د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استغنا

نجیب منلی 14.09.2014 13:14

نه دې منګی ښوروم

نه دې مړوند تاووم

نه درته لاره نیسم

نه درته سوال کومه

نه تاویزونه کوم

نه مرکې درلېږم

که خوا ته راغلې ګرانې

زما زړه خپل وبوله

که نه دنیا لویه ده

زه به دا خپل کنډولی

د بل چا مخ ته کښېږدم.