علت
24.08.2014 13:00د ګل بوټی په اوبو باندې ښیراز شي
هـر ځلمی په نارینتوب سره ممتاز شي
د ښایسته پیغلې ښکلا هله څو چند وي
چی ملګری ورسره دې ښایست کې ناز شي
د هر څه خوي او خاصیت د خپل اصلیت دی
ممکن نه ده چې ټپوس به چېرې باز شي
دا د کوم علم قانون کوم مهارت دی
چې سرکوزی به کوم وخت هم په پرواز شي
انسانان به هله خلاص له بدمرغۍ وي
چې حقونه یې مساوي په یوه راز شي
د ملت بریالیتوب په دې کې پروت دی
چې دښمن ته په یو سوک په یو اواز شي
هر معلول لري علت فلسفـه واي
دوه مین چې کړي جدا هغه غماز شي
په انجام کې د حاصل هیله هله وي
چې کرکیله په کوم وخت چرې اغاز شي
استبداد چې وي موجود ظالم مظلوم وي
«اشنا» کله به دوی یو تر بله ساز شي