د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوما ناروغ ته مناسب وضعیت ورکؤل

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 18.09.2014 18:10

۱ - کوما کوم حالت ته وییل کیږی؟
که په ساده ټکو ووایو کله چی یو وګړی بی سده شی نو دا حالت د بی هوښئ یا کوما په نوم یادیږی پدی صورت کی ناروغ د غږ او ښورولو سره ځان یا سترګی نه ښوروی.
۲ - کوما څنګه منځ ته راځی؟
هغه وخت چی د انسان مرکزی عصبی سیستم خپله دنده له لاسه ورکړی نو وګړئ بی هوښی یا کوما ته ځی.
۳ – د کوما لاملونه څه دی؟
د کوما لاملونه بی شمیره دی ولی هڅه کوو چی دلته یی عام لاملونه یاد کړو چی د فلج ناڅاپی حمله، د زړه حمله، ترافیکی پېښې، له بام یا بل لوړ ځای څخه راغورځېدل او دی ته ورته نوری پېښې یی لاملونه دی.
۴ – د کوما ناروغ ته باید کوم ډؤل وضعیت ورکړو؟
کوما یوه وژونکی روغتیایی ستونزه ده چی که ښه پام ورته ونشی نو ښایی ډېر ژر د ناروغ د مړینی لامل شی. د یادونی ده چی که لامل یی هرڅه وی نو تر هرڅه د مخه باید ناروغ ته لاندی وضعیت ورکړل شی.
الف: ناروغ باید په یوه اړخ څملول شی.
ب: ځمکی خوا ته پښه یی باید وغزؤل شی.
ج: بله پښه یی باید داسی قاته شی چی ناروغ ته لږ تکیه ورکړی او ځان یی له تاویدو څخه وژغوری.
د: سر یی باید لږ شا لور ته وغزؤل شی.
ذ: خوله یی باید لږ ښکته وی چی لاړی یا نور مواد یی د خولی څخه په آسانه بهر او د ناروغ د ساه اخیستلو لاری ته د ننه نشی دا وضعیت د ناروغ د ساه اخیستلو لاره خلاصه ساتی.
۵ – که د کوما ناروغ ته د کوما وضعیت ورنکړل شی نو څه کیږی؟
د کوما د وضعیت تر ټولو لویه موخه دا ده چی د ناروغ د ساه اخیستلو لاره خلاصه وساتل شی او ناروغ وکولای شی چی ساه واخلی. د کوما د ناروغ مرکزی عصبی سیستم له کاره لوییدلی وی او نشی کولی چی پخپله خپل ځان کابو کړی. سربیره پردی پدی پېښه کی د ناروغ د بدن غوښی (عضلی) هم سستی او نرمیږی. دا چی ژبه هم یوه عضله ده نو دا هم ډېره سسته او نرمیږی. که ناروغ شاه په تخته څملؤل شی نو ژبه یی د نرم والی له کبله شا لور ته لوییږی او د ساه اخیستلو لار یی بندوی. سربیره پردی ښایی د ناروغ د خولی لاړی او که ناروغ ټپي وی د خولی، پوزی او ستونی وینه یی هم د ساه اخیستلو لاری ته د ننه او هغه بنده کړی. دا وخت د ناروغ په سینه کی د خور خور غږ پیدا او ډېر ژر ناروغ مړ کیږی. د یادونی ده چی دا ډؤل ناروغ د روغتون د ننه په بستر کی هم تر هغه وخته په همدی وضعیت ساتل غواړی چی په هوښ راشی که نه نو د اصلی سبب د موندلو او درملنی مخکی ناروغ د ساه اخیستلو د لاری د بندښت له کبله مړ کیږی.
یوه ګیله: په ډېره خواشینئ باید ووایم چی زمونږ ډېرئ ډاکټر صاحبان هم دی ټکی ته پام نکوی. ما په سترګو لیدلی چی په روغتون ته له رسیدو سره سم د کوما ناروغ ته سمدستی اکسیجن ورکوی مګر د کوما وضعیت نه ورکوی – د دی مثال داسی ده لکه ناروغ چی دی زیندئ کړئ وی مګر له زیندئ سره په یو وخت یی سینی ته په زور هوا ور د ننه کوی سره لدی چی که ناروغ ته د کوما مناسب وضعیت ورکړل شی ښایی په ډېرو پېښو کی اکسیجن ته هیڅ اړتیا پېښه نشی او ناروغ پخپله ساه واخلی.
په درنښت.