د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوورخفګان یا DEPRESSION

ډاکټرجمیل حامد 08.09.2014 22:16

دا یوه ډیره مغلقه ناروغي ده چی پکی ژوور خفګان منځته را ځي اودژوند ورځنی چاري له ستونزو سره مخ کوي خوپه یادمووي چی کله کله زړه تنګی ، دیواځی توب غوره کول اودخفګان احساس دیوه لنډوخت لپاره چی په ورځنی ژوند کی دځینوستونزوله کبله پیدا کیږي یونورمال حالت دی خوکه چیری همداخفګان دډیروخت لپاره دوام وکړي اویا موورځنی چاري له ستونزوسره مخ کړي بایدله ډاکټرسره اړیکه ونیسی ترڅویی په مناسب وخت کي درمنله وشي.

په ټوله نړی کی په میلیونونوکسان لدی ناروغۍ ځوریږی خوزموږپه هیوادکی یی کچه زیاته ده چی لامل یی جنګونه اونوري ټولنیزي ناخوالي دي ،  پدی ناروغي دهرعمرکسان اخته کیدای شي خوډیری هغه کسان چی د ۲۵-۵۵ کلونوترمنځ عمرولری پدی ناروغي یی د اخته کیدوچانس زیات دی .  
                                                                      
لاملونه : اوسنیوڅیړنوښوولی ده هغه کسان چی پدي ناروغي اخته دي اوهغه چی ندي پری اخته په مغزوکی یی کوم ځانګړی توپیرنه لیدل کیږي خوبیا ځینی څیړني ښیی چی په مغزوکی د هایپوکیمپس Hippocampus پنوم یوه وړه ساحه چی دحافظی د ساتنی دنده په غاړه لري کوچنی کیږي اویا کوچنی وي خوبیا نوروڅیړنوښوولی ده چی دکارټیزول هارمون پدي ناروغانوکی دروِغوکسانوپه پرتله زیات وي خوپه هرصورت دلته پری ډیرتخصصی بحث نه کوو.

 دا ناروغی ډیرزیات لاملونه لری چی مهم یی دیوه نیږدی دوست اویادکورنی دیوه غړي له لاسه ورکول، جګړي ، کورنی تاوتریخوالی ، ناوړه اقتصادي شرایط ، بیکاری ، فقر، روحي ، جسمي اوجنسي ځورونی ، مها جرتونه ، طبعي پیښي ، په یوه ټولنه کی د قانون نه پلی کیدل ، دځینودرملوکارونه لکه کورټیکوسټیرایډ او ا نټرفیران چی یوډول دوایرس ضد درمل دي ، کورنی تا ریخچه یا ارثیت اوځینی ځنډمنۍ یا مزمنۍ ناروغي یی مهم لاملونه جوړوي .

دناروغي نښي نښا ني : ترټولواړینه ددی ناروغي دکلینیکی نښوپیژندل دي ترڅوددرملنی په هکله تصمیم ونیول  شي . ۱: ددوامداره زړه تنګي یا دخفګان شتون
۲ : دتوجه دتمرکزخرابوالی ژرژرله یاده وتل اودتصمیم په نیولوکی ستونزي
۳ : دستړتیا احساس اودکارځواک له لاسه ورکول
۴ : دځان بی اهمیته حس کول ، د امید نه شتون اودناتوانۍ داحساس درلودل
۵ : نا آرامي اویا له حده زیات غبرګون ښودل
۶ : بی خوبي ، دسهارډیروختی له خوبه پا څیدل اویا له نورمال حده ډيرخوب کول
۷ : دلیوالتیا ورکیدل ، د جنسی قدرت لږوالی اوکله کله دخوراک په خوندنه پوهیدل
۸ : بی اشتهایی اویا ډیرزیات غیری عادی خوړل
۹ : دوامداره سردرد ، دعضلاتودرد ، نا راستی ، اودهضمی سیستم ستونزي لکه کله قبضیت اوکله نس ناستی اودخوړونه هضمیدل .
۱۰ : داحساس نه شتون دیواځیتوب غوره کول اودځان وژني هڅه اویا دځان وژني په هکله فکرکول

که ددی ناروغی درملنه ونشي کومی ستونزي به منځته راشي
دنه درملني په صورت کی ترټولوخطرناکه پا یله ځان وژنه ده چی په پرمختللو هیوادنوکی یی کچه لوړه خوله نیکمرغه زموږ په ټولنه کی یی لږي پیښي لیدل شویدي نوپدی توګه باید دناروغ دکورنی غړي یادناروغ ساتونکي اویا معالج ډاکټراویانرس دناروغ ټول کړه وړه ترجدی څارني لاندی ونیسي په ځانګړی ډول که ناروغ په ناڅاپی توګه له ژوورخفګان څخه دچوپتیا حا لت غوره کړي اویا ناڅاپه خوشحالي پری راشي ، هروخت دمرګ یادونه وکړي ، ډیرلږخوب اویا په ویرونکي ډول ډیرخواړه وخوري ، ډیره نا امیدي اویا دژوند دلیوالتیا لمنځه تګ ، دداسی خبروکول لکه کاش چی زه ژوندی نه وای ، دشپی په خوب کی نا آرامی اویا ګرځیدل اویا له خلکومرسته غوښتل چی با ید متوجه یی واوسي نوداسی ناروغان ځان وژني ته ډیره لیوالتیا لري .
همدارنګه په ژوند اوکورنیوچاروکی دستونزومنځته راتلل له ملګرواوخپلوانوسره داړیکوپریکول ، ددندی له لاسه ورکول اونوري ګڼ شمیرستونزي دنه درملنی په صورت کی منځته راتلی شي .

درملنه
له نیکمرغه داناروغي ددرملني وړده اودهیوادپه هرګوټ کی یی درمل د لاسرسی وړدي خوځینی ناروغان اویا دکورنی غړي ناروغ په وخت ډاکټرته نه ورولي اویا ناروغ دخپلی ناروغي په هکله چا ته څه نه وایی اوویره لری چی څوک یی دروانی ناروغ پنوم ونه پیژنی اویوډول دشرم احساس کوي نوپدی اساس اړتیا ده چی موروپلاراویا دکورنیومشران وخت په وخت له خپلواولادونواوکشرانوسره دزړه خواله وکړي اوپه رازکی یی ځان شریک وګڼی ځکه پدي ناروِغي اخته کسان ډیری ځوانان وي چی دکارځواک له لاسه ورکوي اودټولني اوکورنی داوږو بارګرځي نواړینه ده چی مشران له کشرانو اواولادونوسره په ملګرتیا کی ژوند وکړي چی داډول چلندهم ددرملني اوهم دتشخیص لپاره ګټوردی .  
هغه کسان چی دوي اویا یی دکورنی غړي داډول نښی نښاني ولري اړینه ده چی بایدژرترژره له ډاکټرسره مشوره وکړي اوله خپلسرودرملنودي جداْځان وساتي ،  ددي لپاره چی له خپلسرودرملنوڅخه مخنیوی شوي وي غواړم یواځي دځینو درملونومونه واخلم چی ددرملني لپاره ګټوردي لکه سیتا لوپرام ، ایس سیتالوپرام ، پیروکسیټین ، فلوکسیټین ، ورټوکسیټین ، سرټرالین ، وینلافیکسین ، ډیس وینلافیکسین ، ډولوکسیټین ، ایمی ټریپټیلین ، ډیسیپرا مین ، ډوکسی پین ، ایمیپرامین ، نارټریپټا یلین ، پروټریپټا یلین ، فینا لازین ، ټرانلی سیپرومین ، ایزوکاربوکسا زایډ ، بپروپیون ، میرټا زاپین ، ټرازوډون او داسی نوردرمل دناروغ حالت ته په کتودډاکټرلخوا توصیه کیږی .

ددي لپاره چی دا درمل دیوه مستند ډاکټرلخوا تجویزشی دلته یی دکارونی مقدار، د کاروني موده اواړخیزی اغیزي ترڅیړني لاندی نه نیسم اودډیروقدرمنوډاکټرانواودطب پوهنځیوله محصیلینوهیله لرم چی ددی نارغي دلاډیری څیړني لپاره له ټیکسټ بوکونوڅخه کارواخلي ځکه دلته هڅه کوو چی د عاموخلکودپوهاوي په کچه معلومات وړاندي کړو ترڅو ور څخه ګټه واخیستلای شي .