د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جناب سیاف! دعا دې سمه ده. خو ځای دې غلط کړی!

جمال خالد 11.09.2014 12:13

 د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی عبد رب الرسول سیاف چې پلار او مور یې عبد الرسول نوم پرې اېښی و، هر کال د خپل انډیوال احمد شاه مسعود په ویرغونډه کې نادرې کوي! سږ کال یې له نوادرو څخه یوه دا وه چې ویل یې یوه ورځ جهاد د شپېتو کلونو له لمنځونو غوره ده. دا یې ډېره ښه خبره کړې، او دا دده خبره نه ده، دا حدیث شریف دی، لکه ده چې ویلي، خو خبره په دې کې ده چې جهاد چېرته دی او څوک یې کوي؟
 امریکا جهاد کوي؟ که بریتانیا؟ که فرانسه او که جرمني؟  او که ددوی په لاس روزل شوي، او ددوی ډوډۍ خواره! اردو، پولیس او اربکیان؟
وايي یو وخت کې کوم کس نوې د اودلاسه دعاګانې زده کړې وې، دا چې سمې یې نه وې یادې نو کیسه به ترې ګډه وډه شوه، د یو اندام وينځلو پر ځای بې د بل اندام دعا ویله، یوه ورځ په استنجا لګیا و، خو دعا یې د خولې وینځلو ویله! کوم ملا صاحب یې غږ اوریدلی و، نور یې غږ پرې کړی و چې: سړیه!  دعا دې سمه ده خو ځای دې غلط کړی!
   جناب سیاف صاحب! د جهاد او مجاهدینو فضلیتونه واضح دي، ټول ولس پرې پوهېږي؛ ځکه چې افغان ولس تاریخي مجاهد دی، له انګریزانو سره یې جهاد کړی، له روسانو سره یې وکړ، اوس یې ستا له انډیوالانو امریکایانوسره کوي! که ولس د جهاد او مجاهدینو په اجرونو او فضیلتونو نه پوهېدی نو جهاد بې نه کولو! ولس جهاد او مجاهدین پېژني  چې څوک دي؟ او چېرته دي؟
 ولس ستا له دې وینا نوره هم د جهاد او مجاهدینو په ګټه استفاده کوي، ځکه پوهېږي چې کافر او ملګري یې جهاد نه، بلکې جګړه کوي، جهاد مسلمان کوي، کافر یې نه کوي، جهاد د مسلمانانو انډیوالان کوي د کفارو انډیوالان یې نه کوي، هغوی ستا خبرو ته ګوري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث ته ګوري، او بیا ستا عمل ته ګوري، چې ستا د خبرو مصداق چېرته دی؟ او عمل دې چېرته دی؟ خوله دې څه وايي او لاس دې څه کوي؟ خلک پوهېږي چې ته په خوله ښې خبرې کوې، خو په دې هم پوهېږي چې د همدې خبرو په مهال استنجا کوې! ستا دا خبرې او عمل نور هم خلک له تا څخه منفوروي، تا په انزوا کې اچوي، ته که هر څو استنجا ټینګه ټینګه ووهې او خلکو ته وښيي چې زما له خبرو نه مطلب دا ځای دی! خلک یې نه در سره مني! ځکه ولس سترګې لري، شعور لري! د ښه او بد تمیز کولی شي! خوله وینځل او استنجا کول پېژني! په دې پوهېږي چې یو څوک چې د خولې وینځلو دعا د استنجا کولو پر مهال وايي! هغه لیونی وي!