامه وه، رامنځته شوه. ددې مراسمو اخري ورځ د کپور په نامه یادوي دا هغه ورځ ده، چې یهودان د مصر نه د سینا دښتې ته راغلي وو او څلویښت کاله یې په خوارۍ او دربه درۍ کې تیر کړل.
په راتلوونکي ۲۰۱۵ کال کې، چې کومې تندر نیونی کیږي په عین وخت یعنې لومړی د یدش په ورځو ۴ د اپریل او دوهمه د اسکوټ په ورځو ۲۸ د سپتمبر کې منځته راځي، چی په دې سره اسرائیل د خپلې هغې فلسفې له مخې، چې لومړی غم بیا خوشحالي ده په ۲۰۱۴ اکتوبر په دوهمه په غزه کې ددې لپاره حمله وکړه ترڅو د مسلمانانو عکسل عمل و ازمویي او په نړیواله کچه هم دا خبرې روانې دي چې اوس امریکا ددې طاقت نلري چې په نړۍ کې امنیت راولی اوس باید اسرائیل تقویه او حمایت شي چې دهشت ګردي له منځه یوسي او په دې ډول هغه خپلې څلورمې موخیې ته، چې مولوی مودودي په ۱۹۹۱ د اپریل ۱۶ په ( اسلام اور مغرب ) په نوم مضمون کې لیکلي :
هغه لیکي اوس د اسلامي نړۍ لپاره چی کوم خطر مواجه دی هغه د یهودانو څلورمه پروژه ده د کومې لپاره یې چې ۲۰۰۰ کاله انتظار کړی او ۹۰ کاله کیږي، چې پرې کار روان دی او دا پروژه دوه لویې موخې لري. لومړی د اقصی جومات ړنګول او پرځای یی د سلیمان (ع) تخت جوړول او دوهم د هغې ټولې ساحې نیونه، چې اسرائیل یې خپل میراث ګڼي.د اسرائیلو پارلمان یې داسې وړاندوینه کړې ده، چې د نیل د سیند څخه تر فراد پورې د مصر ، اردن ، شام ، لبنان او د عراق لویه برخه ، د ترکیې جنوبي سیمه او تر مدینې منورې پورې د حجاز ټوله ساحه په برکې نیسي.
ددې خطرونو‎‎ د مخنیوي لپاره باید اسلامي نړۍ سره یو موټی او د فلسطین خاوره د یهودانو له منګلولو څخه خلاصه کړي ځکه چې نه یواځې د اقصی جومات بلکه مدینه منوره به هم ددې خطر څخه په امان کې پاتې نشي. خو موجوده حالاتو ته په کتو سره اسلامي دولتونه داسې په خپل منځ کې سره مخالف دي، چې مصر ، متحده عرب امارات ، اردن ، کویت او نور د اسرائیلو سره د حماس ډلې په له منځه وړلو کې ملګري دي او امریکا د شام په ملګریتوب په مصر کی داخوان المسلمون حکومت له منځه یوړ.
له یو طرف نه امریکا او اسرائیل، عربي ملکونه د خپلو مقصدونو لپاره استعمالوي له بله پلوه د د دوی په لاس داخستل شوي میډیا پواسطه همدا حکومتونه ذلیلوی او دنیا ته یې داسې معرفي کوي، چې د مسلمانانو حکمرانان د اسلامي امت د مسایلو په حلولو کې پاتې راغلي او د خپل موقف د ساتلو لپاره د هرچا پواسطه استعمالږی.بله موخه یې په اسلامي نړۍ کې د مختلفو ډلو رامنځته کول، چې په مخامخ ډول یې مخالفت کوي خو د پردې ترشا د دوی پواسطه تمویلیږي او مسلمانان یې په خپلو منځنو کې د یو بل مرګ ته ټوپکپه لاس درولي تر څو دوی خپل پروګرامونه پر مخ یوسي،چې د هغوی له ډلې د حرمین الشریفین شاوخوا ۳۱ اډې جوړې کړي دي او بل یې په سره بحیره (Red Sea) قبضه لګول دي، چې د سرې بحیرې په ختیځې څنډې داسلام دوه مهم مرکزونه مکه مکرمه او مدینه منوره پرتې دي او په تاریخي ډول هم معلومه ده کله، چی ابرهه د مکې د ړنګولو نیت کړی وو نو دهمدې لارې یې په بیت الله شریف حمله کوله او الله ج د همیشه لپاره ذلیله کړو.
د حدیث شریف څخه هم معلومیږي پیغمبر صلی علیه وسلم فرمایيي: د قیامت نه مخکې کوم کافر، چې د حبشې له لوري په بیت الله ج شریف حمله کوي د سرې بحیرې نه به تیریږی.
همدا وجه ده اسرائیل هم په یوداسې پروژه کار کوي، چې د هغه له مخې هغوی په احمر بحیره حمله وکړي او دهغې نوم د یهودو په بحیره بدل کړی.
د سپوږمۍ تندر نیونه د اسلامي امت لپاره هم یو خبرداری دی؛ ځکه رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي: د لمر او سپوږمۍ تندر نیونه د الله ج د نښانو څخه دي،چې د هغې پواسطه خپل بندګان ډاروی. نن او سبا د مسلمانو تر منځ اختلافات زیات شوي ، فساد اوج ته رسیدلی، د ځوانانو نظریات د هغو میډیا پواسطه، چې غرب یې مالي لګښت ورکوي خراب شوي او اسلامي ټولنه سره د ډیرو امکاناتو او طبعي ذیرمو په غربت کې ژوند کوي او د اقتصادي استعمار ښکار دي. ددې ټولو بدبختیو د له منځه وړلو لپاره باید سره یو لاس شو. خپل اولادونه او ځوانان د اسلامي اعتقاداتو او دغربي او یهودي شومو اهدافو څخه خبر کړو ترڅو دحق د مبارزی لپاره اماده واوسي کنه خدای مکړه په شاتو کې به ذهر وخوري.

ژباړه او زیاتونه: پوهیالی رسول خان امیني