د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کلتور د نړيوالې ورځې د نمانځنې خبرتیا

سلیم رحمتزی 03.09.2014 21:40

د افغانستان او پښتونخوا يو زيات شمېر مدني بنسټونو او کلتوري ټولنو چې د
همغږۍ يوه ګډه ټولنه يې هم رامنځته کړې ده، تېر کال په يوه ګډ کنفرانس کې
پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته به هر کال د تلې لومړۍ ( د سپټمبر ۲۳) نېټه
د افغان کلتور د نړيوالې ورځې په توګه نمانځي.
د افغان کتور د نړیوالې ورځې دنومونې او نمانځنې موخه:
همدا اوس شاوخوا ۷۰ ميليونه افغانان په افغانستان، پاکستان، هندوستان،
ایران، ترکمنستان، آذربايجان، اسټراليا او تايلنډ او يو شمېر نورو
هېوادونو کې د ځايي اوسېدونکو په توګه ژوند کوي، خو تر څنګ يې په ميليونو
نور افغانان د مهاجرينو په توګه د نړۍ په ټولو لويو وچو کې دېره دي. په
افغانستان او پښتونخوا کې د پرله پسې جګړو له امله همدا اوس د نړۍ د
مهاجرينو يوه لويه برخه افغانان دي، چې ډېری يې له يوې خوا د ملي، کلتوري
او ژبني هويت له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او له بلې خوا د تپل شوې
جګړې له کبله يې په نړيواله کچه يو ترهګر، شډل او مافيايي انځور وړاندې
شوی دی، چې زموږ په اند له يو داسې ملت سره چې د تپل شويو جګړو او ترهګرۍ
له کبله يې تر ټولو زياته قرباني ورکړې ده، يو بل ظلم دی.
د دې لپاره چې:
-    د افغانانو کلتور په نړيواله کچه وغوړېږي او وده وکړي
-    نړۍ ته د افغانانو غنی کلتور په ښه ډول وروپېژندل شي
-    د نړۍ له کلتوري پرمختګونو څخه ګټه واخېستل شي
-      د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لالهانده افغانان د نړيوالتوب په دې بدلېدونکي
پېر کې خپل فرهنګی هويت وساتلی شي
-     او د هغه ناوړه انځور پر وړاندې چې په اړه يې نړۍ ته وړاندې شوی،
مثبته کلتوري مبارزه شوې وي
د افغان کلتور د نړيوالې  ورځې د غوراوي او نمانځنې پرېکړه وشوه.
د تلې د لومړۍ نېټې د غوراوي منطق:
د وري لومړۍ ( د مارچ ۲۱) نېټه او د تلې لومړۍ (د سپټمبر ۲۳) نېټه د کال
هغه ورځې دي چې شپه او ورځ يو شان کېږي او په زياترو هېوادونو کې موسم په
زړه پورې ډول بدلېږي. د تلې لومړۍ نېټه په افغانستان او پاکستان کې چې
ډېری افغانان اوسېږي، هوا نسبتاً ښه او د نمانځنې لپاره مساعده وي. د وري
لومړۍ نېټه وار دمخه د ملګرو ملتو له خوا د نوروز په  توګه منل شوې، نو
ځکه مو د تلې لومړۍ نېټه د افغان کلتور د نړيوالې ورځې په توګه غوره کړه.
د نمانځنې بڼه:
په پام کې ده چې دا ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په يو شمېر مهمو
ښارونو کې او همداراز په پېښور، کوېټه، کراچۍ کې د يو زيات شمېر مدني او
کلتوري بنسټونو له خوا په ګډه ونمانځل شي. څرنګه چې د نړۍ په يو زيات
شمېر نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه هندوستان، عربي هېوادونو، اروپا،
امريکا او اسټراليا کې کې افغانان خپلې کلتوري ټولنې او مرکزونه لري له
هغوی نه هم هيله کېږي چې په خپلو کوربه هېوادو کې دا ورځ په ښکلي ډول
ونمانځي.
په کابل کې د نمانځنې څرنګوالی:
د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز، د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې
او زيات شمېر نورو مدني بنسټونو پرېکړه کړې ده چې دا ورځ به د پغمان په
نوې جوړه شوې ماڼۍ او غونډۍ کې په شاندار ډول نمانځي. په دې ورځ کې د
افغانانو د کلتوري ارزښتونو او ميراثونو په اړه د لنډو ويناوو تر څنګ، د
افغانانو ملي لوبې، نندارې، د ملي کاليو، لاسي صنايعو، انځورونو،
کتابونو، عتيقه آثارو نندارتونونه، مشاعره، ټنګ ټکور، فولکلوريک تياتر په
پام کې نيول شوي. کلتوري نندارې به له سهار څخه دشپې تر ناوخته دوام
لري او له پاکستان او نورو بهرنيو هېوادونو څخه به مېلمنو ته هم بلنه
ورکول کېږي.
هيله او غوښتنه: موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانانو له مدني او کلتوري
بنسټونو او مرکزونو څخه هيله کوو، چې پورته يادو شويو موخو ته د رسېدو
لپاره دا ورځ د ځانګړيو کلتوري پروګرامونو له لارې په شانداره توګه
ونمانځي.
موږ د افغانستان د اطلاعات او کلتور له وزارت څخه هيله کوو، چې د دې ورځې
په نمانځنې کې مرسته وکړي او دې ورځې ته رسمي بڼه ورکړي. همداراز د
بهرنيو چارو له وزارت څخه مو هيله دا ده، چې خپلو سفارتونو او قونسلګريو
ته د دې ورځې د ښې نمانځنې سپارښتنه وکړي.
هغه ټولنې او بنسټونه چې غواړي د دې ورځې په نمانځنه کې له موږ سره ګډه
برخه واخلي، کولای شي د لاندې پتو له لارې اړيکې ونيسي:
E-mail:Cscc.afg@gmail.com, secretariate.jarga@gmail.com; pakafg.pf@gmail.com;
Tel.: 0093700670552, 00923339292980