د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي وحدت د حکومت په هکله تشویشونه

محمد عارف رسولي 23.09.2014 00:43

د ملي وحدت په حکومت کې د اجرائیوي رئیس پست
سریزه
نن سهار له آزادۍ رادیو سره هیوادوالو د نوي حکومت په هکله خبرې کولې د معمول په ډول ځینې خوښ او ځینې ناخوښ ول او دا بیخي طبیعي خبره ده. ډېر تشویش هم د اجرائیوي رئیس د پست په هکله لیدل کیده. دنمونې په توګه یوه ځوان چې ډېر بااحساسه هم مالومیده وویل چې په خواشینۍ سره موږ به وروسته تردې دوه جمهور رئیسان ولرو او یو د بل خبره به نه مني. لدې او نورو بحثونو او د خلکو له انګیرونو او نظریاتو، داسې مالومیږي چې د اجرائیوي رئیس د پست په هکله چې زموږ لپاره یو نوئ شئ دئ ډېرې ناسمې انګیرنې او ابهامات زموږ په ټولنه کې شته چې باید لیرې شي. ځینې کیدائ شي دې ته د یوه اوبل دلیل له مخې نور تاو هم ورکړي او د ځان په ګټه یې و بولي. زه وایم داسې تصور به په ټولنه کې عمومي باور ته زیان ورسوي او د وطن په زیان به وي. په دې اړه به د رسنیو له لارې او په خپله د دولت د مسؤلو چارواکو له خوا اړین مالومات ورکړل شي او د خلکو لپاره به مسئله روښانه شي.
یو خو په نړۍ کې ډول دولتي او حکومتي نظامونه شته چې ځینې یې د یوه ملک په شرایطو کې او ځینو یې د بل په شرایطو کې ښه کار ورکړئ دئ او بریالي دي. نو داسمه نده چې موږ په پټو سترګوبیله ښه تحلیل یا هغه یا ډیر د خپل ملک لپاره تایید او یا یې رد کړو. له بلې خوا، زما په اند د لیکوال وظیفه دا نده چې خلکو ته د مسئلو یو تنګ نظرانه انځور وړاندې کړي، امر او نهي وکړي، خلکو ته نسخه ورکړي او یو اوبل نظر او سیستم ته بد او رد ووایي. بلکه ښه داده چې لیکوال خلکو ته د یوې موضوع په بې پریتوب سره وڅیړي، ډول ډول نظریات، مثبت او منفي، موافق او مخالف داوړه انکیړنې د هغوی له دلایلو سره وړاندې کړی او د موضوع په هکله پوره رڼا واچوي ترڅو لوستونکي خپله ورباندې قضاوت وکړي او ښه او بد ځان ته وټاکي.
د لیکنې موخه
دلته زه هم غواړم چې په دې ملي پروسه کې یوڅه ونډه واخلم او له خپلو ځینو هیوادوالو سره چې ناسم تشویش لري مرسته وکړم. زه فکر کوم چې لمړئ باید ددې پست په فلسفه، تاریخ، ښه والي، خطرونو او نورو خلک ځان پوره پوه کړي ترڅو موږ بیا ورباندې سم قضاوت وکړو او ورته همغه هیلې او غوښتنې ولرو.
له دې لیکنې زما مطلب دا ندئ چې د رامنځ ته کیدونکي حکومت، په هغه کې د اجرائیوي پست په ایجاد او د کابینې او دولتي پستونو د ویش ننګه وکړم او یا یې رد کړم ځکه په یقین سره زه باور لرم چې تل مثبت فکر شه ده تر منفی بافۍ او د سیستم د ښه والي لپاره بیا مبارزه په کار ده. همدارنګه، تراوسه موږ پوره مالومات نلرو چې زموږ دملک په شرایطو کې به داتجربه څنګه کار ورکړي او یا ورکې ښکیلې خواوې څومره دمسولیت په منلو سره دا تجربه بریالۍ کړي. زموږ ولسمشر به څومره ښه مدیریت له ځانه وښیي او څنګه سیستم په جوړ کړي ترڅو دانوئ مودل بریالئ کړي.
همدارنګه، په دې لیکنه کې یوازې موخه داده چې یوازې د نظام په دې اړخ چې هلته د تصمیم نیولو او پریکړو کولو سیستم څنګه کار کوي، څوک چاته مسولیت لري او داسې نورو باندې خو په نظام کې د ټولنیز عدالت د پلي کیدو، د ثروت په ویش، د تقنین په منبع او نورو بحث نه کیږي ځکه دا مسئلې د دې مقالې له حوصلې بیرون دي.
غواړم لوستونکو ته روښانه کړم چې دې پست ته به کوم کارونه سپارل کیږي. د رئیس جمهور کوم صلاحیتونه به ورانتقالیږي؟ له ولسمشر سره به یې کاري اړیکې څه وي؟ آیا افغانستان به دوه جمهور رئیسان ولري او که یو اوداسې نور؟
اجرائیوي رئیس په خصوصي سکتور کې
نن سبا د نړۍ د خصوصی سکتور په ټولو لویو او متوسطو شرکتونواو کارپورشنونو کې لکه جنرال موتور، تویاتا، بوینګ، ټاټا، او ټولو نورو کې بیخي اړینه ده چې کمپنۍ به یا د سهم دارانو څخه جوړ بورد یا د رهبرۍ هېئت لري، او یا به د شرکت مالک یو کس وي لکه د مایکروسفت مشر بلګټ اونور خو د شرکت د ښې ادارې او د رهبري هیئت او یا دمالک د پالیسیو د ښه پلي کولو لپاره یو اجرائیوي رئیس یا (Chief Executive Officer, CEO) ټاکي. رهبري پالیسي ټاکي، د هغې په پلي کیدو نظارت کوي او که په غلطه روانه وه سموي یې، او د اړتیا سره سم به په پالیسۍ کې بدلون راولي او داسې نور. خو د رهبرۍ له خوا ټاکل شوئ دا اجرائیوي رئیس وظیفه لري چې د مالک او د رهبرۍ د هیئت ټولې پالیسۍ به په عمل کې پلې کوي او رهبرۍ ته به راپور ورکوي. اجرائیوي رئیس به مشرتابه ته مسؤل وي او دهغو په مشوره او رهنمایۍ په کارکوي. دا روش په ټولو شرکتونو کې بریالئ شوئ دئ.
په اوسنۍ نړۍ کې د دولتي او حکومتي نظامونو ډولونه
نن سبا ډیرئ نظامونه په دنیا کې په دوو ډولونو دي. یو ډول ددې نظامونو پارلماني دي چې په هغه کې د حاکم ګوند مشر د پارلمان اصلي مشر او د ملک صدراعظم هم وي او د ملک سیاست یې په واک کې وي. رئیس جمهور په دې ملک کې بیا سمبولیک او تشریفاتي شکل لري. لکه دې هندوستان، پاکستان، بریتانیا، کاناډا او نورو ملکونو سیستمونه. داسیستم قوي قانون مداري، قوي ګوندونه، غوره رسنۍ ، د قواوو ویش، بې پرې او اساسي قانون ته تابع مسلح قوتونه، بیدار او سواد لرونکئ ملت او داسې نور ولري.
بل ډول نظامونه ریاستي بڼه لري. په دې نظامونو کې د هیوادجمهور رئیس د حکومت او دولت په سر کې وي چې ریاستي نظامونه ورته وایي. په ځینو دې هیوادونه کې پخپله جمهور رئیس د هرڅه مشري کوي لکه د امریکا متحده ایالات، افغانستان اوسنئ نظام، سریلانکا او ډېر نور هیوادونه. د امریکا په نظام کې باور په دې دئ چې دولت باید وړوکئ او مصارف یې کم وي او په خصوصي سکتور باید ډېره تکیه وشي نو ځکه د صدارت پست هلته نشته. هلته یوه عنعنه له پخوا جوړه شوې، د ملک په نهادونو کې ښه وړتیا شته او کوم اجرایي پست هم اړتیا نشته.
خو په ځینو ریاستي نظام لرونکو هیوادونو کې بیا د خصوصي سکتور پورته تجربه چې د رهبرۍ پالیسي ګانې او موخې د ښه اجرائیوي رئیس په لرلو سره ښې ترلاسه کیږي و دولتونو ته هم لاره موندلې ده. په دې راز نظامونو کې بیا د رئیس جمهور تر لاس لاندې یو اجرائیوي رئیس یا صدر اعظم هم لري. دا پست که اجرائیه رئیس وي او که اجرائیه صدر اعظم وي د رئیس حریف نه بلکه د هغه ترلاس لاندې وي. دا د اجرائیوي پوست لرونکي حکومتي سیستمونه په روسیه، ترکیه، فرانسه، مصر، او ډېرو نورو هیوادونو کې چلیږي. اصلي واک له رئیس جمهور سره وي او اجرائیه رئیس او یا اجرائیه صدر اعظم جمهور رئیس ته مسؤل، دهغه ددولت د پالیسیو اجراکوونکئ وي.
کوم یو ښه سیستم دئ
داچې کوم یو ښه او کوم بد دئ باید په احتیاط سره قضاوت وشي. ددې موثریت د هر ملک په ټولنیز جوړښت، دپرمختیايی پروسې په وده، د سیاسي ګوندونو په شتون او پوخوالي، دملک په کلتور، د سیاسي قانون د درناوۍ په کچه، د ملک به سیاسي چاپیریال، د رسنیو په وړتیا او د بې پرېتوب په کچه، د مدني ټولنوپه وړتیا او ژمنتیا او نورو پورې اړه لري چې نظام څنګه چلوي. ګورو چې په یوه ملک کې یو نظام ډېر بریالئ وي او په بل کې بیا بل ډول نظام ښه کارکوي وي. له یوې خوا په نړۍ کې د عدم مرکزیت خبره زور اخلي او هغه داچې دملک پلانونه باید دملک دخلکو په ګډون د مرکز د رهنمايۍ او پالیسۍ سره سم په ولایاتو، ولسوالیو او کلو کې جوړشي، پریکړې وشی او پلي شي. ډېر تمرکز په مرکز کې ښه موثریت نلري او خلک له ملي پرمختیايي پروسې د باندې پاته کیږي او پرمختګ نه کوي. له بلې خوا، دا یو منل شوئ او څرګند حقیقت دئ چې دا کار یوازې او یوازې ورو په ورو او په ښه مهارت او ښې رهبرۍ او د قوي سرتاسري ګوندونو په شتون کې چې ملي اجنداوې او موخې ولري ښه تر سره کیدای شی. اړینه وړتیا او ښه شرایط باید ورته برابر شي ترڅو ځان غوښتونکي او غیر ملي عناصر لدې پروسې ناسمه ګټه وانخلي او په ولایتونو، ولسوالیو او کلو کې اړینه وړتیا شتون ولري ترڅو دا پروسه بریالۍ کړي او دټولو عوامو او د ملي ګټو په محور یې راوڅرخوي.
که په ملک او دهغه په دولتي او غیردولتي نهادونولکه، دری ګونو قواوې، قانون ته تابع او ملي امنیتي قواوې، ښه پاخه ملي کدرونه، بې پرې او وړتیا لرونکې رسنۍ، پویا اقتصاد، سواد لرونکي خلک او فعاله مدني ټولنه اونور ولري نو کیدای شي چې په داسې ملک کې هم پارلماني اوهم ریاستي نظام ښه کارورکړي. دمخ پروده هیوادونو لپاره لکه افغانستان کیدای شي هغه ریاستي نظام چې اجرائیوي صدر اعظم له جمهور رئیس سره همکاره وي ښه کار ورکړي. رئیس جمهورلویو ملي پالیسي جوړولو اویانورو سترو ملي مسئلو ته ځیر وي او پلي کول یې دخپل اجرائیوي رئیس یا صدر اعظم په واسطه کوي. کیداش شي دا هم ښه ګټورکار ورکړي. دا سیستم په ترکیه، فرانسه، روسیه اونورو کې چلیږی. دلته ګورو چې اصلي خبره دنظام په ډول کې نده بلکه دحکومت اوخلکو وفاداري و اساسي قانون ته ده او همدارنګه بریاليتوب یې په خلکو، ګوندونو او دهیواد په نهادونو پورې اړه لري. لکه ګورو په پاکستان او هندوستان دواړو کې پارلماني نظام چلیږي خوپه دواړو کې یو ډول ښه کار نه کوي. په هندکې هیڅکله کودتا نده شوې او په پاکستان کې یوازې یو حکومت خپل قانوني وخت تير کړئ دئ او اوسنئ حکومت یې هم لا مالوم ندئ چې څومره به دوام کوي. په ترکیه او فرانسه کې ریاستي نظام له اجرائیوي صدراعظم او یا رئیس سره ښه کارکوي.
که راشو خپل ملک ته د اوسني اساسي قانون په اساس زموږ نظام ریاستي دئ او که ښه ځیر شو او بې پرې ښه قضاوت وکړو نو ګورو چې هم کمزورۍ او هم ځینې ښه ټکي لری چې په تیره بیا زموږ د اوسني ټولنیز اوسیاسي حالت لپاره کیدای شي همد ا په خیر وي. که موږ پارلماني نظام درلودئ نو خدای خبر دئ چې څومیاشتې به ېې دوام کړئ واي او کنه. ددموکراسۍ په لسیزه کې چې خلک یې د افغانستان طلايي دوره بولي خو زموږ حکومت چې پارلماني ډول وو او په راس کې يې شاه وو ډېر دوام نه کاوه او ډېر حکومتونه یو پر بل پسې راتلل ځکه په ملک کې قوي نهادونه او قوي سرتاسري ګوندونه نه ول.
همدارنګه که دا ریاستي نظام په امریکا کې ښه کارکوي لامل یې دا کیدای شي چې هلته په وزارتونو او نهادونو کې خورا ډېره ورتیا شته اود هغوي په منځ کې دومره هماهنګۍ ته اړتیا نشته خو زموږ د ملک وزارتونه چې خپله بودجه نشی مصرفولای، خپل پلانونه ښه نشي جوړولاي او پلي کولاي نو له جمهور رئیس پرته یوه اجرائیوي کس ته چې د دولت پالیسي ګانې پلي کړي اړتیا شته. د مثال په توګه په دې دیارلس کالو کې چا له وزارت څخه کوم حساب و نه غوښته چې څه کوي او څه نه کوي. دا ځکه خپله په وزارتونو کې دومره وړتیا نه وه، همغږي نه وه، خپله رئیس جمهور په لویو ملي کشالو، لکه سوله او جنګ او نورو کې ګیر وو او معاوینونو یې هم له یوڅو مجلسونو وراخوا کومه خاصه د ارزونې او لارښونې اجندا نه درلوده او یا ېې په صلاحیتو کې نه وه.
تشویشونه
اوس یوڅوک داسې یو ډېرښه سوال کولئ شي چې که په ترکیه کې دا ریاستي نظام چې اجرائیه صدراعظم یې داود اوغلو دئ او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره کار کوي او هغه د اردوغان نژدې ملګرئ او پخوانئ خارجه وزیر یې وو نوڅنګه له افغانستانه دا تمه لرلئ شو چې دا همغږي او همکاري به موجوده وي. خامخا به دا یا ډېره کمزوري وي او با به بیخي نه وي. اصلي خبره همدا ده. او دا چې څنګه دا ستونزه حل شي د سیاستوالو د مسؤلیت په احساس پورې اړه لري او دا چې زموږ ملت څنګه له هغوي کار اخلي.
داسې تشویشونه هم شته اوبیخي په ځای هم دي چې زموږ د وحدت ملي په حکومت کې به هره ورځ د خپلوځاني او ګوندي ګټو په سر چنې وهل کیږي او دملي ګټو پرځای به ځاني او ګوندي ګټو ته لمړي توب ورکول کیږی. په حکومت کې به دې فساد مخه نه نیول کیږي او د بې وسیلې او بې پرې خلکو آواز په څوک نه اوري.
څنګه دا سیستم بریالئ کیدای شي؟
زه خو وایم د سیاست یو تعریف دا هم دئ چې هرهغه څه چې درته ممکن ول ترلاسه یې کړئ او د بریالیتوب لپاره مبارزه او ګډ کاروکړئ. موږ ته ښايي چې له لمړۍ ورځې په منفی بافۍ شروع ونکړو بلکه د حکومت په موثریت کې مشارکت وکړو که په دولت کې کار کوو، که دمدني ټولنو غړي یو، که لیکوالان او شنونکي یو، که ژورنالستان او که هرڅوک یو. دخپلې ټاکل شوې وظیفې سره سم یا په صداقت ورته کار وکړو، یا ورباندې په میړانه رغنده نیوکه وکړو ترڅو له دې دولته سم دولت جوړ کړو. باید ومنو چې سیاستوال د خلکو سترګو ته ګوري که خلکو ښه نظام غوښته او چارواکو ته ېې چاپلوسي نه کوله، خپلې شخصي او ګروهي ګټې یې نه پاللې او له چارواکو ېې ښه نظام غوښته نو چارواکي اړدي مثبت ځواب ورکړي او موثر دولت جوړ کړي او فساد او درغلي ورک کړي.
پایله
1. مهمه خبره چې زه یې دلته کول غواړم هغه داده چې د ملي وحدت د حکومت په موافقتنامه کې چې ما لیدلې په هغوکې دې جمهور رئیس اصلي قانوني واکونه نه دي ویشل شوي. اجرائیوي رئیس به یوازې د حکومت اودولت د پالیسیو د اجرا کولو او پلي کولو کار د ولسمشر تر لارښوونې لاندې کوي.

2. موږ به دوه نه یوازې یو با صلاحیته جمهور رئیس لرو.

3. دا هیله به نه لرو چې زموږ جمهور رئیس او اجرائیوي رئیس به داسې یو له بل سره کار وکړي لکه د ترکیې رئیس جمهور رجبب طیب اردوغان او صدراعظم داوود اوغلو چې له یو بل سره کار کوي. خو زه وایم چې دا به دهرچا لپاره یو ښه طلايي چانس وي او هم د ټولو مسولیت به وي چې دا تجربه بریالۍ شي. سیاست همداسې دئ د نن ورځې حریف د سبا انډیوال کیدای شي. که ښه دولتي سیستم او نظام جوړ شي نو خلک په اړ وي چې پکې په جدیت کار وکړي ځکه زموږ خلک به ېې غواړي او باید ویې غواړي.

4. که زموږ ځوان نسل چې اوس پوره بیدار شوئ دئ ددې نظام سم کار کول غواړي باید ورته مبارزه وکړي او له سیاستوالو وغواړي چې نور زموږ حوصله نشته او موثر نظام غواړو

5. که هیوادوال غواړي چې خپل نظام اصلاح کړي باید لمړي پوه شي چې دپرمختللو ملکونو حکومتونه هم په یو څو کلونوکې نه دي اصلاح شوي. د نظام اصلاح نه ستړي کیدونکې، ریښتینې، تلپاتې هڅه او هاند او مبارزه غواړي. که افغانان غواړي چې ښه نظام ولري باید ورته مبارزه وکړي ترڅو یوڅو موږ هم د ښه نظام د جوړولو په لور چې زموږد عقایدو، مقدساتو، دیني روایاتو او ملي باورونو په رڼاکې جوړشي روان شو او زر منزل ته ورسیږو اود اکار بیخي ممکن دئ.