د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملا محمد عمر ریښتیا مړ دی؟

معتصم بالله اتل 04.10.2014 15:13

په نړۍ کې یو داسې عجیب مشر چې زرګونه پلویانو یې څيره یا انځور ندي کتلي، غږ یې هم چا ندی اوریدلی، له هېواده یې بهر سفر ندی کړی او کله په الوتکه کې هم ندی سپور شوی؛ خو دا مشر نړۍ ګواښي، له یوه انتخابي حکومت سره جګړه کوي او خلکو ته پیغامونه ورکوي.

ملا محمد عمر هغه مهال چې له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې د افغانستان واکمن هم وو داسې څېره نه وه چې له چا سره دې ډير وګوري، له خپلو لوړ پوړو مامورینو لکه دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر، بهرنیو چارو وزیر، نظامي کمېسیون او نورو سره به یې د مخابرې له لارې خبرې کولې او ځېنې اوامر به یې صادرول.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو پر حکومت د امریکا له برید ورسته ملامحمد عمر لادرکه شو چې تر ننه یې بیا ځای او هغه غږ چې د واکمنۍ پر مهال یې څو ځله اوریدل شوی وو ورک دي.

د ملا محمد عمر له آدرسه د طالبانو ډله د ځانګړو ورځو په مناسبت پیغامونه خپروي او خلکو ته خپلې کړنلارې په کې بیانوي؛ خو له ۲۰۰۸ کال راپدیخوا د نوموړي د وژل کیدو او یا هم پر عصبي ناروغۍ د اخته کېدو خبرونه خپریږي، چې طالبانو بیرته رد کړي.

د ۲۰۱۲ کال په اکټوبر کې د هغه وژل کیدو او یا پر عصبي ناروغۍ د اخته کیدو خبرونه تاوده شول، امریکايي ورځپاڼي ډلې بیسټ راپور ورکړ چې ملا عمر هغه مهال پر عصبي ناروغۍ اخته شوی چې په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې یې په کندهار کې د کور مخته درنه موټر بم چاودنه وشوه.

د ملامحمد عمر د عصبي ناروغۍ بل دلیل دا ښودل کیږي چې هغه د جهاد د کلونو پر مهال کله چې د حرکت انقلاب اسلامي په ډله کې د روسانو پر وړاندې جنګېده څلور ځله سخت ټپي شوی، چې دې ټپونو ورته ګڼې فزیکي ستونزې جوړې کړې وې.

 ویل کیږي چې ملا محمد عمر مجاهد په افغانستان کې د اسلامي امارت له رامنځ ته کیدو سره سم د ځان پټولو هڅه کوله؛ خو تر ۲۰۰۱ کال ورسته هغه په پرله پسې ډول په پټ ځای کې ناست وي چې له روغتیايي پلوه ګوښي کېښناستل، ګرځيدل او ژوند کول انسان ډير ژر په رواني او بیا عصبي ناروغۍ اخته کوي.

ددې تر څنګ ملامحمد عمر په تیرو څوارلسو کلونو کې خپل ګڼ نږدې ملګري او خپلوان هم له لاسه ورکړي.

د عصبي ناروغۍ په اړه یې لویدیځې رسنۍ یو لړ نور خبرې هم کوي؛ خو په ورستیو کې یو ځل بیا د هغه د له منځه تلو یا زنداني کیدو خبره را برسیره شوې.

د ملاعمر د وژل کیدو، مړه کیدو یا زنداني کیدو خبره دا ځل د افغانستان د ملي امنیت ریاست وکړه، د یاد ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي وویل، چې دا مهال د طالب مشرانو تر منځ د ملا محمد عمر د ژوند او مرګ په اړه اختلافات اوج ته رسیدلي.

ده وویل، په دې ورستیو کې یو شمیر طالب مشرانو غوښتل له ملامحمدعمر سره وګوري خو د کویټې شورا مشر ملا منصور د هغوی مخه ونیوله چې دې کار د طالبانو تر منځ د هغوی د مشر د مړه کیدو یا په کوم ځای کې د زنداني کیدو په اړه شکونه لا زیات کړل.

دا سمه ده چې لویدیځې رسنۍ یو شمیر راپورونو د یو چا د څرک لګولو لپاره لیکي؛ خو څوک چې له خپلو پلویانو ورک وي نو د خلکو باور هم د هغه په نشتوالي پیاوړی کیږي.

د ملا محمد عمر د واکمنۍ تر پرځول کیدو ورسته، هیڅ طالب چارواکي ندي ویلي چې ملا عمر یې مخامخ لیدلی.

په تیرو لسو کلونو کې هیڅ طالب ندي ویلي چې د ملا محمد غږ يې اوریدلی، په اوسنۍ پر مخ تللې نړۍ کې د غږیز پیغام خپرول خورا آسانه لاره ده تر څو ملا محمد عمر مجاهد پرې د خپل ژوند په اړه خلکو ته خبر ورکړي، تر ده بل مهم مشر اسامه بن لادن ګڼ ویډیو پیغامونه خپرول او د القاعده شبکې نور مشران یې هم خپروي خو دا چې دی یې ولې نه خپروې د هغه د نشتوالي خبره رامخ ته کیږي.

له انځورنو یا ویډیو سره؛ خو بیا ان د واکمنۍ پر مهال مخالف وو او هغه یې ناروا بلل.

د راپورونو له مخې په هغه وینا وو کې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا عمر له خولې خپرېدې او هغه ویناوې چې اوس د هغه په استازیتوب خپریږي ډير توپیر لري.

که ملا عمر ژوندی هم وي له فزیکي پلوه اوس د عمر خوړلو کسانو په کتار کې راځي، ځکه د هغه عمر څه کم شپېته کاله کیږي چې نور مخامخ د جګړې د رهبري کولو توان نه لري.

دې ته ورته ګڼ نور دلایل هم شته؛ خو پاکستاني شنونکي دا هم وايي چې ملا عمر له ۲۰۰۱ نه را پدیخوا شخص نه بلکې یو پوست ګرځیدلی.

که دا خبره صدق وکړي ملا محمد عمر مجاهد به په ۲۰۰ کلنۍ هم مړ نشي او تر ډيره به له دې نوم څخه ګټه اخیستل کیږي.

خو یوه خبره چې ټولو ته جوته ده، هغه داده چې ملا محمد عمر د افغانستان تر پولو د باندې د پاکستان په سیمو کې میشت، مړ یا زنداني دی.

طالبانو هم په ۲۰۱۲ کال کې یو ګنګ نظر ورکړی وو، هغوی ویلي وو چې دا ورته مهمه نده چې مشر یې چیرته دی او یا څه کوي، بلکې دوی ته جګړه مهمه چې څنګه یې پر مخ یوسي