د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وخت پیغور

الحاج الھام الدین قیام 05.09.2014 20:57

د چا په قیمتي لباس دانش زیاتیږي نه
په ښکلي پګړۍ ھیڅوخت د چاسربدلیږي نه
چی ھرڅومره یی مینځي،رنګ یی لاپسی توریږي
تور خرخود اوبو په زور ھیڅوخت سپینیږي نه
د وږو سترګو آن د مرګ ترورځی مړښت نه شته
حریصی وږي سترګی ترقیامت مړیږي نه
یوڅوک چی د بل چا عزت النفس ساتلی نه شي
د خپل عزت النفس په سپکه ھم شرمیږي نه
د بل په مصیبت کی چی د ځان ھوسايي غواړي
کوم بل نوم ورته ښايي پری" انسان" ارزیږي نه
ھوښیاربه ځانته وايي خوھوښیارندی ،پاګل دی
پخپل عھد او پیمان چی څوک محکم دریږي نه
ولس له ھرغاصب نه پخپل زور حقونه اخلي
غاصب خوپه رضا ، په خوار ولس رحمیږي نه
په واک کی نورد ھغه چاپریښول د وخت پیغوردی
د چا چی په انسان ، انساني ژوند لوریږي نه
د ظلم او استبداد په ضد قیام کول په کاردي
غافل ، ویده ملت له استبداد خلاصیږي نه

پالمه نووا/ھسپانیه
۲۸/۰۸/۲۰۱۴