د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددې شېبې خبره!

سرلوڅ مرادزی 22.09.2014 11:57

د افغان ملت په مټ، د افغانستان د ولسمشر پتوګه د ښاغلی اشرف غني احمدزي انتخاب، ټولو افغانانوته مبارکي وايم!
البته افغانان هم لکه د نورو ملتو غوندې د خپل ژوند د بسیا، سوکالۍ او د خپل هیواد د ودانۍ لپاره ډېرې هیلې او ارمانونه لري. د داسې هیلو او ارمانونو د ترسره کېدو لپاره افغانانو د نړۍ د نورو ویښو او دیمو کراسۍ خوښوونکو ملتونو پشان، ټولټاکنې غوره وګڼلې او په هغو کې يي پراخ ګډون وکړ. ټاکنو کې د همدې افغانانو ګډون او د مټ زور و چې د اشرف غني پشان نامتو نړیوال او منلی ملي شخصیت د افغانستان د ولسمشر پتوګه وټاکي.
که لږ شاته ولاړ شو، ګورو چې اشرف غني سره ټاکنو ته نور سړیخواره او توره بان دیوان هم یوځای ولاړ وو، خو دا د افغانانو هوښیارتیا او د یووالي برکت وو چې دا ازمایلي سړیخواره او د انسان په جامنه کې لیوان يی یوه خوا پریښودل او د خپلې ټولنې یو پاک، علم او په هیواد مین شخصیت اشرف غني يي غوره کړ.
افغانانو د لوټو، شګو او بې ګټو کاڼو او ډبرو څخه طلا او الماس، اشرف غني راجلا کړ، هغه يي وپېژند او د خپل ولسمشر پتوګه يی انتخاب کړ.
جودانې قدر یو لال پکې پیدا شي
نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دی
رحمان بابا
د اشرف غني په انتخاب او مشرتوب سره، افغانانو لومړی ګام ډېر پوخ پورته کړ. د افغاني ټولنې یو ریښتینی ښایسته سالار د هیواد د چارو په سر کې ځای پرځای شو. اوس د نورو پخو ګامونو د اوچتولو وخت او فرصت ترګوتو شوی او باید داسې نور پاخه ګامونه هم پورته کړو.
البته د هغه نیمګړتیاوو او پاتېګړو په اړه چې د ټاکنو په بهیر کې یا د اشرف غني د ټیم د اومګړتیاوو او د مخکیني ناچمتووالي په لامل چې بیخي طبیعي دي او یا ټاکنو کې د نورو د توطیو او چلوټو له کبله رامنځته شوې خواشیني، نهیلي او په پای کې بېلارې نه شو او لاس تر زني کښيننو!
په ټاکنو کې موږ هومره بریا ترلاسه کړه، څونه چې مو ورته سازماندهي او کار کړی وو. نه ښايی د خپل ځان نیمګړتیاووې او کمزورتیاوې د نورو پر اوږو ورواچوو، باید له خپلو نیمګړتیاوو څخه يي زده کړو او د بل ځل لپاره هغه بیا تکرار نکړو!
د جګړې په ورځ اسونه نه تیاریږي، له جګړې څخه مخکې باید اسونه تیار شي. په هر کار کې بری د مخکیني چمتووالي او پر کار باندې په پوهې پورې تړلې دی.
څه ښه يی ویلي دي:
سپرلی دې ټول چړچو کې تېر کړ
په ژمي راغلې سلامت غواړي ګلونه
بلخوا ملتونه نیکمرغۍ او سوکالۍ ته رسول په یوې ورځې، یو کال او د ټاکنو په یوه پیر پورې نه دي تړلې، دا لار اوږده او له اغزو ډکه ده.
اوس باید د اشرف غني ملا وتړو او په هر ګام او سنګر کې يي باید بریالی راوباسو. کله چې اشرف غني نیمګړی او پاتې راځي، دا زموږ د کمزوري او نامتشکله کار او نه زیار پایله ده.
اشرف غني د کار، نووښت او پرمختګ لویه سرچینه، کان او معدن دی؛ دا په موږ افغانانو پورې اړه لري چې له هغه څنګه د هیواد په ودانۍ کې ګټه واخلو!