د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهیواد پرفضا تر ټولو لوړبیرغ

شاه ولی ارین 12.09.2014 11:49

وایې چې:(ګیره زما واک یې دملا)
دفیسبوک په پاڼه می ولیدل چې ښاغلی کرزی دوزیرمحمد اکبرخان پر غونډی دهیواد تر ټولولوړبیرغ ورپاوه ،دا خو یې ډېرلوړکارترسره کړخوهغه تپوسونه چې زما په ذهن کې شتون لری او هره ګړی می هوساینی ته نه پریږدی غواړم د هیوادوالومخی ته کیږدم او دخپل اند ورسره شریک کړم.                                                                            ۱-ایادکرزی صایب په حاکمیت کې دهیواد ځمکنۍ بشپړتیا خوندی ده؟                                                            ۲-دهیواد اوولس مدنی،ټولنیزاوسیاسی حقونه اوملی نوامیس خوندی دی؟                                                         ۳-ښاغلی کرزی دارګ جمهور رئیس دی که دهیواد؟ 

۴-ایا دهیواد اساسی قانون پرټولو هیواد والویوشان پلی شوی دی؟                                                                 ټولوهیوادوالوته جوته ده چې په هیواد کې د کرزی په ۱۳ کلنی واکمنۍ کې وار واردګاونډیوهیوادوله خوا دهیواد پرهوائی اوځمکنۍ حریم دګاونډیوهیوادوله خواتیری شوی سرحدی پوستی په کیلومترونو راوړاندی شوی په خاص ډول دپاکستان له لوری په سل ګونو راکټونه ویشتل شوی چې زموږ بی وزلو هیوادوالو ته یې مالی او ځا نی تاوانونه رسولی دی،مګرزموږ ددولت له خوا هیڅ ډول ورته ځواب خولا پرخپل ځای پریږدی حتی چې دپلوماتیکی هلی ځلی نه دی ترسره شوی، او یا دا چې تر ننه پوری نه وزارت دفاع، وزارت داخله یا ریاست عمومی امنیت دولتی په دی هکله کوم لیکلی  لاسوند دافغانستان د بهرنیوچارو وزارت ته سپارلی چې د ددی سند پر بنسټ افغان دولت ملګروملتونو او یا دامنیت شوراکې داسی لاسوهنی  اویا دهیواد پرحریم دپاکستان تیری په کی څیړل شوی وای. چې زما له انده دا ددی ښکارندوی دی چې د دولت په دستګاه کې د همدی هیوادونوکلکی استخبارتی کړی وجود لری او یا هم دغه بین المللی ټولنه چې هیواد کې واکمنه ده نه غواړی چې ددی کړکیچ مخه ډب کړی. له بله پلوه همدالامل دی چې امریکا اوورسره غربی نړی په دی۱۳کلونوکې ونه غوښتل  چې دهیواد امنیتی ځواکونه سم اوپه بشپړډول پوره او بسیا کړی.د هوایې پوځ پوره نه شتون داکمالاتی بیزونونه موجودیت ددوست اودښمن نه دیواصلی اواساسی تعریف نه شتون،دپوځی سمی اولازمی ستراتیږی نه شتوالی هیواد اوهیوادوال دیوی ستری غمیزی اوبی باوری سره لاس او ګریوان کړی چې همدی بی باوری دولس او دولت تر منځ ستره فاصله رامنځ ته کړی او حتی چې موجود نظام اوامنیتی ارګانونویې هم خپل باورولس ته له لاسه ورکړی دی.هیله شته که نږدی راتلونکی حکومت دپورتنیو ستونزونه دیوه حقیقی تعریف په لرلودغی تشی ته پاملرنه وکړی او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندی کیدود پاره چې دیوه قانونی دولت د موجودیت اصلی بنسټ او ستنی جوړوی جدی پاملرنه وکړی.                                      په تیرو۱۳ کلونو کې دملی مشارکت،قومی ،تنظیمی،ګروپی،مافیایې اوسمتی ویش پربنسټ دهیواد دلوړومقامونو اوڅوکیو ویش دبهرنیوښکیلاک ګرواستخباراتی اومافیایې کړیودیومنظم پلان پراساس هیواد دخپلوداخلی لاسپوڅو او ګوډاګیانوترمنځ په قومی او تنظیمی زونونووویش اودومره اقتصادی او سیاسی امکانات یې دغه زورواکواومافیایې کړیوپه اختیارکې ورکړل چې همدا اوس یې خپله امریکا هم کابو کولی نه شې.                                                          په کلو،بانډو،ولسوالیواو ولایتونوکې دولت حاکمیت نه لری زورواکان که په دولت کې دی او که یا ددولت دباندی دی هر  هغه څه چې غواړی ترسره کوی زورزیاتی،جنسی تیری،دځمکوغصب،دزورودونه،شاقه کارونه اوپه سلګونه داسی نوری منفی غیرانسانی پدیدی چې د ولس مدنی حقونه اوغوښتنی یې تری اخیستی اوهمدا د زورواکو یوشمیرلنډه غراوکوڅه ډبی دی چې هرڅه غواړی ترسره کولای یې شې چې دشجاعی ظالمانه وحشت،دعطامحمد نورخپل سری،دشمالی ټلوالی لنډهغری په ننګرهارکې دانجینرغفاراو حضرت علی د لوټمارانودهشت او همدا ډول دپغمان دولسوالی وروستی ناورین هغه څه دی چې افغان دولت یې دمهارولویا توان نه لری اویا ورسره شریک دی.په تیرو ۱۳ کلونوکې دداسی ناوړو پیښوعاملین دزور واکوله خوا پرته دعدلی اوقضایې څیړنوبیرته خوشی شوی او دولت دولس غوښتنو ته چپه خوله پاتی شوی دی. هیله ده چې راتلونکی حکومت ددی ستونزو په هکله کوټلی ګامونه واخلی ترڅو دولس دغه تللی باور بیرته تر لاسه کړی.            دپورتنیولاملونو پر بنسټ په ډاګه ویلی شم چې کرزی صاحب نه یوازی دا چې دهیواد جمهور رئیس نه دی حتی ویلی شم چې ممکن دارګ جمهور رئیس هم نه وی دا په دی مانا چې پرخپلومرستیالانو چې ده په خپله ټاکلی هم دی حکومت نه شی کولای زورواک او بل چارواک خو لا په خپل ځای پریږده.                                                                    دموازی حکمتونوشتون دوالیانوخپل سری او دمرکزی حکومت نه سرغړونی، دشمالی ټلوالی دلنډه غروله خوا دکرزی صایب دانځورونوکته کول ترپښولاندی کول اوپرځای یې دبل شخص انځور لګول اودجمهوررئیس په نامه یې اعلانول همدا ډول دیوه سیاسی حزب بیرغ دهیواد پردولتی ارګانونواوامنیتی موسساتو او موټروټومبل دناقانونه وسلوپه ښارونوکې دځان سره ګرزول ډزی کول انسانان وژل ډار او ویره چوراوبدمعاشی په خلاص لاس ترسره کول ،اما دامنیتی ارګانونو ورته رډ رډ کتل اویا مرسته ورسره کول دکرزی صایب دهغه مصلحتی واک ویشلوبیلګی دی چې د ولس دغوښتواوارادو  پرته دڅوزورواکوبهرنیو اوکورنیومافیایې کړیوترمنځ په غیرعادلانه توګه ویشل شوی وو او دی .چې دا اوس یې هم دولت نه شې کابو کولای او هم بین ا لمللی ټولنه دخپلوغیرعادلانه ګټودساتلو دپاره پری ټولیز بندیزونه، نه شې لګولی چې دهیواد دوروستیوټولټاکنو ناندری یې روښانه بیلګی دی. که چیری راتلونکی دولت پورتنیو اړینو ټکو ته پاملرنه ونه کړی دسیاسی مصلحت،قومی او تنظیمی مشارکت زور ،فشاراو دبهرنیولاسوهنوپه بنسټ جوړشی دکرزی صایب حکومت به تری خورا بریالی حکومت وی.                                                                                                           ددریولسیزونه زیاته موده تیریږی چې دبهرنیوله خوا تپل شوی جګړی د هیواد مادی اومعنوی ارزښتونه خورا زښت زیانمن اوتالا کړل ټولنیز،قومی ، سیمه ایزطبعی جوړښتونه ، دولتی او امنیتی  نظام یې مات اوتالا ولا کړدهغولاسپوڅو فونډمیتالیستی حلقو اوګروپونوله خواچې دوی په خپله دهیواده بهرپه ګاونډیو هیوادوکې روزلی ووتری القاعده وزیږیده چې دسپتیمبرد۱۱ نیټی پیښی امریکا اوغربی نړی ته ښه پلمه په لاس ورکړه ترڅودهیواد دښکیلاک دپاره دمرستی تر عنوان لاندی راودانګی ودادی تر دیارلس کلونونه زیاته موده کې لیدل کیږی چې هیواد اوهیواد والوته یې پرته له درد غم زور زیاتی نور څه ورپه برخه نه کړل.داسی ویل کیږی چې اساسی قانون ،دموکراسی، پارلمان، ټولټاکنی ټولنیز،عدالت درسنیو اوبیان ازادی اوداسی نوری لاس ته راوړنی یې افغان ولس ته ورپه برخه کړی دی.غواړم  ووینو چې قانون،دموکراسی ،عدالت او درسنیوازادی دچا دپاره،څنګه پلی کیږی.                                                                                په داسی هیواد کې چې څه دپاسه دیرش کاله جګړه وروروژنه روانه وی او یو وارغربی دموکراسی دټولنی دعینی اوذهنی شرائطوپه نظرکې نیولوپرته عملی کیږی پایلی به يې داسی پارلمان ، دولت اوقانون وی چې همدا اوسنی نظام یې ښه بیلګه په ګوتو کولای شو.وار وار لیدل شوی دی کله چې یوی رسنی د یوه زورواک اویا قانون نه دسرغړونی په هکله څه ویلی اویا خپاره کړی دمرګ ترکچی تهدید اوتره ټل شوی اوحتی وژل شوی هم دی. دځمکوپرغصب کونکو،دقاچاق او مخدره توکوپرمافیایې ډلواوګروپونود لوړوقراردادیانومافیایې پروژوچې ډیری یې دپارلمان دوکیلانودجمهوررئیس اومرستیالانود ورونواوخپلوانو،وزیرانواونورو لوړ رتبه چاراکوتر انحصارلاندی تر سره شوی ایا قانون دوی ته دا اجازه ورکړی.ولس د ولږی مری،ډوډی او کور نه لری اما دولتی چارواکی چې پرون یې هیڅ نه لرل نن په غربی هیوادو،دوبی کې بلډینګونه اوبانکی حسابونه پرانیستی دقانون دتطبیق معافیت یې تر لاسه کړی ولی که چیری دهیواد په یوه مظلوم او بیچاره وګړی  کوم تورکه په حقه وی اویا ناحقه ورپوری شوسم دلاسه پری قانون پلی کیږی او دشکایت حق هم ورته نه ورکول کیږی  که چیری یې مقابل لوری زورواک وی.دا هغه څه ووچې له یوی خوا داجوته وی چې په ګوډاګیو حکمتونوکې قانون،واک  اودموکراسی اونوردولتی بنسټونه هسی په نوم شتون لری چې په ټولیزه توګه دزورواکواولاسپوڅودګټودساتلواودبی وزلو ولسونودتهدید،فشاردوسیلی په توګه تری کار اخیستل کیږی اوولسمشربه هم لکه کرزی صایب دارګ د واک نه عاجز وی اوپرته دبین المللی معیارونو نه به هرزورواکی امریکا اوغربی هیوادوته په خپل سرټیلیفونونه کوی جان کیړی اوداسی نوربه رادرومی اودهیوادوالوترمنځ ستونزی به هواروی چې دا په خپله ددی مانا لری چې:(ګیره زما واک یې دملا)                                                                                                                                   پای