د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکرزي صیب ړندومدا حانوته !

ډاکټرحامد 29.09.2014 17:52

افسوس پدې کوم چې دپښتنو دا ناوړه عادت ورک نه شوچې هرتلونکي سړي اونه سړي ته به داحساساتوداسي نغاري ډنګوي اوپداسې ټکوبه یی ستا یی چې په عدالت کې یی له عمرفاروق ، په تقوا کې یی له حضرت عثمان ، په علمیت اومیړانه کې یی له حضرت علی اوپه صداقت کې یی نیږدې وي چې دحضرت ابوبکرصیدیق سره په تله وتلي له یوه بیکاره مشرڅخه داسي په زړه پورې خاطري جوړوي چې تاریخ خوڅه ، چې پخپله یی دی هم ولولي نودخپل قوم اوملت په عقل پریږده حتی په شعوربه یی هم شک راشي ، زه حیران یم چې یا دا ړانده مداحان هیڅ شعورنلري اویاغواړي دچا پلوسي هغه وروستۍ دنده هم ترسره اوملت په ځینواحساساتي لیکنواوویناوووغولوي ترڅوله یوي خوا هغه امتیازات چې دوي لدې چاپلوسیوپه لاس راوړي دي پخپل اند ځانته حلال کړي اوله بلي خوانوومشرانواوچارواکوته پیغام ورکړي چي دمسلکي قسم خورو اوچا پلوسانوکافي منا بع لري اوهروخت چې وغواړي کارولائ یی شي .
فکرکوم داړانده مداحان پدې هم نه پوهیږي چي ولس دومره بې عقله ندی توراوسپین ، ښه اوبد سره توپیرولی شي ، زه نه منفي ګرا یم اونه هم له کرزي سره کومه شخصي دښمني لرم خوداپه ځان فرض بولم چې دیوه ځوان افغان پتوګه ښه ته ښه اوبد ته بد ووایم زه ددي ټولوناخوالوعیني شاهد ووم چې دکرزي دمفسد حکومت دکړنواوبی عدالتیوله کبله تراوسه داټولنه ورسره لاس وګریوان ده ، زما به څنګه هغه سپین ږیری په ملا کړوپ پلارهیرشي چي دخپلودریوزامنوپه وینولت پت بی روحه جسدونه یی مخی ته ایښي وي اوله کمزوري سترګوڅخه یی دتویولولپاره وروستۍ اوښکه هم وچه شوي وي خودپوښتني یی دومره څوک نه وي چي ووایی داچا اوولي ؟ ، اویا هغه زړه مورچي په میاشتومیاشتو دخپلولمسیانو دخوراک لپاره څه نلري اودلیونوپشان هرچا ته لاس نیسي اودخدای پنوم ورڅخه یوه یا دوي افغا نۍ خیرات غواړي پداسې حال کې چې خپل ایک یو زوی یی دترورست پنوم دده ادارې نیولای وي اوپه کلونوکلونودده قاضیانو اوڅارنوالانوهرڅه تري درشوت پنوم لوټلي وي اوپه کورکې هغه یوه غوایا وزه چې ماشومانو به یی پکې یوه مړۍ ډوډۍ لمدوله اودخیټي لږه چاره به یی پرې کیده هغه به یی هم په رشوت کې ترې اخیستي وی ؛ یا هغه پښتون ځوان چې دپوهنتون دهري وني لاندي یوسیوری لټوي ترڅوڅادرترپښولاندي اومطالعه وکړي موراوپلار یی ځانونه وږي ساتي خوده ته سپمولي څوروپۍ ورکوي ترڅوپه زړښت کې دموروپلارلاس ونیسي اود خپلو وړو وروڼواوخویندوسرپرستي وکړي ، دشپي یی د همده دمغرضه اوکڼوجاسوسانوپه غلط راپوریا له خپلي لیلیی اویا دجومات له ګوټه چي پکې درس وایی بیول کیږي بیله دي چي کوم جرم یی ثابت شي په کلونوکلونودزندان په بدمرغو پنجروکې په زرګونه روحي اوجسمي ربړوني پري ازمویل کیږې ، خوکله چي له زندانه راخلاص شي پوهنتون خولا څه چي په روحي ناروغیواخته وي اودخپلي کورنۍ داوږوبارشي ؛ یا هغه معصومه پیغله چي پري دده حکامو اویا دهغوي مستوزامنویا افرادو تیری کړی اوبیا یی په بېرحمانه توګه وژلي وي ویرجن پلاریی له شرمه چاته سترګي نشي پورته کولی ، یا هغه ځوان چي دده د ګمارل شویوڅارنوالانو ، ولسوالانو ، والیانو ، ریسانو ، قومندانانو اویا دقاضیانوله زورزیاتي دې ته اړشوي وي چې یا هیواد پریږدي یا وسله واخلي اویا دطالب لمني ته ځان وغورځوي ، یا هغه پښتون ځوان چي ډیپلوم په لاس کوټه په کوټه ګرځي ترڅویوځاي یوه دنده ترلاسه کړي خوپدې نوم چي پښتون دی ټول یی په نن اوپه سبا غولوي اویاورڅخه ډالرغواړي چي لږترلږه پري یوپنځم بست وپلوري ، یا هغه د پولیسو یا اردو زخمي ځوان چي ددي هیواد دساتني لپاره یی خپلي دواړي پښي اویا دبدن نورغړي له لاسه ورکړي وي چا یی پوښتنه کړیده چي دخوراک لپاره په کورکې څه لري ؟  آیا همدا ته چاپلوس ستایونکیه یوځل په  کابل کي دپولیسودوه سوه بستریزروغتون ته تللی یی چيري چي دهمدي غیرتي ګوډانواوټپیانوزخمونودنه پاملرني له امله بویونه کړي دي ؟ پداسي حا ل کې چې دکرزي دفاسدي اداري د یوه جنرال دجنګي سپي مصارف ترشلوعسکرواوړي ، یا هغه وړوکی ماشوم چي دکتا بونودبکس اودقلم په ځاي یی دبوټونودرنګ بکسه غاړي ته اچولي اوبرس یی په لاس دخلکوله پښوپه زاریوبوټونه را کش کوي چي ګوندي بیګاه پري کورته یودوه وچي ډوډۍ واخلي خودده دحکاموزامن په څلور او پنځه زره افغا نیویویوجوړبوټان پیري ، یا هغه مزدورچي دکارپه لټه په نیمه شپه له کوره راوځي اوټوله ورځ دمزدورانو په چوک تیروي اوبیګاه بي لدي چي مزدوري یی کړي وي تش لاس دکورخواته روان وي ، یا هغه کورنۍ چي دجګړوله کبله له خپل کلي بیځایه شوي وي ګرم دوبی اوسوړژمی په ټوټه ایزو خیمو کې تیروي اودده دقدرت شریکان له نوروڅخه ددوي پنوم له راټولوشویوخیراتونوځانونوته بیلډینګونه جوړوي ، خودده غوږونوته هیڅکله ددي بیوزلوآوازونه رسید ، آیا زه دده دا کارنامه وستایم چي دپنجشیرسړي خولاپریږده نیږدي وه چې سپیانوته یی هم دجنرالي رتبي ورکړي ، اودده همدا نازولي دافغا نستان دنوم داوریدو زغم نلري اوپه هره وړه خبره دویش چغي وهي اوله ده څخه روحا نی ته ډیر ژمن دي ، دولتي نښانونه ، ستاینلیکونه اومډالونه یی داسي لیلام کړل چي دسینمای پا میر لیلام خرڅونکوبه خپل زاړه جا کټونه هم داسې نه وي لیلام کړي ، که داکارنامه یی وستایم چي دپښتنوبچي یی دخپلوخویندو، میندووروڼواوپلرونودانتقام اخیستني لپاره غرونوته وخیژول اودنوروبچي یی دماسټرۍ اودوکتورا لپاره بهر ته واستول ، زه ستا سوڅخه داپوښتنه کوم چي داتشه به څنګه ډکوئ ؟ آیا زه اوته ددې شاهدان نه ووچي په لوي لاس پښتانه له نظام څخه شړل کیدل ترڅوهغه څوکی چي دنظارډلي اونورو په لاس کې وې له لاسه یی ونه وځي ؟  اوکه داهم درپه یادکړم چي دسولي په شورا کې یی دسولي ضدخلک راټول کړل هغه خلک چي دسولي اصطلاح یی له سره نه پیژانده زه اوته یی کلونه کلونه پرې وغولولو اوپه میلیونونه ډالره یی پري ولګول ، جهادي اوملي خاینان یی داسې ونازول چي یوه کوڅه ، سرک ، چوک اوپوهنتون پاتي نه شوچي ددوي په نومونویی نه وي نومولی اوځینوسرکښو اونازولووالیانوخویی ځیني سړکونه ایرانیانوته هم ډالۍ کړل اودده په حکومت کې یی په ډیره سرلوړۍ ایراني اخوندانوته په ډاګه خپل مریتوب اعلان کړدیوه مسؤل پتوګه ده خپل مسؤلیت ولي ادانکړ؟
اوس که ستا دلایلويته راشوته به دا دلیل وایی چي ده له صفره پیل کړه اودي ورځي ته یی راورسولوچي اوس دټیلیفوني کوډپه شمول هرڅه لروکه داکرزی نه وای دا هیڅ څه به نه وو ، خوزه درته وایم چي آیا دا دده ابتکاروواوکه زموږدټولو معنوي ارزښتونودپلوربیه وه ؟ امریکا اوورسره نورو به هرومرو موږته دخپل راتګ لاسته راوړنه ښودله خوله بده مرغه ترکرزي یی بل کمزوری اوبي کفا یته مدیر نشوای موندلای ، ستا به بل دلیل دبیان آزادي وي آیا ته دا بي پولوآزادي چي پکې دملي نفاق لپاره هره ورځ نغاري ډنګول کیږي فحشا اوبی حیا یی ته یی ښه زمینه برابره کړیده اسلامي اوملي ارزښتونه پکي لمنځه ځي اوپردی کرغیړن اومبتدل فرهنګ پکي ننداري ته وړاندي کیږي لاسته راوړنه بولي ؟         ستابه بل دلیل د پولیسو ، اردو اوملي امنیت جوړول وي هغه اردو، پولیس اوملي امنیت چي ټوپکسا لاروپري دا ملت  دیارلس کاله و ګواښه ، آیا په دویم پړاوټاکنوکې همدي پولیسو ، اردواوامنیت نړیوال اوډاکټرغنی دي ته اړنکړل چي دنظارډلي سره سم په نیمه واک وویشي ؟ اودکودتا ګواښونه به یی کول ، اوس تاسوووایاست دي ته ملي امنیتي اداري ویلائ شو؟ که لدي نه هم درتیرشودا امنیتي اداري په لاس کي څه لري چي دپاکستا ني راکټونوځواب پري ووایی چي هره ورځ یی راباندي وروي؟  اقتصادي سیستم یی داسي جوړکړوچي وروسته دډالروله بارانه په دیارلسو کلونوکې دخپل معلم اومامورعادي معاش نشو پري پوره کولای ؛ ددولتي اداروواکمن یی هغه شوکماردي چي بي له پرتوګ وکمیسه نورهرڅه درڅخه وباسي ،  تاسودي ته منیجمینټ وایئ؟  نوزه له تاسوپوښتم چي لدي دناوړي اداري بیلګه به په ټوله نړئ کې ومومئ؟؟  که تاسووایئ چي کرزی مجبوروونومجبورته بیا ولې غښتلی وایئ ؟   
نوګورئ دکرزي ړندوستایونکواومغرضو چاپلوسانوولس موپدي شاعرانه جملونه تیروځي اونه دتاریخ دقضاوت پروا لري ولس پخپلوسترګوهرڅه ولیدل ، اوویني یی دتاریخ قضاوت به زموږد کوم درد دوا شي ځکه دتاریخ دا ورستي اوموښل شوي پا ڼي چي دشاه شجاع ، تره کي ، کارمل ، امین اونوروله کیسوډکي دي ، یا یی دګندمک اوډیورنډ تړونونه پخپل ځان کي را نغښتي دي ، اویا یی دسقاو ، رباني اوملاعمرله مزخرفو اواحمقوحکومتونوډکي کړیدي زموږدکوم درد دوا شویدي او چا ورڅخه عبرت اخیستی دی ؟ یواځي یی په لوستلوسړی شرمیږي اوبس ، اوزموږدتاریخ زریني کرښي چي دمیرویس خان ، احمد خان ، اکبرخان ، امان الله خان ، نادرخان ، غزنوي ، غوري ، سوري اونوروپه ویا ړونولیکل شویدي هم ترسوال لاندي راوستي دي .
په پاي کې نوي ولسمشرته زما مشوره داده چي ددي ړندومداحانواوحرفوي چاپلوسانوکړی ماته کړه اوهرڅه دحقیقت په سترګووګوره کنه سبا به ته دزاړه ولسمشرمخ ورپریوې اوبرعکس ستا څیره به خیرنه پاتی شي .