د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

المبسوط

الحاج مولوي زین الله منلی 16.10.2014 12:38

دا کتاب د شمس الدین ابوبکر محمد بن ابی سهیل السَرَخسي تالیف دی چې د کتاب، باب او فصل په نوم شاوخوا شپږسوه اویا عنوانونه لري او د حنفي فقهې «موسوعه» یعنې دایرةالمعرف ورته ویل کېدلای شي.
شمس الائمه السرخسی د ماوراءالنهر له سترو علماوو څخه ګڼل شوی چې د ۴۳۸ هـ.ق. شاوخوا کې تېر شوی دی.
محمد بن الحسن الشیباني (په ۱۳۱ هـږق. کې زېږېدلی) د ابو حنیفه، ابو یوسف، زفر او حسن رضی الله عنهم څخه روایت شوي فقهي مسایل له خپلو مسایلو سره یوځای کړل او په شپږو کتابونو کې یې راټول کړل:
    •    المبسوط
    •    الزیادات
    •    الجامع الصغیر
    •    الجامع الکبیر
    •    ا السیر الصغیر
    •    السیر الکبیر.
په دغو شپږو کتابونو کې چې کوم مسایل راغلي دي، فقهاوو و رته «الاصول» او «ظاهرالروایه» مسایل ویلي دي.
د محمد بن حسن الشیباني رضی الله عنه په دغو شپږو کتابونو کې مسایل بیا، بیا او تکرار راغلي دي.
وروسته، محمد بن احمد بن عبدالله بن عبدالسید بن اسماعیل بن الحاکم المروزي چې په «الحاکم الشهید» هم  مشهور دی او د ۳۳۴ هـ. ق. کال په شاوخوا کې تېر شوی دی، د یادو شپږو کتابونو له محتویاتو مکررات حذف کړل او شپږ واړه یې د «الکافی» تر عنوان لاندې په یو کتاب کې راټول کړل .
همدغه «الکفی»، شمس الائمه السرخسي په دېرشو اجزاوو کې شرح کړی دی چې د دې شرحې نوم هم «المبسوط» دی او د سرخسي په المبسوط شهرت لري.
شمس الائمه السرخسي د شمس الائمه ابوبکر محمد بن عبدالعزیز بن احمد خلوانی شاګرد دی چې د خپل استاد په تخلص متخلص شوی دی. دواړه، استاد او شاګرد، شمس الائمه بلل کېږي.
شمس الائمه السرخسی چې د خپل وخت تر ټولو ستر عالم و، وایي چې پر الله تعالی باندې تر ایمان درلودو وروسته، لوی او ستر فرض د علم طلب دی، لکه رسول الله صلی الله علیه و سلم چې فرمایلي دي: «طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة» او دا یې هم ویلي دي ، صلوة الله علیه و سلامه، چې «العلم میراث النبوة».  رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي «ان الانبیاء علیهم الصلوة و السلام لم یورثوا د یناراً و لا درهماً و انما ورثوا العلم فمن اخذ به اخذ بحظٍ وافر».
علمونه دوه دي: یو د توحید او صفاتو علم دی او بل د فقهې او شرایعو علم دی.
د توحید علم له کتاب الله او سنة الرسول الله څخه زده کول کېږي نو توحید پر کتاب او سنت تمسک دی او له هواء او بدعت څخه ځان ساتل دي. صحابه، تابعین و صالحان سلف په همدې لاره روان ول. خو د فقهې او شرایعو علم «خیر کثیر» دی، لکه الله جل عظمته چې ویلي دي: «             » البقره – ۲۶۹.
ابن عباس رضی الله عنه ویلي دي: «الحکمة معرفة الحکام من الحلال و الحرام» چې دا حکم الله تعالی داسې بیان کړی دی: «                      » التوبه – ۱۲۲. (مومنانو ته نه دي په کار چې له یو بل سره شخړه وکړي، له هر اړخه به یوازې هغه کسان سره مخامخ کېږي چې د دین په چارو پوهېږي او خپل قوم به وېروي نو دوی به ځان وساتي). د انذار او دعوت دنده علماوو ته ورکول شوې ده چې فقیهان وي او دا د انبیاوو دنده ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي:«من یرد الله به خیرا یفقهه فی الدین» او دا هم، صلی الله علیه و سلم ویلي دي: «خیارکم فی الجاهلیة خیارکم فی الاسلام اذا فقهوا»
لومړی کس چې په فقه کې یې تالیف کړی دی هغه سراج الامه ابو حنیفه رضی الله عنه دی چې بیا یې ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم بن خُنیس الانصاری رحمة الله علیه او محمد بن حسن او زفر بن هذیل او بیا محمد بن حسن الشیبانی رحمةالله علیه ملګرتیا کړې ده.
د شمس الائمه السرخسی په کتاب، المبسوط، کې د هرې دیني او دنیوي ستونزې ځواب او حل موندل کېدلای شي. سمش الائمه السرخسی رحمةالله علیه خپل کتاب، المبسوط، په خوږه او اسانه عربي ژبه لیکلی دی. جزاّ الله تعالی خیر الجزاء. آمین.