د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوهنې وزارت ژمنې او عملونه

عطاءالله خان حیران 28.08.2014 20:19

موږ د پوهنې له وزیر او د پوهنې د وزارت له هېڅ مامور، معین او له ریس سره شخصي ستونزه نه لرو او نه  مو لرله،موږ نه ددوی په شخصیت باندې شک لرو او  نه ددوی په پوهه باندې،زموږ نیوکه ددوی په کړنو باندې ده او دا زموږ حق دی، فساد دپوهنې وزارت په شمول په ټولو وزراتونوکې شتون لري،زه په فساد خبرې نه کوم زه د پوهنې وزرات په توپیري چلند باندې خبرې کوم هغه ځکه چې دا وزارت ماته راکړل شوی د کرزي صاحب حکومت ټولو ته معلوم دی، چې هرڅه په  کې له پیل نه تردې دمه د مصلحت پراساس روان دي او ټول وزراتونه یې وېشلي دي  په دغه وېش کې د پوهنې وزارت موږ ته د ونډې پراساس راکړل شوی دی او دا وزارت،  محترم وزیر ښاغلي غلام فاروق وردګ ته یوازې او یوازې دده د وړتیا او د پوهې  پراساس نه دی ورکړل شوی که دی پښتون نه وی کیدای شي د پوهنې وزارت وزیر نه وی یوازې پوهه او د استعداد خبره په کې نه ده مطرحه، نو چې داسې ده زه خپل حق له چانه وغواړم؟ بل د پوهنې وزارت دې زموږ غوښتنې نقد کړي چې موږ څه غواړو او زموږ غوښتنې څه دي او دچالپاره دي، تش نه منل خو خبره نه شي کیدای او نه نه منل د حل لاره ده، په دې ورستیو کې مختلف خلک پوهنې وزرات پسې لیکنې او خبرې کوي او د پوهنې وزرات ټولو ته په یوه سترګه ګوري دوی فکر کوي ټول موږه یو دا تفکیک باید د پوهنې وزرات محترم کارکونکي وکړي ټولو ته دې په یوه سترګه نه ګوري او نه دې ټولو ته یو شان ځواب وايي ځکه چې درې ډوله کسان په دې ورستیو کې پوهنې وزات پسې لیکنې او خبرې کوي یوه ډله چې شخصي عقدې لري د پوهنې وزات ځينې ګوښوه شو د چارواکو په غوښتنه لیکنې کوي چې خپل غچ ورنه واخلي بله ډله یې پروتوکلیان دي چې د پوهنې وزرات یې ښه پیژني ترپرونه یې معاش ورکو چې اوس یې نه ورکوي نو وایي چې وزرات کې فساد دی او درېیمه ډله یې هغه خلک دي چې له پیل نه  تردې دمه یې سپیڅلې مبارزه پيل کړې او لایې کوي هیڅ مبارز ملګري مو نه دنده غوښتې نه مو د پیسو خبره مطرحه کړې او نه مو دکوم بل شي په سر معامله کړې دا درې ډلې د پوهنې وزرات محترم وزیر او دهغه ملګري ډېر ښه پيژني نو پردې اساس د پوهنې وزات دې دغه درې ډلې سره درې برخې کړي ټولو ته دې نه وايي چې له موږ نه یې دندې غوښتې ټولو ته دې دا نه وایي چې له موږ سره شخصي عقدې لري، زموږ عقده به څه وي؟ موږ که دنده غواړو څه ډول دنده؟ موږ خو دنده لروهمدا مو دنده ده، دغه شیان چې څوک غواړي او تاسې ورته ورکړي هم دي هغه ستاسې خپل کار دی زموږ خبره زموږ غوښتنې معلومې دي نن ورباندې بیاټینګار کوم څه چې مو کړي دي د هغو یادونه هم کوم کومې ژمنې مو چې کړي او عملي کړې مو نه دي له هغونه هم هر څه به روښانه کوم که داسې کوم لکه تاسې یې چې کوئ ( نه یې منو داکار موږ کړی دی ) داسې نه کو ځکه دا دحل لارنه ده.
ستاسې ژمنې او ستا سې عملونه نن په دې لیکنې ستاسې محترم مخې ته ږدم او قضاوت هم تاسې ته پریږدم موږ چې وړم کال د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ د لمانځلو پرویاړ لاریون ترسره  کاو چې  تاسې له هېواده بهر په غالب ګمان په لندن کې وی چې خبر شوی نو ټلیفونونه مو وکړل چې دې ځوانانو  ته وویاست چې لاریون مه  کوئ زه تاسې سره کینم او ستاسې غوښتنې منم خو د اوس لپاره له لاریون څخه لاس واخلئ  موږ ستاسې غوښتنه له خپل رهبر ډاکترصاحب ځلاند سره  شریکه کړه هغه که څه  هم ډیر خوش باوره نه و هغه وخت هغه هم له هیواده بهر و نو یې موږ ته وویل (موږ چې مدني ټولنه  یاستو او دمدني ټولنې د قانون پراساس موږ  باید ددوی غوښتنې ومنو موږ کومه دښمنی ورسره لرو سمه ده چې راځي او دمورنۍ ژبې مسله راته حل کوي ښه خبره ده لاریون مه کوئ)ستاسې غوښتنه مو ومنله او لاریون څخه تیرشو تاسې چې هېواد ته  راستون شوئ تاسې موږ وغوښتلو او ستاسې په کورکې د ۱۵ مختلفو مدني ټولونو د استازو په  ګډون غونډه وکړه او د مورنۍ ژبې په مسله مو ښه ژور بحث وکړ ستاسې ټولو پوښتنوته زموږ رهبر ډاکترځلاند منطقي ځوابونه وویل په پای کې ځينې دندې موږ او ځينې تاسې واخستې او هغه وخت تاسې له  موږ نه  زیات دې مسلې سره علاقه وښوده او  ستاسې احساسات د مورنۍ ژبې په هکله له موږه نه ډېر حساس و، هغه ريپوټ مو ږ د نیت له لارې خپور هم کړ ټولوملګروته مو د یادې ناستې جزیات د لیکنې په  بڼه وړاندې کړل،محترم وزیر صاحب تاسې تردې پورې موږ ته وویل چې نور هیچاته ټلیفون مه کوئ خپله شمیره دې راکړه راته دې وویل چې هره خبره وي تاسې له موږ سره نیغ په نیغه اړیکه نیولی شئ او زه  مو په خدمت کې یم موږ چې ستاسې له کوره ووتو نو خپلو ملګرو ته مو دنده وسپارله چې طرح باندې کار وکړي او معلومات سره ډلبندي کړي چې د پوهنې وزیر ته یې وړاندې کړو خو بیا چې موږ له تاسې سره هرډول اړیکه کوله له تاسې سره اړیکه نه کیده مسجونه مو درته وکړل خو ستاسې لخوا هیڅ ځواب  موږ ته رانه غی موږ مو په ټوله معنا ناهیلي کړو، نو موږ هم چې وکتل اړیکه درسره نه کیږي او ستونزې هم ډېرې وې په ښوونځيوکې هغه وخت د کتابونو نه شتون یو ستره مسله وه شاګردانو کتابونه نه لرل موږ خو اوازې خپرې کړې وې چې موږ د پوهنې له وزیر سره وکتل او هغه ژمنه وکړه انشاءالله په ګډه به کار کو چې د پوهنې په برخه کې پرته له کوم امتیازه د یوه مدنې ټولنې د غړو په توګه کار وکړو نو هغه وخت ستاسې په ټول وزارت کې ستاسې یوشمېر مامورین له موږ سره داسې ول لکه موږ چې یې د ښمنان یو،موږ بیا هم همغه کبیر حقمل ته ورغلو او دامو ځان ته پیغور ونه ګڼله چې په میځونوکې به مو یو او دبل ګریوان ته لاس اچول پاتې و اوبس د ښاغلي کبیر حقمل دې کور ودان وي مننه ترینه کوم ورغلو ورته مو وویل  چې د مورنۍ ژبې مسله خو به ګالو اوس د کتابو نو غم کوه چې له مخلتفو ځایونوڅخه  موږ ته د ښوونځیو سرمعلمان زنګونه وهي او کتابونه غواړي حقمل صاحب راته په ورین تندي ټټر وواهه او له موږ نه یې مننه هم وکړه چې موږ ورسره په دې برخه  کې همکاري کو په دې برخه  کې هغه څه له موږ سره حقمل صاحب وکړل چې رښتیا خبره وي زموږ ورنه توقع نه وه  احمدشاه بابا مینه کې یو شمېر ښوونځیو کتابونه نه لرل شکردره کې او داسې ډیر ځایونه ول د ښوونځیو سرمعلمان به مو ورته راوستل چې هرډول ستونزه به یې وه  ور حل به یې کړه اخر یې دغه بوج په ټوله معنا له موږ نه واخست موږ ته یې وویل چې نور تاسې تکلیف مه کوئ نورکارونه وکړئ بس چې هر ښوونځي کې ستونزه وي د حقمل شمیره ورکوه انشاءالله تربیغمه به وی او همداسې شوه اوس موږ همداسې کو ترډیره اوس خلک ورنه خوشحاله هم دي.
او پاتې شوه د مورنۍ ژبې مسله دا همداسې پاتې ده ترننه څه  چې دې راته ویلی و هېڅ دې ونه کړل محترم وزیر صاحب هغه وخت هم موږ  تاسې ته وویل چې دا زموږ لپاره او د پښتون ماشوم لپاره حیاتي موضوع ده له دې نه تیریدونکي نه یو او ولې ورنه  تیرشم ځکه چې څوک له خپل حق نه تیریږي بې ننګان دي دا زموږ حق دی د اساسي قانون ۴۳ ماده کې ښکاره ویل شوي دا حق هلته زموږ ماشوم ته ورکړل شوی دی د نصاب په  غالب ګمان چې ۷ ماده به وي هغه کې د مورنۍ ژبې یادونه شوې ده داسې ډیر نړیوال قوانین درته ښودلی شم د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ څه  معنا لري او ولې؟ دا ورځ په خیرات کې د مورنی ژبې په  نوم نه ده شوې یو ویشتم د فبرورۍ په دې ورځ په بنګلدیش کې د مورنۍ ژبې په سر۲۰۰۰۰ زره بنګالیانو خپل سرونه قربان کړل، تراوسه زما پزه نه ده وینې شوې او زه به ورنه اوړم هیڅ امکان نه لري دا زموږ حق دی دا به غواړو که د پوهنې وزیر ته یې او که بل دا نه ده چې له تانه وړاندې موږ دې ټکي ته پام نه و او یامو مبارزه نه ده کړې له تانه وړاندې حنیف اتمر د همدې وزارت وزیرو موږ له تانه ډېرې او سختې ورځې له هغه سره مبارزه کړې او بیا مو دې ته اړکړی قناعت مو ورکړی بیا یې راسره ومنله   خو  بیا یې ونه منله  لکه تاچې راسره ومنله   او بیا دې ونه  منله،موږ چې کله کله د فساد خبره کو موږ چې کله یو شی یادو او یابل شی داسې هم نه ده چې موږ دروغ وایو دروغ نه دي دا رښتیا دي دا کارونه ځکه کو چې ستاسې دا کړنه او دا دریځ چې دمورنۍ ژبې په هکله یې لرئ دې نوروته خوند ورکوي چې ښه ده دا حق موږ ترلاسه نه کړو نو موږ وایو چې ضروري نه ده چې ته دې ددې وزارت وزیر وې داسې څوک دې راشي چې زموږ حق راکړي موږ د اشخاصو خبره نه کو موږ د حق خبره کو ځينې ملګري دا استدلال کوي مه کوئ خیر دی ډېر پښتانه یې په دندو ګمارلي موږ دا نه وایو چې ولې یې پښتانه په دندو ګمارلي باید وې ګماري خپله ونډه یې ده، ماته د غه پښتانه چې په یاد وزرات کې په دندو بوخت دي دومره ارزښت نه لري لکه پښتو،  ځکه چې ژبه دې مړه شوه قوم مري قومونه په ژبو ژوندي وي نه په افرادو او دا موږ ته یوه لویه دسیسه ښکاري ځکه یې په وړاندې هسک سره د سر په بدله  مبارزه کو، ترکومې به زما ژبه د خبرو او دسندرو ژبه وي؟ یوازې به سندرغاړي ورباندې سندرې وايي او موږ به ورباندې کور کې خبرې کو او بس نور ارګ او دفتر ژبه دې بله وي، او په اساسي قانون  کې دې هم لومړیتوب، پښتو ته ورکړی وي ترهغې مې چې پښتو ژبه د ښوونځي ژبه نه شي د دفتر ژبه نه شي کیدای که له  دې نه  راتیرشو په مورنۍ ژبه زده کړې د هرماشوم حق دی نور دې له دې حقه برخمن وي او زما پښتون ماشوم دې نه وي ولې ؟ هغه نور به په  خپله مورنۍ ژبه زده کړه کوي ښه په شوق او ذوق به  ښوونځي ته ځی زما ماشوم به یې په دې تنکي مغزو یو ځل اوري بیا به هغه خپل ذهن کې را ژباړي او له هغې نه به بیا مفوم اخلي داظلم نه دی ؟ زموږ دغه غوښتنه یوازې زموږ غوښتنه نه ده دا په ټوله کې د ټول بشریت غوښتنه ده او بیا د ټول افغانانو او  ان ستاسې د بچو که تاسې حقیقت ووایست موږ ستاسې د بچو حق له تاسې نه غواړو ایا زموږ غوښتنه شخصي ده؟ ایا زموږ غوښتنه غیرقانوني ده؟ زه  پوهیږم تاسې ټول به دا خبره راسر ه منئ چې دا زموږ حق دی نو ولې؟ دانه منم چې معلم نه شته هرڅه شته اراده نشته که تاسې ارادا پیدا کړه هرڅه پیدا کيږي که په دې برخه کې چا اراده لرلی او یا دغه  موضوع ورته همدومره ارزښت لرونکې وی نو نن په دې څو کلنو کې به یې ورته په سلګونو معلیمین روزلي و.
زموږ غوښتنې د عقدې له مخې نه دي موږ دا په ښکاره وایو چې موږ هغو خلکو ته چې د شخصي عقدې له مخې په تاسې لیکنې کوي په همغه سترګه ګورو لکه تاسې چې ورته ګورئ.
ځینې ملګري وايي چې تاسې ولې د ټلوالې سره دومره جدي برخورد نه کوئ چې یو پښتون وزیر پسې موراخستې ده ملګرو دا ۸ کاله د ټلوالې سره موږ په مبارزه بوخت یو زموږ مخه خو همدې پښتنو نیولې ده موږ خو داسې فکر کو چې دا کوهی موږ ته همدوی کنستی دی زه اوس مورنۍ ژبه د فاع وزارت نه وغواړم؟ او یا .... او موږ له دوی سره ډيره  ګوزاره کړې ده خو هغې ته د چاپام نه وي موږ د لوړو زده کړو وزارت پرخلاف درې لاریونونه وکړل چې بیا دولسمشر کرزی په منځګړتوب مسله حل شوه  خو  خپل حق مو ورنه اخست داسې رانه پاتې نه شو، دا دټلوالې کسانو نومونه چې ځینې ملګري موږ ته اخلي چې دوی پسې ولې څه نه وايي ملګرو دوی پسې مو لاریونونه کړي عکسونوته مو  ورته اور ورته کړی دی څه ډول چې وغواړئ یاد کړي مو دي چې ان ولمشر کرزی ورباندې خفه شوی و چې تاسې ولې د شخصیتونو عکسونوته اور ورته کوئ د ګاونډي هیوادونو د لاس وهنې پرخلاف مو لاریونه خپل غږ پورته کړی دی هغه وخت تاسې چیرته وی چې د پوهنې وزارت ترڅنګ به زموږ لاریون تیریده او تسې به له کړکیو په مبایلو ویډیوګانې او عکسونه اخستل هغه څوک ول ؟ دا کار موږ ترننه له پوهنې وزارت سره نه دی کړی نوره  څومره مینه؟  او تاسې ؟
دا چې زموږ ملګرو اوس کومه سروې په ټول هېواد کې پیل کړې ده، دا خو تاسې  اړ باسلو چې نور معلومات راجمع کړو چې ولس ته دقیق ارقام وړاندې کړو چې څومره ښوونځي فعال دي او څومره بند دي او څومره معلمین په کې تدریس کوي.
موږ له دې حقه تیریدونکي نه یو دا موږ غواړو که مو د سر په قیمت هم راته تمامیږي بیا هم یادونه کوم چې زموږ غوښتنې شخصي نه دي عقدوي نه دي زموږ غوښتنې د هرپښتون ماشوم غوښتنه ده.
تاسې یې  منئ او که یې نه منئ د مورنۍ ژبې په مسله کې پاتې راغلي یاست  او موږ له دې مبارزې نه هیڅ وخت په شاکیدونکي نه یو ترهغې چې مو بدن کې یوه قطره وینه هم شتون ولري.
دفتري کار ټول په دري شو
خواره پښتو یمه جګړو ته مې ساتینه