زخمي افغان
12.09.2014 11:41قوم اوبچي مې قتلوی وایی چي ولې ژاړې
زړه مې قلم قلم ریبې وایی چې ولې
ژاړې
زخمي افغان یم ماخو ستارحم لیدلی ندی
ماله اټکه بیلوی وایی چې ولی ژاړی
کلی مو وران میندی مو بورې ځوانان خاوری ایرې
ما په هجران مجبوروی وايي چې ولې ژاړې
زه چې پښتون یم غیرتي یم ګنهګار خو نه یم
په چلوول مې ختموی وایی چې ولې ژاړې
زه چې میرویس که احمد خان یاخوشالخان یادوم
ته مې له شانښه کوی وایی چې ولې ژاړې
افسوز افسوز چې زما ملا راته خپل ورور ماتوي
حفیظ ملیار پری ځوروی وایی چې ولې ژاړې