د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددوکتور نجیب الله دشهادت « ۸ ۱ »کالیزه

انجینر محمود صافی 27.09.2014 21:39

 وخت اوزمان دادی ډیر ګړندی تیریږی دشپی اوورخی مخه څوک نشی نیولی .دادی بیا د«۳ ۹ ۳ ۱ »کال دمیزان دمیاشتی «۵ »نیټه چه د د سپټمبر دمیاشتی د «۷ ۲ » نیټی سره سمون خوری دلوی داکتر دشهادت کلیزه  ده او دافغان ولس دغمنو غوټی خلاصیږی . غواړم چه په ډیرولنډو کرښو سره دهغه دشهادت په هکله دهغه داخلی اوخارجی عواملو ته په لنډه اوځغلنده توګه یادونه وکړم .                                      خارجی عوامل : - ملی او بین المللی ، منطقوی شرایط ،دوخت او زمان دسیسو او تو طیو  دسیا ه سازمان اودپاکستان نظامی او استخباراتی سازمان ته داوخت ورکړه چه دملل متحد دپردی اونوم لاندی دبین سیوان جاسوس په وسیله چه ظاهرأ دملل متحد نماینده وه دسباه دسولی ستوری دافغا نستان دآسمان نه وغورزاوه . رښتیاه هم په دی اوپراتیفی بازی کی یی دوکتور نجیب الله ته دمرګ ګول ورکړه .او داکتر په خپل اعتماد کی په بین سیوان باندی ستره تاریخی خطا او اشتباه وکړه .رښتیا خبره ده چه هوښیاره مرغی ددوه لومو نښلی او دی هوښیار ، دانا او توانا سیاست مدار ته څه پیښ شول.په جریان دهغه کالونو کی جه داکتر په کابل کی دملل متد ددفتر پناهنده وه دسیاه اوای اس ای استخباراتی سازمانونو یووار خلع قدرت کړه .او دوهم وار یی دطالبانو په نوم لکه منصور په دار کړه .په دا تاریخی فاجعی سره داکتر دتاریخ او سولی ځلانده ستوری اودایمی ژوندی پاتی شووه .په لنډ ډول باید یادونه وکړم چه ملل متحد په حقیقت کی دسیاه دسازمان یو مخفی تشکیل او(۰ ۸ ) فیصده بودیجه ورته تمویلوی . مل متحد افغان ملت ته جواب ګو او تاریخی مسولیت لری .په نتیجه کی یی په وطن اول اجیر اشرار او مجاهلین او بیا طالبانی توره تیاره خپره کړه .او دوطن ټول مادی اومعنوی شتمنی .،اودولتی اساسات او ساختارونه او ټول هست بود یی نابود او له منخه یوړه . تاریخ اوزمانه هم نظارت ګره ده .ټول غلی اوچپ پاتی شول . او د (۱ ۰ ۰ ۲ ) کال راهیسی توره لوبه اوافغان نسل کشی په رقمونو سره په ګړندی شکل ادامه لری .دداکتر نجیب الله په ادرس لیکنه ګرانه خبره ده . ولی دهغه ارزو ، افغان ولس ته صا دقانه خدمت ، دوطن سوکالی ارامی او سوله وه .مګر میسر نشووه. رښتیا هم چه په یوه ګل سپرلی نه راځی .همدارنګه تاریخ به داکتر ته په ډیر اخلاص ، دصداقت ، وطنپرستی ،میړانی ،ورورګلوی ،مهربانی ،محبت ،پاکی ،په خپل ولس زړه سوانده ،او افغانی خدمت تاریخی طلایی نشان ورکړی .او دتل دپاره به ملی قهرمان وستایی . چه حق اواستحقاق یی لری . داملی قهرمان هغه طلا اوسره زر دی چه نن دوطن په سینه کی په دایمی خوب ویده دی . داکتر نجیب الله هر چاه ته خوږ اودهر چاه په زړکی دی .خاطری ،نظریی اوتاریخ یی ژوندی دی .دنن څخه ترسباه پوری تل به افغان نسل پری وویاړی .                                                                                       
  داخلی عوامل :- دداکتر نجیب الله د شهادت داخلی عوامل خورا زیات دی .چه عیان ته بیان په کار ندی ولی دهغه دلستونی ما ران چه انګشت شمار افراد اواشخاص وه . تا لی څټی غوړه مالان ،په موقتی څوکیو ،رتبو ،موترو ،او عیاشیو عاشق اومصروف ، اوفرسوده اوپوسیده وه . اوداکتر ته یی نږدی مردا ر حلقه تشکیل کړی وه . او همیشه به یی په ګوند اودولت کی دتشدد اوزور واکی خوبونه لیدل اودهغه په څنګ کی یی په ګوند کی سخت دبی اتفاقی اوبد بختی اغزی وکرل او همیشه به یی دتشدد اوزورواکی سیاست تکیه کوله چه لاره یی ډیره لنډه او خپله پکی وسوځیدل . اوس لکه ښکاری سیسی په سوریو کی پټ دی .قابل دیادولو ده دهغه افرادو دجملی څخه یو یی فاروق یعقوبی وزیرامنیت وه  چه دهغه نږدی اولری امنیت مسولیت یی درلوده .او په ټوله داخلی توطیه کی یی لاس درلوده دملی ګارد اووزارت امنیت دټولو قواو په شمول ویی نشوای کړای چه داکتر ته نجات ورکړی . ترڅو چه په خپل دفترکی نظر په بی کفایتی ،او ضعف مدیرت اورهبری ،اودخجالتی په بنست داکتر ته په دفتر کی په خودکشی لاس پوری کړه .دتصادفی اوجعلی افرادو معنی داده چه کوږ بار تر منزل نه رسیږی . فاروق یعقوبی داتوره څیره اومکاره ګیدړه اودافغانی تاریخ محکوم به همیشه ددوکتور نجیب په څنګ کی په تور نوم یا دیږی دوکتور نجیب الله ته دی الله پاک جنت فردوس په نصیب کړی روح دی ښاد اوسی .