د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوهنې وزارت او پاکستانیان

اجمل هاند 20.08.2014 22:08

ګران هېواد د خپلو او پردیو په جنګونو کې لوټي لوټي شول، بچیان یې دربدره، خاورې په سر په پردیو هېوادونو کې د جهالت، لوږې او بې زده کړي ژوند تیروي. یو لورې ته خو داخلي ښکیلاک او ګوډاګیان دی، چې افغانان له خپلو وسایلولکه : معادن، کرنه او تجارت  څخه محرومه کوی اوبل لورې ته همدا خوار وګړي ځای په ځای له مړیني سره مخامخ کوي.، ترڅو د دوی افرادي، رواني، اقتصادي او جسمي ځواک تر پښو لاندې کړی او زبېښاک د دوی پر هر ډوله وسائلو د تل لپاره واکمنې وکړای شي.
افسوس خو د دې خبرې دی، چې زمونږ خپل وزیران او مشاورین هم په دا سر نه خلاصوی، چې تر شا او خوا یې په لکونو بې وزله او بې روزګاره ځوانان شته دی، چې کار او بوختیا ته اړتیا لري، که داسې نه کیږي، نو بیا دوی د ظالمانو، جنایتکارانو او غدارانو لاسو ته ورځي، نو بیا همدا ځوانان را پورته کیږي، او دوی ته بمونه ږدي، دوی ته ځانمرګي بریدونه برابروی او یا په کوڅه کې روان میرمن یا پیغله را ونیسي بې عزته یې کړی او پیسي ورڅخه په زوره شکوي!
خو زمونږ وزیران لکه فاروق وردګ په دا خبره نه پوهیږي، چې په وزارت کې یې پاکستانیان څه کوی، آیا دوی په رښتیا هم د پوهنې په ډګر کې کار کوی، افغانستان جوړوی او له نړۍ سره یې سیال کوی که بربادوی یې یا د پاکستان ای ایس ای ته پکې کار کوی!
زښته زیاته د افسوس خبره ده، چې د پاکستان د حزب اسلامي (پاکستاني جماعت اسلامي) د پوهنې په وزارت کې ډېر شمېر پاکستانیان خو پریږده، پنجابیان شته دی، چې د دې لیکنې وروسته به یې زه نومونه هم څرګند کړم. لس، یولس او دیارلس زره امریکایی ډالر معاشونو اخلي. دا معاشونه نه یوازې زمونږ د پنځوسو کورونیو ژوند او خوراک څښاک برابرولي شي، بلکې له ګران وطن څخه د داسو خلکو شړل، افغانستان ته مینه او سوله هم راوړلي شي. ولې چې دا هم هغه خلک دی، چې دښمن هېواد پنجاب ته کار کوی، او زمونږ په ټکنالوژۍ خیټه اچوي. خو فاروق وردګ صیب به ولې دا خلک لرې کوی، په دا وروستیو کې په بنکانک کې د جنوبي او ختیځو هیوادونو مرستندویه غونډه کیږي، نو فاروق وردګ صیب له تګ او راتګ مخکې داوړه ځل دي پاکستان پنجابي اسلام آباد ته سفر کوی تر څو هلته له بادار څخه امر واخلي چې دي باید په غونډه کې څه ووايي او وروسته په دا پلانونو څنګه عمل وکړی! افسوس چې له خپلې بهرنیو چارو وزارت سره نه کښنو خو دوښمن هیواد پاکستان ته سفر مکي ته سفر ګڼو.
مونږ باید فکر وکړو، چې آیا زمونږ په وطن کې په رښتیا د باسواده ځوانانو کمښت شته دی، ما په خپله د سروش، ایمل او هیلۍ په نوم تنکي افغانانو سره لیدلي دی، چې دوی له خارج څخه ماسټرياني راوړي دی، خو بې کاره ګرځي، خو بل لورې ته زمونږ ساده وردګ صیب دی، چې په وزارت کې یې هغه خلک پر ځای کړی دی، چې هیڅ وطن ته ګټه نه رسوی، بلکې زمونږ د پرمختګ مخنیوی کوي.
زه د پوهنې وزارت د یو کارمند په صفت له پوهنې وزارت څخه په کلکه غواړم چې باید ژر تر ژره دا کارکوونکي لرې کړی او پر ځای یې افغانان وګماري، کنې هغه ورځ لرې نده، چې زه به یې په خپله لیکنه کې، د دې ډول پاکستاني تابعیت لرونکو، نومونه، پوسټونه، دفترونه، تابعیت، ولسوالي او په پاکستان کې د اوسیدلو ځای او ولایت څرګند کړم او دا به هم څرګند کړم، چې په وزارت کې هغه کوم افغانان دی، چې دا ډول خلک حمایه کوي.