د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خولې قلف دې نور مات کړه

اجمل درمان 14.09.2014 12:13

له هغه وخته چې د ټاکنو پروسه دویم پړاو ته ولاړه او د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پښې وښویدې نو یاد ټیم په اپلتو ویلو پيل وکړ. د ټاکنو په خپلواکو کمیسیونونو، پر تحول او تداوم ټیم او په ارګ یې بیلابیل تورونه پورې کړل. په مقابل کې یې سیال ټیم د پوره حوصیلې څخه کار اخیستې او د دوي پر وړاندې کوم د پام وړ غبرګون نه دی ښودلی.
د همپالنې ټیم د ټاکنیزو کمپاینونو په بهیر کې سیال ټیم او مشرانو ته سپکې سپورې وویلې، په ټاکنیز اړ و دوړ کې يې د اشرف غني رایې ګوسفندي وبللې، د پاکو او ناپاکو رایو بیلولو بهیر کې د غني پاکې رایې باطلې اعلان شوې، د نړۍ ستر تقلب کوونکي ټیم نوم پرې و تپلی شو خو د تحول او تداوم ټیم او پلویانو یې پرې غوږونه کاڼه کړل.
لومړي پړاو د پایلو د اعلان څخه وار د مخه د همپالنې ټیم د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره خپل پریکون اعلان کړ او تور یې پورې کړ چې ارګ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د تحول او تداوم ټیم په ګډه د دوي د بریالیتوب مخنیوی کړی او په همدې اساس د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي، بیا هم ارګ، تحول او تداوم ټیم او پلویانو یې خبره شاته واچوله.
په ورته وخت کې د لومړنیو پایلو د اعلان څخه وروسته عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې د موازي حکومت جوړولو ګواښ وکړ، بیا هم تحول ټیم او پلویانو یې خبره عادي وګڼله.
تیره ورځ په کابل ښار کې په سلګونو تنو ښاریانو او د مدني ټولنې فعالانو د عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریون کې برخه اخیستې وه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د انګلستان سفارت او د ملګرو ملتونو استازی يې په دویم دور ټاکنو کې د یو تقلب کوونکي ټیم ملاتړ کوونکي وبلل.
لاریون کوونکو د « مرګ په یان کوبیش، مرګ په کرزي او مرګ د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون او ځینې نور« شعارونه ورکول.
دوي د ملګرو ملتونو استازی یان کوبیش او د امریکا متحده ایالات تورن کړل چې د تقلب کوونکي ټیم ملاتړ کوي او غواړي چې تقلب زمونږ په سرنوشت حاکم کړي.
لاریون کوونکو پنځه ماده ایز پریکړه لیک هم ولوسته چې په کې راغلي د ملګرو ملتونو استازی، د تقلب کوونکي ټیم په ملاتړ او د خلکو واقعي رایو ته د نه پام لرنې له امله دې ګوښه شي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د انګلستان سفارت او د ملګرو ملتونو استازی باید د تقلب کوونکي ټیم له ملاتړه نور لاس په سر شي.
ملګروملتو د عبدالله عبدالله د پلویانو مظاهرې ته په اشارې ویلي:«که دا ډول بد سلوک دوام وکړي، ملګري ملتونه به مجبوره شي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ډېر لږ کړي، او د افغانستان خلکو ته مرستې محدودې کړي.»
ملګرو ملتونو ګواښ کړی که يې یو کارکوونکي ته هم زیان ورسید یا هم ګواښ ورته وشو نو له افغانستان سره به مرستې ودروي.
اوس ټول افغان ملت د پانډ او پړانګ تر منځ بند پاتې دی، که اصلاحات او همپالنه همدا ډول ګواښونو ته دوام ورکړي او سیال ټیم او ولس يې په مقابل کې چوپه خوله پاتې شي نو ژر دی چې افغانستان به له نړیوالو مرستو هم بې برخې شي.
په ټوله کې ویلاي شو چې د دې پروسې له پيل راهیسې د همپالنې ټیم په خپله ژبه زهر شیندلي و او همیشه یې ولس ته د وینې توینې، زور، جنګ او وحشت خبرداری ورکړی دی او په مقابل کې یې د تحول او تداوم ټیم خپلو خولو ته غټ سنګین قفلونه (قلفونه) اچولي دي.
یوه خبره چې ټولو هیوادوالو ته لکه د لمر روښانه ده هغه دا چې د همپالنې ټیم د هر راز ناقانونه غوښتنو او کړنو په مقابل کې د تحول او تداوم ټیم چوپه خوله او کاڼه غوږونه پاتې کیدل د دې سبب شو چې اوس د هپالنې ټیم چې هر څه او هر ډول ګواښ چې زړه وغواړي، ښه په زغرده یې کوي.
د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شو همپالنې ټیم ته دا جراًت او ډاډ ورکړي چې په ملي ورځو کې دې زمونږ سپین ږیرو او جهادي مشرانو ته سپکاوی وکړي.
د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شول چې د همپالنې ټیم ځان د دویم پړاو ټاکنو قاطع ګټونکی وانګیري.
د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شو همپالنې ټیم ته دا جراًت او ډاډ ورکړي چې په کورنیو، بهرنیو ملي او نړیوالو ناظرینو هم د (تقلب کوونکې ټیم ملاتړ کوونکو) نوم ور وتپي.
د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شول چې همپالنې ټیم دې په راتلونکي دولت کې د (نیم پر نیم) واک غوښتونکي شي.
خو نور ولس د همپالنې له ناقانونه غوښتونو او د سیال ټیم چوپه خوله پاتې کیدو څخه تر پزې راغلی دی. ولس نور نه غواړي چې د دوي په پاکو رایو او مخورو مشرانو دې ملنډې ووهلی شي. ولس نور د تحول او تداوم ټیم او ښاغلي اشرف غني احمدزي ته وایې چې د خداي لپاره نور دې خولې ته اچولې سنکین قفل مات کړه.