د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ ا ند یښنه او د غنی مجبوریت

ډاکټر حامد 28.08.2014 20:15

پدی کی شک نشته چی د تیرو ولسمشریزوټا کنو په دویم پړاو کی هر چا که هغه سړئ ښځه او که ما شوم وو پداسی یو لوړ هوډ او رښتونی احسا س یی د  ډاکټر غنی لپاره کمپا ین وکړ چی د هیواد په تاریخ کی یی سارئ نه درلود او غنی ته یی د با با لقب ورکړ حتی زما یو دری کلن زوی چی اوس یی  هم چیرته عکس وینی نوپیژنی یی او وایی چی ها غه دی اشرف غنی با با اوله ټولو ډیرد خوښئ ځا ی دادی چی ولس په یوه غږ دهغو بی رحمه او بد مرغو جګړه ما رانو خولی ورما تی کړی چی نیږدی ۳۵ کاله یی د ولس وینی وزبیښلی او د خلقی ، پرچمی ، ستمی ، مجاهد ، د مقا ومت اتل اود دموکرات په نومونو یی داسی جنا یا ت وکړل چی په  وحشی صهیونستانو کی یی سارئ لیدل کیدای شی اوبس ، زما هغه د کابل کنډ والی د ښځو ماشومانو ځوانانو او سپین ږیرو هغه ټوټه ټوټه جسدونه ، د مړو نڅا د ښځو بی پتی ، د ښځو د سینو پریکول ، په سرونو کی د میخونو ټک وهل او داسی نور دردونکی جنایا ت اوس هم ډیر ښه په  یا د د ي ، دا هغه ډ لی وی چی یوا ځی یی د ټوپک شپیلئ پیژانده او دټوپک په ژبه به یی خبری کولی نه اسلامیت او نه ا نسا نیت ورته کوم ارزښت درلود هلته به یی د جهاد د اتل پنوم ځا نته دا حق ورکاوه چی د ولس د ناموس او ما ل څخه نیولی بیا د ولس تروینو تویولو دوی ته جواز لری اوکه څوک یی په وړاندی څه ووایی با ید په ډیره بیرحمانه توګه ووژل شی او همداسی یی  وکړل  ، د طالب دولت له پرځیدو وروسته یی بیا د مقا ومت د ا تلا نو پنوم هما غه پخوانئ کرکجنی کړنی بیا بیا تکرارکړی او دا ځل یی دیوه قبر لپاره یو متر د ولتی ځمکه هم پرینښوده هم یی دولتی پستونه اوهم یی دولتی ځمکی غصب کړی او له بده مرغه کرزئ یی هم پدی نا وړه ډ نډ کی له ځا نه سره وغورځاوه او په وار وار یی د ډیروامتیازونود تر لاسه کولو لپاره دولت وګواښه او ولسی ټول ګټی پروسی یی له خنډونو سره مخ کړی دا هغه څه دي چی ټول ملت پری پوهیږی اونه به دا ددوی وروستنی غوښتنی او وروستنی ګوا ښونه وی بلکه کله چی دوی امتیا زات  له لاسه ورکوی همدا سی به شورو غوغا جوړوی اوملی نقا بونه به په مخونو را کښی او بیا به ملی نفا ق ته لمن وهی او بیا به هم له بهرنیانو مرسته غوا ړی او لا سونه به یی ښکلوی ځکه دوی مفت خوره روږدی شویدی او پدی ډول یی پریما نه امتیا زات تر لاسه کړید ی  .
که فکروکړو د ولس اندیښنی هم بی ځا یه ندی اوولس نور ددوی له بد ما شی او اوبا شی تر پوزی راغلئ د ئ
ځکه دوی هیڅ قا نون ته سر نه ټیټوی او همدا یوا ځینی دلیل وو چی ولس په پراخه کچه د ډا کټر غنی ملا وتړله ځکه د هغه په وجود کی یی د ا ظرفیت لیده چی با الاخره به دئ هیواد لدی نا ورینه وبا سی اودا متکبر سرونه به د قا نون په وړاندی مات کړی په هیڅ شکل چا د ا تصور نشو کولای چی ددوی را یی به بیا هم د یو ه ایتلا ف قربانی شی خو زه له ولسه دا هیله لرم چی راځی لږ په سړو ما غزودغه ټوله سناریو جدا جدا د ذهن د وا قعیتونو په تله کی وتلو اویوه ګړئ ځا نونه د غنی په موقف کی ونیسو نو هلته به د ټولو هغو اند یښنو او نه حل شویو سوا
لونو یو څرګند ځواب و مومو او هغه دا چی د نړیوالی ټولنی په ځانګړی توګه د امریکی اغیز په هیڅ ډول له پا مه نشی غورځول کیدای که مو خوښ وی او کنه د امریکا غوښتنی یو پریکنده رول لری او دا په اوسنیو شرایطو کی یو تریخ حقیقت دئ او موږ باید د مصلحتونو په وړاندی د قا نون د ما تیدو زغم ولرو ځکه د نړیوا لی ټولنی سر ه به یو نه یو ډول خپل حرکت ته دوام ورکوو زه پخپله د ځینو دوستانود ډ یرو توندو خبرو پلوی نه یم خو د هغه کړاوونو چی دوی د کمپاین په مها ل ایستلی دی هغوی حق په جا نب بولم خو له هغوی قدرمنو څخه زما هیله داده چی لږ دی نور هم له زغمه کار وا خلی هما غه خولی یی چی د کمپاین په مهال تویی کړی وی له غنی سره دی یو ځل بیا د یوه ښه حکومت په را منځته کولو کی تویی کړی ځکه چی سیا ست یوه  لاسی ریړۍ نده چی کله دی خوښه شوه د ښا ر په یو ه څنډه کی یی ودروه ا و کله په بله څنډه کی موږ او دا ولس به وار وار د ازمون په تله کی سره تلل کیږو نه به تل دا ولس ددی ټوپکمارویرغمل وی اونه به  د جان کیری را تګ ته سترګی په لار کنه دا یواځی موږ ته نه بلکه ټولی نړی ته څرګنده ده چی ټا کنی د ډا کټر غنی ټیم ګټلی دي څومره به ښه وای چی ډ اکټر عبدالله لکه د اردوغان  د سیا لانو په څیر ډاکټر غنی ته مبا رکی ویلئ وای او د یوه اغیزمن اپوزیسیون په بڼه یی ځا نته د ولس په زړونو کی ځای ورکړی وای خو په هر صورت نه په هغوی کی پرون دومره میړانه وه نه نن او
نه به بیا وی .
دوهم اړخ چی ډاکټر غنی یی اړ کړو تر څو ټلوالی ته امتیا زات ومنی هغه ملی مصلحتونه وو نه ویره او ډار لکه څنګه چی ځینو دوستانو لیکلی وو چی ولی ولس د خپلو رایو څخه دد فاع لپاره لاریو نونه اولکه د عبد الله د ډلګئ  پشان غورځی پرځی ونکړی نو زه هغوی ته وایم چی دا دولس بی پروا یی نه بلکه دولس پرا خ او کلک  با ورپر خپل مشر اود ډاکټر غنی زغم وو کنه د ډاکټر غنی په یو ه آواز به په میلیونونو انسا نان را وتلی وای چی هلته بیا  هیوا د بیله شکه له یوه سخت  بحران سره مخ کیده او دا هغه څه وو چی د ټلوالی با دارانو غوښتل نو پدی اسا س هیڅوک دا حق نلری چی د ولس دا زغم اود ا سرښندنه تر سوال لاندی راولی .
 پا تی شوه د ولس د رایو د ارزښت خبره نو پدی با ید ټول پوه شو چی زموږ رایی بی ارزښته نه وی همدا زموږ رایی وی چی ټلواله یی دی ته اړیسته  چی زموږ له جیبه امتیاز وغواړی نه حق دلته ده چی د ملکیت څښتنا ن موږ یو نه هغوی ځکه عبد الله غنی  ته لاس نیولئ دئ او یو څه تری غواړی نه غنی عبد الله ته نو همدا زموږ د رایو ارزښت دئ کنه د لومړی پړاو صحنه خو موږ ته ښه په یا د ده ، نو په پا ی کی زه له ټول ولسه غواړم چی له زغمه دی کار وا خلی نه له احسا سا تو ملی پروسی با ید نور ه هم پیا وړی  کړو او دا ځل ثا بته کړو چی موږ پیا وړی سیا ستوال یو او د خپلو مشرانو خبری او کړنی را ته دیوه اصل حیثیت لری اوموږ هر یو را تلونکئ دولت چی  مشری به یی انشا ‌‌لله  غنی کوی خپل وبولو او دزړه له کومی ولس ته خدمت وکړو تر څو هغه ټیکداران چی ولس یی یرغمل کړید ئ نور ه هم منزوی شی او ګران هیواد لدی ستونزو او بحرا نونو څخه ووځی .
ددی لپا ره چی ز ه را تلونکی ته تر تیرو حکومتونو ډیر امیداوره یم دوه دلیله لرم !
۱ : دولس بی سا رئ با ور پرخپلو مشرا نو
۲ : د ډاکټر غنی په پوه ، هیواد ته په ژمنتیا اوپیا وړی مدیریت