د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنۍ مریم او ستر احساس یې

عبدالغني (هاشمي) 15.10.2014 10:46

«پلار جانه! که زه مې د ایسکریم او ککاؤ پیسې له تا وانخلم، چوکۍ پرې کېږي؟»
جګړه که له یوې خوا په هېوادونو کې د ورانیو، ویجاړیو، سوځېدو، ړنګېدو، بېلابېلو ناانساني جنایتونو او زیانونو رامنځته کېدو، د جنایتکارانو، معامله ګرو سیاستوالو او نورو منفي کرکټرونو د زېږېدا او پیاوړتیا او د ولسونو ترمنځ د کرکې، نفرت، تعصب او بېلابېلو اختلافونو او قصاوتونو لامل ګرځي، نو له بل لوري په همدغو لمبو، سکروټو او لوګیو کې د همدردۍ، انسان پالنې او وطنپالنې د ملي سپېڅلو احساساتو ګلونه او نښترونه هم راټوکېږي،د جګړې په لمبو کې د سوو بوټو او ونو له ایرو واک او ځواک اخلي، غوړېږي،غوړېږي، ښېرازېږي، پیاوړي کېږي او ګلبڼوڼه او ګلکڅونه ترې جوړېږی.
زموږ هېواد افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې تل د پردیو زبرځواکونو تر ښکېلاک ګرو یرغلونو لاندې راغلی او زموږ یو موټی، باتور او غیور ملت تل په بشپړ یوالي او ملي احساس په تش لاس د زبرځواکونو پر عصري وسلو سمبالو پوځونو سره په مېړانې او سرښندنې جنګېدلي او هېواد یې د یرغلګرو او ښکېلاکګرو له کرغېړنو منګولو ژغورلی دی.
له نېکه مرغه په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر زموږ ډېری بادرکه او با شعوره هېوادوال د همدغو تودو جګړو په لمبو او استخباراتي لوبو په ژورو کې د خپل هېواد د ډېریو بهرنیو او کورینو پردي پالو او غلامو دښمنانو شوم او کرغېړن اهداف درک او هڅه یې وکړه په هېواد کې د ملي یوالي بنسټونه ټینګ وساتي، چې دادی د ملی یوالي حکومت رامنځته کېدل د همدغو عاقلانه، وطنپاله او پر ملي سپېڅلو احساساتو ولاړو افکارو او کړنو نتیجه ده، چې به اصطلاح «که کوټه وسوځېده نو دېوالونه یې پاخه شول.»
دلته غواړم د خپلو همدغو ادعاوو د زبات لپاره یوه عملي بېلګه وړاندې کړم !
څه موده وړاندې خبر شوم، چې د هېواد د تودې سیمې د یوه نوي تاسیس شوي پوهنتون محصلین د چوکیو له کمښت سره مخ دي او مجبور دي پر توده زمکه کېني او درس ووايي، که څه هم دا د دولت، په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت دنده ده، چې د هېواد ټولو پوهنتونونو ته د اړتیا وړ توکي، درسي مواد، علمي او تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي، خو همداسې چې زموږ هېواد په ټولو برخو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ دی، په دې برخه کې هم د اقتصادي ستونزو له کبله له ډېرو نیمګړتیاو سره مخ یو، چې برابرول یې کله کله د دولت له وس نه بهر وي. همدا اوس موږ د هېواد په ډېریو پوهنتونونو کې د نورو ګڼو ستونزو او نینګړتیاوو ترڅنګ د محصلینو لپاره د لیلیو نه شتون شاهدان یو، چې ډېره مهمه او بنسټیزه اړتیا ده.
 له بل لوري ما ته دا فکر هم پیدا شو، چې دا په ټوله نړۍ کې عامه ده، چي ملتونه کله کله د اړتیا پرمهال د خپلو دولتونو لاسنیوی کوی او بیا د پوهنتون د محصلینو ستونزه خو د ملت د خپلو بچیو ستونزه ده. پر همدې بنسټ مې په خپل فېسبوک پاڼه کې د یاد شوي پوهنتون د محصلینو د چوکیو نه شتون ستونزې یو اعلان خپور او له هېوادوالو مې د مرستې غوښتنه وکړه.
تاسې باور وکړئ چې د اعلان له خپرېدو سره جوخت په هېواد او له هېواده بهر دومره هېوادوالو ماته د تلفون او پیغامونو له لارې د لږو او ډېرو مرستو چمتوالي وښود، چې زما له هیلې او توقع څخه پورته خبره وه او پر همدې بنسټ مجبور شوم د مرستو د راټولولو د بهیر د روڼتیا او شفافیت لپاره د یاد شوي پوهنتون له لوړپوړیو چارواکو سره مشوره وکړم، چې کور یې اباد د پوهنتون د ښاغلي رییس په لارښوونه په همدې موخه په نوي کابلبانک کې د درې کسیز پلاوي له خوا یو بانکي حساب جوړ، ما یې شمېره دوستانو ته بیا اعلان کړه او دوستانو له هېودا او له هېواده بهر خپلې مرستې هغه اکاونټ ته ورواستولې. په دې کې داسې دوستان هم وو، چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، هغوی خپلې مرستې نېغ په نېغه ماته راواستولې او ما بیا د هغوی د نومونو له یادولو پرته په خپل نامه د یاد شوي پوهنتون بانکي حساب ته ورولېږلې.
پرزړه پورې کیسه او پر انسان مین کوچنۍ مریم:
په سويډن هېواد کې د حفیظ الدین پیرزداه په نامه زما د فېسبوک یو ملګری دی، ما په عمر کې هم نه دی لیدلی او په دې هم نه پوهېږم چې د هېواد له کومې سیمې دی، خو نظرونو، اندونو، پوهې او ظریفو معنا دارو ټوکو یې راباندې نالیدلی ډېر ګران کړی دی، دې ښاغلي د اعلان له خپرېدا وروسته راته پیغام وکړ، چې زه خو به د خپلې وسې په اندازه مرسته وکړم، خو لږ وخت راکړه چې په سویډن کې له نورو مېشتو افغانانو سره هم اړیکه ونیسم؛ که چا مرسته کوله نو ښه به وي، بیا به ټولې درته په یو وار ورواستوم، په وینا یې، چې هغه په همدې موخه له کوره نورو افغانانو ته درګرده تلفونونه کول، چې د مریم په نامې کوچنۍ لور ورته ځیر شوې او له پلاره یې د اصلي کیسې پوښتنه کړې ده، پلار هم ورته ټوله کیسه تېره کړې او کوچنۍ مریم له لږ سوچ وروسته ورته ویلي، چې: «پلار جانه! که زه مې د ایسکریم او ککاو پیسې له تا وانخلم چوکۍ پرې کېږي؟»
پلار یې غېږه کې ټینګه کړې او ورته یې ویلي: « ولې نه لورجانې، خو ته به څومره وخت بې ایسکریم او ککاوه حوصله وکړې.»
مریم: «پلار جانه! که دوې میاشتې ایسکریم او ککاو ونه خورم د چوکیو پیسې پوره کېږي؟»
پلار: «ولې نه بلکل کېږي،»
او مریم حفیظ پیرزاده د خپلې دوو میاشتو د ایسکریمو او ککاو پیسې (۲۰۰) سویډني کرونه د خپل پلاراو مور جانې پلوشه الفت پیرزاده او ځينو نورو سویډن مېشتو افغانانو له مرستو سره یوځای د خپل هېواد د یاد شوي پوهنتون د بېوزلو محصلینو لپاره د چوکیو د اخستلو لپاره ورولېږلې.
دې کیسې زما سترګو ته په وار وار د خوشحالۍ اوښکې راوستلې او زما پر شونډو د بهېدلو اوښکو په رڼو هندارو کې یې د خوښۍ او غوړېدلو هیلو د موسکا داسې وړانګې وځلولې، چې په پلوشو کي یې راته د هېواد د راتلونکي سفر ټولې لارې رڼې او روښانه ښکاره شوې.
خو یو دوه نورې څرګندونې:
 
د مریمې کیسه په ټوله معنا یوه احساسي کیسه نه ده، دا له هېواده د لرې والي کیسه ده او له انسان، وطن او د هېواد د بچیو له پوهنې او معارف سره د رښتیني عشق او مینې کیسه ده. په دې کیسه کې سربېره پردې چې له وطن سره د مینې لېونۍ تلوسه او د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ کوچنۍ، خو رښتینې او سپېڅلې هیلې نغښتې دي، دا د یوې افغانې ماشومې د انسانپالنې روایت او مصداق هم دی، چې له خپل جنګ ځپلي هېواده لرې په پردي وطن کې ژوند کوي.
د مریمې کیسه د نورو د ګټو او نېمکرغۍ لپاره له خپلو شخصي ګټو د تېرېدنې او قربانۍ کیسه ده. د مریمې کیسه د یوې سپېڅلې ماشومې د سپېڅلو افکارو او انساني ذوف او سلیقې کیسه ده....
زه په داسې حال کې چې دا خپل ملي رسالت او وجیبه ګڼم، چې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر له هغو ټولو هېوادوالو خویندو او ورونو د زړه له تله مننه وکړم، چې زما دې غږ ته یې لبیک وویل، زه یې د دغو سپېڅلو او وطنپالو احساساتو قدر کوم او له همدې لارې خپلو ټولو وطنوالو ته یوه بله بلنه هم ورکوم، چې راځئ خپل چاپېریال لا انساني او پر ملي احساساتو وپسولو ترڅو راتلونکي نسلونه زموږ له انساني کړنو او ملي افکارو رنګ او پند واخلي، انساني افکار، ملي احساسات او همپالنه لا د هغوی په رګ رګ رګ کې ترزیق او ترویج شي او له دې لارې د یوې هوسا او پر بشپړې انساني معیارونو ولاړې ټولنې شاهدان واوسو.