د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر غني ولسمشر اما په سیاست کې ناکام !

اسیستانت پروفیسور م. ظریف امین یار 21.09.2014 14:49

بالاخره د امریکې  د بهرنیو چارو وزیر ښاغلئ جان کیری بیا کابل ته راځي او دا ځل د ټول ټاکنو کړکیچ ختمولو کې بریالئ کیږي یا په بله عباره دغه شرمول شوي پروسې ته دې پای ټکئ ور په برخه کوي. د کیری کابل ته راتلل او د دواړو کاندیدانو لخوا جوړه شوې رسمي اعلامیه خپرول د ډاکتر غنی بریالیتوب قطعی کوي. اما پوښتنه داده چې پرته له دې څخه چې ډاکتر غنی ولسمشرئ ماڼئ ته لاره ومونده آیا په سیاست کې هم بریالئ ده؟
کله چې کیری لومړئ ځل لپاره افغانستان ته راغئ او دواړو کاندیدانو سره یې وکتل ، تړون ته رسیدلئ وو او د بیا راتګ اړتیا هغه وخت نه محسوس کیده اما بیا د اصلاحاتو او همپالنې ټیم کله چې ولیده چې د دوئ  بې اساسه خبرې او اخطارونه یو ګـټور سیاست په توګه کارول کیږي ، دوي کوښښ وکړو چې چانه زني ته نور هم دوام ورکړي. تاسو شاهد یاست چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د صفر څخه نن کابو ۵۰ فیصده سهمیه ته د دغه سیاست په واسطه ورسیده.امریکا له هغه ځائ څخه چې د اوس مهال لپاره نغواړي یو خپلواک او پیاوړئ افغانستان ته وده ورکړي نو ورته دا توپیر نلري(ترڅو چې دوئ سره همغږئ وي)  چې څوک ولسمشر او څوک به په دولت کې ونډه لري.
د کیری بیا راتګ او د رسمی اعلامیه خپرول د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم راتلونکي سرپیچئ او انحراف او یا د پروسې څخه ووتل  یې د رسمی هوکړې څخه سرکشي په معنا تلقی کیږي او داسی ښکاري چې د سراسری غبرګون سره به تړلي وي.  کیری وتوانیده چې په افغانستان کې حد اقل د قدرت جګړه یې د څو مودې لپاره حل کړي. په نړیوال سیاستونو  کې د ډاکتر اشرف غنی ولسمشر کیدل د امریکا اکثره  پریښانیو او موخو ته حد اقل د پنځو کالو لپاره ځواب او ویسا ورکوي.
زما په آند د ډاکتر غنی لومړئ قدم باید د قانون حاکمیت پلی کول وي. دا هغه عنصر ده چې افغان حکومت کې نه لیدل کیده او د عبدالله ټیم ورته پابند نه دي. پدې اساس د عبدالله ټیم به راتلونکي کې سختو جنجالونو سره مخامخ شي ځکه چې دغه طبقه قانونمندی سره عادت نلري. په همدغه ترتیب د غنی حکومت به کوښښ وکړي چې خپل نړیوال سیاست په وفادارئ، مدیریت، مقایسوي ګټو او زیرکه سیاست سره سمبال کړي او وبه غواړي چې د افغانستان لپاره اوږد مهالې ګټې تر لاسه کړي چې دغه کار یو متعهد ټیم ته اړتیا لري چې غنی يې باید تشکیل کړي.
ښاغلي رزاق مامون په خپلې نوی مقالې( رفتن دکتر غنی به ارګ قطعی شد)  کې داسی وایی چې ګواکې خلیزاد ۶ میاشتې مخکې جمعیت اسلامی ته یوه طرحه وړاندې کړي وه چې نن تقریبآ هماغه طرحه جمعیت منلې ده. اما مامون باور لري چې د اجرایی ریاست  دنده به په راتلونکې کې جنجالونو سره یوځائ وي.
دا خو تقریبآ ورستیو پیښو په ډاګه کړه چې ډاکتر غنی به د افغانستان راتلونکئ ولسمشر شي اما اصلی پوښتنه داده چې آیا ډاکتر غنی په سیاست کې بریالئ ده او یا که لنډ مهاله قدرت نیولو ته لیوالتیا لري؟ لکه څنګه چې تاسو هم پوهیږئ ډاکتر غنی پدې وروستیو کې شخصیتی ضربې سره مخامخ شوئ دئ او هغه نوم یې چې په افغانستان کې د ودې حال کې وو خدشه دار شو او حتا ډیر نږدې دوستان ترینه خفه دي او نیوکې پرې کوي. په ظاهرآ غنی د ولسمشرئ ماڼئ ته د تلو لاره پیدا کړه اما داسې ښکارې چې ډیر څه یې هم ترلاسه ورکړي دي. زما په آند ډاکتر غنی حد اقل لاندې ضربو سره مخامخ شوئ دئ:
۱. ملی شخصیت یې ضربه ولیده   
داسی وویل کیده  او ښکاریده  چې ډاکتر غني به د افغانستان تاریخ کې یو ځانګړئ ځائ ځانته بیمه کړي او په سیاست که به یوه نوې روښانه مرحله پیل کړي . په همده اساس حتا د افغانستان اولس ډاکتر غني د هندوستان آزاديخواه مشر ګاندي سره یې مقایسه کولو او ورته یې د افغانستان د ګاندي لقبونه ورکول اما د ملت تمه د ډاکتر غني د ظرفیت څخه ډیره ښکاري. فکر کوم چې ډاکتر غني یواځې د قدرت نیولو لیوالتیا لري نه د تل لپاره په تاریخ کې د شخصیت جوړلو! چې دغه موضوع نن ټول اولس ته ښکاري په ډاګه شوېده.  

۲. د راتلونکي دورې لپاره یې لاره ځانته سخته کړه
ډاکتر غنی کوم محبوبیت چې درلوده هغه یې د ملی یووالي حکومت ته موافقه سره د لاسه ورکړو. خلکو ډاکتر غني ته د یو ملي شخصیت په سترګه کتل او ځکه یې ورته رایې ورکړې. ډاکتر غنی د خلکو لپاره د ریفورم فرښته ښکاریده اما بدبختانه د هغه وروستي سیاسی دریځ دغه تمې ته منفی ځواب ورکوي. ډاکتر غنی یو محافظه کاره سیاستوال ښکاري او یواځنئ موخه یې د قدرت نیولو لیوالیتا ده. بلخوا  که بیا د ملي یووالي دولت هم مینځته راشي دا خو ثابته ده چې اصلاحات په لویه کچه راتلونکي نه دي یعنې د افغان اولس دردونه نه دوا کیږي نو په داسی حال کې د دوهم ځل لپاره ډاکتر غنی ته به رایه ورکول د هغه ښه دولتداري پورې اړه ولري او ښه دولتداري تابع د سیاسی ارادې ده چې د ملي یووالي د حکومت میکانیزم لاندې راته  تقریبآ ناشونې ښکاري.

۳. نړیوال اعتبار یې په ارزانه د لاسه ورکړو
ډاکتر غنی برخلاف د ډاکتر عبدالله یو نړیواله څیره ده . اما د ۱۳۹۳ ټول ټاکنو نه یواځې  د ډاکتر غنی شخصیت یې د افغانستان دننه نیوکو لاندې راوستلئ ده بلکې په نړیواله کچه يې د ډاکتر غنی شخصیت بې ارزښته کړئ ده. اوس نو که غنی وتوانیږي افغانستان  د دغه اوسني کړکیچ څخه وباسي او دغه هیواد ته د یوې پایداره او پیاوړي سیاسی، اقتصادي او ټولنیزې ودې بڼسټ کیدي.  د خپل ملی او نړیوال شخصیت  به وشي کړئ بیا وګټي. اما وویل کیږي چې د دغه ملی جوړښت سوري لاندې ښه دولت جوړول تقریبآ ناشونې کار دئ. بیا هم د دغه پوښتنې ځواب به وخت ورکړي.  
۴. محافظه کاره سیاسی ستراتیژي یې غوره او پلي کړه
د افغانستان جغرافیه، سیاسي تاریخ او د کرزي صاحب حکومت دا په ډاګه کړه چې دغه هیواد بنیادي کنترول شوي بدلون  یا انقلاب ته اړتیا لري. بالخصوص د کرزي حکومت دغه حقیقت ته وده ورکوي چې محافظه کاره سیاست په افغانستان کې د کړکیچ څخه د وتلو لاره نده بلکې سبب کیدئ شي چې دغه کړکیچلئ حالت نور هم پیچلئ کړي. په افغانستان کې دولتي ریفورم ځیني مخکنیز فاکټورنو ته اړټیا لري چې یواځې بنیادي بدلون  او قوي دولت سره راتلئ شي. او که بڼسټیز بدلون ته فضا برابره نشي راتلونکئ حکومت به د کرزي صاحب حکومت څخه ډیر توپیر ونلري.  
۵. د ماکیاولي سیاست په اصولو اعتقاد
داسې ښکاري چې ډاکتر غنی هم د نورو سود محورو مشرانو په څیر د لنډ فکر،  کمزوري آند او بې ثباته سیاسي اصولو پالونکئ دئ.   یعنې په هر صورت د قدرت نیولو لیوالتیا او فردي اصالت ته پرتله د ټولنیز اصالت لومړیتوب ورکولو څخه ډډه په ظاهرآ نښکاري چې وکړي. د ماکیاولي سیاست یو اړخ د شخصي ګټو په اساس سیاست ده او هیڅکله هم انسانی اصولو سره برابر سیاست نه دئ. دغه سیاست تل محافظه کاري او انفرادي ګټو باندې تاکید کوي او هیڅکله هم اساسی بدلون ته خوا نه ښه کوي. افغانستان کې لکه څرنګه چې وړاندې توضیح شو اساسی او بنیادي تغییرات ضروري دي او د دغه نه پرته نشي کیدائ چې هیواد د بحران څخه نجات پیدا کړي. ماکیاولست سیاستوال  د افغانستان په درد نه خوري بلکې یو تقریبآ رادیکال شخصیت پکار دئ چې افغانستان د حاضر وایروسونو څخه پاک کړي.
۶. ګټلئ حکومت یې په سهامی شرکت مبدل کړ
داسي اندازه کیږي چې ډاکتر غنی په هره وسیله لیوال دئ چې ولسمشري ماڼئ ته لاره پیدا کړي. لکه څنګه چې مخکې تذکر ورکړل شو امریکا د حاضر وخت لپاره په هیڅ وجه نغواړي افغانستان خودکفا شي. کله چې امریکې د ملي یووالي د دولت طرحه وړاندې کړه ډاکتر غنی بې له فکره په چټګ مثبت ځواب سره دغه ناکاره طرحه چې خلاف دې اساسی قانون، دموکراسي ده   ومنله. باوجود د دې چې ډاکتر غني په ده حقیقت ښه پوهیږي چې د ملی یووالی حکومت یا ملی ایتلاف د دموکراسي د اصل خلاف او د ملت رایو سره جفا ده، بیا یې هم مذبوره طرحه ومنله. بایللي ټیم ته حصه ورکول هم د  یو اړخه د ملت رایو سره معامله ده او هم د بل اړخه د ډموکراسی اصولو سره په ټکر کیده. بله موضوع داده چې دغه طرحه په اوږد مهال کې د ډاکتر غني حکومت لپاره هم ضررمنده ده.  
ځیني سیاستوال ډاکتر غنی باندې په لاندې ډول نیوکې کوي چې د مکث وړ ده !
"له دوستم (د پښتنو  او افغانانو له ستر قاتل سره) ایتلاف کولئ شې، سروردانش (چې د کانکور سافټ ویر یې په ایرانیانو خرڅ کړ او پښتنو او نورو افغانانو  سره یې ستره  جفا وکړه) هوکړې ته رسیدئ شې، د ډاکتر عبدالله ( د نظار شورا غړئ چې د مجاهدینو د دننیزو جګړو او ناکام اصلی محراق ګنل کیږي)  سره ایتلاف د ملت په ګټه بولې؛ امرالله صالح او عطا محمد نور او نورو ستمیانو ته په حکومت کې ونډه ورکولائ شې همدغه څیر له محقق (د تبعیض مشر)  سره ګډه ناسته او ایتلاف درته مناسب ښکاري اما د پوهنتون استاد او د پښتو ژبې ستر لیکوال استاد اسماعیل یون  او داسې نور ملتپاله افغانان درته بیا د وطن په تاوان، فاشست، نشلست او د ملی ګټو دښمنان ښکاري" ! دغسې منطق ما ته هم د منلو وړ نده یا هم د محافظه کاره سیاست نښانې دي چې د اوس مهال لپاره بالکل د ګران هیواد افغانستان په ګټه نه ښکاري.

په پائ کې غواړم څو ټکو باندې تاکید وکړم. لومړئ دا چې ډاکتر غنی په هر صورت لیوال دئ چې ولسمشر شي او دغه څوکئ لاسته راوړلو لپاره د هیڅ معاملې څخه دریغ یا ډډه نکوي. دوهم زما شخصي آند داده چې دغه ایتلاف نه یواځې د افغانستان په ضرر ده بلکې د ډاکتر غنی راتلونکي سیاسی فعالیتونو په ضرر هم تمامیدلئ شي. دریمه نکته داده چې امریکې سره باید هوښیار سیاست وشي که نه نو افغانستان به په دغه معاملې کې بایلونکئ وي. څلورمه نکته داسې غواړم خلاصه کړم چې ډاکتر غني ته پکار دئ چې مدبر او هوښیار مشري او سیاست وکړي ترڅو د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم څخه نور اغیزمند نشي. که ډاکتر غني شمالي ټلوالې په کنترول  کې ناکامه شي نو ښه او موثره حکومتوالي به ناشونې وي او نوئ حکومت به د کرزي صاحب د حکومت څخه لا فاسده تجربه تاریخ ته پریږدي.