د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نجونو او هلکانو تعلیم باید جبري شي

شهیر 16.10.2014 19:39

تیرو دیارلسو کالو وښوده چې طالب نه صلحه کوي، نه ورته پریښودل کیږي او نه یې طرز د فکر د صلحې خواته رغبت لري. د ټولو طالبانو میندې بې سواده دي. هیڅ داسې افغان مور نه شته چې هغه لوستې وي او زوی یې طالب شي. طالب خپله د فکر کولو قدرت نه لري کوم فکر چې ورته پنجاب ورکوي هغه تخریبې فکر دی. طالب له کومه کیږي؟ طالب د کلي بې سواده، بې کسبه، بې امیده او احساساتي ځوان دی. طالب د مهاجرینو د کمپو یو سپیره ځوان دی چې یا خو به دیاړي کوي یا په کوم جومات کې وظیفه ټولوي. نو همدا ناخوالې سره یوځای شي او پنجابی پوځ ورته وایې جنت ته لاړ شه چې له ټولو جنجالو خلاص شې. تر ټولو غوره لاره داده چې ابتدایه او متوسطه تعلیم تر نهم صنف پورې جبري شي. پدې توګه به په راتلونکو دولس کالو کې سل فیصده نجونې باسواده شي. باسواده مور خپل اولاد بې سواده نه پریږدي. سواد لرونکی مور له خپل بچي طالب نه جوړوي. نو هم بې سوادي ختمه شوه هم د پنجابي پوځ لپاره خام انساني باروت.
هغه والدین چې اولادونه ښونځي ته نه لیږې هغوی باید بندي او نقدي جرمه شي. په ټولو غربې هیوادو کې تر ۱۸ کلنۍ پورې تعلیم جبري دی ځکه خو د سواد کچه پکې ۱۰۰ فیصده ده.