د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه اومه برخه

پوهندوی آصف بهاند 04.09.2014 18:33

(په مخکتاب کې د لنډیو یوه نوې څپه)

پهI Love you  دې نه پوهیږم
ما ته په سپینه پښتو وایه یار دې یمه
کور ته د تګ امید مې نه شته
راباندې کوټې د هجرت درانه بارونه
کیري باداره رارسېږه
غني سېلاب دی را روان ما درنه وړينه

 لنډۍ په هر ډول حالاتو کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، غلې نه پاتې کیږي او د ژوند له څپو سره اوږه په اوږه مخ پر وړاندې ځي. د لنډیو همدا متحرک خاصیت دی چې لنډۍ نه مري او د تل له پاره د عیني ژوندانه پیښې انځوروي او داسې یې په خپله لمن کې رانغاړي چې لوستونکي اوریدونکي ورته حک حیران او ګوته په غاښ پاتې کیږي.  
ټولنه ده، خلک دي، ورځنی ژوند دی او له هغو سره لنډۍ په هسکه غاړه، جګ غږ خپل کار کوي او ورځني مسایل په خپله لمن کې رانغاړي. اوس اوس د آزادۍ، بیان او ټولنیز پرمختک فعالان او پلویان په دې باور دي چې ټولنیزې شبکې کولای شي چې په خلکو کې د اطلاعاتو او مالوماتو د خپرولو په وجه، په پرمختګ او ویښتیا کې لوی رول ولوبوي، خو دا هم باید په یاد ولرو چې کله کله د دې ټولنیزو شبکو د کارولو له لارې داسې هم کیدای شي چې د ناسمو او غیر واقعي مالوماتو په خپرولو سره عامه ذهنیت تخریب او په ناسمو لارو سیخ کړای شي، په تیره بیا په افغانانو کې.
رښتیا ته په پام سره باید وویل شي چې مخکتاب ښه شی دی، خو افغانان یې داسې کاروي چې د ښو پر ځای بد ډیر په کې سر را اوچتوي، مسولیت او پته نه په کې ښکاریږي، له همدې کبله هر څوک هر څه وايي، په زړه کې ور تیریږي چې: ځه څوک دې نه پیژني هر څه چې کوې کوه یې، هر څه چې وايي اولیکې یې، خپله خوښه دې ده او ...
خو په دې بې مسولیته بازار کې کله کله ښه شیان هم لکه ما غوندې سرګردان خریدار ته  په لاس ورځي.
څه موده وړاندې مې د مخکتاب د بنډار د یوه بنډاري په پاڼه کې په څو لنډیو سترګې خوږې شوې چې د سوال ځواب په بڼه راوړل شوې وې، سمدلاسه مې کاپي کړې او زړه کې مې غوټه کړه چې پر دې لنډیو باندې به یو جلا مقاله لیکم. اوس مې همدغه مقاله(شپږمه برخه) دغو لنډیو ته جلا کړه.
دلته د دې خبرې یادول اړین ګڼم چې دا لنډۍ چې د سوال ځواب په بڼه راوړل شوې دې، نیغ په نیغه له ساسیونو،سیاست او په وطن کې له روانو حالاتو سره تړلي دي او د ټاکنو  د یوه لوري په پلوي او د بل لوري پر ضد دي، زه یې په ښکاره وایم چې زه د ټاکنو د هیڅ لوري د قوت او ضَعف له پاره په دې حساس وخت کې دا کار نه کوم، بلکې د یوه عیني واقعیت په ډول هغه څه چې په لنډیو کې انځور شوي دي، زه هغه را اخلم، هغه هم یوازې د دې له پاره چې دغه لنډۍ تیرې اوهیرې نه شي.
دغه لنډۍ ما د عبدالهادي هادي د مخکتاب په پاڼه کې د ۲۰۱۴ کال د اګست په اتمه ولیدې. ښايي د ډیرو ورته پام شوی هم نه وي. دا لنډۍ د سوال ځواب په ډول راوړل  شوې دي، دا یې د هادي صاحب له پاڼې نه بشپړ متن دی:
«دا دې هم په کې وي:
د مقاومتیانو، مجاخدینو او خاص ډول عبدوګک وکیل بالتوکیل اصيل مجاخد، الحاج جان مامد خان کیري په کابل کې دی. وايي عبدوګک چې ورسره مخ شو، نو له اوښکو په ډکو سترګو يې ورته وويل چې:
کیري باداره رارسېږه
غني سېلاب دی را روان ما درنه وړينه
کېري وايي په قار ورته کړه چې:
رايې دې لږ، لاپې دې ډېرې
بې شرمه سم شه ګنې خوله دې څیرومه
وايي عبدوګک کړنګ په ژړا شو او په ژړغوني غږ يې وویل چې:
ته د نوک ځای دولت کې راکړه
سوک به بيا زه په بې شرمیو ځایومه
کيري ته وايي خندا ورغله او ورته کړه يې چې:
صبر کوه يو څه به درکړم
بې شرمه ستا دا دیوثي مې ژړوينه»
https://www.facebook.com/abdulhadi.hadi?fref=nf    
کله چې ما دا لنډۍ ولوستې، ډیرې راته جالبې شوې، هادي مې هم آنلاین ګیر کړ او سمدلاسه د «چت» په بنډار کې ورسره کیناستم. په پیل کې مو پر یوه بله ډیره مهمه موضوع څه سوال ځواب وکړ، بیا مو د لنډیو مساله را میدان ته کړه.
دا هم د لنډیو په باب زما او د هادي صاحب د هغې ورځې د «چت» د بنډار بشپړ متن چې زه یې په امانتدارۍ سره پرته له لاسوهنې تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:«
 ــ د اوس له پاره به دا موضوع پر ځای پریږدو، را به شم ستا نوښتونو ته:
 دا ووایه چې دا لنډۍ دې چې د سوال ځواب په ډول لیکلې دي، د دې په باب مالومات راکړه . زه خو اوس د لنډیو په باب څیړنه کوم ، شپږ مقالې مې خپرې شوې دي، اومه یې پر لاره ده . ستا په مخکتاب کې ددې لنډیو راتلل، ما ته یو نوی څپرکی پرانست، کیدای شي یوه مقاله پرې ولیکم.
ــ هههههه سلامونه استاده، مننه چى بزرگواري دى وكړه.
دا زما په مخكتاب کې لنډى تازه د خلكو له خوا جوړې شوې دي، البته كه مو په ياد وي يو وخت د ا خ د گ په حاكميت كى هم دې ته ورته، خو مصنوعي لنډۍ حتى د مستقلو تولگو په نوم خپرې شويدي( سرحدي لنډۍ) فكر كوم فاروق فردا ليكلې او كه راټولې كړې وې، همدا شان دوه درې كاله دمخه تاسو سره نيږدې د محمدآجان غلجي په نوم يو چا د لنديو يوه لويه مجموعه خپره كړه چى متاسفانه ټولې يې خپله ليكلې وې او دا له بدعته ډكه مجموعه يې شه ډيره خپره هم ده. نو دا زما پر مخكتاب خپرې لنډۍ هم همداسې يو بدعت وگڼه ههههه
ــ د لنډیو په باب له دې لنډ مالومات نه مننه. د محمداجان غلجي ټولګه ماسره شته، پر هغې مې د لنډیو د مقالو په لړ کې خبرې هم کړې دي. د فاروق فردا د لنډیو ټولګه ما په کابل کې لیدلې وه چې په خپل نامه یې چاپ کړې وه، ما هماغه وخت ورته ویلي وو چې لنډۍ خو د خلکو ګډ مال دی، تا څنګه ځان پورې تړلې دي؟
 د ده ځواب يوه نرۍ مسکا وه او بس. اوس ځکه څه نه شم ورباندې ویلای، چې په واک کې مې نه شته.
زما هیله له تا دا ده چې که دې نوې لنډۍ له چا اوریدې او یا د لنډیو کومې ټولګې سره مخ کیدې، د هغو په باب مالومات له سره شریک کړه چې زه یې د لنډیو په باب په خپل کار کې ور ګډ کړم.
ــ په دواړو سترگو استاده.
ــ زه سترګې پر لار یم، مننه.
ــ انشاالله»
د لنډیو په باب د تیرو بحثونو په تایید سره باید ووایم چې لنډۍ د ورځني ژوند د انعکاس هنداره ده. څه چې په ورځني ژوند کې تیریږي، په طبیعت کې پیښیږي، د انسانانو څارویو او طبیعت د نورو اجزاوو پر سر راځي یا د دوی په خپلمنځي اړیکو کې پیښیږي، په لنډیو کې خامخا را څرګندیږي. ښکلا، ضعف او قوت یې په ویونکو او د پیښو په انځورولو پورې اړه لري، چې کله د قوت په وجه د خلکو خولو او زړونو ته لار پیدا کوي او تل پاتې کیږي، یا د ضعف په وجه د خلکو له پامه لویږي.
هغه شمیر لنډۍ چې یوه شخص پورې اړوند یوې نازکې پیښې( مثلا مینه) پورې اړه لري او یوه نازکه رشته انځوروي؛ د هستیدو وخت او ځای معلومول یې ګران بریښي. او یو شمیر لنډۍ چې د یوې ټولنې او یا کوم ټاکلي نظام په ښه او بد پورې اړوند هست شوې یا رامنځ ته شوې وي، پیښې او کرکترونه په کې مالوم وي، بیا یې د وخت او ځای معلومول آسانه کار وي. لکه د جان کیري او عبدالله تر منځ د لنډیو له لارې پاسنی سوال ځواب.
زما هیله له ټولو قلموالو، د ټولنیزو شبکو له کاروونکو او د لنډۍ له مینه والو نه دا ده چې د لنډیو د ثبت او ټولولو په برخه کې پوره او په زړه سوی سره پام وکړي. که چیرې څوک له داسې سوال ځواب ډوله لنډیو سره مخ کیږي، یا کومه لنډۍ نوې په نظر ورځي، نو د مهربانۍ له مخې دې په لاندې آدرس کې له آصف بهاند سره شریکې کړي:
asif_bahand@hotmail.com
چې له لازمو توزیحاتو او تبصرو سره یې د لنډیو د دې بحث یوه برخه وګرځوو او د انترنت په جال کې د لنډیو له ثبت او غنا سره مرسته وکړو او په دې ډول د لنډیو د بر بادیدو او ورکیدو مخنیوی وکړو.
د دې برخې د ښه پای له پاره مې دغه نوې لنډۍ برابرې کړې دي، که چا ته کومه یوه تکراري وه، ما دې وبښي:

چې څه دې وکړه، ښه دې وکړه
نور مې پلو پر مخ را خپور کړه خوب راځینه  

په جرمني ټوپک سوری شې
 ورور مې ولاړ وو تا مې تاو کړل مړوندونه

څوک به له ما نه شتمن نه وي
که خرڅیدلای په پیسو د یار غمونه

پریږده چې دوه سترګې څلور شي
یا به پیغور شي، یا به مینه پاتې شینه

پر زړه مې ځای د ټپو نه شته
پردی وطن دی، دا به څنګه رغومه

یو وارې بیا کلي ته راشه
څانګې غوټۍ دي چې خوله پرانیزي مینه

زموږ په خوا دې ګذر نه شته
ځکه سپیره دي لارې، مځکې او باغونه

له هغې ورځې چې ته نه یې
پر ما انبار دي د ګرد کلي پیغورونه

په هغې ورځ چې ږیرې راغلې
پر وطن راغلل د ویرونو سیلاوونه

کور ته د تګ امید مې نه شته
راباندې کوټې د هجرت درانه بارونه

 پهI Love you  دې نه پوهیږم
ما ته په سپینه پښتو وایه یار دې یمه  

آسمان ته ګوره ستوري څو دي
دومره ګیلې مې یاره ستا له لاسه دینه
 
غمونو زړه راته ډک کړی
پردي دي خلک زه بې چا ته تشومه

خبرې ډیرې پای یې نه شته
زه به په پای کې دغه تریخ جام ګوټومه

کیري باداره رارسېږه
غني سېلاب دی را روان ما درنه وړينه

رايې دې لږ، لاپې دې ډېرې
بې شرمه سم شه ګنې خوله دې څیرومه
 

ته د نوک ځای دولت کې راکړه
سوک به بيا زه په بې شرمیو ځایومه


صبر کوه يو څه به درکړم
بې شرمه ستا دا دیوثي مې ژړوينه
                             د اومې برخې پای