د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د احمدضیاء بریالي إستشهاد

عبدالله آشنا 18.10.2014 10:54

الحمد لله الذی فرق الحلال والحرام فی دینه والصلاة والسلام علی رسوله محمد الذی بلغ الرسالة وأدی الأمانة ونصح الأمة وعلی أله وصحابته الکرام ومن اهتدی بهدیه الی یوم الدین اما بعد:
ګرانو مسلمانانو او مؤمنانو وروڼو او خویند!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دالله تعالی تقدیر ووچې د چهارشنبې په ورځ مې د انټرنټ په یوه پاڼه باندې د ښاغلي احمد ضیاء ورور د لیکلي کتاب یوه برخه تر سترګو شوه چې د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې یې د ښاغلي استاذ سیاف وینا ته غبرګون ته ورته ځواب په شکل کې خپره شوې او په حقیقت کې دا لیکنه د یوه کتاب (استشهاد که انتحار) څخه یوه برخه وه. دا لیکنه مې چې کله ولوستله د ښاغلي سیاف د وینا د اوریدو تربدو اغیزو یې لازیات درمن کړم او په هماعه آن مې له ځانه سره د الله تعالی په توکل کلک هوډ وکړ چې باید سمدلاسه دواړو یادو شویو ښاغلیو ته ځوابي لیکنه وکړم.
کومه وینا چې ښاغلي استاذ عبدالرب الرسول سیاف د شهید د اوونۍ په ناسته کې وکړه او یا یې په خپله وینا کې له کومو الفاظو څخه کاراخیسته له ورایه دا ترېنه جوته وه چې ښاغلي له دغه شان حملو خورا زیات او بې کچې وېرېدلی او ترهېدلی دی. د ده د استوګنځي او آن په ټول پغمان کې خلک ددې ګواهي ورکوي چې هغه امنیتی تدابیر چې ددې موخې لپاره چې د استاذ سیاف ژوند خوندي وي، هرځای او په تېره بیا دده دکور سره خو د ټول افغانستان د ځواکونو د مرکز په شکل لا له ورایه جوتیږي.
زه له استاذ سیاف سره پدې نه یم یوخوله چې ځانمرکی برید په اسلامي شریعت کې حرام او ناروا عمل دی هغه هم ددې لپاره چې په کوم شکل استاذ په مبارکو آیتونو او سپېڅلو احادیثو باندې استدلال کوي. د ده دجهاد له دورې دا عادت دی کله د یوه شي په وصف/ مدحه کې او یایې په بدویلو او بدبللو کې خپله ژبه را خلاصه کړه نو الله تعالی دې خپل مخلوق ترینه وساتي.
دقرآنکریم او نبوي سپېڅلو احادیثو تعبیر، مدلول، مصداق، معنی او مفهوم داسې دخپلې موخې لپاره کارولی شي چې په اوسنۍ زمانه کې به دبل مخلوق په وسه پوره نه وي، که یې په وسه هم پوره وي نو له خدای جل جلاله څخه به لږ حیاء او شرم ورته ودریږي. ډیر وخت چې کله دی په وینا ګرم شي بیا داسې څه هم وایې چې لږ موده وروسته بیا دهغې برعکس کار یا وینا هم ترینه اوریدل کیږي. په هرحال، زه غواړم خپلې اصلي موخې ته راوګرځم.
غواړم د استاذ سیاف په فتوی نه بلکه مونږ او تاسې ګرانو لوستونکو په خپله دالله تعالی کتاب او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم سنتو ته سر ولېرې کړو او په خپله د خپل ځان لپاره د اسلامي شریعت په ړڼا کې داسې لاره اوچاره غوره کړو چې د قیامت په ورځ مو پرې د الله تعالی، ځان او ولاړ مخلوق په وړاندې سر او سترګې ښکته نه وي.
دهر څه څخه مخکې غواړم چې دإستشهاد او إنتحار اصطلاحاتو/ مصطلحاتو تعریف او معنی یاده کړم:
إستشهاد:
دغه کلمه د عربي ژبی د صرف په علم کې د ثلاثي مزید لسو بابونو څخه یو باب دی او معنی یې لکه څرنګه چې احمد ضیاء بریالي ورور یاده کړیده ده چې :دالله تعالی په لاره کې شهادت ته استشهادي عملیات وایې، خبره داسې نه ده. بلکې ددي کلمې معنی دا ده چې انسان په خپله خوښه او په خپله اراده سره دځان لپاره مرګ یا دبریالي صاحب په اصطلاح شهادت وغواړي، دغې ته استشهادی عملیه ویل کیږي. د إستشهاد کلمه د إستفعال له باب څخه ده. بله مهمه خبره دلته ددې کلمې په معنی کې داده چې دلته مرګ یا شهادت ته رسیدل په خپله د انسان یعنی اراده کوونکی په لاس کې بلل کیږي اما په عادي حالاتو کې داسې نه وي. استشهاد له الله تعالی څخه شهادت غوښتلو ته وایې خو ځان ته پخپله اداره شهادت نشو ورنصیب کولای، بلکې مونږ به خپل وسایل کاروو، له خپلو امکاناتو به کاراخلو هغه هم پداسې ډول چې له لومړي سر نه مو مرګ سل په سلو کې یقیني نه بلکه د الله تعالی په اراده او خوښه پورې تړلی وي. د استشهاد یا شهادت غوښتنې کلمه دپخوانیو علمای کرامو په متنونو او پاتې شویوآثارو کې نه لیدل کیږي. باید په یاد ولرو چې د بارودي واسکټ اغوستل، په چاودیدونکو توکو بار د نقلیه وسایطو لیږد او یا آن په خپل بدن کې د چاودیدونکو توکو ځای پرځای کول او په خپله اراده د هغو ټولو الووځول هیڅکله هم د شهادت غوښتنې شرعي اوفقهی عمل ندی چې دلایل او د احمدضیاء بریالي ورور شبهو ځواب به هم لږ وروسته ذکر کړو.
إنتحار: دا کلمه هم د إنفعال څخه ده او دا کلمه هم د صرف د علم په ثلاثي مزیدو بابونو پورې اړه لري او معنی یې په خپلې ارادې او قصد سره د خپل ځان وژنه ده. په انګلیسي ژبه کې ورته (Suicide) او په لاتیني دود او ژبه کې ورته (Suicidium, sui caedere) وایې. د انتحار یا ځان وژنې په هیڅ یوه تعریف کې داسې ندې راغلي چې دا ډول جرمي عمل یا کړنه هغه وخت انتحار یا ځان وژنه بلل کیږی چې له ناهیلۍ، ناکامۍ او داسې نورو را پورته شوې وي. بلکې هغه ډول ځان وژنه چې دالله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو پرته هم را منځ ته شي انتحار او ناروا ځان وژنه ده.
ګرانو لوستونکو اوس هغه دلایلو ته مخه کوو چې ځاوژنه ناروا او حرامه بولي:
۱- الله تعالی په سورت النساء کې فرمایلي دي:(وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ) النساء،29
ژباړه: تاسې خپل ځانونه مه وژنئ، بې شکه الله تعالی په تاسو مهربانه دی.
د دې مبارک آیت په تفسیر کې ابن کثیر رحمة الله علیه د حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه څخه داسې روایت کړی دی: عمروبن العاص رضی الله عنه احتلام شوی وو، کله چې را پاڅیده نو تیمم یې وکړ او ورسره ملګرو صحابه کرامو ته یې دجماعت امامت وکړ. کله چې هغوی رضوان الله تعالی علیهم اجمعین مدینې ته راغلل نو صحابه کرامو دغه موضوع رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندې کړه. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له حضرت عمروبن العاص رضی الله تعالی عنه نه پوښتنه وکړه چه : داسې دې ویل کړي دي؟ هغه مبارک ته ځواب ورکړ: له خورا سړو ویریدم چې مړ به مې کړي او لکه څرنګه چې الله تعالی فرمايې: (ولاتقتلوا انفکسم ان الله کان بکم رحیما) آیت یې تلاوت کړ، رسول الله صلی الله علیه ورته نور څه ونه ویل. له دې وروسته ابن کثیر رحمة الله علیه بیا هغه حدیث هم راوړي چې له حضرت ابوهریرة رضی الله عنه نه روایت دی: مَنَ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِي يَدِهِ يَتَوَجَّأُ بِهَا فِي بَطْنِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا وَمَنْ شَرِبَ سَمًّا فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ يَتَحَسَّاهُ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا وَمَنْ تَرَدَّي مِنْ جَبَلٍ فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ يَتَرَدَّي فِي نَارِجَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا )
ژباړه: هغه چا چې خپل ځان په وسپنه وواژه نو وسپنه به یې په لاس کې وي او دوزخ په اور کې به تل ترتله پرې خپله ګیډه وهي او تل به په دوزخ کې وي، چا چې زهر وڅښل او ویې واژه نو په جهنم کې به په همدې ډول تل ترتله وي، چا چې ځان له غره څخه را وغورځاوه او ځان یې وواژه نو دی دی به تل ترتله په دوزخ کې راغورځیږی. داحدیث متفق علیه حدیث دی خو په صحیحینو کې په مختلفو الفاظو روایت شوی دی.
ابن کثیر رحمة الله علیه په همدې بهیر کې بل حدیث هم له حضرت ابوهریره څخه روایت کوي:( من قتل نفسه بشیء عذب به یوم القیامة) متفق علیه
ژباړه: چا چې ځان په کوم شي وواژه، په همغه شي به ورته دقیامت په ورځ عذاب ورکول کیږي.
بل حدیث په همدې اړه ابن کثیر رحمة الله علیه له جندب بن عبدالله البجلی نه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: (کان رجل ممن کان قبلکم وکان به جرح، فأخذ سکیناً نحربها یده، فما رقأ الدم حتی مات، قال الله تعالی: عبدی بادرنی بنفسه، حرمتُ علیه الجنة).
ژباړه: ستاسې څخه مخکې په خلکو یو سړی وه او هغه ټپي وو، نو په چاړه باندې یې خپل لاس پرې کړ، کله یې چې وینه ولاړه نو مړ شو، الله تعالی وفرمایل: زما بنده له مانه مخکې والی وکړ، ما په هغه باندې جنت حرام کړی دی.
له دې ورسته ابن کثیر رحمة الله علیه لیکي، همدا لامل دی چې الله تعالی فرمایي:( ومن یفعل ذلک عدواناً وظلماً ) چا چې دغه شان کړنه په تیري او ظلم سره ترسره کړه نو الله تعالی وایي:( فسوف نصلیه ناراً وکان ذلک علی الله یسیرا) نو مونږ به هغه کس اورته ورداخل کړو او دغه شان کړنه الله تعالی ته آسانه ده.
۲- الله تعالی د بقرې په سورت کې فرمایي: (وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ)البقرة،195
ژباړه: تاسې په خپلو لاسونو ځانونه هلاکت (وژنې) ته مه اچوﺉ، او تاسې نیکي وکړﺉ، له شکه پرته دالله تعالی نیکي کوونکي خوښیږي.
داسې ډیر نور آیتونه هم شته چې له ظاهري متن او یا یې له دلالت او مفهوم څخه دا جوتیږي چې خدای جل جلاله خپل بنده ګان او په ځانګړې توګه مسلمانان له دې په کلکو ټکو منع کړي چې ځانمرګي عمل او کړنې ته لاس واچوي.
اوس له دې لږ دلایلو وروسته راځم او د احمد ضیاء ورور مضمون او دهغه له کتاب نه نقل شوی لنډ متن ته ځواب ورکوم:
۱برخه متن:- دلته يو ټكي دپام وړ دي، هغه دا چې له جهاد نه يوازينۍ موخه دا نه ده چې مسلمانان دې پكې شهيدان شي، د جهاد تر ټولو ستره موخه د الله جل جلاله د دين لوړول او د كفر له منځه وړل دي، هو شهادت د جهاد له موخو نه يوه موخه ده ځكه هغه درجې چې الله جل جلاله په جنت كې د شهيدانو لپاره ټاكلې او غوره كړې دي، هغه پرته له شهادت نه په بل څه نه تر لاسه كېږي، نه په علم ترلاسه كېږي، نه په ذكر، نه په لمانځه، نه په روژه، نه په حج او نه هم په نورو عبادتونو، هو په هغه وخت كې چې جهاد فرض عين وي.
ځواب: جهاد په اصطلاحي تعریف کې هر هغه عمل، قول او کړنې ته وایې چې د الله تعالی کلمه پرې اوچته او له هغې پرته هر بل طاغوتی او کفری شخص، عمل، قول، کردار او رسم او رواج پرې د انسان له ژوندانه څخه لیرې او محوه شي. دجهاد هدف یوازی یوهدف دی او هغه دالله تعالی د کلمې اوچتول دی اوبس. نور که دجهاد په ټولو ډولونو کې انسان یا جن ته مرګ ، زخم، لوږه ، تنده، غم، پریشاني او هرڅه را متخته کیږي دا الله تعالی په لاره کې دده لپاره اجردی خو دغه شیانو ته مونږ د الله تعالی دلارې د جهاد هدف نه وایو او نه یې دا هدف دی. مونږ ته الله تعالی هیڅکله ددې لارښوونه نده کړې چې دومره بې عزمه، سست او ناهیلي شو چې د ځان په یقیني او حتمي وژنې سره د کفار او هر طاغوتي غلیم مرګ لاره هواره کړو. ولې پدې کار نه کوو چې له داسې لارو کارواخلو چې هم مو موخه ترلاسه وي او هم دیو چا زوی پرته له شرعي صبغې د مرګ کومي ته نه وي ورکړی.
۲ برخه متن: دا ضروري نه ده چې جهاد كول بايد هغه رنګه نتيجه وركړي كومه چې ځينې خلك يې غواړي, نوح عليه السلام نه نيم سوه ( 950 ) كاله دعوت وكړ، مګر دګوتو په شمار كسانو ايمان پرې راوړ، مسلمان په دې مكلف دي چې دالله تعالي له حكم سره سم دوخت او ځاي په نظر كې نيولو سره خپل مسوليت ادا كړي دا چې نتيجه څه كېږي هغه دالله تعالي كار دي، الله جل جلاله په خپلو كارونو له بل هر چا ښه پوهېږي.

ځواب: پدې خبرې سره والله زما د بدن ویښتان راپورته شول او پدې هک پک او حیران شوم چې احمد ضياء بریالي ورور په کوم جرئت داخبره کوي چې مونږ به جهاد کوو او دا اړینه خبره نده چې نتیجه څه ده، دالله تعالی په خاطردا څه وایې؟ په خپله لیکنه کې دې د قلم له عفت او عزت ساتلو پرته استاذ سیاف ته په وار وار منافق او مکار ویلي دي خو اوس ستا دې ته فکر او سوچ ندی چې ستا دا خبره دجهاد له تعریف سره اړخ نه لګوي. ته خوپه خپله دې خبره سره داسې مسلمانانو ته وایې چې تاسې جهاد کوﺉ نور که خبره هرچیرته ولاړه کوم مشکل نشته، ځکه تاسو خپل شرعي فرض اداء اوجهاد مو وکړ. دا خو هماغه توره او کرغېړنه لومه ده چې مونږ د سرور لښکرو په وړاندې پکې د برحق جهاد پایلې ته رسیدو کې په ګونډو شوو، دجهاد او مجاهد نوم مو په نړۍ کې سپک او بدنام کړ، داسلام نوم مو هغه ځای ته ورساوه چې خلکو پرې ملنډې ووهلې، اوس بیا هماغه استخباراتي غولونې ته ځان او خپل بچیان ورکړو؟ بیا د امریکایي، سعودي، پاکستاني او ایراني څارګرو ادارو ته لاره هواره کړو چې لانور مو هم وطن او کور، کلی وران کړي؟
تاسې ولې اسلامي امت او په ځانګړې توګه افغان ولس په بصیرت او رڼو سترګو د دالله تعالی د غوره کړي شریعت او نبوي سنتو ته نه رابلې؟
ګوره بریالی وروره! ته پخپله هم وایې چې مسلمان پدې مکلف دی چې د ځای او وخت په پام کې نیولو سره خپل مسؤولیت اداء کړي خو بیا وروسته بیا وایې چې نتیجه چې څه کیږي داخو د الله تعالی کاردی، الله تعالی په خپلو کارونو ښه پوهیږي. زه چې کله ستا دا لیکنه لولم نو د نبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه وینا مې را په یاد شي چې فرمایې: علم به ځمکې پورته کیږي ، صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې څرنګه؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې د علماوو په مرګ سره. اوس چې د اسلامي نصوصو څخه په کوم شکل کار اخلې او بیا له هغې په کوم ډول تعبیر کوې والله ماته هغه د دري ژبې شعر را په یاد کړي چې وایې: ترسم نرسید به کعبه ای اعرابي راهی که تو می روی به ترکستان است.
۳ برخه متن: اوس به داستشهادي بريدونو په اړه قرآن كريم ته راشو, امام مسلم صيب په خپل صحيح كې په ديرشمه پاره، دسورت البروج په تفسير كې د ( أصحاب الأخدود ) په اړه له صهيب رومي رضي الله عنه نه چې يو جليل القدره صحابي دی.
ځواب: د اصحاب الاخدود کیسه کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته بیان کړې ده او په هغې کې د غلام عمل او کردار ته چې تاسو ګوته نیولې ده له هرڅه مخکې:
اول: دغه پیښه د محمدي امت لپاره دلیل نشي کیدای، ځکه چې زمونږ د شریعت احکام او قرآنکریم ظاهر نص ورسره اړخ نه لګوي. په نبوي احادیثو کې په ځان وژونکو برید کوم صریح او ضمنی نص نشته او حتی د فقهای کرامو په اقوالو کې داسي صراحت نشي لیدل کدای چې ځان وژونکي عمل ته د جواز منزله پیدا کړي.
دوهم: که داهم درسره ومنو چې د غلام په شان کړنه په اوسني عصر کې هم روا ده او شرعي کاردی نو باید هماغه شان د سلګونو او زرګونو کسان په وړاندې خو الله تعالی د توحید د احقاق او اثبات سبب هم شي . داسې نه چې ته د غلام عمل په ځان وژنه کې په شرعي شکل کاپي کوې خو هدف چې هغه ورته ځان نذارنه کړ بیا وایې چې نه مونږ په دې مکلف نه یو چې هدف څه شی کیږي؟ الله تعالی دې دواړه سترګې درنه واخلي او خدای جل جلاله دې دنیا او آخرت کې بې برخې کړه ولې د مسلمانو او په دین مینو ځوانانو وینې دومره بې ارزښته درته ښکاریږي چې کفري استخباراتو د لوبو نذرانه ترې تیاروې؟ دسعودي او پاکستاني او ایراني او امریکایي لوبو لپاره زمونږ هغه لویه سرمایه په خړ سیند لاهو کوې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی د دغه دین د نشر او سرلوړۍ مهم عنصر بللي دي. هلته داصحاب الاخدود په پېښه کې خو غلام ته بله لاره نه وه چې د ظالم او جبار پادشاه په وړاندې یې کارولې وای، اما اوس خو زمونږ حالت داسې نه دی. ته ورشه د وردګو ولایت په تنګي دره کې د حاجي فضل الربی او محمد مرسلین او نورو ځوانانو کارنامې وګوره چې هغوی اوس ښه شول او که تاسې غوندې د استخباراتي عالم ته ورته ګوډاګي په شیطاني فتوای یې عمل کړی وای؟
دریم: بریالي صاحب! ستا دې په الله تعالی قسم وي چې کله دې امریکایي او نور استخباراتی ښکیلاګرو ته په بد سترګه کتلي دي؟
کله د الله تعالی په لاره کې په وسلوال جهاد کې ونډه اخیستې ده؟
د بدن کوم غړی دې د الله تعالی د ښکلي مخ نه قربان کړی دی؟
کله دې په خپله او یا خپل زوی او ورور ته هم د ځانمرکي (استشهادی) برید کولو لپاره د چاودیدونکو توکو واسکټ اغوستی دی؟
کله دې دا فکر کړي چې کوم شی چې ته یې له خپلې خولې را وباسې د هغې په وړاندې به ته دالله تعالی حضورته مسؤول وې؟
څلورم: احکم الحاکمین الله تعالی خبردی چې دغه ټولې سختې خبرې ځکه درته کوم چې داسلامي امت په بچیانو مې زړه سخت دردېږی او ددې منل راته د خپل مرګ هم ګران ښکاري چې دالله تعالی بنده ګان چې دهغه آبادي ده او په ورانولو یې سخت په قهر کیږې، چپه خوله پاته شم.
۴ برخه متن: ځينې له دين نه نا خبره او ځينې نور دسياف په څېر پروفيسران په دې آيت شريف هم استدلال كوي چې : (وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِوَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَي التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) سورة البقرة, 195 آيت.
دوي وايي الله جل جلاله په دې آيت شريف كې فرمايي چې تاسو ځانونه په هلاكت كې مه اچوئ، او استشهادي بريد خو ځان هلاكول دي، مګر حقيقت داسې نه دي، په دې اړه امام طبري صيب دابن عباس رضي الله عنهما قول داسې ذكر كوي: ( عن ابن عباس:"ولا تُلقوا بأيديكم إلي التهلكة"، قال: ليس التهلكة أن يُقتل الرجل في سبيل الله، ولكن الإمساك عن النفقة في سبيل الله.) تفسير الطبري، دالبقرة سورت ۱۹۵ آيت.
ځواب: بریالي صاحب ته هم الله تعالی شاهد دی چې له دین څخه ناخبره او ښه په مرګ جاهل او نادانه ښکارې: ته وایې چې امام طبري رحمة الله علیه له ابن عباس رضی الله عنهما څخه داسې روایت کوي چې: قال لیس التهلکة ان یُقتل الرجل فی سبیل الله...
دابن عباس رضی الله عنهما په مطلب پوه شوی یې؟ چې څه وایې؟ خدای ته وګوره یو ځل عربي ژبه زده کړه بیا ترجمې او استدلال کوه! دلته په دې نقل شوي قول کې خو هغه وایې چې (ان یُقتل الرجل) کله چې یو سړي ووژل شي یعنی فاعل یې نه دی ذکر شوی او داسې نه چې ځان ووژني که داسې وای نو بیا ولې ابن عباس رضی الله عنهما ونه ویل چې (ان یقتل الرجل نفسه) چې خپل ځان ووژني، یعنې ولې یې دمضارع معلومې صیغه ونه کاروله چې د مضارع مجهولې صیغه کاروي؟ ته د علم الصرف په ډیر ابتدایي درسونو کې پاتې ښکارې نو بیا ترجمه، استنباط الاحکام او بالآخره فتواګانې په کوم شکل ورکوې!
ماته خوداسې ښکاري چې دغه عمل او دګمراهۍ شبهو ته دې ځکه ملا ورته کړې ده چې یا دسعودي، یا پاکستاني، یا ایراني، یا امریکایي او یا هم نورو کفري څارګرو ادارو چارواکي پرې خوښ کړې! که نه نو بیا خو نه ستا علم او نه هم ستا د الله تعالی سره مینه او ندې دلیکوالۍ شخصیت ددې دی چې ته دې یو عالم وې او خدای جل جلاله شریعت دې په حکمت او موعظة حسنة سره خلکو او خپلو هیوادوالو ته ورسوې.
ګرانو مسلمانو وروڼو او مسلمانو خویندو!
دالله تعالی په خاطر د استاذ سیاف او احمد ضیاء بریالي په شان کسانو له تندو، بی بنسټه او په پردیو ارادو ولاړو فتواګانو نه خپل ځان او د خپلې کورنۍ غړي وساتي. زمونږ د اسلامي امت ځوانان که هغوی نارینه دي او ښځینه ددې امت دارایې ده او ددې امت شته دي هیڅکله باید بې ځایه ونه لګیږي. مسلمان باید خپل ځان پدې پوه کړي چې دالله تعالی غوښتنه څه ده او په کوم ډول یې باید دی عملي کړي. کله هم باید خپل ژوند او مال او عزت دغه شان ناځوانه او بې پروا کسانو ته په لاس کې ورنکړي.
په ډیره لنډه توګه باید ووایو چې د هیڅ آیت، حدیث، تفسیر، تعبیر، استنباط او د فقهاوو له قول او فعل څخه دا نه جوتیږي چې په اسلام کې دې ځانمرګی برید ځای ولري او یا دې دالله تعالی دغه جامع او کامل دین دغه شان مهلک او مایوسونکی کاراو کړنې ته جواز ورکړي. دکفارو سره د جهاد او مخامخ مقابلې لاره اوس هم خلاصه ده او الله تعالی دې مونږ او تاسې او ټول اسلامي امت تل د جهاد په لاره روان او په پای کې دخالصة لوجه الله تعالی لپاره شهادت را په برخه کړي وماذلک علی الله بعزیز... آمین ثم آمین یارب العالمین.
اللهم اشهد اللهم انی قدبلغت