د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استغـــــــــفار

احمد شاه حقوقی 06.09.2014 00:40

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په موج کې د ګناه به ترهغې پورې حسرت  وی
ترڅوچې چا په ژبه استغـــــــــفار لیکلی نه وی
 
عمل د هرانسان نوم او نښان ته نوښت ورکړي
مجرم به لا مـــــــجرم و که زندان تړلی نه وی
 
بدلون ته به سر ټیټی هېڅ انسان په دنیا نه وی
په شنو پاڼو د ونو که خــــــزان راغلی نه وی
 
ترځنډه به ماشوم وپه زانـــګو کې وږې تږی
په غېږه کې د مور یې که امان لیدلی نه وی
 
مــــــــــحشر که خائنانو په  یقین سره منلی
مظلوم نه به یې حق په ناروا خوړلی نه وی
 
اسلام سره په جنګ کې دهرچا وسله ښکاره ده
وحدت که لوی شعارشي بیا به چا وهلی نه وی
 
شتمن که له نېستمنه دواړه غبرګ لاسونه تاوکړي
قسم دی چې رقیب به خپل قانون تپلی نه وی !
 
په ځان به قرباني هېڅ مسلمان نه وای منلی
که اورته ابراهیم د حق په ټال دانګلی نه وی
 
خبر که له حســـابه شي انسان دغه دنیا کې
سهار نه ترماښامه به هیچا خنـــدلی نه وی
 
انڅورکه د جنت چاته په خوب کې ورښکاره شي
هېڅکله به ژوندون کې چا به غم زړلی نه وی
 
لږ ته شه لږبه زه شم لږ به هاغه لږبه دغه
لاسونه که شي موټي بیا به دوي وهلی نه وی
 
د زړه کتاب د حق نوم حقوقی ته یادوي تل
افسوس چې اعتماد مو په نفاق وژلی نه وی