د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمو ږ د کلي قاتل شهید شو!؟

رحمت الله "شیرزوی" 08.10.2014 11:02

داسې ورځې به ‌ډیرې کمې وې چې گلاب به د مزدورۍ لپاره د کور څخه بازار ته نه ووت د خپلې حلالې روزۍ لپاره یې شپه ورځ په ځان یوه کړې وه، ‌ډیر دغریبيۍ ژوند يې درلود ګهیځ به يې چې خوړله غرمې ته به حیران وه کله به دشپې په نهاره ناست وو، د ډیر وخت په تېریدو سره گلاب ته خدای اولاد ورنکړ د گلاب او د نوموړي دکورنۍ په خپل ژوند کې ارمان وه چې گلاب ته خدای نیک صالح اولاد ورکړي،د خپلوانو په ډیرو ویلو گلاب بل واده ته غاړه کېښوده.
دالله ج رضا وه چې گلاب ته خدای دړومبنۍ ښځې نه بچی ورکړ. د وخت په تیریدو سره د گلاب زوی ۸ کلن شو، وسلوالو د علم او پوهي ورونه تړلي وه د گلاب د زوی په شمول ټول ماشومان د لویي نیکمرغي څخه بې برخې شول، معصومو ذهنو ته دناڅرګند برخلیک زمینه برابره شوه حکومت ته دکرزي په رسیدو دوه کاله په سیمه کې نسبي امنیت شتون درلود. وروسته هر څه بدل شول هغه ځوانان چې بي روزګاره او له ښوونځي څخه محروم شوي ول د بیلا بیلو وسلوالو ‌‌ډلو سره یو ځای شول، د ښه او بد معلومات نه کیدو هر چا به د خپل نفس منل ، د پلې بلې غاړې څخه به وسلوال دی همدې ځوانانو په مرسته سیمې ته راتلل که دغو ځوانانو به هرڅه ورته په ګوته کړل،دوی به عمل پرې کاوه وسلوالو به د ښو او بدو توپیر نه کاوه. گلاب د مزدورۍ لپاره خپل ټکسي موټر بیولی وه چې په همدې ورځ ورسره خپل ګران زوی له نوموړي سره هم وه. دکلی یو ځوان ور له مخې د گلاب د سر سودا د ډلې سره یو ځای طرح کړی وه، نوموړي ځوان په یوه وسلواله ډله کې د دوی په وینا مجاهد وه، اوږدې څڼې سرویس بوټان په مټه کلاشنګوف په مخ پروت پیکي ته به یې څنډ ورکړ. دګلاب د بی کسی اوبی وسی څخه په ګټي اخستني او د موټر دلاسته راوړني لپاره دنوموړي ځوان په وسیله گلاب د بازار نه زمو ږ دکلي لرې شهیدان دي چې دیو غره په لمن کې دفن شوي دي، د گلاب موټر تر هغه ځای  پورې کرایه کوي.
شهیدانو ته رسیږي شا اوخو د ځنغوزو ونو لاندې سیوری غوړېدلی وه مرغانو شور ماشور جوړ کړی وه. په ښایسته نغمو ېې  دخدای ج د جلال او جمال څخه د نعمت ډکوغروته لا رنګیني وربښله، یوه ‌‌ډله  وربوز تړلو وسلوالو د گلاب لاسونه شاته وروتړل د شهیدانو چهاردیولۍ  په طرف  یې په ډېکو روان کړ، گلاب ورته مینت زارۍ کولې ژړل یې وسلوالو له دواړو مټو نیولی په ځان پسې کشولو، پدې واړه بچي مې ورحميږئ زارۍ کولې خو چا  نه اورېدې چوپ شه د كافر بچیه! جاسوسي کوې غلى شه! چا كې چې ګناه وي، هغه ډېر قسمونه كوي
د گلاب زوی په چیغو وه په خاورو کې تو غوړېده، نا څاپه کې نوموړي ځوان گلاب د کلاشنکوف په کنداغ په سر وواهه د گلاب په چیغه له ونو مرغۍ والوتې او خاموشي واكمنه شوه وار له واره په ځمکه پریوت، نوموړی د خپل موټر په ډاله کې واچوه ،وسلوال له غرو څخه پناه کیږي د گلاب د زوی شونډې له ډیرې ژړا څخه شنې اوړي، غرونو‍ هم د ګلاب د زوی دمظلومیت ننداره کوله ځینو ونو ژړل مړي مړي اوښکي يي په ټټر رواني وي. کلی خبر شو، چی گلاب د خپل موټر سره غلو تښتولی دی، خلک په گلاب پسې تر ډیره لرې ځایه ولاړل کرۍ ورځ لالهانده د کلی هغه شاوخوا غرونه کندې ګوري کوم درک پیدا نه شو،د گلاب دبې درکۍ په څلورمه ورځ خلګ خبر شول چې د جاسوسۍ په تور وسلوالو وژلی دی، د قوم مشران  سویلۍ  وزیرستان(واڼه) ته لاړل تر څو د گلاب مړی ترلاسه او دگلاب د بې ګناهۍ سپینا وی وکړي،د قوم مشران د وسلوالو ځای ته ورغلل د وسلوالو مشر دپاخه عمر سړی وه، دقوم مشرانو  د گلاب  د ټول ژوند  حقیقت ورته بیان کړ، او ټینګار یي کاوه ترڅو د گلاب د وژلو لامل پیداکړي.    
د وسلوالو قوماندان په نیولي غږ وویل زه بخښنه غواړم، نوموړی ځوان یې په ګوته کړ چې هغه موږ ته گلاب په ټوله معنی یو جاسوس پېژندلی وه، او ګوت څنډانه یي وکړه چې ټول حسابونه به په لاس ورکړو موږ به بدل واخلو، اَسمان هم دبې رحمه انسانانو عملونو ته په قهر وو تالندي له هېبته ډک غږونه کول ډیر تیز باران او باد  وه د یو مشر سره هغه کندې ته لاړو په کومه کنده کې چې د گلاب مړی پروت وه، د گلاب مړی په ګولو سوری سوری شوی وه. زموږ نه لږ لري د چینار  تنکېۍ وني پر مځکه ټومبلې وي خپل سرونه به یي له ځمکې سره وهل تا وې چینارونه لاهم  د گلاب په غم  ویر کوي، د ګلاب تیر وخت او دهغه دزړه له تله مینه دخپل زوی سره زموږ سترګو ته نیغه ودریده ماښام تیاره کلي ته ورسیدو په ټول کلي باندي یوه خاموشي خپره وه  د گلاب د میرمنو په خوله ساندي او ژړاوی وي داسی زړه په کوګل کې نه وه چی یي نه ژړل داَسمان سترګو هم ژړل څاڅکي څاڅکي باران وریدو له بلي خوا يې زوی وړي وړي سلګۍ وهلي په بڼو کي يي اوښکي ځنځولۍ وي، په تابوت به ورپریوت نوموړی ځوان چی کله خبر شو چی اوبه له ورخه تیرشوي دي د ځان ساتني لپاره یي په یوه امنیتی شرکت کښې کار شروع کړ چی دامریکایانو کا نتینرې به یې له اورګون څخه د ګوملي ولسوالۍ ته بدرګه کولي. نوموړي ډلي  چې گلاب یی وژلی  وه ، د گلاب د خپلوانو څخه ۵۰۰۰۰ افغانۍ غوښتنه وکړه ترڅو پوری چې نوموړی ځوان ووژني مګر چا غوږ پري ونه ګراوه، امریکا یان له ګوملي څخه ووتل ،په یاد امنیتي شرکت کې کارونه ختم شول،نوموړي ځوان دیوې  مودې لپاره ځان تری تم کړ، وروسته یې ځان بیا راښکاره کړ د یوې بلې وسلوالې ډلې سره ملګری شو ،وربوز تړلو خلکو سره یو ځای راکټ په مټه ګرځیدو، په لږه موده کې یې بیا ځان مشهور کړ، د سروبي زخمي زخمي غرونو د لمر دوړانګو سره په مخه ښه کوله چې طالبانو زموږ له کلي لرې د یو غره په لمن کې په امریکایانو غلچکی برید وکړو تر ډیره پورې وړه او غټه وسله استعمال شوه، ډزې په ختمیدو وې چې نوموړی ځوان هغه سیمې ته په لاره وه چې د امریکایانو په بمبار کښی مړ شو،په  ګهیځ وختي دکلي خلک هغه سيمې ته لاړل ګوري چې دنوموړي ځوان وسلوالې ډلې ټوله سیمه په چیغو اخستې وه وړې وړې سلګۍ وي دیو بل په مټو به ختل په احساساتي شور ماشور او ټیل ما ټیل کي یی همدا هڅه کوله ترڅو د دوی په وینا خپل شهید ملګری وګوري،نوموړی ځوان یې په هغه شهیدانو کې دفن کړو
په کومو شهیدانو کې چې گلاب يې د کلاشنکوف په کنداغ په سروهلی وه.