د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د معدني اوبو په ځای دنلونو اوبه په ګیلاس کې وڅښئ

احمدالله ناصری 20.08.2014 23:10

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هم په بوتلونو کې د اوبو
څښل دود شوي دي په نیویارک کې دښار مسولینو فیصله کړې ده چې خلک دې ته وهڅوي چې دبوتلونو او معدني اوبو په ځاي دنل اوبه په ګیلاسونو کې وڅښي .
دنیویارک ښاروالۍ په درست ښارکې دتبلیغاتوپه پیلولو سره دښارله خلکو غوښتي دي دچاپېریال دساتنې لپاره دې داوبو له بوتلونولږه استفاده وکړي دنیویارک دښار رستورانټونه هم له دغې پروژې سره د ملګرتیا لپاره تشویق شوي دي .
دنیویارک چارواک وايي داوبو له بوتلونولږه استفاده هم دژواک چاپریال لپاره ګټه لري او هم د خلک دجیبونو په ګټه ده پردې سربیره د روغتیا لپاره هم دنل اوبه ګټه لري البته لومړني دوه دلیلونه کفایت کوي چې دنل له اوبو استفاد ه وشي او هغه هم په ګیلاسونو کې وڅښل شي .البته په افغانستان کې خو لا دنل له پاکو ابو خلک بې برخې دي . او تاسو هم ښايي ووایئ چې زمونږ په هیواد کې خو دنل اوبه هم نه شته خوکه حکومتي چارواک دغه تحقیق لوستی وي یوه ورځ به مټې روانغاړي او دکابل ا ونورو ښارونو اوسیدونکو ته به د څښاک سمې اوبه برابرې کړي بیا به اړتیا نه وي چې په بوتلو کې له معدني اوبو استفاده وشي هسې هم دکابل ښار ډیر ککړ دی خو که دمعد ني اوبو دبوتلونو ککړتیا هم پرې زیاته شي چاپریال به نور هم زیانمن کړي ځکه چې پلاستیکونه ژر له منځه نه ځي او په چاپریال کې دډیرې مودې لپاره پاتې کیږي دژواک چاپریال د ډلوله لوري دترسره شویو څیړنو په اساس داوبو له هروپنځوبوتلونو څلوربوتلونه بیرته نه شي تجزیه کیدای چې بیا استفاده ترې وشي او لیرې غورځول کیږي دغه څیړنې ددې ښودنه کوي چې د بوتلونو دتولیداو ویش بهیر دځمکې له ګرمیدو سره هم مرسته کوي .
البته د نیویارک ډیر اسیدونکي چې او س د دوبي تودوخه زغمي دغو سپارښتنوته پام نه نه کوي ځکه چې باوري دي دنیویارک دښار دنلونو اوبه پاکې نه دي البته په کالیفرنیا کې له یوې مودې راهیسې ځینې رستورانتونه دغو سپارښتنو ته پام کوي په نیویارک کې هم ځینونو رستورانټونوپه بوتلونو کې داوبو خرڅلاو بند کړی دی خو هغه کسا ن چې دبوتل له اوبو دڅښاک پلویان دي د نیویارک د ښاروالۍ دغه فیصله له انصافه لیرې بولي اووایي چې یوازې بایدددغه صنعت په ضداقدام ونه شي او دچاپریال دساتنې نور کارونه دې هم وشي .
حقیقت دادی چې داوبو دبوتلونو دتولید صنعت دسترو تولیدي شرکتونو هدف دی او نه غواړي خپل دغه تجارت له لاسه ورکړي دکلرکاس ، کوکاکولا ،او پیپسي کولا شرکتونه په دغه بازار کې څو ستر پانګه وال دي کلرکاس په امریکا کې دمعدني اوبودبوتلونو ستر تولیدونکی شرکت دی په دغه برخه کې هره ورځ میلیونونه ډالره مصرفیږ ي او تبلیغ کوي چې دغه اوبه له ډيرو رڼواوغرنیوچینو راوړل شوي دي په داسې حال کې چې ډیرې ېې دښار دنل له اوبو ډک شوي وي .
په امریکاکې دبوتولونو داوبو لپاره اصول په دې ډول دي چې تولیدونکي ژمنوي چې دبوتلونو اوبه دې یوازې دنل اوبو په شان ښې وي او ضروري نه ده چې دبوتولونو اوبه دې دنل تر اوبو ښې وي .
د1999 کال په مارچ کې دطبیعي زیرمو ددفاع شوارNRDC یوراپورخپورکړ چې عنوان ېې ؤ دبوتلونو اوبه خالص څښاک که خالص اعیتاد ؟ دغه راپور ېې دامریکا دخوړو او درملو ادارې ته ورکړ دNRDC راپور وښودله چې دبوتلونو داوبو څلویښت فیصده په حقیقت کې دنلونو اوبه وې او هسې ېې دمعدني اوبو ټاپه پرې وهلې وه .
دغه راپور دغه راز وښودله په امریکاکې 60 یا 70 فیصده خرڅې شوې معدنې اوبه دامریکا دخوړو او درملو دادراې سټندرډ نه لري په هر صورت دامریکا خلک دهرګیلن معدني اوبو لپاره له یوه تر څلورو ډالرو ورکوي خوددغو اوبو کیفیت د نل له اوبو سره چې وړیا دي هیڅ توپیرنه کوي او دبوتلونو داوبو کیفیت هم نه دی معلوم هیله کوو چې افغان جارواک هم دڅښا ک اوبو ته توجه وکړي او تصفیه خانې جوړې شي چې بیا څوک د معدنی اوبو ډپ ونه کړي او دملت ډیرې پیسې په غونډو او سیمیناورونو کې په معدنې اوبو ونه لګیږي .