د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د المان په برلین کې د غونډې خبرتیا

کلتوري کمیټه 13.09.2014 14:40

د افغانستان د سولي، بیا رغوني او کلتوري کمیټه په برلین کي دوستانو او مینه والو ته خبر ورکوي چي د روان کال د اکتوبر پر ۴ نېټه په بر لین کي علمي او کلتوري کنفرانس په نظر کي لري . که څه هم د کنفرانس اصلي نښه » په افغانستان کي د المان امنیتي هلي ځلي« په اړه ده ، خو په همدي بهیر کي به پر هغه کتاب چي د افغانستان په اړه د »تانیا لانګر« او »ډاویډ ماید« له خوا لیکل شوی او تازه له چاپه راوتلی دی ، خبري وشي او له متن نه به یې د معرفي په موخه ځیني ځایونه په عام محضر کي ولوستل شي .
د کنفرانس په اړه لا زیات مالومات په الماني ژبه دلته لوستلای شئ