د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رقیبه !

الحاج الھام الدین قیام 15.10.2014 11:37

رقیبه !
ښه شوله رقیبه ، چی په تنګ دی کړم
خوښ نه شی بیځایه ، چی په څنګ دی کړم

تا خو ورکولم , خو زرغون دی کړم
غټ دی کړمه ، ھسک دی کړمه، دنګ دی کړم

زه دی لا پخپل ایمان ډاډمن کړمه
زور دی کړم ، غیرت دی کړمه ، ننګ دی کړم

تا می د احسا س جذبی ته شور ورکړو
ویښ دی کړم ، ھوښیاردی کړم ، زرنګ دی کړم

اوس راته رقیبه ټینګیدای نه شي
شور دی کړم ، قیام دی کړم ، غورځنګ دی کړم

الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۳/۰۶/۲۰۱۴