د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مینې کم ټکي

نجیب منلی 08.10.2014 12:01

د فرانسوي شاعر لویي اراګون شعر / ژباړه : نجیب منلی

 

د مینې ټکي دومره کم دي

چې سر تر پایه پرې دردېږم

ځکه جملې سره رانغاړم.

را ته ویل دومره ترخه شي

لکه غنم چې په لرونو رېبل کېږي

 

د مینې ټکي دومره کم دي

چې سر تر پایه ټول یو شک شم

چې اظهار شوې مینه څه ده؟

زه د واټونو دروېزګر یم

هیڅوک زما سندره ناوري

د مینې کم ټکي تر غوږو نه رسېږي

 

د مینې ټکي دومره کم دي

ټول دي یو بل ته سره ورته

ځکه مین واړه یو رنګ دي

ځکه شعرونه ټول یو شان دي

چې مینه وایم رنګ مې سور شي

په دې د زړه سوده نه کېږي

 

د مینې ټکي دومره کم دي

چې نه پوهېږم چې څه وکړم

د ورېځو سپښتې راخورې کړﺉ

د جنت او د دوزخ کیسې ته ګوره

مرګ او ژوندون ورته یو شان دي

او دغه زموږ خبرې واړه

ویشتل شوې څو مرغۍ دي