د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قانون جوړېدنه د شاه امان الله خان په وخت کي

نجیب الله ارغستانی 10.10.2014 23:11

قانون جوړېدنه د شاه امان الله خان په وخت کي
پښتو ژباړه : نجیب الله ارغستانی
د مقالې لیکونکی : علی اکبر فیاض

د شاه امان الله په وخت کي د لومړي ځل لپاره قانون جوړېدني ځان ته بنسټیز او مسلسل انځور خپل کړ .
قانون: قانون په لغت کي قاعده . قاعده په لغت کي نظام او اساسي اسلوب ته وایي. ( روند سیستم قانونګذاری ، قضاوت پوه حضرت ګل حسامی ، سعید انتشارات ، کابل ، ۱۳۹۰ ه ش ، پاڼه ۲ )

قانون جوړېدنه د جلال آباد او د کابل د لویو جرګو د دایرېدو او جوړېدو سره منځ ته راغله او په اماني دولت کي اضافه شوه . امان الله خان د دې فکر په شروع کي چي د یوه اساسي قانون د درلودلو سره کولای شو چی د قانون د نشتون څخه رابرسېره ستونزي حل کړو او منځ ته راغلي خلاوي ډکي کړو ، په دې اړه يې فرانسوي مشاورینو او متخصیصونو ته يې په تقنینی ( قانون ګذاره ) هیات کي برخه ورکړه اما په کُلي ډول يې پر ترکانو اتکا درلوده . « بدري بیګ » د « جوانان ترک » د ټولني غړی او د قسطنطنیې د پولیسو پخوانی مدیر د تقنینی هیات مشرتابه و ټاکل شو. بدري بېګ ټول وړاندي شوي قوانین په هغه شخصي اتکا چي يې په «ناپلئوني کود» درلودل ، تیار کړل او ورسره یوه ډله قوانین چي په نظامنامه ( چي په همدغه مقاله کي به یي څیړني ته راشو) مشهور ول، نوموړي هیات لخوا طرحه شول او غړو ته یې هم وړاندي کړل . ( نګاهی به سلطنت اماني، سید رسول ، دوهم چاپ ، ۱۳۷۷ ش ، د میوند خپروندویه مرکز ، پاڼه ۱۱۴ )
«رویداد لویه جرګه دارلسطنه » ۱۳۰۳ ش ؛ د اساسي ، عسکري او جزايي نظامنامو ځینی بندونه د شاه امان الله خان په مخ کي د نقد او څیړني لاندی راځي ، دا لويي جرګې چی تر شلو ورځو پوري یې دوام پیدا کړ ، د چنګاښ د شلمي نېټي څخه تر زمري د نهمي نېټې پوري و غزېده . د دي لويې جرګې ځای د پغمان دوبنی تفرجګاهي شاهي قصر و . شاه امان الله خان په دې لویه جرګه کي د ګډون کونکو څخه په قانون جوړېدني ، د جلال آباد په جرګه کي د نظامنامې په بڼه د تدوین شؤ قوانینو په بیا کتني او نورو قوانینو کی مرسته غواړي ؛ « د علماوو ، مشرانو او د وزیرانو د هیات د مشورو څخه مي ډډه نه ده کړې او د دوی په صلاح او مشورې سره مي سم کارونه کړي دي او د هغه برسیره ستاسو د لویې جرګې د هیات د ګټورور نظریاتو د بیا کتني او تحقیق لپاره هم مرسته غواړم » ( لویه جرګه دارالسطنه ، کال ۱۳۰۳ ش ، پاڼه ۱۲۲ ).
د پغمان د لويي جرګې په لومړۍ ورځو کي د داخلی چارو په اړه د بحث نه وروسته اساسي نظامنامه تر لاس لاندي و نیول شوه او وڅیړل شوه؛ د دې نظامنامې بندونه د لويي جرګې منشي لخوا په لوړ غږ ولوستل چي ټولو ګډون کونکو اوریدل . ( لویه جرګه پغمان ، پاڼه ۱۲۵ ) د مولوي عبدالواسع په نامه یو سړی د اساسي نظامنامې پر دوهم بند په داسي بڼه اعتراض کوي چي : « دا نظامنامه زما په نه شتون کي جوړه شوې ده او په هغه کي ځیني کمزوري شرعیه مسایل وجود لري ، چي اوس باید اصلاح شي .» نوموړی وړاندیز کوي چي په دې ماده کي د «عمومي آداب » نه وروسته باید « فارقه شرعي علامات » هم اضافه شي . د علامات فارقه د اضافه کېدو په خاطر دلیل دا ګڼي چي د مسلمانانو او غیر مسلمانانو په منځ کي توپیر اوسي او د دوی حقوق په ټولنیزو چارو کي مساوي پاته نشي؛ چي البته خپل دليل په بله څیره بیانوي چي که توپیر کونکي نښانې او علامات و نه اوسي ، غیر مسلمانان به په ټولنیزو چارو کي سوء استفاده وکړي . ( لویه جرګه پغمان ، پاڼه ۱۲۶ ) دی تاکید کوي چي « د مسلمانانو او اهل هنود په منځ کي باید لکه پخوا توپیر او امتیاز اوسي چي بیا وپیژندل سي . » بلاخره د جرګې د پوهانو او مشرانو په وړاندي د یوې خوا د یوه دیني عالم لخوا د آیتونو او احادیثو قرائت کیدل او د بلي خوا د ځیني سیاسي کارپوهانو دفاع د اهل هنود څخه پر دې چي د انګریزانو د یرغل په وخت کي يې د افغانستان څخه دفاع کړې ده او د افغانستان او هند د خلکو سره نژدې اړیکي، جرګه پر دې پریکړه کوي چي یوازي به په اساسي نظامنامه کي د « فارقه علامات » لفظ اضافه شي . (لویه جرګه پغمان ، پاڼه ۱۲۹) مرحوم غبار د پغمان د لويي جرګې په اړه لیکي : « د پغمان د لويي جرګې د ګډون کونکو څخه ډیر کسان چي دریشاني یې اغوستي وې، نیکټاني ګاني يې هم په غاړه وي او د شاه امان الله خان په احترام یې په روڼ اندیتوب خبري کولې ، د جرګې د ختمېدو او خپلو کلو ته د رسېدو سره سم يې په شاه پسي توطعې وکړې او خلګ یې شور ، بې نظمي او ناامني ته وهڅول ».

امان الله خان د پغمان او جلال آباد په لویو جرګو کي د قانون جوړېدني بنسټ کیښود ، شاه د لویو جرګو په ټولو ورځو کي رواني او مستدلي خبري کړي ، د ده د بیانیو څخه کولای شو چي دا لاس ته راوړو چي دی د افغانستان خلکو او ټولني ته خوشبین دی ، په ډیره هڅه کي دی چي د افغانستان فکری او مدني ټولنه د یوالي او یومټیتوب خوا ته یوسي او غوښتل یې چي د دولت د بودیجې د طرحي په وړاندي کولو او د دولت د دخل او خرج د کنټرولو سره د شاهانه لګښتونو او د شاهزاده ګانو د بېځایه معاشونو چي د دولت لخوا ورکېدل؛ مخه ونیسي او قطع یې کړي.
دین د امان الله خان په اساسي نظامنامه کي

په مشرقي لویه جرګه کي د اساسي نظامنامې د منصوب شو توکو څخه یوه ماده تر بحث لاندی راځي چي فیض محمد وکیل اوله ماده داسي وړاندي کوي چي د افغانستان دین به اسلام وی خو مذهب نه ځانګړی کوي بلکه وایي : « لکه ایرانیانو چي په خپل اساسي دستور کي یې د *شیعه* لفظ اضافه کړی ، داسي لفظ دي استعمال شي » ( لویه جرګه پغمان ، پاڼه ۱۴۹ ) . په دې اړه ډیري خبري او بحثونه وشول خو امان الله خان په دې نظر و چي شیعه مذهب هم په پام کي وساتي . دی وایي : ( زما په اند دلته باید داسي لفظ ذکر شي چي پخواني مذهبونه چي په افغانستان کي شتون لري لکه شیعه ګان ، هغو ته هم پام وشی (تر تامین لاندي راشي ) » ( لویه جرګه پغمان ، پاڼه ۱۵۲ ) . د ملا سرحدي او ملا عبدالواسع د ډيرو اوږدو بحثو او خبرو وروسته شاه وايي چي ، ولیکئ : « د افغانستان دین ، اسلام دین دی او رسمي مذهب يې حنفي مذهب دی . » چي دا هم په تصویب رسېږي .