د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسعود د امريکایانو معشوقه!

اسماعيل نثار 16.09.2014 12:33

په Fighting Masoud’s War نومي کتاب کې چې یوه بهرني ليکوال د مسعود په اړه ليکلی دی، په هغه کې ليکي "America's sweetheart: Mujahideen commander Ahmad Shah Masoud"
یعنی مسعود د امريکایانو دلدار او معشوقه قومندان.
تاسو پوهېږۍ په ډير مهارت سره د شمال مکاره ټلواله د مسعود وژل ددې پر ځای چې د القاعدې ډلې د فداي مجاهدينو کار یې وبولي، د نړیوالو استخباراتو یوه مرموزه توطیه یې بولي.
مګر حقيقت بل شی دی خو ددې خبرې تر شا دوی ډیر نور راتلونکي اهداف په نښه کول غواړي، که چېرې مسعود بدنامه او رسوا شو نو ټوله شمال ټلواله په صفر کې ضرب کېږي او که چېرې دغه منفوره څهره همداسې د عوامو په ذهن کې تته پاته شوه نو دوی پرې په راتلونکې کې ډیرې نورې ګټې هم ترلاسه کولای شي، تر ننه دوی د مسعود په عکسونو خلک وېروي، له عوامو، حکومت او یرغلګرو کفارو څخه د جهاد په نوم مکافات او امتیازات اخلي.
دا اوس په دې دیارلسو کالو چې دوی د یرغلګرو کفارو په ملاتړ او له روان فرض عین جهاد څخه په انکار د اسلام له دایرې شرعاً ووتل خو دوی بیا هم پدې قبېح عمل ځانونه ګناه کار نه، عادي مسلمان هم نه، بلکه ځانونه خاص ستر مجاهدين بولي، د یرغلګرو کفارو سره د اسلام پر ضد دغه معاونت او دوستۍ یو روا عمل بولي، قرآني آیات او احاديث ددغه مردود عمل لپاره غلط تعريف کوي، خو دوی بلې خواته بیا غواړي چې وښيي مسعود په سيمه کې د اسلام ضد استخباراتي کړیو وژلی دی، هغه د کفارو ډیر غټ دښمن وو، د امريکایانو دښمن وو، هغه که ژوندی وی نو امريکایانو افغانستان نه شوی نيولای، نړيوالو استخباراتو هغه ځکه وواژه چې دی ورته لوی خنډ وو !!!
مګر هېڅ کله دا مسخره خبرې حقيقت نه لري، هغه لوی غدار وو، له اولې ورځې د جهاد په ليکو کې درزونه پیدا کړل، د ژني تعصب بنیاد همده کېښود، له ستمي طاهربدخشي او پرچمي کارمل څخه وروسته د تاجکيزم مفکورې ته همده پیلامه ورکړه، رسماً یې په همدې اړه د روسانو سره تړونونه کړي ول، هغه اسناد اوس هم موجود دي چې ده ورڅخه د تاجک قوم په اړه د مستقله قومندې امکاناتو غوښتلو په بدل کې د روسانو د نظامي قطارونو لپاره د سالنګ د لارې د امنیت ساتلو هوکړه کړې وه، سره لدې چې په ټول افغانستان کې جهاد روان وو، خو ده د جهاد د عنوان ترشا د قومي موخو د ترلاسه کولو لپاره کار کاوه، دده ټول متحدين په همدې عقيده او مفکوره وروزل شول چې له جهاده باید قومي ګټه تر لاسه کړو.
د روسانو او کموستانو ضد ډیر ريښتني جهادي قومندانان یې په مرموز ډول شهيدان کړل، د نورو جهادي ګوندونو پر ضد یې د روسانو، فرانسویانو، هندوانو، امريکایانو، انګرېزانو، ايرانیانو او حتی له پاکستانیانو سره پټې معاملې درلودي، دغو ټولو یادوو آدرسونو به تل په تبليغاتي برخه کې د مسعود په نفعه وري ډکول، کله به چې د مجاهدينو تر منځ واک ویشه کيده او د حکومت د جوړولو خبر به شروع شوې نو هغوی ټولو د همدوی د ګوند، جمعیت لمن ورډکوله، ځکه دوی هر وخت د معاملو لپاره چمتو خلک ول، هغوی هم مستقيم او غیر مستقيم د اتلولۍ تبليغات یې ورته کول، عکسونه او فلمونه به یې ورڅخه ډکول او ټولې نړۍ ته یې د جهاد او قربانیو سمبول معرفي کاوه، د نورو مجاهدينو ويشتل شوي ټانکونه به یې دده امتیاز حساباوه، د مثال په ډول د BBC راډيو به چې کله خبر نشراوه نو ویل به یې، نن په لغمان کې د روسانو ټانګ د مجاهدينو لخوا وويشتل شو، لغمان هغه ځای دي چې د نامتو قوندان احمد شاه مسعود سيمې پنجشير سره وصل ده.
د کورنیو جګړو په وخت کې د ټولو وژنو اصلې مهدف همدی وو، په مختلفو ډولونو یې اوبه خړولې او د جنجالنو دوام به یې غوښټ، نور یې هم توافق ته نه سره پرېښودل، ځکه روسانو ورته خپله باقي مانده وظيفه سپارلې وه.
تر ټولو مهمه خبره دا چې د ژوند په وروستیو وختونو کې ده او رباني په شريکه اسرائیلو څخه هم د طالبانو پر ضد د مرستې رسمي غوښتنه کړې وه، فرانسې ته یې خاص د همدې لپاره سفر وکړ چې د ټولې نړۍ او خوصوصاً بوش پام د افغانستان اشغال ته راواړوي، هلته یې په ډاګه وویل چې که غرب د طالبانو مخه په افغانستان کې ونه نيسي نو ډیر ژر به طالبان او د دده په اصطلاح نور ترورستان منځني ختيځ او غربي هېوادونو ته مخه وکړي او دوی ته به لوی خطرونه پېښ کړي، همدغه ننی امريکایي اشغال دده رسمي غوښتنه وه پدې اړه رسمي اسناد موجود دي، په یوټیوب کې یې ويډیو ګاني شته، د مسعود په دغه ارتدادي عمل چې د اسلام پر ضد یې د کفر ملاتړ وکړ، د شهيد اسامه د وژلو وعده یې امريکا سره وکړه، پدې اړه یې له هغوی څخه پیسې هم ترلاسه کړې وي، د القاعدې مجاهدينو دوه زړور فدایان دده د وژلو لپاره مؤظف کړل او دغه لوی منافق د اسلام دښمن یې وواژه .
د مسعود له وژل کېدو وروسته ټولو په ښکاره وليدل چې دده ټول لارویان له الف څخه تر یا پورې د متجاوز کفر امريکاي اشغال ملاتړي شول، امريکايانو د افغانستان د اشغال په مرسته کې شمال ټلواله د خپل ځمکني کرايي پوځ په حیث ونومول، پدې اړه د امريکایي جنرالانو ليکل شوي مقالې او کتابونه موجود دي، د امريکایانو د وژونکو وسایلو په مټ د هغوی تر څنګ د پښتنو د عام وژنو لړۍ کې د دوی پوره لاس وو، دوی خپلې قومي او ژبني تعصب عقدې پاللې او امريکایانو هم دلته د دوی په قول هر ډول انساني ضد جنایات ترسره کړل، ډیری ولس ددې ډول وحشي پېښو عیني شاهدان دي.
شمال ټلوالې له روان جهاد څخه ښکاره انکار وکړ، متجاوز محارب کفار یې دوستان وبلل، د همدغو یرغلګرو کفارو مړو ته یې شهيدان وویل او برعکس د جهاد د برحقې لارې شهيدانو ته یې مردار وویل. په روان یرغل کې د کفارو په ټولو وحشتونو یې سترګې او خولې پټې کړلې، ځکه د دوی ګټه او تاوان نور شريک شو، صف یې شريک شو، راتلونکې یې شريکه شوه، دوی نور د اسلام، ناموس، خاورې او ولس سره هېڅ تړاؤ جوړ پرېنښود، ټول شرعي او انساني حدود یې د قدرت، شهوت، او مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره خرڅ کړل، دا د دوی د هلو ځلو او د مبارزې غوښتنه وه او امريکایانو ورپوره کړه. خو د مؤمن مظلوم ولس، خاورې او د الله تعالی په نزد دوی لوی مجرمان دي او هېڅکله به ونه بښل شي.